اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

درې نوي تاريخي کتابونه

په دې وروستيو څو مياشتو کې مې د ژباړې ترڅنگ د يو لړ پلټنو په بهير کې د دريونويو تاريخي کتابونو لپاره هم توکي وموندل . داسې هم پېښ شوي ، چې د يوه کتابلپاره به مې پلټنه کوله ، خو هممهال به د يوه بل نوي کتاب لپاره توکي مخ تهراغلل . ځکه خو په دې وتوانېدم ، چې هممهال د دريو کتابونو کار پر مخ بوزم .دغه درې نوي کتابونه په لاندې ډول دي :لومړى کتاب “ د امير دوست محمد دربار ته د روسي سفير ويتکېويچ سفر او پر هراتباندې د پارس ناکام يرغل “ دى . د دغه کتاب په لومړي سر کې لومړى څو ليکنې پهافغانستان کې د روسيې د لومړني سفير ويتکېويچ د ژوندليک او دده د دندو په اړه دي ، چې پخپل منځ کې بېلابېل والى او ځينې نوې خبرې لري . ورپسې په ۱۸۳۷ او
۱۸۳۸ ز کلونو کې په پارس ( ايران ) کې د روسيې د سفير ، جنرال “ سيمونيچ “ د ياور “ بلارامبېرگ “ يادښتونه دي . روسى سفير ويتکېويچ له بلارامبېرگ سره يوځاى په ۱۸۳۷ ز کال کې پارس ته تللى او بيا له پارس نه افغانستان ته تللى وو .بلارامبېرگ پخپلو يادښتونو کې دا ټول بيان کړى دى . نوموړي په ۱۸۳۷ – ۱۸۳۸ زکلونو کې پر هرات باندې د پارس د پوځونو د ناکام يرغل او د هرات د ناکامېکلابندۍ په اړه هم بيان کړى ، ځکه چې دى پخپله په پارس کې له روسي سفير سيمونيچاو ددغه سفارت له نورو ټولو کارکوونکو سره يو ځاى هرات ته تللى او هلته د پارسد يرغل کوونکو پوځونو سلاکار وو . ده ان د پارس د پاچا محمد شاه قاجار او د هغه د لومړي وزير حاجي ملا عباس ايرواني ، چې په ( حاجي ميرزا اغاسي ) اوڅار وو ،
کمعقلۍ او نالايقۍ هم اعتراف کړى دى .په پارس کې د روسيې د سفير ياور بلارامبېرگ ويلي ، چې د هرات په کلابندۍ کې دروسي پوځ يوه کنډک هم برخه اخيستې وه . دا يې هم په ښکاره ويلي ، چې د کلابندۍ
پر مهال يو جگپوړى روسى افسر ، تورن جنرال “ بوروفسکي “ د افغانانو له خوا ووژلشو . بيا يې وروسته يو ځل بيا د روسي سفير ويتکېويچ داسې يادونه کړې ، چې دى له کابل نه د کندهار له لارې راستون شو او هرات ته راغى ، د افغانانو ملي کالي يې اغوستي ول او لونگۍ يې پر سره وه . ده خپله څېره دومره په مهارت سره افغانانو ته ورته کړې وه ، چې نه خپلو پېژاند او نه پردو . بلارامبېرگ ليکي ، چې د پارس
۳۰ زره کسيز پوځ ونشو کړاى ، چې د هرات ښار ، چې يوازې دريو زرو افغانانو يې دفاع کوله ، ونيسي . په دې کتاب کې ، بخارا ته د ويتکېويچ د سفر د يادښتونو يوه برخه هم راغلې ده . ويتکېويچ په بخارا کې د امير دوست محمد له سفير ، ميرزا حسين علي سره ليدلي وو او هغه يې له ځان سره يوځاى لومړى د “ ارينبورگ “ والي
او بيا سانت پيتر بورگ ( د روسيې پلازمېنې ) ته بېولى وو . په سانت پيتربورگ کې يې د باندينيو چارو په وزارت کې ورسره خبرې اترې هم کړې وې . ما ددې مياشتې په اتمه نېټه ، يانې دوې ورځې مخکې ددې کتاب په ژباړه پيل وکړ . دويم کتاب “ سردار عبدالرحمان او روسان “ نوميږي . په دې کتاب کې مې ځينې داسې تاريخي لاسوندونه راټول کړي ، چې په روسي تورکيستان کې د امير عبدالرحمان د مهاجرت د مهال په اړه پکې بيان شوى ، چې له روسانو سره دده د اړېکو او دده په اړه د روسانو د پلان ځينې نوې خبرې لري . ددې کتاب لپاره به زه نورې پلټنې هم وکړم ، ځکه چې داسې احساسيږي ، چې په دې اړه ځينې نور توکي هم شتون لري . درېيم کتاب “ نوميالى ازاد خان افغان په اذربايجان کې “ نوميږي . کېداى شي د اړيزې په صورت کې د کتاب په نامه کې بدلون راشي او کره شي . په دغه کتاب کې مې له روسي سرچينو نه د ازاد خان افغان په اړه ځينې مواد راټول کړي دي . وروسته له هغه نه ، کله چې په ۱۷۴۷ز کال کې نادر افشار مړ شو ، احمد شاه بابا د هند په لور ولاړ . ازاد خان افغان يو بل لوى او نوميالى افغان وو ، چې څه موده يې په ايران کې پاچاهي وکړه او په اصفهان کې يې سکه هم په نوم ووهل شوه . زما لاس ته د راغلو لاسوندونو له مخې ، ازاد خان افغان په ۱۷۴۹ ز کال کې لومړى اذربايجان فتح او بيا يې له پارس نه خپلواک کړ ، دى د ازاد شاه په نامه ياد شو او څو کاله
د اذربايجان پادشاه وو . دده په اړه د افغانستان په تاريخونو کې څه نه دي ويل شوي . يوازې په داسې کتابونو کې يې لږ لږ يادونه شوې لکه د گنډا سنگ د احمد شاه ابدالي په اړه ليکلى کتاب ، زموږ د هېواد د پياوړي ليکوال او تاريخ ليکونکي قدرت الله حداد ( فرهاد ) د افغان ملي تاريخ او يو نيم بل کتاب کې يې يادونه شوې ده . ما د وروستيو څو مياشتو په بهير کې د ازاد شاه افغان په اړه لږ لږ داسې مالومات راټول کړل ، چې په پورتنيو يادو شويو کتابونو کې نشته . دا مالومات مې د اذربايجان ، گورجيستان او ارمنستان له تاريخي توکو نه تر لاسه کړل . له دغو توکو نه داسې څرگنده شوه ، چې ازاد شاه افغان نه يوازې څو کاله د اذربايجان پاچا وو ، بلکې په ارمنستان کې يې هم پاچايي کړې ده . يا خو به داسې وه ، چې هغه مهال به ارمنستان د اذربايجان يوه برخه وه . په هر حال ، دا درېيم کتاب تر اوسه پورې لا بشپړ شوى نه دى . ددې کتاب لپاره توکي د ماسکو په نويو او زړو کتاب پلورنځيو کې نشته . هغه لږ و ډېر توکي چې زما لاس ته راغلي ، هغه مې د انټرنېټي سرچينو نه تر لاسه کړي دي . زه هڅه کوم چې د اذربايجان ، گورجستان او ارمنستان تاريخونه د روسيې او ماسکو له لويو کتابتونونو نه راپيدا کړم . که چيرې دلته په روسيه کې په دې کار ونه توانېدم ، نو نيت لرم ، ( که چيرې په روسيه کې مېشت افغانان د سفر د لگښت مرسته راسره وکړي ) يو ځل اذربايجان ،گورجيستان او ارمنستان ته ولاړ شم او هلته د ازاد شاه افغان او نورو هغو نومياليو افغانانو په اړه ، چې زموږ د هېوادني تاريخ وياړ دى ، خو دغه تاريخ يې په اړه پټه خوله پاتې شوى ، مالومات راټول کړم . دا وو زما د نويو پوهنيزو کارونو په اړه لنډ مالومات ، چې درنو لوستونکو او مينه والو ته مې وړاندې کړل . څښتن تعالى دې ماته ډېر توان راکړي ، چې وکولاى شم ، د ژوند تر پايه پورې خپل گران هېواد افغانستان او پښتني کولتور ته د چوپړ د کاروان يو نه ستړى کېدونکى ، وياړمن لاروى او برخه وال پاتې شم .
په درناوي
محمد طاهر کاڼى
د ۲۰۰۹ ز کال د نوامبر لسمه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←