زما هلى ځلى
سريزه
ارواښاد علامه رشتين بابا د ( زما هلى ځلى ) تر عنوان لاندې د خپلو هلو ځلو په باره کښې يادښتونه ليکلي دي . رشتين بابا دا ليکنه په 1994 ع کال کښې د مهاجرت په دوران کښې په پيښور کښې کړى ده ، په دغه وخت کښې رشتين بابا بيمار ؤ ، له دى کال نه اوه کاله د مخه په 1987 ع کال کښې ورباندى د ګوزڼ حمله راغلى وه او د بدن يو طرف يې فلج شوى و ، هغه د ( زما هلى ځلى ) تر نامه لاندې خپل يادښتونه په ريږديدلو ګوتو ، ريږيدلي لاس او کمزوري نظر وليکل او مونږ ته يې د تحفې په ډول پريښودل. ( زما هلې ځلى ) تر اوسه د چاپ ډګر ته نه دى راوتلى. دا د اول ځل د پاره د رشتين بابا د ويب پاڼې د جوړيدو په مناسبت نشر ته سپارل کيږي. ( زما هلې ځلى ) به د کتاب په شکل هم چاپ او خپور شي.
له رشتين بابا سره د پښتو او پښتنو غم ؤ ، هغه په دغه غم کښې دومره ډوب ؤ چې نور د دنيا ټول غمونه ورنه هير وو. هغه په دې غم کښې لوى شو ، هغه په دى غم کښې ځوان شو ، په همدې غم کښې زوړ شو او په همدې غم کښې يې له دې فاني دنيا نه رخصت واخيست .
پښتو د هغه معشوقه وه او دى د پښتو عاشق ؤ ، لکه څنګه چې يو رښتينى عاشق له خپلې معشوقې سره مينه کوي ، دغسى رښتينى رشتين بابا د خپلې معشوقې پښتو ژبې سره مينه کوله. رشتين بابا دا خپله معشوقه ښه وساتله ، ده د خپلې معشوقې نه يې دفاع وکړه ، له هر ډول ستونزو او مشکلاتو سره يې مقابله وکړه ، خو ددې معشوقې د پړوني عزت يې وساتلو ، پرى يې نه ښودل چې دا پړونى ددى معشوقې له سر نه پريوزي . ده د خپلې معشوقې عزت وساتلو ، ده د خپلې معشوقى آبرو او حيثيت وساتلو . رشتين بابا دى معشوقې ته د خپل ناموس نظر کولو ، هغه د خپل ناموس د ساتلو د پاره له خپل سرنه هم تير ؤ ، هغه ددې ناموس د ساتلو په خاطر له خپل مال دولت او اولاد نه هم تير ؤ. هغه لکه يو سپاهي د خپلې معشوقې د ساتلو او حفاظت د پاره ددې معشوقې د استوګنځي په دروازه کښې ټينګ ولاړ ؤ او هيڅوک يې نه پريښودل او هيچا ته يې اجازه نه ورکوله چې ددى دراوزې په لور چپ وکوري ، ده د هر هغه چا سترګې ايستلى چاچې دې دروازې ته په بد نيت کتل.
رشتين بابا ته پښتو يو حقيقت ښکاريده ، داسې حقيقت چې لکه لمر ښکاره او څرګند دى.دا داسې لمر دى چې د مغلو د حکومت تورو وريځو په درې سوه کاله کښې پټ نه کړاى شو . د چنګيز ، هلاکو ، کوډ تيمور خونړو تاړاکونو د منځنۍ آسيا خاوره په بل مخ واړوله . په زرګونو ښارونه او کلي سپيرې کنډوالى شوې . ډير بندونه وران شول ، ډيرې شنې جلګې وچې ميرې شوې ، په زرګونو بنيادمان د تورو خاورو خوراک شول ، په سوونو خيلونه له خپلو ځايونو بى ځايه شول ، دا هر څه وشول ، خو بيا هم پښتو لکه پاک او کره زر د اور له سرو لمبو نه روغه راووته. او پاک جوهر يې هماغه شان پاک پاتې شو ، غليمانو غوښتل چې نه پښتو پاتې شي او نه پښتون لاکن نه پوهيدل چې د حق سره مقابله کول او د حق نه ورکول د خدائي قدرت سره د جنګ اعلان ورکول دي. پښتو کومه نوى ژبه نه وه او نه پښتون کوم نوى زيږيدلى ملت و . دا قوم او دا ژبه خداى پاک پيدا کړى ، يو خداى پاک کولاى شي چې دا قوم او دا ژبه له مينځه يوسي او نابود يې کړي ، بغير له خداى نه بل هيڅ قوت او هيڅ قدرت دا کار کولاى نه شي.
پښتو ژبه د پنځوس مليونو ملت يوه ژوندۍ ژبه ده چه په اوسني حالت کښې خپلې اړتياوې په ښه شان پوره کولاى شي.
رشتين بابا دا خبره کوله چې پښتو د يو منظم اصولي ګرامر په ګاڼه ښايسته او د پنځوسو زرو لغاتو په پانګه شته منه ده. تر پنځوسوو (500) زيات قلمي آثار او له دې نه زيات شمير چاپي کتابونه پکښې موجود دي . رشتين بابا کوشش وکړ چې خپله ژبه رسمي کړي او په دفترونو کښې يې ځاى کړي ، ځکه چې هغه دا خپل يو حق ګڼلو.
رشتين بابا په دې خبره ډير خفه ؤ چې پښتو ژبه د نورو ژبو په شان زيات آثار نه لري . رشتين بابا به ويل چې ددې وجه له خپلې ژبې سره د پښتنو بى پروايي او د حکومتونو بې غوري ده.
رشتين بابا به ويل چې خپله ملي ژبه يو امانت دى ، د فطرت يو سپيڅلى نعمت دى ، د ملت ناموس دى نو ځکه يې ساتنه د ټولو پښتنو ملي او قومي وظيفه ده . پښتو ويل ، پښتو کول او پښتو ساتل د هر پښتون د پښتني شرافت ستره نښه ده. بى له پښتو د پښتونولۍ ثبوت نيمګړی دى، پښتو د ملي موجوديت يو پوخ ضمانت دى. د ولس د ښيګڼو او اولسي تهذيب د ساتنې يو ټينګ سند دى . نو ځکه د خپلې ژبې سره بې پروائي کول او يا ورته سپګ کتل د ملي تاريخ او ملي موجوديت سره خيانت کول دي.
رشتين بابا به ويل چې مغلو په پښتنو ډير ظلمونه کړي دي ، ددوي کورونه يې نړولي دي ، هر څه يې ويجاړ کړي دي او د پښتنو د يووالي مزي يې شلولي دي ، پوهې او زده کړې ته يې نه دي پرې ايښي ، پردۍ ژبې يې ددوي په اوږو سپرې کړي دي ، د ښمنانو په پښتنو کښې د ګوندۍ او تربکنۍ اورونه بل کړل ، په هر راز ټکيو او درغليو يې له يو بل نه پريکړل او ټوګ ټوک يى يو خوا او بل خوا و غورځول ، دا د پښتنو غليمان هر چا ته معلوم دي ، دغو غليمانو د پښتنو پلرونه او نيکونه په وينو کښې لړلى دي. دغو غليمانو د پښتنو ماشومان بې پلاره کړي او تور سرى يې کونډې کړي دي . دغو غليمانو په پښتنو ميچنې وګرزولې ، د ځمکې مخ يې ورباندې سور اور کړ ، د څارويو غوندې يې د خپلې ګټې د پاره و چلول ، د پښتنو غليمانو د پښتنو د پلرونو او نيکونو په وينو آزاده شوې او جوړه شوې پښتونخوا ټوټى ټوټى کړه.
رشتين بابا دغه خبرې له نن نه 60 کاله پخوا کولى ، نن وکورۍ چې هغه څه په پښتنو کيږي او هغه بده ورځ ورباندې راغلى ده چې پخوا ورباندې راغلى وه .
پښتنو ته د رشتين بابا پيغام دا ؤ چې ځانونه بيدار کړي ،له سياسي شعور نه کار واخلي ، خپل او پردي وپيژني ، هغه نه غوښتل چې پښتانه نور و ته لاس په نامه ودريږي ، هغه نه غوښتل چې پښتانه د نورو د ګټې لپاره خپلې وينې توى کړي ، هغه نه غوښتل چې پښتانه د غليمانو په لمسه د خپلو ورونو غوښې وخوري ، هغه نه غوښتل چه پښتانه د تربکنۍ په اور کښې وسوځيږي ، هغه له پښتنو نه غوښتل چې د احمد شاه بابا د يو والي غږ د زړه په غوږونو واوري.
پښتانه واړه لاس سر يو کاندي
چې مو نن غزا هر لورى شا و خوا ده
رشتين بابا له پښتنو غوښتل چې د شير شا سوري پښتون پالنه او اولسي يوالى د زړه په کور کښې وساتي چې ويل به يې " زما په مخکې د خيلونو خبرى مه کوۍ ، ما ته ټول پښتانه يو دي. "
رشتين بابا له پښتنو غوښتل چې په زړونو کښې د پښتنو د يو والي او شته والي لپاره د خوشحال خان او ميا روښان چيغې او غلبې راژوندۍ کړي.
رشتين بابا له پښتنو غوښتل چې د خپلو پلرونو او نيکونو هغه غږبيا اوچت کړي کوم چې هغوي د پښتنو د يووالي او ورورۍ دپاره جګ کړى ؤ.
خور کړه د همت وزر ، پرواز لکه د باز وکړه
کډ د ننګ ډګر کښې شه ، په غليم باندې آواز وکړه
تير تاريخ راياد د پښتنو کړه بيا
ګرمه ولوله د هنګامو کړه بيا
نقش د قدم ژوندى د مړو کړه بيا
ننګ غيرت په تيرو ننګيالو کړه بيا
ټول عالم حيران په کارنامو کړه بيا
سره لاله زرغون په غرو رغو کړه بيا
رشتين بابا به ويل چه په پښتنو کې د ځانځانۍ رنځ ډير خطرناک دى ، ددغه رنځ په وجه دوي د ناپوهۍ په تيرو کښې پراته دي ، وږي تږي لوڅ لغړ ، پښې ابله ګرځي ، پلي سپاره او سپاره په هوا والوتل - خو دوي په مځکه يو پل نشي اخيستلاى .مړه ولسونه ژوندي شول خو دوي لا تر اوسه څه زده نه کړل ، نه په ګيډه ماړه شول او نه په جامو پټ شول، نور چرچۍ کوي او دوي سپور سوکړک نه مومي ، نور خاندي او دوي ژاړي .
ورک شوى فنا کيږې اى پښتونه له دنيا ځنې
ولې ناخبر يې له خپل ځان او له دنيا ځنې
وروسته خلک وړاندې شو همه واړه له تا ځنې
ته لا ويده پروت يې هيڅ خبر نه شوى له چا ځنۍ
د رشتين بابا دې خبرو ته چه سړی غور وکړي نو دا فکر ورسره پيداشي چه د رشتين بابا په زړه او فکر کښې د پښتنو د ژوندون څومره غم ؤ ، نن په پښتنو بده ورځ راغلى ده ، په دوي بمبارۍ کيږي ، په کومه مځکه چې دوي پراته دي په هغه مځکه اور بل دى. د هغه روح د پښتنو د ژوندن په غم کښې ناقرار ؤ.
هغه به پښتنو ته ويل چې اى پښتنو ! که چيرې خپله سپيره ورځ ښه کوى نو زده کړى او پوهې خواته مخه کړۍ ، يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړۍ ، خپله ژبه وساتۍ ، په پښتو او پښتونولۍ کلک ودريږۍ - د پښتنو د غليمانو په خولو مه غوليږۍ ، په خپلو لاسو د خپل هيواد د ودانولو د پاره ملا وتړۍ ، د خپل ژوندون د ښه کولو د پاره همت وکړۍ ، د خپل وطن او وطنوالو د ښيګڼۍ د پاره خپل ځان او مال قربان کړۍ .
د همت توره تر ملا کړه ډير به ښه وي
پرى حاصله خپله مدعا کړه ډير به ښه وي
په خولى وايې چه مين په خپل وطن يم
په رښتيا پر ځان فدا کړه ډير به ښه وي
رشتين بابا به ويل چې د قومونو په ژوندانه کښې ژبه او د هغى ادب لوى اثر لري ، د ډيرو ژوندو ملتونو موجوده کوششونه د ژبې او ادب د ترقۍ په محور څرخي.
په پښتنو کې د دوي د زياتو مشرانو د غفلت په وجه يقينا دا برخه کمزورې پاتې شوې ده - همدا وجه ده چې د عملي ژوند په ډګر کښې هم پښتون قوم له نورو قومونو څخه وروسته پاتى دى.
په پښتو خبرې مونږ ته شرم ښکاري
تر دې حده قوميت زمونږه مړ دى
خپل مذهب او ژبه پرى نږدى افغانه
چې همدغه د قومي ترقۍ جړ دى
رشتين بابا د فکر او پوهې له خاوندانو څخه غوښتل چې د خپل قومي او ملي ادب د ژوندانه په لار کښې پوره زيار وباسي او د خپل قوم د ژوندانه ماڼۍ د ادب د ژوندانه په پاخه اساس باندې ودانه کړي . رشتين بابا به ويل چې که پښتانه خپلې ژبې ، خپل ملي ادب او تاريخ ته پام ونکړي او د نورو ژبو د ادب په مينه وروزل شي نو هغه وخت به دوي ژوندي وي مګر ژوند به يې د نورو د پاره وي يعنى د بل په سا به د بل د پاره ژوندي وي لکه چې تر اوسه پورې زيات پښتانه همدغسې ژوند لري.
رشتين بابا هغه چاته پښتون ويل چې
چاته غوړه مالي او خوشامندي ونه کوي.
خپل پت ساتي ، خپل عزت ساتي اوپه پښتونوالى ټينکوالى خپل فرض بولي.
خپل ننګ ، غيرت ، پښتو او پښتونواله په پيسو نه خرڅوي .
د ځان د لوړولو او څو پيسو په خاطر قومي او ملي افتخارات تر پښو لاندې نه کوي.
په پښتو ولاړ ، پښتو وايي او پښتو روزي.
ناموس ، غيرت او پښتونواله تر مال او رتبې نه قربانوي.
ژوندون او ماموريت د عزت د پاره کوي او عزت د قوم د پاره غواړي.
د پردو په لمسون په قوم کښې ګوندي او اختلاف نه اچوي.
پښتني شرافت له لاسه نه ورکوي.
د نورو د پاره لکه کالى او لوښی نه استعماليږي.
پښتون وي او پښتو وايي .
په څوکۍ او منصب ځان نه غټوي.
د ملي ګټو خيال ساتي.
خلک نه غولوي او قوم نه تير باسي
د قوم د پوهې ، تعليم ، لوړتيا ، اقتصادي حالت د پاره ښې لارې لټوي.
عمل يې د اخلاص او صداقت په ګاڼه ښايسته وي.
په زړه کښې د قوم او وطن د پاره د قربانۍ او فداکارۍ جذبه ولري.
د حق پيروي د سړيتوب لومړى شرط کڼي .
له دروغو ، چغلۍ ، ټګۍ ، درغلۍ ، غلا ، زنا او ظلم زياتي نه ځان ساتي.
له بډى اخيستلو ، د غريبانو له ځورولو ، د پردي مال له خوړلو څه ځان ژغوري او دا شيان د پښتونولۍ له صفاتو مخالف ګڼي.
د قوم په خدمت کې رشتين او د هيواد په ودانۍ کښې دردمند وي.
لکه مغل تکيه په مال او دولت ونکړي بلکې لکه خوشحال تکيه په خداى وکړي.
د مغل تکيه په زر په ملک او مال ده - د خوشحال خټک تکيه په ذوالجلال ده خپله ژبه هيره نه کړي .
نورې ژبې زده کول که دى کمال - خپله ژبه هيرول بې کمالي ده
له ما سره د رشتين بابا د ژوند خاطرى ډيرى زياتى دي ، زه به کله چې وزکار شم نو هغه ټولې خاطرى به وليکم او هغه به خپلو فرهنګيانو ، پوهانو ، شاعرانو ، ليکوالو او د رشتين بابا مينانو ته وړاندې کړم.
. محترم لوستونکي کولاى شي " زما هلې ځلې " د رشتين بابا په ويب پاڼه کښې ولولي reshteen.com
Zama Hali Zali
Writer: Late Reshteen Baba
By: Alhaj Fazlullah Reshteen
