اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

رحمان بابا ادبي سيمينار ته د ستوری وینا

د لوى او بخښونکي خداى په نامه
درنو مشرانو او ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو!
زه ترهرڅه لومړى له تاسې نه خوښنه کوم چې ماته مو ددې درنې غونډې د مشرۍ وياړ راوبښه. په انساني ژوند کې ډېر پړاونه منځ ته راځي، چې په مختلفو پړاونو کې مختلفې هيلې او ارزوګانې او خواهشات پيدا کېږي، خو يوازې هغه خواهشات او هيلې چې د ټولنې د دود دستور سره سمې وي او د ټولنې يا سماج له خوا ورته اجازه ورکول کېږي، سرته رسېږي. هغه چې اجازه ورته ورنه کړاى شي هغه لا شعور ته ځي او په لاشعور کې ځاى نيسي. خو ځينې داسې ارزوګانې او خواهشات دي چې د هغې سره انسان ډېره مينه لري، نو هغه بيا تخيل ته ځي او تخيل کې پرتې وي چې دا په حقيقت کې د شعر محرکه قوه ده، چې شاعر يې د خپلو راپارېدلو احساساتو په وخت کې چې مينه ورسره بدرګه وي د تخيل نه رااخلي او په داسې جامه کې او يا پر يوه منظمه جامه کې رانغاړي چې وزن، قافيه او تال ولري ټولنې ته په داسيءگ ډول وړاندې کوي، چې د يوې خوا په سزا ورنه رسېږي او د بلې خوا هغه خپل خواهشات پوره کړي. تخيل د غير حقيقي نړۍ پورې اړه لري. هلته څوک په سزا نه رسېږي. هغه يوه باغي دنيا ده خو بېرته چې دا هيلې او خواهشات د مينې او احساساتو په برکت سره حقيقي نړۍ ته راځي، نو دلته ورته داسيءگ وزن او تال ورکول کېږي، چې شاعر يې په سزا نه رسېږي.
زموږ په ټولنه کې دوه مرکزونه دي چې يوه حجره ده او بل يې جومات دى. د رحمان بابا شعر هم د حجرې سره تړون لري او هم د جومات سره.
زه به تاسيءگ ته د رحمان بابا يو شعر وړاندې کړم چې د حجرې سره تړون لري.
که مې چېرې لاس دا ستا په بوسه بر شو
دا نعمت بــــــه د جنت په خوان ورنکړم
اخري بيت يې داسې دى:
په رحمان دا ستا د لبو مى حرام شه
څو د خپلو وينو جـــام تاوان ورنکړم
د رحمان بابا دا شعر که څه هم څو سوه کاله مخکې ويل شوى دى، اوس هم د هر نوي شعر سره نه يوازې سيالي کولى شي بلکې ترې غوره هم دى.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←