په هيواد کې دسولي او ثبات لپاره د ارواښاد رسول امين تیوری
په هيواد کې دسولـــــي او ثبات د ټینګښت لــپاره د افــــــغانستان او پــــــاکستان ترمينځ دوستانه او شفاف اړيکو ته اړتيــــــــــا ده.
څرنګه چي ټولو ته څرګنده ده چي د جنګ او ورانکاريو په تيرو دري لسيزو کې هيڅ څوک يا کورنۍ نه ليدل کيږي چي د جنګ او تاوتريخوالي د رواني، جسمي، اقتصادي، اجتماعي او سياسي ناوړه اثراتو څخه په مستقيم يا غير مستقيم ډول اغيزمند شوي نه وي.
ددغه نا امنيو او ستونزو په پام کې نيولو سره اوس د افغانستان ملت، چارواکې او بين المللي ټولنه دي نتيجي ته رسيدلي دي چه د جنګ د بدبختيو د عواملو د له منځه وړلو لپاره کار وشې او د داسي ليارو په لټه کي شي چه د جنګ او بدبختيو لمن له هيواد څخه راټوله کړي او د افغانانو په مينځ کې او هم له ګاونډي هيواد پاکستان سره سوله او د اعتماد فضا را مينځ ټه شي.
دي اهدافو ته د رسيدلو لپاره افغان ولس، مدني ټولني او بين المللي سازمانونه زيار وباسي چه تشدد او تاوتريخوالي له مينځه ولاړ شي، او د سولي دغښتلتيا پړاو پياوړي شي.
پدي هکله د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مؤسس او پخواني مشر مرحوم پروفيسور عبدالرسول (امين) چه يو علمي، فرهنګې، سياسي او ملي شخصيت وه. او د خپل ژوند تر ورستيو شيبو پوري يي د وطن او ملت سره سخته مينه او محبت درلود، خپل ځان يي د وطن د خدمت لپاره وقف کړي وه.
دوي د جهاد او مقاومت په دوران کې د شوري اتحاد د يرغل پر خلاف او د هغوي د وتلو ورسته همدارنګه د مؤقت دولت د رامنځ ته کيدو را وروسته ډيري هلي ځلي کړي دي، چه په هيواد کې سوله، ملي يووالي او ديموکراسي تامين شي، او افغانان وکولي شي چه په عزت سوله او ثبات کې ژوند وکړي.
نوموړي د وطن په بحراني حالاتو کې د ستونزو، ناامنيو او بي ثباتۍ د حل لپاره هر اړخيزه او فعاله برخه اخيستي ده، او خپل عالمانه او سوليز وړانديزونه يي د افغانستان چارواکو او هم بين ا لمللي ټولني ته وړاندي کړي دي، چي له هغي جملي څخه کولي شو د هغه د وړانديز يادونه وکړو کوم چي يي د سعودي عربستان سفير ته د ملاقات په دوران کې وړاندي کړي وه.
مرحوم امين صاحب په دغه کتنه کې څو کاله وړاندي د سعودي سفير ته يي وړانديز کړي وه چه د افغانستان د دولت، مخالفينو او پاکستان تر مينځ د سعودي پاچا شهزاده عبدالله کولي شي چه خپل مينځګړيتوب سره د هغه سوء تفاهماتو او بي باوريو چي د دوي تر مينځ موجود دي لري کړي، او يو دوستانه فضا مينځ ته راشي او يو پر بل باندي اعتماد وکړي شي، او د سوليزو مفاهماتو له لارو دغه روان جنګ او کړکيچ پاي ته ورسيږي. او د دواړو هيوادنو ولسونه وتوانيږي چي په هوسا او سوله کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
د پوفيسور امين د وړانديزونو څخه يو هم دا ؤ چه د افغانستان مدني ټولني او د ګاونډي هيواد پاکستان مدني ټولني بايد نږدي اړيکې ټينګي کړي. ددوي په غونډو او کانفرانسونو کي ګډون کونکي بايد په کامله توګه په هغه ستونزو باندي چې د دواړو هيوادو او د مخالفينو تر منځ موجود دي بحث او خبري وکړي، او د حل لارو لپاره خپل نظريات او وړانديزونه وړاندي کړي.
د دوي په خبرو کې به اوليت داوي چي د سيمي هيوادونه بالخصوص پاکستان او افغانستان څرنګه کولي شي په شريکه توګه د تروريزم، افراطيت، بنيادګرايي او د مخدره موادو قاچاق پر ضد مقابله وکړي او د بشري حقونو د تخلفاتو څخه مخنيوي وشي. تروريزم او بنيادګرايي چه د افغانستان، پاکستان، سيمي او ټولي نړۍ د سولي، امنيت او پرمختګ لپاره تهديد دي څرنګه محوه او له منځه ولاړ شي.
دا د پروفيسور رسول امين نظريات وؤ چه څو کاله مخکي يې وړاندي کړي وه او اوس د افغانستان چارواکي، مدني ټولني او بين المللي تولنه دي موضوع ته متوجه شوي او د امين صاحب وړانديزونه ورته د منلو او تاييد وړ دي.
اوس چي زمونږ ولسمشر سعودي عربستان ته سفر کوي او د هغه هيواد له پاچا شهزاده عبدالله او د سعودي نورو لوړپورو چارواکو سره کتنه کوي د پروفيسور رسول امين له نظريات او وړانديزونو څخه په الهام نيولو سره متوجه شوي دي چه د افغانستان د بحران د حل لپاره له پاکستان سره ښي اړيکې ټينګول پکار دي، او سعودي عربستان يو مناسب دريم غړي هيواد دي چه ددوو اسلامي هيوادونو مينځ ګړيتوب په غاړه واخلي او په نتيجه کې پاکستان قانع کړي چي په صادقانه او روښانه ډول د افغانستان سره د تروريزم او افراطيت په مقابله کې همکاري او مرستي ته تيار شي، تر څو دغه ناوړه پديده له سيمي څخه ورکه او د دواړو هيوادو ولسونه د يو دوستانه او اعتماد په فضا کې ژوند وکړي.
په رښتيا سره که د ګاونډي هيوادونو سره ښي او شفافي اړيکې ټينګي شي او ګاونډيان په خاصه توګه پاکستان هم پدي اړوند شفاف او صادقانه ګامونه اوچت کړي دا توقع پيدا کيږي چي پاکستان د سولي په پروسه کې د افغان دولت سره مرسته وکړي او ددواړو هيوادو تر مينځ داسي دوستانه فضا او اعتماد رامينځ ته شي چي د سيمي ته د سولي او ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.
اوس داسي معلوميږي چې د څو کالو وروسته افغان دولت او سياست پوهان متوجه شوي دي چه د افغانستان او پاکستان تر مينځ دوستي او ښي اړيکي د موجوده بحران څخه د وتلو يواځني لاره ده او د امين صاحب د نظرياتو د ملاتړ څرګندوي دي. ظاهر کې امين صاحب وفات شوي دي او د هغه نظريات د وخت په تيريدو سره ژوندي کيږي او ټولو هغه کسانو ته چه هغه يي پيژانده يا يي دده نظرياتو لوستلي وي او ددي په فلسفي نظريات پوهيږي د الهام يو سرچينه ګڼل کيږې.
پروفيسور امين نه يواځي يو شخص بلکي يو علمي نهاد وه او ددي مړينه نه ددي د کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته بلکه د افغانستان او د منځني اسيا سيمي ته يو ضايعه بلل کيږي.
ژوندي دي وي افغانستان
مړه دي وي د افغانستان دسولي او ثبات دښمنان
حاجی احمد شاه امین
