په پېښور کې د ډاکټر ستوري مصروفيات
March 2005: د افغانستان د خاورې نوميالى ليکوال شاعر او د ساه پوهنې ماهر ډاکټر کبير ستورى چې کله څو ورځې وړاندې د المان نه پېښور ته د راتلو فيصله وکړه، نو که يو خوا ښاغلى ستورى دې ته لېواله وو، چې کله به د خپلې خاورې د ليکوالو او پوهانو سره ويني، نو بل خوا په دې خاوره هم يو شمېر ليکوال د ستوري صيب راتلو ته سترګې سترګې وو. د پښتو عالمي کنونشن خبر هغوى ته د وړاندې نه رسېدلى وو او د کنونشن راجوړونکي ښاغلي سليم بنګش او اسير منګل بيا بيا لارې ته کتل.د۲۰۰۵ ع کال په دويشتم مارچ ښاغلى ستورى د خپل زوى ښاغلي حاجي نصير ستوري سره پېښور ته راورسېدو. دلته د هغه مئينانو يو شمېر په انتظاروو. ستورى صيب دلته د سکون ساه واخيسته او بيا سبا له يې د مارچ د مياشتې په دروېشتم تاريخ د کاکا صيب مخه وکړه او چې کله په واپس راتلو نو دپښتو ژبې د لوى ليکوال او سياسي مبارز ښاغلي اجمل خټک پوښتنې ته ورغلو. په دې موقع د ستوري صيب مشر ورور ښاغلى عبدالجليل ملنګ د دوى زامن عبدالبصير بيدار او نصير ستورى هم موجود وو. د افغانستان نوميالى اديب ليکوال عبدالله بختاني هم ملګرتيا لرله. ستوري صيب د پښتنو غمونه وژړل او ښاغلي اجمل خټک ورله ډاډ ورکړو. دا خبرې تر ډېره وخته پورې جارې وې، چې هره خبره يې د سند وه. د اکوړه خټک نه د راتلو نه پس سبا له يعنې په24 مارچ ښاغلي کبير ستوري دا فيصله وکړه، چې د رنځور ولي خان پوښتنې له خامخا ورځي، ځکه چگي خان عبدالولي خان د حضرت باچا خان د سترګو تور او د ټولو پښتنو د زړه ټکور دى. په دې تړون ورسره ښاغلى کبير ستورى يو شعوري تړون لري او چې کله هم پاکستان ته راځي، نو د ولي خان خواته خامخا ورځي. ډاکټر کبير ستوري د خان عبدالولي خان پوښتنه هم وکړه او د بيګم نسيم ولي خان سره يې هم وکتل. دغه رنګ دا ورځ ټوله ښه مصروفه تېره شوه. شپږويشتم مارچ هاغه ورځ وه د کومې لپاره چې ډاکټر کبير ستورى په خصوصي توګه راغلى وو. په دې ورځ په نشترهال کې ادبي چمن ټل د سيورې لاندې په دې عالمي کنونشن کښې د ډېرو لرې هېوادونو نه پوهان، ليکوال او سياسي غړي راغلي وو. ددې صوبې وزير اعلى محمد اکرم خان دراني او نورو سرکاري غړو په دې کنونشن کښې په خصوصي توګه ګډون وکړو. کنونشن دوه ورځې دوام ولرلو او په يو نشست کښې ډاکټر کبير ستورى د مشر مېلمه په حيث خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې. د عالمي پښتو ادبي کنونشن د خوا داکتر کبير ستوري ته د پښتو ادب ته د خدمت ايوارډ هم ورکړى شو. په 28 مارچ د کنونشن د پروګرام ترمخه د ټولو شريک والو لپاره په کوهاټ کښې د روټۍ او بيا په ټل کښې د يوې مشاعرې تابيا شوې وه. کبير ستوري په دې دستورو کښې د خصوصي ګډون اراده ولرله. تر لسو يوولسو بجو پورې ليکوالان په نشترهال کښې راجمع کېدل. دغلته ستورى صيب د عبدالرحمان لوګي، اکرام الله ګران او نورو ډېرو ليکوالو سره د نزدې نه وليدل، چې کله د ليکوالو قافله کوهاټ ته ورسېده، نو د مسلسلې ستړتيا له امله هغوى ته دا مشوره ورکړه چې ټل ته لاړ نشي او دغه رنګ هغوى د کوهاټ نه واپس پېښور ته راغلل.
په 29 مارچ د پاکستان ټيلي وېژن پېښور مرکز د کنونشن په اړوند د يوې خصوصي جرګې راجوړولو تابئا وکړه چې ورکښې د ډاکټر کبير ستوري نه علاوه ددې صوبې د اطلاعاتو وزير ښاغلي اصف اقبال داودزى ښاغلي سليم راز، ښاغلي سعيد ګوهر، ښاغلي سليم صافي او نور شامل وو. په دې جرګه کښې د پښتو ژبې په اهميت خبرې وشوې. هم په دې ورځ ماښام په پريس کلب کښې د پښتو عالمي کانګرس له خوا د کنونشن د مېلمنو لپاره په يوه استقباليه کښې ستوري صيب ګډون اوکړو.
په 30 مارچ د محمد افضل خان لالا د کتاب "د ډيورنډ کرښه" د مخ کتنې دستوره وه، چې ورکښې د اجمل خټک، بيګم نسيم ولي خان، بشير بلور، لطيف افريدي نه علاوه نورو بې شمېره سياستمدارانو او ليکوالو صحافيانو ګډون وکړو. ستورى صيب په دې موقع خاص مېلمه و.
په يکم اپريل د رحمن بابا د کليزې خصوصي دستورې وشوې. په وړمبۍ ورځ محترم کبير ستورى په دې دستوره کښې د خصوصي مندوب په حيث ګډون وکړو او د دوهم نشست صدارت يې وکړ.
په 2 اپريل د پښتو نوي چينل (شمله ټي_ وي) د ستوري صيب سره دوه ساعته تفصيلي مرکه وکړه. په 3 اپريل په ټوله صوبه کښې هړتال وو ځکه ټولې هلې ځلې وځنډېدې. په 5 اپريل په AVT خيبر کښې د ستوري صيب په علمي او ادبئ خدماتو خصوصي پروګرام کتابونه دريابونه ترتيب کړى شو، چې ورکښې ډاکټر شاه جهان او ظفري صيب خبرې وکړې. په دې واقع د ستوري صيب د مشر ورور ښاغلي عبدالجليل ملنګ او زوى حاجي نصير ستوري تاثرات هم ريکارډ کړى شو. ستوري صيب په خپلو خبرو کښې د پښتو ژبې دپاره د نور کار کولو په اهميت زورر واچولو. ددې نه وړاندې هم په دې ورځ د صوبې د صحافيانو له خوا د ډاکټر کبير ستوري په اعزاز کښې د Gust Hour بندوبست وکړى شو. ګڼو صحافيانو په دې خبرو کښې شرکت اوکړو او د ډاکټر کبير ستوري فکر ته يې خصوصي اهميت ورکړو.
په 8 اپريل ستورى صيب په ننګرهار کې د نارنج ګل په مشاعره کې هم ګډون وکړ او په 9 اپريل خاص کنړ ته لاړ.
پښتونخوا: اوویشتمه ګڼه، ۲۰۰۵ ع کال، نولسم کال
De Doktor Kabeer Storay Masrofiat By: Layaqzada Layaq
Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 19 Nr./No.: 27 Year 2005
