د ډوډۍ په لټه
په ژورو چورتونو کې ډوبه وه، سترګې پکې لوېدلې وې، لکه چې ټوله شپه يې په ويښه تېره کړې وه.
شمعې ته يې وکتل نژدې په تمامېدو وه، له خپله ځايه را ولاړه شوه، د مشر زوى سر ته ودرېده، شونډې يې ورپېدې. خدايزده څه يې وويل بيا يې د خپل کوچني زوى له مخ څخه بړستن پورته کړه، پر مخ يې ښکل کړ، سوکه يې له ځان سره وويل:
_ اه خدايه! ته ښه پوهېږې په ټوله ورځ کې يوه خاشه (ټوټه) ډوډۍ، خدايه څه وکم، چا ته ورشم خپلوانو ما ته سترګې نيولي دي.
له خواشينۍ يې سترګې راډکې شوې، ښه ځنډ يې وژړل، په ژړا کې يې له واره چيغه کړه:
_ نه، نه، نه شم کولى، خداى دې مرګ راکړي نه، نه.
اوښکې يې پاکې کړې بيا د خپلو سوچونو دنيا ته ستنه شوه، تېر وختونه ورياد شول، هغه چې ښکلې ځواني يې لرله او ټولې سترګې به د دې پر لوري کږې وې، له دې سره د روزي خان لېونۍ مينه او بيا له هغه سره د ګډ ژوند خوږې شپې.
روزي خان يې سترګو ته جګ ودرېد، داسې ورته ښکاره شوه چې هغه ورته نارې وهي.
_ هيلو وه هيلو، ما مه هېروه پر عبدالله او بسم الله پام کوه چې درنه وږي نه شي.
هيلۍ په ويښه خوب ليد، له ځايه را ولاړه شوه، شمعې ته چې وروستۍ لمبې يې کولې ودرېده.
_ تم ژاړې، ته څه غم لرې، تر ما خوښه يې، اوښکې تويې کړې، بيا مړه شې. . .
خپل غږ يې پسې لوړ کړ:
_ ما ته راشه چې ويلې کېږم، مړه کېږم نه.
بيا يې ورو له ځانه سره وويل:
_ وۍ زه خوم چوره لېونۍ يم، زامن به راويښ کړم، بيا به ډوډۍ غواړي.
پر خپل ځاى کښېناستله. د اولادونو لوږه ورياده شوه، په سوچونو کې ډوبه شوه، په خپله هم وږې وه، زړه يې سولېده، پورته په تاخچه کې يوه ټوټه ډوډۍ يې را واخيستله، نيمه يې کړه خو بيا يې په زړه کې څه ور وګرځېدل، ډوډۍ يې بېرته پر خپل ځاى کښېښوده. دا يوه ټوټه ډوډۍ يې بېګا له خپلو زامنو څخه سپمولې وه، نور نه په کور کې ډوډۍ وه، نه پيسې.
د کور د کاليو ډېره برخه يې لا پخوا خرڅه کړې وه، پخپله لوږه نه وه، د اولادونو لوږې يې زړه خوړ، له ځانه سره يې وويل:
_ څه وکم، چېرې لاړه شم؟ څوک به مې غم وخوري، هديرې ته ځم تر ژوندو مړه ښه دي، ژوندي پر چا زړه سوى نه لري خو مړه خپل هډوکي ورکوي، ټول خلک دا کارونه کوي، خرڅ به يې کم، ډوډۍ به پې واخلم.
عبدالله او بسم الله يې له خوبه را ويښ کړل، عبدالله ډوډۍ غوښته مور يې هغه يوه ټوټه ډوډۍ د دوى تر منځ ووېشله خو عبدالله ډوډۍ ايسته غورځاره کړه او په ژړا يې پيل وکړ، هيلۍ يوه کلکه ځپېړه پر مخ ورکړه:
_ خداى مې دې درچې (څخه) خلاصه کړي، لېونۍ دې کړم.
عبدالله پړمخې پرېووت ژړا يې نوره هم پسې زياته شوه، مور يې بېرته په غېږ کې ونيو، دې هم ورسره ژړل په ژړا کې يې ورته وويل:
_ مه ژاړه در جار مې کړې، اوس خو ډېره ډوډۍ به راوړم.
هيلۍ په هديره کې پوه شوه چې شپې پسې اخيستې وه، سپيده داغ ته لا وخت پاتې و، ګبڼۍ واخيسته، ټول وجود يې له ډاره لرزېده خپل ځان يې ملامت کړ چې ولې په توره شپه کې دلته راغله.
يو نيم کال دمخه هغه ورځ ورياده شوه چې خلکو د روزي خان جنازه دغې هديرې ته راوړه او دا په وچ زور تر هديرې ورسره راغله او د دېواله څنګ ته يې له خپلو زامنو سره ژړل.
د غو سوچونو يې وېره له ياده وايسته، دواړه زامن يې په څادر کې پټ کړل او دا په کار لګيا شوه، سره له دې چې تياره وه خو په قبرونو کې د هډوکو ټولول دومره ګران کار نه و، ډېر قبرونه دمخه سپړل شوي وو.
هيلۍ په تلوار کله يوه او کله بل قبر ته تله او په وړه پلاستيکي بوجۍ کې يې هډوکي اچول يو وخت يې پام شو چې له خپلو زامنو څخه ليرې شوې ده، په منډه خپل ځاى ته راغله عبدالله او بسم الله ويده وو، هيلۍ بيرته په کار لګيا شوه.
د تيارې لمن په ټولېدو وه او د سهار رڼايي خورېدله هيلۍ سره له دې چې په تياره کې وېرېدله خو د سهار رڼا ته هم دومره خوشحاله نه وه هغې ته دا رڼا د کفن په څېر سپينه معلومېدله، اوس نو بوجۍ ډکه شوې وه، دواړه زامن يې له خوبه ويښ کړل. بسم الله ورته وويل:
_ببۍ تا خو ويل ډوډۍ به اخلو.
_ دا ده اوس خو دومره ډوډۍ به درته واخلم چې ته ووايې بس.
بوجۍ يې پر اوږو کښېښودله، هيلۍ په دې خوشحاله وه چې چا په هديره کې نه وه ليدلې، د هډوکو بوجۍ يې په اوږو دروندوالى کاوه، بوجۍ بل ډول ورته ښکارېده کټ مټ داسې لکه چې د روزي خان جنازه پر اوږو وړي، نن ځان بېخي بل ډول ورته ښکارېده، په غوږونو کې يې ډول ډول غږونو انګازې کولې.
چېگرې يې وړې، هى هى دومره ژر دې هېر کړم.
هغه دي يو يې وړل، لوږې پسې اخيستې ده، زما هډوکي وړي، زما هډوکي خوري.
هى هى ژوندي وګوره، حرص لېوني کړي دي، نور به لاڅه کوي.
مړه هم درڅخه په ارام پاتې نه شول.
ځان وخورئ، دلته مو هم نه پرېږدئ، پر ځان يې هم د انسان نوم ايښى. . . .
هيلۍ فکر کاوه چې دا غږونه به د دې په څېر ټول اوري، دې ته هکه پکه وه چې ښار ولې چوپ دى، ولې ځواب نه وايي.
سره له دې چې اوس يو څه رڼايي وه خو هيلۍ سختې وېرې اخيستې وه پښې يې پسې درنې وې، شا ته يې نه کتل، په ګډو وډو سوچونو کې لوى واټ ته ورسېده له څه مزل وروسته يې لويه شين رنګې دروزاه وټکوله دغه پته يوه اوونۍ دمخه نګارې ورکړې وه او ورته ويلي يې وو، چې هغه د هډوکو لوى دلال دى هډوکي په ښه بيه اخلي.
يوه پنډ سړي چې کونډۍ ږيره يې لرله، سپېنې جامې يې په تن کې وې او له حالته يې معلومېده چې د دروازې ټک ټک له خواږه خوبه پاڅولى، په ډېر کاوړ سره دروازه بېرته کړه، خو د ځوانې ښځې په ليدو يې پر پرېړو شونډو موسکا خوره شوه داسې يې وښوده چې له ډېر پخوا يې پېژني:
_ اوهو ته له کومه، په خير راغلې خداى دې راوله.
هيلۍ خپل ټيکرى په سر سم کړ، يوه څنګ ته ودرېده. ويې ويل:
_ په دې بوجۍ کې مې هډوکي راوړي دي. . . .
_ راځه راځه دننه راځه.
_ ته مې زامن وينې چې وږي دي، ډوډۍ غواړي هډوکي من په څو اخلئ؟
د هيلۍ له تروې ټنډې پوه شو چې په رضا نه ورسره ځي، بله لومه يې ورته کښېښوده.
_ هډوکي؟ خبره داسې ده چې هډوکي بېخې ډېر شوي، ټول ګودامونه له هډوکو ډک دي، پاکستان کې يې هم نرخ ټيټ شوى دى، خلکو ته دې خداى انصاف ورکړي، چې يوه شي ته يې پام شي ټول منډې پسې وهي.
هيلۍ سوکه وويل:
_ نو نه يې اخلې.
_ اخلم يې، خو په يوه شرط. . . .
د هيلۍ د ټيکري پېڅه يې ونيوله، خبره يې داسې بشپړه کړه:
_ چې ته هم کور ته راسره لاړه شې، څنګه خوښه دې ده؟
دا خبرې نه وې د ټوپک ټک و، د هيلۍ په سترګو توره شپه شوه، سر پرې وګرځېده د خپلو زامنو سپېرو مخونو ته يې وکتل، ستونى يې راډک شو ټيکرى يې له سره اوږو ته وښويېده، ټوله سره پوړېده سترګې يې رډې راوختې، د هډوکو په بوجۍ ورټيټه شوه دوه غټ هډوکي يې راواخيستل پنډ سړى يې پر مخ پرې وويشت. سړي غبرګ لاسونه سرته نيولي وو خلک پرې راټول شول، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د هډوکو د دلال غږ اورېدل کېده:
_ مه يې کوئ غريبه لېونۍ ده، لېونۍ ده.
کابل څارندوى مېنه
18/11/1378
