اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

په خوست ولايت کې د شوې غونډې پرېکړه ليک

بسم الله الرحمن الرحيم
دجناب پيرسيداحمدګيلاني او د روحانيت د طريقې په اړوند د نورين تلوېزيون لخوا د وروستيو غير مسوولانه څرګندونو په اړه په خوست ولايت کې د شوې غونډې پرېکړه ليک
د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا ټول غړي ،دخوست ولايت ديني عالمان، د ولايتي شورا او د مدني ټولنو غړي او د جناب پيرصاحب سيد احمد ګيلاني ارادتمندان او د مختلفو پرګنواستازو ګډ پريکړه ليک:
ورځ چهار شنبه د ۱۳۸۹ روان کال د وري د مياشتي په ۱۸ نېټه چې ديادې شوې مياشتي په ۱۵، ۱۶او ۱۷مه نېټه د نورين ټلويزيون دڅپو له لياري هغه ناحقه ،ناوړه بي ځايه او بي اساسه اتهامات او ناروا تبليغات چې د افغانستان دملي اسلامي محاذ د ګوند لارښود ، ملي ، روحاني او جهادي شخصيت او د نړي په کچه پيژندل شوي سياسي څيره او د ده د روحاني کورني او د ټولو ملي ، اسلامي او جهادي مشرانو پر وړاندي يې خپاره کړي زموږ د ژورې خواشينۍ او خپګان لامل ګرځيدلى دي .
د نورين تلويزيون له ليارې د داسې ناروا او بې مسئوليته تبيلغاتو د پروګرامونو خپرول د يو روحاني او جهادي شخصيت او د ده دکورنۍ پر غړو چې همېشه يې د جهاد په دوران کې له خپل ملت سره يې په ګډه هلې ځلې او قربانۍ ورکړى او د کورنيو جنګ جګړو پر مهال يې د وينو تويولو مخنيوى کړى او د افغانستان د ملي يوالي په ټينګښت کې يې زياتي هلې ځلې او عملي ګامونه پورته کړي.
مونږ د افغانستان د قومونو د پيوستون شوراء غړي د خوست ولايت ديني عالمان ، روحاني شخصيتونه د ولايتي شورا غړي ، د مدني ټولنو غړي د جناب پيرصاحب او د هغه روحاني کورنۍ ارادتمندان او مخلصين د نورين تلويزيون دخپاره شوې اتهاماتو او هغه خبرې چې د اسلامي شريعت او د افغانستان د دود او دستور پر خلاف يې کړي دا خبرې نه يوازي د جناب پير صاحب سيد احمد ګيلاني روحاني کورنۍ ته سپکاوى دى بلکې د افغانستان د ټولو قومونو ، جهادي او روحاني شخصيتونو سپکاوى بلل کېږي چې د اسلامي ، انساني او افغاني اخلاقو څخه سرغړونه ده .
مونږ ټول د دې لويې غونډې ګډونوال په ګډه د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د مشر تابه او همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ولسي جرګي او مشرانو جرګي د درنو غړو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د داسي ناحقه بيځايه او بي اساسه اتهاماتو پوښتنه وکړي .
او همدا راز په کلکه غوښتنه کوو چې په دوو(۲) اونيو کې که چيرته د نورين تلويزيون چارواکې د خپلو خپاره شوېو ناروا او بې اساسه تبيلغاتوپه اړوند رسماً معذرت ونه غواړې او عاملينو سره يې قانوني چلند ونشي مونږ به خپلو احتجاجونو ته تر هغه دوام ورکړو ترڅو له عاملينو سره يې قانوني چلند او چارواکي يې رسماً معذرت ونه غواړې .

ومن الله توفيق

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←