دپښتنوعلمي جينوسايډ (نسل وژنه )؟
دکب ۱۵ مه دهېواد دسړو سيمو دنوي ښوونيز کال دپيل ورځ وه دنورو کلونو په څېر سږ کال هم افغان ولسمشر حامدکرزى دارګ دماڼۍ څو مترۍ کې پرتې اماني لېسې ته ورغى او دنوي ښوونيز کال دپرانستلو په تشريفاتي مراسمو کې يې برخه واخسته .
حامد کرزي دتېرو کلنو په څېرسږ کال هم داماني ليسې دزنګ په کړنګولو نوى ښوونيز کال پرانست .
که سړى دښوونې او روزنې اهميت ته وګوري نو له هرډول شک پرته ويلى شي چې دعلم او معارف مينه والو او متمدنو قومونو ته دښوونځي او مدرسې دزنګ خوند اوموسيقيت تربل هرغږ ډېر خوږ اوډېرپه زړه پورې دى . دښوونځي زنګ کاينات خوځوي ، دايواځې زموږ خاورينه نړۍ يا ځمکه نده چې برخليک يې دښوونځي په زنګ پورې اړوند دى ، بلکې دټول شمسي نظام او دشمسي نظام دټولو سيارو برخليک هم دښوونځي زنګ ټاکي . آن که وويل شي چې په هغې بلې نړۍ (اخرت ) کې چې په راتللو کې يې هېڅ ډول اړنګ (شک ) نشته ښکلا او برياهم د ښوونځي په زنګ او علم او عرفان پورې تړلى دى نو بېځايه دعوه مو نه ده کړې.
داچې نن موږ دتمدن او پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې يو او هرکس او ناکس ته مو دسوال او تمې لاسونه غځولي سترلامل يې دادى چې موږ دښوونځي زنګ ته اهميت ندى ورکړى.
موږ که دعلم او معرفت پر اهميت پوه او دعلم اوپوهې په ګاڼه سمبال واى نو نن به راته چا ددومره بدرنګو په سترګه نه کتل او که نن موږد ښوونې او روزنې وسله درلودلى نو هرګيدړ به پر موږ دبلوڅېدلو جرئت نه واى کړى، که دعلم او پوهې مشال زموږ په لاس کې واى نو نن به په هره کنده او دهرچا لخوا موږ ته په کيندل شوي کوهي کې نه لوېدلو. بياهم که موږ دعلم او عرفان دتهذيب جامه اغوستې واى نو نن به موږ دنړۍ ترټولو مهذب ، شايسته او ښايسته قام واى او دنړۍ هغو قومونو به چې تهذيب اوتمدن موږ ورښودلى نن له موږ وېره او کرکه نه درلودلى .
داچې اوس يوځل بيا دسړو سيمو نوى ښوونيز کال پيل شو نو دادډېرې خوښۍ خبرده . زه بارو لرم چې دچا په زړه کې لږه هم دايمان سپرغۍ ، انسانيت ته ددرناوي جذبه او په ځانګړې توګه دبين الافغاني ملي يووالي حس وي نو چې دهېواد په هرکونج کې دکوم کوچني په لاس کې دکتابونو کڅوړه وويني نو له خوښۍ به دپسرلي دګلاب په څېر وغوړېږي او په مخ کې به يې دخوښۍ سرخي وغځېږي .
نوى ښوونيز کال په داسې حال کې پيلېږي چې دنورو سکتورو په څېر زموږ ښوونيز او روزنيز سکتور هم له ګڼوستونزو او ګڼو ګواښونو سره مخ دى داګواښونه ځينې ددولتي چارواکيو دبې کفايتۍ ، کم ظرفۍ او ړانده تعصب پايله ده ، يا په بله ويناداګواښونه اوستونزې دولت پخپله ځان او ولس ته راپنځولي او ځينې يې دروانې ناامنۍ او ياپه ټوله کې دروانو حالاتو زېږنده او محصول دى .
حامد کرزي تېره ورځ په همدې مناسبت جوړو مراسمو کې د ښوونې او روزنې دکړکېچ يا غميزې پړه ټوله پرطالبانو او وسلوالو مخالفينو واچوله او دخپلومامورينو بې کفايتو او يا دمتعصبو چا رواکيو قصدي او سهوي نيمګړتياوو ته يې هېڅ ګوته و نه نيوه . ده وويل چې دهېواد دښمنان ښوونځي سوځوي او پرهغوى يې غږ وکړي چې داکار ونکړي . ترکومه چې خبره دې بريد پورې ده نو ټول افغان ولس ، بلکې ټول انسانيت دښوونځيو سوځول او علم دمشال وژل ردوي ، او که طالبان يې رسمي مسؤوليت اخلي او که نه دښوونځيو دسوځولو دپړې ګوته نيغ په نيغه دوى ته نېول کېږي .ځکه چې ښوونځي ددوى دواکمنۍ په ساحه کې سوځول کېږي.او ولس او په ځانګړې توګه روڼ اندې او لوستي افغانان له دوى پدې کارډېر خفه دي . خو کرزي داخبره ونکړه چې ترډېره ددې ښوونځيو په سوځولو کې دهغو مامورينواو دنصاب دجوړوونکيو لاس هم دى چې دلومړنۍ دورې په کتاب کې چې ويونکي يې لا له الف با سره هم بلد ندي ليکلي چې دمثال په توګه : تروريزم يوه شومه پديده ده ، تروستان بايد ووژل شي ، راځئ چې له ترورستانو سره مبارزه وکړو..... يادې مفهوم ته ورته نور مفاهيم. يا دښوونځي دلومړنۍ دورې په نصاب کې هغو کوچنيانو ته چې تراوسه لا عظيم الشان قرآن له مخې ( ناظره )تلاوت کولى نشي دموکراسي ورپېژندل کېږي يا..... نو فکر وکړئ چې دهلمند او يازابل په لېرو پرتو ولسواليوکې چې سيمه دطالبانو ترکنترول لاندې ده د هغو کتابونو چې په پاڼو کې يې لومړى له تروريزم سره مبارزې او يا هغې دموکراسۍ ته چې پخپله غربيان ترې کرکه کوي هڅول وي نوآيا داپخپله طالبانو ته دښوونځي دسوځولو بلنه نده ؟
ددين اوپښتنو دښمنان هغه که په دولتي يونيفورم کې دي او که په غير دولتي کې داسې تخريشوونکي کارونه کوي چې طالبان راوپاروي او دښوونځيو په اړه منفي عکس العمل ته يې اړباسي چې پورتنۍ نمونه يې ژوندى ثبوت دى.
خوڅومره به ښه واى چې طالبانو هم دملي او ديني احساس له مخې له سياسي ځيرکتيا څخه کاراخستى واى اوکه دوى هرڅومره پاروونکي او تخريشوونکي کارونه کړي واى دوى نور هم له معارف سره مرسته کړې واى او ددوى دسيسې يې شنډې کړې واى .
څوځله داسې شوي چې دمعارف چارواکيو پښتون مېشتون سيمو ته سلګونه زره په دري ژبه ليکل شوي کتابونه لېږلي . چې هلته پرې څوک نه پوهېږي او ډيپوګان پرې ډک دي . ايا دا هم په لوى لاس دزده کوونکيو دوخت ضايع کول او په لوى لاس خنډونه پنځول ندي. پر مورنۍ ژبه زده کړه دهر انسان حق دى راځئ ووينو چې دهېواد لوى قوم ته پدې دموکراتيک هېواد کې داحق څومره ورکړل شوى دى؟
زموږ ډېر ښوونځي سوځول کېږي او چې کوم فعال دي نودډېرو ښوونکيو تعليمي کچه يې له دولسم ټولګي هم ښکته ده او آن ډېرښوونکي پخپله ديوولسم او دولسم ټولګيو برحاله زده کوونکي دي.
په هېواد کې د تعصب اويوبام او دوه هوا چلند بله هغه غميزه ده چې له بده مرغه افغانان ورسره مخ دي .موږ په سهيل او سهيل ختيځ کې داسې ولايات لرو چې په ساړه موسم کې درس وايي اوپه تودموسم کې رخصت وي اوس دهغوى دټول ښوونيز کال ايله دوه مياشتې پاتې دي خو لاتراوسه ورته کتابونه ندي وررسول شوي .
د تعليمي بورسونو په وېش کې ناانډولتوب او بې انصافي بل هغه دولتي بحران دى چې د جنګ ځپلو سيمو زده کوونکي ورسره مخ دي .
داسمه ده چې په سهيل او سهيل ختيځو سيموکې جګړې روانې دي او جګړې پر هرسکتور اغيز کوي خو پدې کې دهغه کوچني ګناه څه ده چې نه خپله دى طآلب اويا دولتي عسکر دى او نه يې پلار.
دولت خو دحاکميت اوپررعيت دواکمنۍ دعوې کوي او دا يې دنده هم ده نو داخو ددولت دنده چې په هره بيه وي دافغانستان هربچي ته هغه که په درواز کې وي او که په داى چوپان کې په متوازنه توګه دزده کړې زمينه برابره کړي .
که دولت له دې عاجز دى چې يوه سيمه ترخپل واک لاندې راولي نو بايد کم ترکمه دښوونې او روزنې په برخه کې خو دې له مخالفينو سره جوړ جاړى او تفاهم وکړي.
که دولت له طالبانو سره دبهرنيو اسيرانو او يادهغو دولتي چارواکيوپه اړه چې کله ناکله يې طالبان ژوندي نيسي معامله او جوړجاړى کولى او طالبانو ته امتيازات ورکولى شي نو دهغو ميليونونو کوچنيانوپه سر چې له زده کړو پاتې دي او يا ددولت په وينا دهغو ۴۴۲ ښوونځيو په سر چې لا هم دطالبانو له لاسه تړل شوي دي ولې کمپرومايز اوجوړجاړى نشي کولى.
که د ځينو سهيلي او سهيل ختيځو سيمو ښوونيز جريان دهېواد له ځينونورو سره پرتله شي نو
حيرانوونکي توپير به مو ترسترګو شي .؟
تاسې وګورئ چې که مثلاً دتېرکال په کانکورکې له مزارڅخه نهه زره نارينه او درې زره ښځينه زده کوونکي ګډون کوي او له زابل څخه ۵۰ نارينه او لس ښځينه او يا له هرات څخه ۱۵ زره نارينه او۵ زره ښځينه او له کندهارڅخه ۵۰۰نارينه او ۵۰ښځينه او يا له تخار ۵زره نارينه او ۲ زره ښځينه خو له پکتيکا څخه يواځې ۸۰ تنه نارينه او يوه ښځينه ګډون کوي نوبيا ددې سيمو اوسېدونکي هم دګيلې حق لري .
که زموږ دهېواد په شمالي او شمال ختيځو ولاياتو کې دښوونې او روزنې بهير منظم او ګړندى روان او ګراف يې لوړ وي نو دازموږ لپاره دخوښۍ او وياړ ځاى دى . چارواکي هڅوو چې نور يې هم ګړندى کړي او دالله (ج) حضور ته ددعالاسونه پورته کوو چې دعلم دډيوې داپتنګان لاهم ډېر او داډيوه دحوادثو له توپان څخه وساتي خو زموږ غوښتنه داده چې همداسې پاملرنه بايد نورو محرومو او دعلم او عرفان له کاروان څخه وروسته پاتې ولاياتو ته هم وشي .
داچې دپوهنې وزير وايي چې اوس هم ۴۴۲ښوونځي دناامنۍ له کبله تړل شوي اويا له ۳۶۴ولسواليو څخه په ۲۰۰ولسواليو کې نجونې له نهم ټولګي پورته زده کړې نشي کولى او يا داچې پنځه ميليونه هغه کوچنيان چې ښوونځيو ته دتللو عمر يې بشپړ کړى ښوونځيو ته نشي تللى او يا داچې يوولس ميليونه تنه (سم نيم نفوس ) نالوستى دى دا له شک پرته ښوونيزه فاجعه ده .. خو له بده مرغه چې ددې غميزې کوربنې هم ډېرې پښتنې سيمې دي چې دا ديوقام دورکاوي پيلامه او علمي جينوسايډ دى.
موږ پر افغان چارواکيو غږ کوو چې په هره وسيله او هره وسله ممکنه وي په ټول افغانستان کې ديوه متوازن معارف دتعميم لپاره هراړخيزې هلې ځلې وکړي ، آن که پدې اړه له طالبانو سره هرکمپرومايز او انعطاف ته اړوېستل کېږي بايد داکار وکړي ،
همداراز دولت بايدخپلې ادارې چاڼ ،متعصبه ،شرخوښوونکي او دملي يووالي ضد عناصرمنفک او پر ځاى يې رښتوني مخلص ،دينداره، متخصصه او له تعصب خالي الذهنه افغانان وګوماري .
دپښتنوعلمي جينوسايډ (نسل وژنه ) ؟
De pakhtano Elmi Genocide /disambiguation
By: Qazi Mohammad Hassan Haqyar
[email protected]
