د ارواښاد ستوري ياد
ارواښاد ډاکټر کبير ستورى که له يوې خوا د پښتو شاعر او ليکوال و، د يو دروند او سپېڅلي شخصيت لرونکى هم و. هغه يو پياوړى دوست و، يو خوږ انسان وو د خلوص او صميميت يوه نښه وه او داسې يو څوک و، چې د افغانيت او پښتونولۍ ډېرې مثبتې نښې نښانې يې په خپل ځان کې ساتلې، خوندي کړې او ځلولې وې.
په دې توګه نو زه غواړم، چې په ځانګړې توګه د هغه د شخصيت په همدغه اړخ يو څو خبرې وکړم.
ستورى _ يو مهربان دوست:
ارواښاد ستورى يو مهربان دوست و، داسې يو دوست و، چې تل يې د خپلو دوستانو او ملګرو له حاله ځان خبراوه. د دوستانو د غم د هرې پېښې غمشريکى و، د دوستانو د ښادۍ د هرې شېبې ملګرى هم و.
ارواښاد ستورى په جرمني کې د استوګنو افغانانو په منځ کې زياتره د "کبير ماما" په نوم يادېده. هغه د ټولو لپاره د نر، ښځې او ان ماشوم لپاره د ډاکټر کبير ستوري پر ځاى (کبير ماما) و. هغه داسې يو دوست و، چې د دوستانو (ښې، بدې) ته تل حاضر و. په دوستۍ، راشه درشه او خوى کې يې د غرور او تکبر نښې نښانې نه وې. لږې خبرې يې کولې او ډېرې يې اورېدلې، مهربان او متواضع دوست و او له همدې کبله په ټولو دوسانو د زړه له کومي ګران و.
مېلمه پال ستورى:
د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري يوه بله ځانګړنه دا وه، چې د افغانيت او پښتونولۍ د معيارونو يوه بنسټيزه نښه (مېلمه پالنه) يې په خټه کې اخښل شوې وه. هغه وخت، چې دى په جرمني کې له خپلې کورنۍ او بچيانو ليرې او يوازې اوسېده، هم يې کور او استوګنځى د ملګرو او دوستانو (دمه ځاى) و. تل به ډلې ډلې دوستان ورروان وو او د وطن پر حالاتو به تاوده بحثونه کېدل. په دې توګه د هغه دېره تل د سياسي، کلتوري او ادبي بحثونو، خبرو اترو او بنډارونو د (مرکز) په توګه پاتې وه. کله چې په ورستيو کلونو کې يې کورنۍ هم جرمني ته راغلله او ټول سره يوځاى شول، نو يې کور او حجره بيا هم کله له مېلمنو تشه نه وه. تل به په کې د دوستانو ګڼه ګوڼه وه، (کبير ماما) به ې په منځ کې ناست و او پر شونډو به يې موسکا خپره وه. تر دې وروسته نو د مېلمه پالنې دغه (پېټى) يوازې د (ماما) پر اوږو نه و پروت، د هغه زامنو د هغه د مېلمه پالنې عنعنه ډېره ښه پاللـه. د ماما درنې پښتنې مېرمنې هم د هغه د مېلمه پالنې دغه ولوله لا زياتوله. هر هغه افغان، چې به له افغانستان او يا کوزې پښتونخوا څخه جرمني ته په هر مناسبت راغى، ډاکټر کبير ستوري به يو ځل خامخا پر خپل دسترخوان مېلمه کاوه، د هغه دسترخوان تل غوړېدلى او تندى به يې هم تل ورسره غوړېدلى و.
له دغو ټولو خبرو، چې راتېر شو، ډاکټر کبير ستوري هيله لرله، چې پښتو له علمي او پوهنيزو اثارو څخه ډکه شي، څرنګه چې يې لوړې زده کړې په ارواپوهنه کې ترسره کړې وې، نو يې د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو کې څېړنې او ليکنې کړي دي. په دغه لړ کې يې يو شمېر خپاره شوي هم دي لکه:
وېره _ د ساپوهنې په رڼا کې، د هوښيارتيا تله، ژبساپوهنه او يو شمېر نور...
د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري يوه وروستۍ هڅه دا وه، چې د پښتو د اوسني ليکدود په څنګ کې، په لاتيني بڼه هم ټول پښتانه يو واحد ليکدود غوره کړي. د هغه موخه دا وه، چې له يوې خوا د نويو تخنيکي وسايلو لکه انټرنېټ او برېښنايي ميډيا لپاره په ډېرو برخو کې ددې اړتيا پېدا کېږي، چې پښتو په لاتيني بڼه وليکل شي. اوس يې هم پښتانه ليکي، خو يوه واحده بڼه نه لري. د هغه هيله دا وه، چې په لاتيني ليکدود هم بايد پښتو پوهان او ژبپوهان يوه واحده بڼه وټاکي او د يوې پرېکړې په توګه يې ټولو پښتنو ته وړاندې کړي. له بلې خوا يې غوښتل هغه ماشومان، چې له هېواده بهر رالوى شوي، په پښتو پوهېږي او خبرې پرې کوي، خو ليکلى يې نه شي او دغه راز د بهرنيو زده کوونکيو لپاره دغه ليکبڼه لااغېزمنه شي. دا هغه څه دي، چې زموږ پوهانو او ژبپوهانو ته پرې غور پکار دى.
او يو وړانديز:
د کونړ ولايت له چارواکو څخه هيله کېږي، چې د کونړ د بېلابېلو علمي او ادبي شخصيتونو په نوم تعليمي موْسسې، ښوونځي او واټونه ونوموي. لکه چې اورېدل کېږي، د کونړ پوهنتون د جوړېدو هڅې روانې دي او ويل کېږي، چې ښاغلي کرزي هم کونړ ته د خپل سفر په دوران کې هلته د دوو پوهنځيو او تعليمي موْسسو د جوړېدو ژمنه کړې ده. د سيد جمال الدين افغان په نوم د ښوونې او روزنې موْسسه د فعالېدو په حال کې ده. له دې سره سم لازمه ده، د کونړ بېلابېل ښوونځي د کونړ د مهمو شخصيتونو په نومونو ونومول شي، لکه: د ارواښاد سيد شمس الدين مجروح په نوم، د شهيد پوهاند بهاوْالدين مجروح په نوم، د کونړ د ښځو لېسه د مستوره شال په نوم او همداسې نور...
په دې لړ کې هيله ده، چې د کونړ او په ځانګړې توګه د خاص کونړ (د ارواښاد ستوري د ټاټوبي) يو ښوونځى د هغه په نوم ونومول شي.په دې توګه به د هغه د ټولنيزو او علمي خدمتونو درناوى شوى وي.
پښتونخوا: دیرشمه ګڼه، ۲۰۰۷ ع کال، یویشتمم کال
De Arwakhad Story Yaad By: Zarin Anzor
Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 21 Nr./No.: 30 Year 2007
