درويشتو وزيرانو لنډ ژوند ليک
د هغو درويشتو وزيرانو لنډ ژوند ليک چې ولسي جرګې ته د باور د رايو د اخيستلو له پاره ور پيژندل شوي دي
دعد ليې و زارت د نوماند سرور دانش لنډ ژوند ليک سرور دانش د محمد علي زوى په ۱۳۴۰هجرى لمريز کال کې ددايکنډي ولايت په اشترلي په کلي کې زيږيدلى ،لومړ نى زده کړې يې په خپل ټاټوبي کې بشپړې کړي او وروسته يې په عراق ،سوريه او ايران کې لوړې زده کړې تر سره کړي اود حقوقو ، سقافت او اسلا مي پو هنې په برخو کې يې ليسانس واخيست اود فقهى او اسلا مي پوهنې په څانګو کې يې ماستري تر لاسه کړې او دجهاد په دوران کې يې په سياسي اوفرهنګې برخو کي کار و کړ اوشپږ کاله يې په هيواد او بهرکې دلوړو زده کړو مو سسو کې د فقهى او حقوقو لوست ورکړ سروردا نش پنځلس عنوانه کتابونه چې په عمو مي ډول فقهى او حقوقي مسالې لري يايې ليکلى او يايې ژباړ لي دي ، اوس دى اووه سوه علمي مقالې لري چې په جريدو کې خپري شوي دي. سرور دانش له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۲ کال پورې په بيړنۍ لويه جرګه ګې داساسي قا نون د تسويد په کميسيون اود اساسي قا نون د تدقيق په کميسيون کې غړيتو ب درلود اود اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې يې ګډون وکړ او په ۱۳۸۳ کال کې ددايکنډي د لو مړى والي په توګه وټا کل شو او د همدې کال د مرغومې له مياشتې را هيسې در وان کال دليندۍ دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې د عدليې د وزير په توګه کارکړي او اوس ددغه وزارت د سرپرست په توګه کارکوي. دى دقا نونپوه علمي رتبه لري دسودا ګرۍ او صنايعو وزارت د نوماند لنډ ژوند ليک غلام محمدييلاقي دغلام سخي زوى په ۱۳۲۲ کال کې په مزار شريف ښار کې زيږيدلى دى .دسودا ګرۍ ، صنعت او بانکوالۍ په چارو کې تخصص لري . د مزارشريف له باختر ليسې څخه فارغ شوي دي او خپلې لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځۍ اودايټاليا په پيزا پو هنتون کې پاى ته رسولى دى ييلاقي په پښتو ،دري ،ايټالوي او انګليسي ژبو وا کمني لري. دى په ۱۳۸۸ د سوداګرۍ وزارت د ارشد مشاور په توګه ، په ۱۳۸۷ کال کې د تجارت او صنايعو د خونو درييس په توګه، په ۱۳۷۴ کال کې د تجارت د وزير په توګه ، په ۱۳۷۲ کال کې د افغانستان بانک د رييس په توګه او نورې دندې تر سره کړي دي. دکانونو وزارت د نو ماند لنډ ژوند ليک وحيد الله شهراني په ۱۳۵۲ کال کې په کابل ښار کې زيږيدلى دى ،خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې دپا کستان په پيښور ښار کې بشپړې کړي دي او په ۱۳۷۵ کال کې د اسلام ا باد د نړيوال اسلامي پوهننتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شوى اود ليسانس او ماسټرۍ در جه يې په همدې څانګه کې له دغه پو هنتون څخه تر لاسه کړې ده. په ۱۳۸۱ کال کې دلندن په يو پوهنتون کې د استاد په توګه ، په ۱۳۸۳ کال کې د جمهوري رياست داقتصادي سلا کار په توګه او وروسته دافغانستان بانک دلو مړي مرستيال په توګه ،د ماليې وزارت د لو مړي معين په توګه ، دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دسر پرست او ددغه وزارت د وزير په توګه يې کار کړى دى. وحيد الله شهرا ني په پښتو،دري ،ازبکي ، انګليسي ،عر بي او اردو ژبو پوره وا کمني لري. دکرنې او اوبو لګولو و زارت د نوماند لنډ ژوند ليک محمد اصف رحيمي دسلطان محمد زوى په ۱۳۳۸ کال کې دکابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زيږيدلى دى اود لو مړنيو او ثا نوي زده کړو له بشپړ ولو وروسته دکابل پو هنتون له انجنيرۍ پوهنځي څخه فارغ او وروسته يې خپلې لوړې زده کړې دفوق ليسانس په درجه د عامه ادارې اود پرمختيايي او بيا جوړولو د پرو ګرامونو په څانګه کې دامريکا د متحده ايالاتو په نبرا سکا پوهنتون کې پاى ته رسولې دي. ده، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د پرو ګرا مونو د معين ،د کليو دبيا جوړولو او پرا ختيا وزارت د ملي پيوستون دپرو ګرام د مسـئول، داسيا په جنوب کې د کاناډا دکييرد نړيوالې مو سسې د پرو ګرا مونو د امريت ،دپاملرنې موسسې د سا حوي فعاليتو نو درياست ، دپا ملرنې موسسې د پروګرامونو د امريت په پستونو او په څو نورو پستونو کې دندې تر سره کړي دي. دى، د ۱۳۸۷ کال د لړم په مياشت کې د کرنې او او بو لګولو د وزير په توګه وټاکل شو دمخا برا تو اومعلوما تي تکنالو ژۍ و زارت د نوماند لنډ ژوند ليک انجنير اميرزى سنګين داميرګل ګلشاه خيل زوى په ۱۳۲۸ کال کې دپکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. خپلې لومړ نۍ زده کړې يې په ارګون ولسوالۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې يې په ګرديز ښار کې بشپړې کړي دي او په ۱۳۵۲ کال کې خپل ديپلوم د مخا برا تو او بريښنا انجنيرۍ په څانګه کې له لندن کالج څخه تر لاسه کړي دي. ده د مخا برا تو وزارت دستر سلا کار ،دتيلي کام د مخا برا تي شرکت د اجرائيوي لوى رييس په پستو نو اود مخا برا تو او معلو ماتي تکنالو ژۍ د وزير په توګه کار کړى دى. دترانسپورت اود ملکي هوا يي چلند وزارت د نو ماند لنډ ژوند ليک پو هنمل ډاکتر محمدالله بتاش په ۱۳۴۰ کال کې د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ژيږيدلى دى. خپلې لو مړ نۍ، منځنۍ اوثا نوي زده کړې يې په دغې ولسوالۍ کې بشپړې کړي دي او په ۱۳۶۴ کال کې د ماسټرۍ په درجه دروسيې دکوبان دولتي پوهنتون د تاريخ له پوهنځي څخه فارغ شوى دى. خپله دکتورا يې د ټولنيزوعلومو په څانګه کې له مسکو پوهنتون څخه په ۱۳۷۴ کال کې تر لاسه کړې ده. ده په بيلا بيلو نړيوالو تجارتي کمپنيو کې د مديريت، دافغانستان د ملى اسلامي جنبش ګوند دمرکزي شورا د عمومي منشي، دپارلماني او د ولايتي شورا ګانو د چارو دسلا کاراود جګپوړ و د ولتي مقا ماتو په ټا کنه کې د جمهور رييس د خاص مشور تي بورډ د غړي په توګه دندې تر سره کړي دي. دملي دفاع وزارت د نوماند وزير لنډ ژوند ليک عبد الرحيم دعبدالغني زوى په ۱۳۲۳ هجري لمريز کال کې په ورد ګو ولايت کې زيږيدلى دى. په حبيبې ليسې او حربي پوهنتون کې يې زده کړه کړې ده اود امريکا په معتبرو اکاډميو اود مصر د عليا ناصر په ا کاډمۍ کې يې لوړې زده کړي دي او له فراغت وروسته يې په هندوستان کې د پوځي اتشې، دبلوک دقوماندان په توګه خد مت وکړ وروسته دمجا هدينو له ليکو سره يو ځاى شو اود ملى محاذ پوځي مرستيال شو . ددرې ګونې اتحاد پوځي معاونيت يې په غا ړه وا خيست اود مجا هدينو په څو جبهو کې يې د جګړې قومانده په غا ړه درلوده. په ۱۳۷۱ کال کې دکا بل ددفاع او امنيت د کميټې دغړي په توګه يې کار و کړ ، د وسله وال پوځ لوى درستيز شو، وروسته دطالبانو له وا کمنۍ څخه د ختيځو ، لويديځو جنو بي او مرکزي ولايتو نو د ازادولو په عمليا تو کې يې ددويمې جبهې په ګټه فعاليت وکړ په ۱۳۸۲ کال کې ددفاع د عالي کميسيون غړى وټا کل شو، د ملى اردو دبيا جوړولو غړيتو ب يې درلود، وروسته د ملي دفاع وزارت لو مړى مرستيال اود وسلو دراټولولو د کميسيون ريس و د ملي دفاع وزارت دريفورم اود تشکيل او بيا جوړولو مسول شو او وروسته د ملى دفاع د وزير په توګه يې له ملي شورا څخه د باور را يه تر لاسه کړه اود روان کال د ليندۍ د مياشتې ترپنځلسمي پورې په دې پست پاتې شو اواوس يو ځل بيا د جمهور ريس له خوا د ملى دفاع وزارت ته نومول شوى دى. دى په پښتو ، دري او انګليسي ژبو ۲۰۰ علمي مقالې او چاپ شوي اثار اود ستر جنرال پوځي رتبه لري. د ماليې وزارت د نوماند وزير لنډ ژوند ليک حضرت عمر زاخيلوال د اقتصاد په څانګه کې خپله دکتورا په اوتاوا کې د کالتون په پو هنتون ،ماستري يې د کاناډآ په کينکستن کې له کوين پو هنتون څخه او ليسا نس يې د کاناډا د مونيتو باکي ددينيپيګ په پو هنتون کې بشپړ کړي دي. د ۱۳۸۷ کال دکب له مياشتې څخه د ماليى دوزير په تو ګه اود ۱۳ ۸۷ کال دچنګاښ له مياشتې څخه په اقتصادي چارو کې د جمهور ريس د جګپوړي سلاکار په توګه دنده تر سره کوي. مخکې تردې د ۱۳۸۷ کال د لړم له مياشتې څخه د ۱۳۸۷ کال د سلواغې تر مياشتې پورې ، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د سرپرست په توګه اود ۱۳۸۴ کال د زمري له مياشتې څخه د ۱۳۸۷ کال د سلوا غې تر مياشتې پورې دافغانستان د پانګې اچونې د ملا تړ د ادارې درييس په توګه دنده تر سره کړې ده. زاخيلوال هيواد ته له راستنيدو مخکې د کا ناډا د احصايې په مرکزي اداره کې د اقتصاد دڅيړنپوه په توګه دنده تر سره کړې ده اود اوتاوا د کالتيون په پوهنتون کې يې د اقتصاد لوست ورکا وه. ډا کترزا خيلوال مخکې له دې چې داسيا د ادارې درياست مسو ليت په غا ړه وا خلي، دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د جګپوړي سلا کار په توګه يې دنده تر سره کوله او سر بيره پردې د افغانستان بانک د عالي شورا غړى و او له نهو مياشتو را په ديخوا د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کوي . دي په تيرو شپږو کلو نو کې د يو لړ اقتصادي او پرمختيايي مسئلو يونوښتګر و، دى، د بشري پرمختيا د ملي راپور لومړنى ليکوال و چې د۱۳۸۵ کال دسلواغې په مياشت کې دملګرو ملتو دپرمختيايي ادارې له خوا خپورشو اود ۱۳۸۶ دغبرګو لي د مياشتې د ښه څيړونکي ځانګړې جايزه يې وګټله. سر بيره پردې ډاکتر زاخيلوال د کارليتين پوهنتون د اقتصاد ديپارتمنت د علمي هييت غړى و او مخکې له دې چې په ۱۳۸۱ کال کې فغانستان ته راستون شي، پنځه کاله يې هلته لوست ورکړ . ډاکتر زاخيلوال دسياسي ، اقتصادي او ټولنيزو مسئلو په باب يو شمير ورځپاڼو ،جريدو او مجلو ته مقالې هم ليکلي دي. دانرژي اواو بو دنوماند وزير لنډ ژوند ليک الحاج محمد اسمعيل د مير محمد اسلم زوى په کال ۱۳۲۷ لمريز هجري کال کې د هرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ دنصرآباد په کلي کې زيږيدلى ا د واعظ کاشفي په ليسه کې له لومړ نيو زده کړو وروسته دبکلوريا تر درجې پورې په حربي ښوونځي کې زده کړه و کړه او په ۱۳۴۵کالکې په حربي پو هنتون کې شا مل او په ۱۳۴۸ کال کې دليسانس په درجه فارغ شو او نهه کاله دافغا نستان د اردو د افسر په توګه په خد مت بوخت و . ۱۳۵۷اود ۱۳۵۷ کال اوومي نيټى دکودتا په پيل سره د افغا نستان د جهاد او ژغورنې په انګيزې سره له خپلو يو شمير همفکرانو سره د کمو نيزم د رژيم دړنګولو په هدف د۱۳۵۷ کال دکب په ۲۵ ورځ د هرات په اوولسمه فرقه کې ددغه رژيم پر خلاف په يو پوځي پاڅون سره اقدام و کړ چې د هرات اوولسمه فرقه ړنګه شوه اوټولې وسلې او مهمات يې د خلکو ترمنځ وويشل شول او بيا يې د کمونيستي رژيم پر خلاف جهادي جبهي جوړې کړې اود رژيم تر نسکورولو پورې يې د وام و کړ . له هغو بريا ليتو بونو سره چې په جبهو اومبارزو کې يې تر لاسه کړې و ، د هرات دخلکو، مجا هدينو اوعالمانو له خوا لومړى په هرات کې د جهاد د امير په توګه وټا کل شو او په ۱۳۶۲ کال کې د جنو ب لويديځې حوزې د لوى امير په توګه چې د هيواد څه نا څه درېيمه برخه کيږي و ټا کل شو. په کال۱۳۷۱ د وري په ۲۹ نيټه هرات د کمو نيستي حکومت له لاسه ا زاد او څه دپاسه درې کاله يې د هرات د والي اودقول اردو دقوما ندان په توګه دنده ترسره کړي چې دطالبانو درژيم په را تلوسره له اوږدې مبارزې وروسته په يوه کودتا کې ونيول شو او درې کاله يې د کند هار ولايت په جيل کې تيرکړل او له جيل څخه له تيښتې وروسته بيا د طالبانو پر خلاف د جهاد او مقا ومت د جبهو په تنظيمولو لاس پوري کړ شو چې د لوى خداى (ج) په مهر باني د ۱۳۸۰ کال دلړم په مياشت کې لومړى د بادغيس ښار او بيا يې د هرات ښار ا زاد کړ او له هغه وخته څخه تر ۱۳۸۳ کال پورې د هرات د والي او قول اردو دقو ما ندان په توګه دنده تر سره کړې چې د ۱۳۸۳ کال د مرغومې په مياشت کې د افغا نستان د انرژۍ او او بو دوزير په تو ګه وټا کل شو اوتراوس د دغه وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي. د کورنيوچارو وزارت د نو ما ند وزير محمد حنيف اتمر لنډ ژوند ليک محمد حنيف اتمر د محمد اصف زوى په ۱۳۴۷ کال کې دلغمان په ولايت کې زيږيدلى دى . په ۱۳۷۷ کال کې د جګړه ځپلو هيوادو نو په پرمختيا يې چارو کې د مديريت له څانګې څخه د انګلستان دبارګ له پوهنتون څخه ماستري تر لاسه کړې ده اود معلو ماتي تکنالو ژۍ او کمپيوتر په څا نګه کې يې له همدې پو هنتون څخه ديپلوم اخيستي دى . محمد حنيف اتمر له ۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۸۱ کال پورې په هغو مو سسو کې چې د عمرا ني او بشري پرمختيا په برخو کې بوختې وې، کاروکړ. د مهاجرينو دراستنولو د پرو ګرامونو دڅيړنې د طرحې او اجرا کولو ، د مها جرينو او بي ځايه شويو کسا نو په ځاى پر ځاى کولو کې يې خدمت کړى دى. د ۱۳۸۱ کال د چنګاښ په مياشت کې د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا د وزير په تو ګه وټا کل شو او په ۱۳۸۵ کال کې دپو هنې د وزير په توګه او په ۱۳۸۷ کال کې د کورنيو چارو د وزير په تو ګه يې خد مت وکړ . دى د بيا رغا ونې او پرمختيا په باب د لسو کتابونو اود لسګو نو تحليلي مقالو ليکوال دى. دمهاجرينو درا ستنولو چارو وزارت د نو ماند وزير عنايت الله نظري لنډ ژوند ليک څارنپوه عنايت الله نظري دنظر محمد زوى په ۱۳۳۳ هجري لمريز کال کې زيږيدلى دى او په ۱۳۵۶ کال کې د کابل پو هنتون دحقوقو او سياسي علو مو له پو هنځې څخه فارغ شوى دى. ده د عدليې وزارت په بيلا بيلو پستونو او دغه را ز په ۱۳۶۲ کال کې د مزارشريف دڅارنوال په توګه ، د عمومي څارنوالۍ دڅارنوال اودغه راز په ۱۳۷۱ کال کې دبلخ ولايت دڅارنوالۍ رياست د مرستيال په تو ګه او په ۱۳۷۳ کال کې د کا بل دڅارنوالۍ د مرستيال په توګه دندې تر سره کړي دي . عنايت الله نظري دغه را ز په ۱۳۷۷ کال کې د جمهوري رياست دمقام دپلټنې او کنترول درييس په توګه او له هغه وروسته د مها جرينو دراستنولو د چارو دوزير په توګه دنده تر سره کړې ده. ده له ۱۳۸۳ کال څخه وروسته رسمي دنده نه درلوده اود ماموريت رتبه يې مافوق ده او خپله ماستري يې په روان کال کې دپيام نور له نړيوال پو هنتون څخه د نړيوالو حقوقو په څانګه کې بشپړ کړې ده. دډا کترې حسن بانو غضنفر لنډ ژوند ليک ډا کتره حسن بانو غضنفر دعبدالغفار غضنفرلور په ۱۳۳۶ کال په بلخ ولايت کې په يوه روښانفکره کور نۍ کې زيږيدلې ده . دا د مزارشريف ښار له سلطان رضيه ليسې څخه له فراغت وروسته د کا بل پوهنتون د ژبي اواد بياتو په پوهنځې کې شا مله شوه او له تحصيلي بورس څخه په استفادې سره شمالي قفقاز ته لا ړه او په ۱۳۶۲ کال کې د ژبي او اد بياتو اوټولنپيژندنې په څانګه کې د ليسانس اوماسترۍ ديپلوم په اخيستلو سره هيواد ته راستنه شوه اود کا بل پو هنتون د ژبي اواد بياتو پوهنځې په علمي کادرکې شا مله شوه . داپه ۱۳۶۷ کال کې دسن پترزبورګ له پو هنتون څخه په ژبپوهنه کې ددو کتورا ددرجې په اخيستلو بريالۍ شوه . حسن بانو غضنفر په ۱۳۸۲ کال کې د کا بل پو هنتون د ژبو او اد بيا تو دپوهنځې درئيسې په توګه وټا کل شوه او له ۱۳۸۵ کال څخه تر اوسه پورې دښځو د چارو د وزيرې په توګه دنده تر سره کوي. داطلاعا تو او فرهنګ وزارت دنو ماند لنډ ژوندليک ډاکتر سيد مخدوم رهين په کا بل کې زيږيدلى دى اود ماسټرۍ او دوکتورا دورې يې د ادبياتو په څانګه کې په ۱۳۵۲ هجري لمريز کال کې په تهران پوهنتون کې پاى ته ورسولې. دى د زده کړى له پاى ته رسولو وروسته په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه اودغه راز دوخت داطلاعاتو اوکلتو ر وزارت دفرهنګ اوهنر د رييس په توګه په کار و ګو مارل شو. ډا کتر رهين د سردار محمد دا ودخان د جمهوريت په دوران کې داساسي قانون د مسودي په کميسيون کې غړى و، دپخواني شوروي له خوا د افغانستان له اشغال وروسته يې پا کستان ته هجرت و کړ اود جهاد دعالي شورا دفرهنګ اوخپرونو کميټې درييس اوغړي په توګه وټا کل شو او په همدې حال کې د ازادې راديو کابل دريس په توګه انتخا ب شو او دمجاهدينو په لنډمهال حکومت کې يې دسلا کاروزير په توګه دنده ترسره کړه. ډاکتررهين دفرهنګ اودتاريخ اود اسلامي عرفان د اد بياتو په برخه کې يوشمير اثارلري . ده زيا تې مقالې ليکلي دي او يومشير مقالې اوکتابونه يې چاپ شوي دي. ډاکتررهين له يوشمير روښانفکرا نو او جهادي قوماندا نانو سره ازادۍ او دموکراسي ته د خدمت په مقصد ۱۹۸۸ کال کې دافغانستان ملي اسلامي غورځنګ جوړ کړ. ډاکتر رهين په ۱۳۷۵ هجري لمريز کال کې د افغاني پوهانو په همکارۍ په امريکا کې د افغا نستان لپاره دسولې او د مو کراسۍ ټولنه جوړه کړه او ددغې ټولنې دريس په توګه وټا کل شو . ډاکتر رهين په ۱۳۷۷ هجري لمريز کال کې په روم کې د بيړنۍ لويې جرګې د طرحې د اجرا ئيه کميتې په غړيتو ب ومنل شو . دى په لنډ مهاله اداره کې داطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه وټا کل شو. دى دکابل د خلکو له خوا د۲۰۰۳ کال په سپتمبر کي د کابل ښاريانو دشورا درييس په توګه انتخا ب شو . په اوس وخت کې دى په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلا مي جمهوريت دلوى سفير اوفوق العاده استا زي په توګه دنده ترسره کوي . دکار اوټولنيزو چارو وزارت د نوماند محمد اسمعيل منشي لنډ ژوندليک محمد اسمعيل منشي په ۱۳۸۸ هجري لمريز کې په جوز جان ولايت کې زيږيدلي او ثا نوي زده کړې يې په اقچې ولسوالۍ کې په ۱۳۵۷ هجري لمريز کال کې پاى ته رسو لې دي. دى په ۱۳۶۴ هجري لمريز کال کې د کابل پوهنتون دټولنيزو علومو له پوهنځي څخه فارغ شو . ده تر ۱۳۶۷ کال پورې د هيواد په کچه دليک لوست د کورسو نو په سا زمان ورکولو او جوړولو کې دنده تر سره کړې ده اود نوي نظام له ټينګښت وروسته يې د افغانستان د اساسي قانون د تدوين په بهيرکې فعاليت کړى دى او اوس د افغانستان د ملي جنبش ګوند د مرستيال په تو ګه دنده تر سره کوي. دعامې روغتيا وزارت د نو ماند ډاکتر سيد محمدامين فاطمي لنډ ژوند ليک ډاکتر سيد محمدامين فاطمي په ۱۳۳۰ کال کې دننګرهار ولايت په کوزکونړ ولسوالۍ کې وزيږيده اود ثا نوي زده کړې دوره يې دکابل دحبيبي په عا لي ليسه کې پاى ته ورسوله او په ۱۳۵۶کال کې دننګر هار له طب پو هنځې څخه د ليسانس په سويه فارغ شو . ده په دې سر بيره چې په پيښور ښار کې د نړيوال سره صليب دروز نيز پرو ګرام بنسټ ايښودونکې و له ۱۹۸۲ تر ۱۹۸۹ کلونو پورې دمجاهدينو دډا کترا نو د اتحاديې د تعليما تو دروزنيز ديپارتمنت بنسټ ايښودونکې هم و. ډاکتر فا طمي دغه را ز په ۱۹۸۱ کال کې د افغانستان په لنډمهال حکومت کې دسلاکار اوا جرا ئيوي بورد د غړى ،دعامې روغتيا وزارت دمعين په توګه دنده تر سره کړي او له ۱۳۷۲ څخه تر ۱۳۷۴ کال پورې د افغانستان د عامې روغتيا د وزير په توګه اويوه موده يې په جينوا کې د نړۍ د روغتيا يي سا زمان دسلا کار په توګه په خد مت بوخت و. ډاکتر سيد محمد امين فاطمي له ۱۳۸۳ کال څخه تر ۱۳۸۸ کال پورې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په کا بينه کې د عامې روغتيا د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده. دپوهنې و زارت د نوماند لنډ ژوند ليک غلام فاروق وردګ د خواجه مير زوى په ۱۳۳۸ کال کې په ميدان ورد ګو ولايت کې وزيږيد اوپه ۱۳۵۶ کال کې يې ثا نوي تعليمات په رحمان بابا ليسه کې بشپړ کړل . په ۱۳۵۷ کال کې د کا بل پوهنتون په فارمسۍ پوهنځي کې شامل شو خود شوروي د ملاتړ حکومت دفشار له امله په دويم ټولګي کې لوړې زده کړې نيمګړې پريښودې او په هماغه کال مها جر شو . وردګ په ۱۳۶۵ کال کې د پا کستان په لا هور کې د پنجاب پوهنتون له فارمسۍ پوهنځي څخه فارغ شو. دى، د افغا نستان لپاره په سويډن کميټه کې دلومړى مرستيال او وروسته ددغې کميټې دروغتيا يي څانګې درييس په توګه اودغه راز د ملګرو ملتو په پرمختيايي اداره کې د افغان معيو بينو د هراړ خيز پرو ګرام دمسوول ،په کا بل کي ديو،ان ، ډي ، پې ياد ملګرو ملتو د پرمختيايي پرو ګرام د مرستيال ، داساسي قا نون د کميسيون ددارالانشا دريس او بيا د اساسي قا نون د تصويبولو د لويې جرګې د جوړيدو دتنظيموونکي ،د انتخا باتو دتنظيمولو دګډ دفتر ددارالا نشا دريس، د جمهوري رياست د انتخا باتو د ا جرايوي رييس، د چارو دادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا د لوى رييس و په پارلماني چارو کې ددولت د وزير ، د اساسي قا نون د تد وين ، تدقيق او تصويب دپرو ګرا مونو داجرا يوي مسوول په ۱۳۸۳ کال کې د جمهوري رياست په انتخا باتو کې په شرايطو د برا برو د څه دپاسه ديوولس نيمو مليونو افغانانو د نوم دثبتولو د مسوول ، د افغانستان اوپا کستان دامن جرګې د جوړولو لپاره د تياري د کميسيون دغړي او ددغه کميسيون ددارالا نشا درييس په توګه د دندى تر سره کړي دي. فاروق وردګ د ۱۳۸۷ کال د تلې په مياشت کې دپوهنې د وزير په توګه وټا کل شو دلوړو زده کړو دنوماند وزير لنډ ژوند ليک پو هاند عبيد الله عبيد دعبداوهاب زوى په ۱۳۴۹ کال کې په کا بل کې زيږيدلى دى. عبيد ثانوي زده کړې په ۱۳۶۳ کال کې د کا بل ښار په نادريې ليسه کې پاى ته ورسولې او په ۱۳۶۹ کال کې دطب له پو هنحي څخه فارغ شو. ډا کتر عبيد د ما سټرۍ اود پوهاندۍ علمي رتبه هم تر لاسه کړې ده. عبيد الله عبيد د کابل په طبي پوهنتون کې په استادۍ سر بيره په بيلا بيلو دولتى پستونو له دې جملې څخه د کابل دطب پو هنتون درييس په توګه ،په ټولنيزو چارو کې د جمهورى رياست دسلا کار وزير اود افغانستان د نري رنځ د له منځه وړلو د همکارا نو درييس ، په بيړنۍ لويه جرګه اود اساسي قا نون په لويه جرګه کې د کابل د خلکو د استا زي په توګه دندې تر سره کړي دي. دقومونو اوقبايلو د چارو د وزارت د نوما ند لنډ ژوند ليک سيد حامد ګيلاني دسيد احمد ګيلا ني زوى په ۱۳۳۴ کال کى په کا بل کې زيږيدلى، ثانوي زده کړې يې په قاهره کې او لوړۍ زده کړې يې د اسلام ا باد په نړيوال پو هنتون کې د اسلامي اونړيوالو حقوقو په څانګه کې تر سره کړي اودغه را ز د سياسي علومو په څانګه کې يې د ايران له ملي پوهنتون څخه ليسانس اخيستى دى. ده د افغا نستان د ملت د جهاد په دوره کې يې څرګند رول لوبو لى دى او همدا اوس د مشرانو جر ګې د لو مړي مرستيال په توګه دنده ترسره کوي. دکليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت د نو ماند انجنير ويس احمد برمک لنډ ژوندليک انجنير ويس احمد برمک په ۱۳۵۱ کال کې په کا بل کې و زيږيد اولو مړنۍ او ثا نوي دوره يې به نادريې ليسه کې پاى ته رسولې ده . ده دکابل پوهنتون له انجنيرۍ پو هنځې څخه له فراغت وروسته د ماسترۍ دوره د لندن پو هنتون د ختيح او افريقا يي څيړنو په پوهنځې کې بشپړه کړې ده. ويس برمک درې کاله د کا بل پو هنتون په انجنيرۍ پو هنځي کې د استاد په توګه ،دملي پيو ستون د پرو ګرام دلوى رييس ، د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت د ستر سلا کار ، دپيښو پرخلاف دمبارزې په اداره کې د ستر سلا کار ،ديو ناما دپرو ګرا مونو د پاليسۍ اوپلا ن جوړولو دڅانګې د مسوول اوپه افغانستان کې د ملګرو ملتو د همغږۍ ددفتر د مرستيال په توګه د ندې تر سره کړې دي. انجنير ويس احمد برمک د ۱۳۸۷ کال له وروستيو وختو تر اوسه پورې د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت دپرو ګرا مونو د معين په توګه دنده ترسره کوي. دحج او اوقافو وزارت د نوماند عنايت بليغ لنډ ژوند ليک عنايت الله بليغ د ضيا الحق زوى ، په ۱۳۳۴ کال کې په کاپيسا ولايت کې زيږيدلى دى اود کا بل له عربي دارالعلوم څخه فارغ اود کا بل پو هنتون دشرعياتو د پوهنځي ليسا نسه دى. ده له ۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۸۴ کال پورې په لوړو دولتي پستو نو لکه د ودانولو ، ښار او کورجوړولو په وزارتو نو کې د اداري رييس ، دامر باالمعروف او نهى عن المنکر په وزارت کې د معين ، د مقاومت په وخت کې يې د مها جرينو دراستنولو د چارو د وزارت د معين ، د کا بل پوهنتون درييس ،دکورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرمونو د استيناف د محکمۍ درييس په تو ګه د ندې تر سره کړي دي . عنايت الله بليغ اوس د کا بل پو هنتون دشرعيا تو پوهنځي داستاد په توګه او دفقهى او قانون دديپارتمنت د غړي، دعالما نو شورا دغړي اود پل خشتي د جامع جومات د خطيب په توګه دنده تر سره کوي . داقتصاد وزارت د نوما ند ډاکتر انوارالحق احدي لنډ ژوند ليک انوارالحق احدي دحاجي عبدالحق زوى په ۱۳۳۰ کال کې د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې زيږيدلى دى، له حبيبيې ليسې فارغ شوى اوبيا د کابل پوهنتون دحقوقو په پوهنځي کې دليسانس دوره او په بيروت کې دامريکايانو په پو هنتون کې دماسترۍ دوره تيره کړې او دو کتورا يې دشيکا ګو په نارتوسترن پو هنتون کې اخيستې ده. احدي دکازلتن اوپراويدنس په پو هنتونونو کې په بيلا بيلو څانګوکې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده. دغه را ز انوارالحق ا حدي د مرکزي بانک دلوى رييس اود ماليې د وزير په توګه دندې ترسره کړي دي. دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دنوماند جنرال خدايداد لند ژوند ليک خدايداد دارواښاد غلام علي زوى په پ۱۳۳۴کال کې ددايکنډي ولايت په شهر ستان ولسوالۍ کې زيږلي دى لومړى زده کړي يې په خپل ټاټوبې کې بشپړي کړي اوپه حربي ښوونځي کې شامل او وروسته دلوړوزدکړو لپاره هندوستان ته واستول شو اودهند دملي دفاع له اکاډمي اودهندوستان دحربي اکادمي څخه ليسانس ترلاسه کړ اووروسته مسکو ته څيرمه په فرونز ښارکې لوړې پوځي زده کړې وکړي اوروسته په هيواد کې په بيلابيلو پوځي پستونو کې يي کار وکړ ده په پيړني لويه جرګه کډون کړي و يوه موده يي دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دمعين په توګه کاروکړ اوله څو کلونو را په ديخوا دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو دوزير په توګه دنده ترسره کوي خدايداد دډګرجنرال پوځي رتبه لري
Source:Bakhtern Khabari Agance
