راځئ دعلم کاروان بدرګه کړو
دادى له روانې ناامنۍ سره سره دهېواد په سړو سيمو کې نوى ښوونيز کال پيل شو د۱۳۸۹ هجري لمريز کال ښوونيز کال په داسې حال کې پيلېږي چې زموږ دهېواد ډېرې سيمې لا هم دناامنۍ له ګواښ سره مخ او دناامنۍ له امله ددولت درسمي ارقامو له مخې همدااوس په هېواد کې شاوخوا ۴۴۲ښوونځي تړل شويدي .
رسمي سرچينې وايي چې همدااوس هم دهېواد په کچه۴۴۲ ښوونځي دناامنۍ له کبله تړل شوي او له ۳۶۴ولسواليو څخه په ۲۰۰ولسواليو کې نجونې له نهم ټولګي پورته زده کړې نشي کولى ،پنځه ميليونه هغه کوچنيان چې ښوونځيو ته دتللو عمر يې بشپړ کړى ښوونځيو ته نشي تللى اوپه هېواد کې يوولس ميليونه تنه نالوستى دى .
علم او پوهنه د ستر پروردګار(ج) له لوري خپلو بندګانو ته هغه ستر نعمت دى چې د انسانيت د تکامل له پاره، د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ له پاره او د انسانانو په انساني ژوند کې د مثبت بدلون د راتللو له پاره يو اړين او ضروري کار دى، د اسلام مقدس دين په ځانګړې توګه خپلو پيروانو او په عامه توګه ټول بشريت ته د علم او پوهې تلقين کوي او هر نارينه او ښځه پردې باندې مکلف کوي چې د خداى (ج) د دغه ستر نعمت يعنې علم او پوهنې په ګاڼه ځانونه ښايسته کړي، لومړى خپله څه زده کړي او بيا يې نوروته وروښيي او دغه پروسه تر هغه پورې روانه وساتي تر څو پورې چې دغه خاورينه نړۍ ودانه وي او انساني ژوند پکې روان وي.
رسول الله ص فرمايي : که يو ايت مو هم زده وي نو زما لخوا يې خلکو ته ورسوئ.
بل ځاى فرمايي : که علم په چين کې هم وي ورپسې لاړشئ او زده يې کړئ.
رسول الله فرمايي : الله ج چې دچا لپاره پر نورو دغوره والي اراده وکړي نو په دين کې فقاهت ورکړي:
زموږ مسلمان خلک چې يووخت به يې نورو ته علم او معارف ورښو ده او نړۍ ددوى دعلمي اختراعاتو. ساينسي اکتشافاتو او فنونو مرهونه ده اوس له پيړيو، پيړيو څخه راپديخوا په عامه کچه د علم او پوهې له دغه ستر نعمت څخه محروم پاتې شوي دي او د تاريخ په اوږدوکې زموږ ډېر لږ شمېر هېوادوال په دې بريالي شوي دي چې مدرسې او ښوونځي ته ولاړ شي چې دا له شک پرته يوه ستره غميزه ده .له بده مرغه چې زموږ ډېرو لږو هېوادوالو دغه طلايي فرصت تر لاسه کړى دى چې د علم او پوهې له بهير سره ملګري شي او زموږ د هېواد د ګوتو په شمار خلک چې هغه هم ډېره برخه يې ښارمېشتي دي د علم او فرهنګ په بېلو بېلو څانګو کې د تحصيل د تر لاسه کولو ارمان ته رسېدلي دي، چېرې چې علم نه وي هلته رڼا نه وي او چې چېرته رڼا نه وي هلته تور تم وي او په تور تم کې ژوند ګران دى همدا لامل دى چې د نړۍ په هېوادونو کې زموږ هېواد د وروسته پاتې هېوادونو په ډله کې شامل دى او ډېر لږ شمېر داسې علمي، فرهنګي او ټولنيز کدرونه لرو چې د هېواد د اداري چارو په سمبالښت کې لکه څنګه چې لازمه ده ترينه ګټه واخيستل شي او يا هم د هغو ظرفيتونو په روزلو کې ترينه کار واخيستل شي چې زموږ هېواد او زموږ خلک ورته تر بل هر څه زيات ضرورت لري.
موږ هيله لرو چې په هېواد کې په جنګ او جګړو اخته خلک به د جنګ پر ځاى علم او پوهې ته ترجيح ورکړي په کومو لاسونو کې يې چې ټوپک اوبمونه نيولي دي په هغه لاسونو کې به قلمونه، کتابونه او کتابچې واخلي، وطن ته به د تيارو او تورتمونو پر ځاى رڼا روالي، د کرکې او نفرت پر ځاى به پخپلو زړونو کې مينې، محبت او ورورګلوۍ ته ځاى ورکړي، د يو بل د نه منلو پر ځاى به يو بل په غېږ کې ونيسي او د يو بل د ژوبلولو او وژلو پر ځاى به د هغوى د ژوند د بچ کولو او پر زخمونو باندې يې د پټيو په لګولو فکر وکړي چې دا زموږ د کاميابۍ او سوکالۍ لار ده او په دې توګه موږ کولى شو ټولې هغه ستونزې او مشکلات له منځه يوسو چې د بدمرغه او تباه کوونکيو جګړو له امله ورسره لاس او ګريوان يو.
خداى(ج) دې وکړي چې په وطن کې مو علم او پوهه هر اړخيزه او يو مخيزه شي .
دعاکوو چې الله ج دې زموږ چارواکو ته توفيق ورکړي چې له تبعيض او توپير پرته دټولو افغانانو خدمت ته ملاوتړي او دتعصب له ناولتياڅخه ځان وساتي .
کله چې موږ دعوه کوو چې مسلمانان يونو په اسلام خو تعصب ناروا دى . رسول الله فرمايي :تعصب پرېږدئ ځکه چې داکار بدبوى لري. الله دې موږ رښتوني او مخلص مسلمانان وګرځوي.
