پښتانه او دهالبروک غير عقلاني دريځ
ګلوبل پوست ورځپاڼې خبر ورکړ چې دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هالبروک دروان کال دمارچ په پنځمه په امريکاکې په هارورډ فورم(سختواواحساساتي الفاظو)کې يوه کنفرانس ته ويلي چې دډيورنډ دکرښې په دواړو غاړو کې دمېشتو پښتنو په هره کورنۍ کې يو تن خامخاطالب دى .
ده همداراز ويلي چې طالبان د پښتنې ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده .
هغه ويلي چې امريکا له طالبانو سره دافغان دولت دجوړجاړي او سولې په پروسه کې شامله نده او دادکرزي خپله طرحه ده چې په وينا يې پخپله هم پښتون دى او دقومي تړاو له مخې له طالبانو سره سوله کوي .
هالبروک دمتحده ايالاتولوړپوړى ديپلومات اودامريکا په سياست کې مطرح شخص دى ، هغه تر افغانستان وړاندې په يوګوسلاويا کې هم دمتحده ايالاتو استازى وو او اوس په افغانستان کې هم ددې هېوادلخوا _چې په افغانستان کې له طالبانو او نورو مخالفينو سره دجګړو لپاره يې دلته شاوخوا سل زره وسلوال پوځيان رالېږلي اوله القاعده اوطالبانو سره ددوى او دناټو دګډوځواکونودجګړې اشراف هم کوي_ دروند مسؤوليت ورسپارل شوى دى .
داچې دمتحده ايالاتو دومره لوړپوړى ديپلومات ټول پښتانه طالبان بولي اوبيا له طالبانو سره خبرې هم ردوي او له هغوى سره په جګړو ټينګار کوي داواقعاً دټولو افغانانو او په ځانګړې توګه دپښتنو لپاره دردوونکى، خواشينوونکى او سپکوونکى خبر دى .
که څه هم ځينې کړۍ او امريکا پلوه کتونکي وايي چې متحده ايالات او دهغوى استازى هالبروک له پښتنو سره هېڅ کومه دښمني اوبدبيني نلري او داچې څه وايي دا ددوى دناسمو معلوماتو زېږنده ، دمعلوماتي مراجعو ډېر ضعف د او ياداسې اشخاص اوچينلونه دي چې هغوى قصداً غواړي متحده ايالات او پښتانه يوله بله وجنګوي .
که څه هم، داهم يودليل کېدلى شي چې هالبروک دې داسې نامسؤولانه څرګندونې وکړي . خو که څوک د امريکا فرعوني غرور ، موجوده تکنالوژي او پراخه مادي امکانات په پام کې ولري نو دا اټکل ورته ډېر کمزورى ښکاري چې دهالبروک داڅرګندونې دې له يوې مخې دناسمو او نادقيقو معلوماتو پايله وي .
ښايي له امريکايانو سره ددې خصمانه ذهنيت په تخليق کې ناسم او نادقيق راپورونه هم رول ولوبوي خو له يوې مخې يې دناخبرۍ پايله بلل هم په ګوتې لمر پټول دي.
حقيقت دادى چې امريکايان په افغانستان کې پر هرڅه ښه خبر دي ، خپل دوست اودښمن ښه پيژني استخبارات يې هرڅه ښه څېړي، په ځانګړې توګه کله چې په افغانستان کې ددوى لخوا په بين المللي غوبل کې دنړۍ سترچلباز انګليس هم ورسره ملګرى دى، دوى پوهېږي چې ټول پښتانه طالبان ندي او طالبان کومه سيمه ييزه ، قومي او سکتارستي ډله نه ، بلکې كاملاً مذهبي ډله ده او اجنداوې او موخې يې هم اسلامي او دټول افغانستان په کچه دي .
نه ټول پښتون ملت ځان طالب او نه خو هم طالبان ځانونه پښتنو ته منسوب بولي .
بلکې که څوک دطالبانو پخواني او اوسني تشکيلات وويني نوپوهېږي چې آن دوزيرانو په کچه پکې هرقوم ته منسوب اشخاص وو او اوس هم شته دي .
آن د عربانو ،چيچنيايانو ،بريتانويانو،امريکايانواو.... په شمول تقريباً دټولې نړۍ اتباع ورسره وو اواوس هم ورسره شته دي چې ښه بېلګه يې دمتحده ايالاتو دکليفورنيا دايالت اوسېدونکى آدم يحيى غدن دى چې پدې وروستيو کې امريکايي او پاکستانيو څارګرو ادارودکراچۍ په نوري اباد سيمه کې ونيوه .
داچې امريکايان داډول څرګندونې کوي دا اسلام او لرو بر پښتون قام ته دسيسه ده . دوى پوهېږي چې پښتون ،مسلمان ،ايماندار، زړور، سرښند او اتل قام دى او په هېڅ ډول نه چاته اېلېږي او نه ښکېلاک او زبېښاک مني ، دپښتنو په اړه ددوى دکتورين داسې دى چې افغانستان دامپراطوريو هديره ده او که ددې قوم بيخ او بنسټ ونه وېستل شي نو هغه ورځ لېرې نده چې ددوى جنګي ماشين به هم دانګرېز ، چنګېز روس او نورو په څېردامپراطوريو دذوب پدې بټۍ کې ويلي شي .
امريکايان دپښتنو له ديني او ملي جذبې وېرېږي غواړي چې په هره برخه کې يې و ځپي ، داسې يې وټکوي چې نور دسر راپورته کولو هم نه وي .
داسې هم ويل کېږي چې هالبروک يهودى دى او دا چې نوموړى له ټولو تش لاسو پښتنوسره جګړه او دوى وژل اړين بولي ، داسې ښکاري چې په المان کې دنازي هټلر په لاس د يهوديانو د ټول وژنې )هلوکاسټ ) غچ له دوى اخلي او دلته يوبل هلوکاسټ غواړي. متل چې( زور پر تانه رسېږي مړ به دې ابا کړمه ،)
خوبرعکس ټوله نړۍ شاهده ده چې پښتانه يو سوله خوښوونکى ، ارام او له شر او فساد سره وران قوم دى . دې قوم پر چا يرغل ندى کړى ، دچاپرمادي او معنوي ارزښتونو ا وسياسي او فکري جغرافيې يې تېرى ندى کړى ، دلويې حوصلې اوپراخ فکر خاوندان دي خو که کله دنورو له تېري سره مخ شوى او دعکس العمل ښودلو ته اړوېستل شوى دى نوبيا ورته خپل سر دتېګې په اندازه هم ارزښت نلري .
دختيځ نابغه علامه اقبال خو داقوم کتلى او تللى وو چې ويلي يې دي :
اسيا يک پيکر اب وگل است
ملت افغان دران پيکر دل است
از کشاد او کشاد اسيا
ازفساد او فساد اسيا.
که امريکايانو ته دافغانانو دتورې شرنګ معلوم نه وو نو انګرېز ته خو معلوم وو ، ولې يې له بريډن او مکناټن نه دافغانانو شهامت او غيرت نه پوښت.
په هرحال اوس هم لااوبه له ورخه ډېر تېرې ندي امريکايان بايددافغانانو او په ځانګړې تو ګه دپښتون قام په اړه خپلې شومې موخې او ارادې بدلې کړي ، دپښتون شمېراوس ۵۰ ميليونوتنو ته رسېږي او تخم يې په ټوله نړۍ کې خپور دى. په لره اوبره پښتونخواکې پروت پښتون اوس دسياسي شعور خاوند دى او دهالبروک او ګالبرېت لختې دااوبه بېلولى نشي. امريکايان او ملاتړي يې پښتانه ختمولى او اېلولى نشي .او نه به افغانان چاته دااجازه ورکړي چې واحد افغان ملت پرمليتونو اوددوى کور( افغانستان) پر ټوټواو کورګيو ووېشي.
امريکايان بايد پوه شي چې دلته يې ديوګوسلاويا په څېر دتجزيې پلانونه نه شي بريالي کېدلى او لکه څنګه چې ديوګوسلاويا دوېش دمخمس دوه بتان (پډي اشډاون او ګالبريت ) پخوا په افغانستان کې نړېدلي ښايي دابله ستنه ( هالبروک) يې هم ونړېږي.
دامريکا متحده ايالات بايد له پښتنوسره ددښمنۍ پرځاى دسيمې او افغانستان دامنيت اوسولې په تامين کې له دوى مرسته وغواړي .له هغوى سره دمتقابل احترام په فضاکې دوستي او استراتيژيکه ملګرتيا وکړي .دهېواد په بيارغونه او دنړيوال امنيت په ټينګښت کې ددوى همکاري جلبه کړي .
چې داکار هم دامريکا او هم دافغان ولس په ګټه دى .نه داچې په هرناسم راپور ددوى زړونه خفه او احساسات يې راوپاروي .
