ږيره زما او واک يې د ملا
شاوخوا يوه مياشت وړاندې د هرات ولايت د چشت شريف ولسوال عبدالقدوس هغه مهال له خپلو ساتونکيو او ملګرو سره ووژل شوه چې د چشت شريف د ولسوالۍ نه د هرات ښار خواته په لار وه. که څه هم په هماغه وخت کې طالبانو د هغه د وژنې پړه پر غاړه اخيستي وه او دا يې منلې وه چې بريد د دوى ملګرو تر سره کړى مګر اوس دا جوته شوه چې نوموړى بريد د ايران په اشاره تر سره شوى وه.
د هرات امنيتي چارواکي وايې چې داسې اسناد يې لاس ته راوړي چې د سلما د اوبو او برېښنا بند جوړولو په مخنيوي کې د ګاونډې هېواد ايران لاس دى. او مرحوم عبدالقدوس خان يو له هغو په وطن مينو اشخاصو له جملې څخه وه چې د خپل وطن د جوړولو، سمسورولو او آبادولو کلک هوډ يې کړى وه او د سلما د بند جوړولو کلکه اراده يې درلودله.
که څه هم د ولسي جرګې ځينو غړيو هم په ايران دا تور لګولى چې د سلما بند د جوړېدو مخنيوى کوي مګر زموږ حکومت تردې دمه چپه خوله ناست دى.
د سلما بند د هرات ولايت په ۱۷۳ کيلومترۍ د چشت شريف په ولسوالۍ د چشت شريف زيارت تر څنګ د سلما په کلى کې د هريرود په سيند جوړيږي.
دغه پروژه د شهيد محمد داوود خان د جمهوريت په دوران کې د هغه وخت د اوبو او برېښنا د وزير انجينر جمعه محمد محمدي په سرپرستۍ پيل شوى وه بيا وروسته د ناامنيو او د ثور د ۷ کودتاه له وجهې د نوموړې پروژې کار ودرېد او لوژجيستکي سامان آلات يې د وطن د دښمنانو او وطن پلورونکيو لخوا چور او تالان شول.
د افغانستان د نوي حکومت د راتګ سره سم په ۲۰۰۱ کال کې په نوموړي بند د بيا جوړېډو د کار موضوع مطرحه شوې نو تل ايران هڅه کړې چې په دغه لار کې خنډونه جوړ کړي په نوموړي بند وروسته له ۳۰ کلن کړکېچ څخه په ۲۰۰۶ کال کې د يوې هندۍ کمپنۍ لخواد ۱۸۰ ميليونه ډالرو په لګښت کار پيل کړ چې تر اوسه پکې په ۱۰ ګونه کارګر وژل شوي چې وروستۍ پېښه يې د مرحوم عبدالقدوس وژنه وه.
سيندونه او رودونه زموږ د هېواد له پراخو طبعي سرچينو څخه شمېرل کېږي اوزموږ ګران هېواد د دغه طبعي سرچينو يو بډايه هېواد دى چې ډېر سيندونه او روانې اوبه لري.
د برېښنا د ماهرانو په اند د هېواد سيندونه تقريباَ ۲۵ زره ميګاواټه برېښنا د توليد طرفيت لري مګر زموږ په جنګ ځپلې هېواد کې د برېښنا ظرفيت يوازې ۷۰۰ ميګاواټه دى.
د اوبو او انرژۍ د وزارت د معلوماتو په اساس د سلما بند د ۴۲ ميګاواټو برېښنا توليد ظرفيت لري او ويل کېږي چې په جوړېدو سره به يې ۷۵۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
دا چې ايران د سلما بند د جوړولو په کار کې ستونزې پيدا کوي او نه غواړي چې دا کار پر مخ ولاړ شي وجه يې دا په ګوته شوې چې د ايران شمال ختيځه برخه د همدې سيند له اوبو څخه خړوبېږي که چېرې دا بند جوړ شي نو ايران ته تلونکې اوبه کمېږي او د ايران شمالي ختيځې برخې به د اوبو د کموالى له امله ستونزو سره مخ شي.
له بل طرفه پاکستان د هغه بند په جوړولو اندېښنه ښودلې ده کوم چې حکومت په پام کې لرې د هندي انجينرانو لخوا د کابل پر سيند جوړ کړي اوس مهال د کابل سيند ډېرې اوبه د ډيورنډ له پولې او پښتونخوا څخه تېرېږي او د پنجاب صوبه پرې خړوبېږي.
په اخير کې به دغه دُعا وکړو چې خداى دي زموږ دا په دارنه خوب ويده چارواکې راوېښ او لږ څه يې وطن ته پام په نيکو شي.
آمين
[email protected]
