اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

نن دميني نړيواله ورځ ده

هر کال د فرورۍ ۱۴ مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ميني د ورځي په نامه لمانځل کيږي . دميني په تارپېيلي يو بل ته ګلونه،کارتونه ،چاکلېټونه،او داسي نور سوغاتونه ډالۍ کوي .او له دې لاري له يو بل سره د ميني څرګندونه کوي .
په دغه ورځ سرګلاب د ميني يوه ځانګړې نښه وي .په ښارونو کې په ميليونونو سره ګلونه پلورل کېږي چې د يوه ګلاب بيه تر څلوېښت کالدارو پوري وي .
اوس پوښتنه دا ده چې دا ويلنټاين څوک و او ولي دې ورځي ته ويلنټاين وايي او دغه ورځ له ويلنټاين سره څه تړاو لري .
وئيل کېږي چې په لرغونې زمانه ياپه دريمه مېلادي پېړۍ کې د عيسويانو يو پادري و چې نوم يې وېلنټاين وو .دغه کس داټاليا په پلازمېنه روم کې دنورو مراسمو تر څنګ د خلګو نکاح ور تړلې .
د روم باچا فکر وکړ چې په اردو يا پوځ کې هغه ځوانان چي ودونه يې نه وي کړي د هغو ځوانانو په پرتله چې ودونه يې سوي وي ډېر غښتلي او پياوړي وي .نو له دې امله باچا پرېکړه وکړه او امر يې وکړ چې نور به پر ودونو بنديز وي .او پادريان بايد د چا له نکاح له تړلو څخه ډډه وکړي .
پاچا وېلنټاين ته هم امر وکړ چې نور دي دى هم له دې کاره لاس واخلي .خو وېلنټاين د پاچا خبره ونه منله او په پټه پټه يې دې کار ته دوام ورکړ .پاچا چې کله د هغه په دې کار خبر سو نو هغه يې په زندان کې بندي کړ.
وېلنټاين په زندان کې دزندان د يوه چارواکي يا جېلرپر لور مئين سو او هغې ته يې يو ليک وليکۍ . د ليک په پاي کي يې ورته وليکل چې’’ ستاوېلنټاين “ .
ځيني خلګ بيا په دې نظر دي چې وېلنټاين خپلې معشوقې ته سر ګلاب ورکړى وو .او له دې لاري ېي له هغې سره د ميني څرګندونه کړې وه.
د پاچا په اند دا ده وېلنټاين دويم جرم وو ځکه يې هغه د اعدام په سزا محکوم کړ او د فرورۍ د مياشتي پر ۱۴مه نېټه يې وېلنټاين اعدام کړ .
اوس نو هر کال د فرورۍ ۱۴مه د ميني د ورځي په توګه لمانځل کيږي .او دا د داسي يو چا ياد تازه کوي چې د ’’ ميني په تور “ کې په دار ختلى وو . هغه بل څوک نه وو د روم ښار يو پادري وېلنټاين وو چې اوس يې د اعدام ورځ په ټوله نړۍ کې د ميني د ورځي ياني وېلنټاين ډې په توګه لمانځل کيږي .
رفيع الله مندوخېل
ږوب
ږوب سوېلي پښتونخواه

Cell # 0092-300-3937628
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←