دسولې مخالفت څوک اوولې کوي؟
پدې وروستيو کې چې زموږ په دردېدلي او کړېدلي هېواد کې د سولې، له مخالفينو د جوړجاړي او تفاهم ګونګسې او ځينې برسيرن خو ځښتونه راښکاره شوي نو ورسره جوخت په ملي او بين المللي ډګر د ځينو مغرضو، ځان غوښتونکيو او امن دښمنه کړيو لخوا هم په يوه او بله بڼه د سولې ضد حرکات اوله سولې سره مخالفتونه ليدل کېږي.
پدې کې هېڅ شک نشته چې سوله د هر افغان، بلکې د هر انسان او هر ژوندي موجود اړتيا ده. له سولې، امن او ډاډ پرته، انسان خو لاپرېږده چې آن د نورو ژونديوموجوداتوژوندهم له ګواښ سره مخ دى افغانان، د ځمکې د خاورينې کرې هغه موجود دى چې پخپل سياسي تاريخ کې يې د سولې او ډاډ له فضا ډېر لږ خوند اخستى او د سولې او امن له خوږو ډېر کم برخمن شويدي. نو ځکه تر بل هر چا ډېر سولې ته لېواله او د سولې ارمانجن دي.
جنګ د ورانۍ، بربادۍ، وېجاړولو، شاتګ، نېستۍ، محروميت، وژنې، ټپي کېدلو، شړلو، دکور او هېواد پرېښودلو د دنيا له نعمتونو د بې برخې کېدلو، کرکې او نفرت سمبول دى او امنيت، د ودانۍ آبادولو، پرمختګ، بډاينې، هستۍ، شتمنۍ، هوسايۍ، ښېرازۍ، سوکالۍ، مينې، محبت، سيالۍ، د دنيا له خوندو او مزاياوو د برخمن کېدو سمبول. خو له بده مرغه چې افغانان له يو دېرش کالو راهيسې د ورانۍ، بربادۍ، ويجاړولو محروميت، وژنې، اختطاف، استعمار، نفرت، تېښتې، شاتګ در په در يو په فضا کې ژوند کوي او د هرې ورځې په تېرېدلو يې د دې غميزې ګراف نور هم لوړېږي.
له شک پرته په پوره ډاډ سره ويلى شو چې له يوې کوچنۍ شرخوښوونکې استثنى پرته هر افغان د سولې ارمانجن دى او سوله يې ستره هيله ده.
همداراز د هغو سروې ګانو له مخې چې د هغو هېوادونو د اتباعو تر منځ تر سره شوي چې په افغانستان کې سياسي او پوځي حضور لري د دې هېوادونو غوڅه ډېره برخه له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل غواړي دوى افغانستان جګړه د د وى پر پوځ، سياست، اقتصاد، ملي او ټولنيز کرکتر يو له اړتيا پرته دروند بار، بې ګټې او بې موخې بولي.
ولې ځينې هېوادونه او ځينې کړۍ سوله ضد دريځ لري.
په افغانستان کې د افغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواکونو له مخالفينو سره ايران ، مسکو او هند په پټ اوښکاره تر بل هر چا ډېر مخالفت کوي،
که څه هم دهند او ايران په دريځ کې اوس څه نرمښت ليدل کېږي . روس ، هند اوايران ټولو له طالبانو سره په مشروط ډول دخبرو ملاتړ کړى دهند دبهرنيو چارو وزير او په افغانستان کې دايران سفير تېره ورځ پدې اړه خپل رسمي او ديپلوماتيک دريځ روښانه کړ خو دايران عمل ددوى له ويناسره توپير لري دا چې ايران، مسکو او هند ولې له حزب اسلامي او طالبانو سره د سولې مخالفت کوي ځينې لاملونه يې د دوى تر منځ ګډ او ځينې يې د هر هېواد شخصي مجبوريتونه بلل کېږي.
تر ټولو ستر ګډ لامل دا دى چې ايران، مسکو، چين او آن هند د امريکا د متحده ايالاتو دښمنان دي او غواړي چې د دښمن هر اړخيز زور او واک يې د افغانستان په جګړه کې نور هم ذوب شي، دوى نه غواړي چې متحده ايالات دې د نړيوال امنيت دعوه دار او پنتاګون دې د نړۍ ژاندارم وي. همداراز دوى متحده ايالات د سُپر پاور (د نړۍ د سترځواک) په توګه ليدلى نشي .ايران له متحده ايالاتو او په ټوله کې له لوېديځ سره، سياسي او نظامي ستونزې لري، همدا اوس هم د متحده ايالاتو په غوښتنه د لوېديځ له سياسي او اقتصادي تعزيراتو سره مخ دى، همدا راز له حزب اسلامي او طالبانو سره هم سياسي او مذهبي ستونزې لري، حزب اسلامي او طالبان دواړه د جمعيت، نظار شورى او د شيعه ګانو له يوې ډلې سره مخالفت او مخاصمت لري او دا دواړه ډلې دژ بنيز او مذهبي اشتراک له مخې تل د ايران تر روزنې پالنې، ساتنې او پاملرنې لاندې دي. پخوا يې هم د دې ډلو سياسي او اقتصادي ملاتړ کاوه او اوس يې هم کوي، نو دا د ايران لپاره ښه چانس دى چې دواړه دښمنان يو له بل سره وجنګوي او د هر يوه په کمزوري کېدلو کې د دوى ګټه ده.
مسکو هم د طالبانو له سخت دريځۍ، له افغانستان څخه منځنۍ اسيا ته د اسلامي راډيکالانو له وراوښتلو اود فنډا مينټليزم له صدور څخه وېرېږي . همدا رازروسان غواړي چې په همدې افغانستان کې هغې امريکا ته چې شوروي اتحاد ته يې همدا يوه نيمه لسيزه وړاندې د همدې افغانانو په لاس ماته ورکړه، دا ځل د ويټنام په څېر په همدې افغانستان کې د همدې افغانانو په لاس يوځل بيا ماته ورکړي ليدل کېږي چې روسان بيا راژوندي شوي او د پراختيا خوبونه ويني.
چين په افغانستان کې د متحده ايالاتو په ماتې يقيني دى او د امريکا له ماتې وروسته د نړۍ د ليډر شيپ لپاره يواځينى مناسب کانديد دى او پوهېږي چې که امريکا ساه داخستلو ځواک پيداکړ نوپرنړۍ د ده احتمالي ليډر شيپي له ګواښ سره مخ کوي. د چين له بدن څخه پر غوڅ شوي غړي (تايوان) چې چين يې لا هم خپله خاوره بولي
د امريکا لخوا د پرمختلليو نظامي وسلوپلورل هم د امريکا لخوا د چين د کمزوري کوله هڅه ده.
هند داسې انګېري چې دطالبانو ترشادپاکستان داى اس اى لاس دى او که دوى دلته واکمن او يا مطرح ځواک وي نو دهند ګټې به له خنډاوځنډسره مخ وي .
همدالامل دى چې هنداو روس دواړه له راډيکالو،پاکستان ته منسوبو،سرحد نه منونکيو اسلامپالو طالبانو څخه شمالي ټلوالې ته چې د همرنګ اراضي کېدلو (له وخت او حالاتو سره دځان جوړولو)ښه استعداد پکې شته لومړيتوب ورکوي.
دلته په کوردننه د حزب اسلامي او طالبانو ضد مطرحې او په حکومت کې لاس لرونکې ډلې ددوستم جنبش، ځينې شيعيه ډلې ،جمعيت ،نظارشورى، ستميان، شعله يان، فاشستان، سکتارستان په اصطلاح افغانستانيان!! او د موکراسۍ دروغجن مدعيان دي.
دوى له طالبانو سره جنګېدلي دي، په حقيقت کې طالبان د دوى د فجايعو زېږنده ده او د طالبانو له لاسه يې کوڅه واکى حکومت، ملوک الطوائفى، قوماندان سالاري، ټوپکسالاري، زورواکي د ملي شتمنيو چورچپاول او د ملي يووالي ضد کړنو ته پاى اېښودل شوى وو. دوى اوس هم په فجايعو کې لاس لري او خپلو دې کارونو ته يې د دموکراسۍ عبا او قبا وراغوستې ده، خپل دښمنان د ترورستانو او القاعده په نوم ځپي، امريکا او نورو ته د دوى د ځپلو لپاره د دروغو راپورونه ورکوي.
دوى پوهېږي چې د طالبانو او حزب اسلامي له راتللو سره به پردوى ځمکه سره شي_ يابه تښتي او يا به محاکمه کېږي_ همدالامل دى چې د سولې پر ضد يې مذبوحانه منفي هلې ځلې پيل کړيدي. د ايران، مسکو او هند په پيسو چلېدونکې ميډيا يې د سولې ضد کمپاين ته ځانګړې کړې، آن د کابل بې بندوباره ښځې او ځوانان لاريونونو ته هڅوي.
زموږ وړانديز دا دى چې نور بايد هېڅوک د سولې مخالفت ونکړي، نه بايد څوک له طالبانو، حزب اسلامي، جمعيت ،نظار شورى، جنبش او نورو څخه و وېرېږي، بايد تېرسياسي، ګوندي او سليقوي اختلافات هېرشي راځئ له نوې يې پيل کړو. که څوک کوم، جرم لري بايد د شريعت او قانون له اصولو سره سم په عدلي مراجعو کې محاکمه شي، او حکومت بايد ټولو خواوو ته قوي ډاډ ورکړي چې تېرى ناوړه پېښې، ترخې خاطرې، د غچ او انتقام جذبې، کور وژنې او ورور وژنې به نه تکرارېږي.
موږ پدې انديو چې طالبانو او حزب اسلامي به هم له حالاتو ډېر درس اخستى وي، د مخالفينو له راتللو سره د تېرو پېښو د نه تکرار لپاره بايد د ملي ډاډ تر څنګ قوي نړيوال تضمين هم وي.
