يوسف جان اتمانزى يو زړور او هڅاند خبريال
هر څوک چي يو کسب کوي خپل کسب ډېر ګران ورته ښکارېږي او ورڅخه ستړى وي او داسې فکر کوي چي نور نو د ژوند هر کار او د هر چا کسب اسانه دى. ځينې کسبونه داسې وي چي په زدکړه او شاګردۍ سره زده کېږي چي هر عادي کس يې زده کولاى شي او ځينې کسبونه بيا نه يواځې شاګردۍ ته اړتيا لري بلکې زياته ځيرکتيا، حساسيت او ځانګړې شعوري ويښتيا ورسره شرط وي، چي له هغو کسبونو څخه يو هم ژورناليزم يا خبريالي ده.
ډېرى هغه خلک چي د يو خبريال کوم رپوټ له راډيو څخه اوري او يا يې د ټلويژن پر پرده ويني، ډېر اسانه کار ورته مالومېږي او داسې ګڼي چي دا دوه مينټه يا درې مينټه رپوټ جوړول نو څه ګران کار دى، خو (مځکه هغه سوځي چي اور پرې بل)، زور يې هغه چاته مالومېږي چي د راډيو يا ټلويژون له لارې د خپرېدونکي لنډ رپوټ لپاره مالومات را ټولوي، له خلکو سره مرکې کوي، د کار خبرې ورڅخه را باسي، په روانه او ساده ژبه سکرپټ ورته ليکي، لولي يې، اېډيټ کوي يې او بيا يې خپلې ادارې ته استوي، دا هر څه د پردې تر شا کېږي او ليدونکي اورېدونکي ورڅخه نۀ خبرېږي، دوى يواځې تيار رپوټ اوري يا يې ويني، ځکه دوى ته خبريالي تر بل هر کار ډېر اسانه او بې زحمته کار ښکارېږي خو فکر کوم دا کار تر نورو کارونو زياته ذهني ستړيا او مسووليت (ذمه واري) لري.
موږ د ژورناليزم (صحافت) په اوسني چټک او پرمختللي بهير کې وينو چي د رسنيو (مېډيا) ګڼ شمېر خپرنيزې وسيلې (راډيو، ټلويژن، انټرنيټ او ورځپاڼې) په کار بوختې دي او په بېلابېلو ژبو د ژوند په هره شېبه کې د روانو چارو تر څنګ د ژوند پر هراړخيزو موضوعاتو باندې خپرونې کوي او په دغو ټولو رسنيو کې کارکوونکي خبريالان هڅه کوي د خپلې ادارې له پاليسيو سره سم د نوي ژورناليزم د اصولو په روڼا کې کار وکړي او د خپلې ټولنې هره پېښه، ستونځه او هراړخيز فعاليتونه نړۍ ته وښيي، دا چي په دې برخه کې پر څۀ ډول خبريالانو حساب کېداى شي او چاته ښه او ځيرک خبريال ويل کېداى شي، موږ به د خپلې پوهې او د خپلې ټولنې ستونځو ته په پام سره يو کارنده او هڅاند خبريال او پر ځاى ناست بې کاره خبريال د دوى د کارونو په روڼا کې سره پرتله (مقايسه) کړو، بيا به نو پرېکړه ولس ته پرېږدو چي د ښۀ خبريال پټکى چاته ور تړي.
خيبر ټلويژن- چي په پاکستان کې د پښتو ژبې يواځينى نړيوال چينل دى- په لر او بر پښتني وطن کې او همدا رنګه په کراچۍ او عربي اماراتو کې ګڼ شمېر کارکوونکي او خبريالان لري چي هر يو يې د خپل کار او فعاليت له امله په هماغه اندازه پېژندل کېږي، کار يې ارزول کېږي خو زما د کمې ژورناليستي تجربې او پوهې له مخې په دوى ټولو کې ښاغلى يوسف جان اتمانزى ځيرک، زړور او هڅاند خبريال دى، چي د دې خبرې ثبوت خپله د دۀ د هر رپوټ څو ځله او په پرله پسې توګه خپرېدل دي. که څه هم د يوسف جان ډېرى رپوټونه له تخنيکي پلوه يو څۀ کمزوري وي او په ښه هنري توګه سره پيوند شوي او منظم شوي نۀ وي او وېډيويي تصويرونه يې په ښکلې بڼه اېډيټ شوي نه وي، خو د موضوعاتو د ټاکلو او پر هغو باندې د کار کولو په برخه کې ښاغلى يوسف جان تر نورو خبريالانو ځکه ځانګړى امتياز لري چي يو خو نوموړى پر ټولنيزو ستونځو کار کوي، د خلکو د ژوند لوېدلى حالت يې ځوروي او چارواکي ترې خبروي، بل دا چي نوموړى په خپلو رپوټونو کې ډېر خوږ نقد او طنز کوي چي دا هم د يوې ستونځې په هوارولو کې ډېر مهم رول لري او دا د يوۀ په کار پوه خبريال ښېګڼه او ځانګړتيا بللاى شو. موږ به د بېلګې په توګه د ښاغلي يوسف جان اتمانزي د ځينو رپوټونو د ښه والي غوره ټکي په ګوته کړو:
(۱) يوسف جان په پېښور بازار کې ګرځي او د هغو شخصي ليبارټريو په اړه ځان او ولس پوهول او مالومات تر لاسه کول غواړي چي هغه د حکومت له اجازتنامې پرته کار کوي او په دغو ليبارټريو کې د نامسلکي او بې تجربې خلکو د کار له امله د ناروغيو د ناسم تشخيص علتونه څېړي. د دۀ دا رپوټ که يوې خواته خلکو ته د حکومت بې غوري ور په ګوته کوي چي ګڼ شمېر ليبارټرۍ په ناقانونه توګه کار کوي، خو بلې خواته عادي خلک په دې خبره پوهوي چي که يې د ناروغۍ سم تشخيص ونۀ شي نو ناروغي يې نه شي ښۀ کېداى، نو دوى بايد د ډاکټر له مشورې پرته په بازارونو کې هرې ليبارټرۍ ته ور نۀ شي چي هغوى يې د ناروغۍ تشخيص هم ونۀ کړي او خداى مۀ کړه د استعمال شوي سرينج په وسيله يې په بدن کې نورې زيانمنې او مضرې ناروغۍ خپرې شي. فکر کوم دا ډول موضوع د يوۀ عادي خبريال تر فکري سويې لوړه ده چي د طب په برخه کې دي هم خلکو ته دومره پوهه ورکړي.
(۲) يوسف جان د پېښور ښار په کوڅو کې ګرځي او له هغو کورنيو سره خواخوږي کوي چي د کورنۍ غړي يې په بمي چاودنو او ځانوژونکيو بريدونو کې وژل شوي وي، که څه هم دا کار د اکثره ټلويژنونو خبريالانو وکړ او کوي يې، خو يوسف جان چي د هرې غمجنې کورنۍ له غړيو سره خبرې کوي، په داسې له درد او خواخوږۍ ډکه لهجه خبرې کوي چي که هر څومره د کاڼي زړونه يې وي، د هغو تر سترګو به هم اوښکې ورته را وڅڅېږي، په دې رپوټ کې نوموړى يوې خواته حکومت له دغو کورنيو سره په مرستو نه کولو ملامتوي، په خوږ نقد او طنز ورته وايي: (زما وزير اعلى صاحب څۀ خبر دى چي زما د دې وژل شوي ورور په کور کې څه حال دى؟) او همدا رنګه وسلوال طالبان په داسې دردمنه او له رحم ډکه لهجه مخاطبوي چي ورڅخه د خپل ځپلي ولس لپاره د سولې او امن غوښتنه کوي او په ډېره له مينې ډکه ژبه- چي سترګې يې هم له اوښکو ډکې وي- ورته وايي چي نور ټوپک وغورځوئ او نور خپل وروڼه مۀ وژنئ او نور خپل کور ته اور مۀ اچوئ. په دې رپوټ کې ښاغلى يوسف جان ځان د يوۀ بامسووله او ذمه واره خبريال په توګه را څرګندوي او خلکو ته له جګړه ځپليو کورنيو سره د غمشريکۍ او خواخوږۍ احساس ورکوي، چي له يوۀ بااحساسه خبريال څخه همدا هيله کېداى شي.
(۳) يوسف جان د يوۀ بې مانا خبري کنفرانس پر ځاى، په پېښور کې يوۀ روغتون ته ورځي او په بمي چاودنو کې له هغو اغېزمنو شويو کسانو سره د زړۀ خواله کوي چي د خپل بدن غړي يې لاسه ورکړي وي او دې بې دردې ټولنې هم د (معذور) په نوم نومولي وي. يوسف جان پر ځاى د دې چي له يوۀ تن څخه وپوښتي چي که پښه يا لاس دي جوړ نۀ شي بيا به څه کوې؟، بلکې د هغوى د زړۀ را پورته کولو لپاره له هغوى سره د ژوند خبرې کوي، هغوى ته حوصله ورکوي، هر يوۀ ته ورورکيه، لالا، بابا او زړګيه خطا کوي، له هغوى څخه سندرې اوري، ورسره خاندي، د تېرو وختونو خبرې او خاطرې ورڅخه اوري، خو ورسره په څنګ کې حکومت او ولس د دغو اغېزمنو شويو خلکو له روغتيايي ستونځو خبروي، له دوى سره د ډاکټرانو او د روغتون د کارکوونکيو پر چلند خبرې کوي، چي ځينې يې ستايي او ځينې ورڅخه شکايت کوي. دا ډول تصويري يا انځوريز رپوټونه ډېر زيات اغېز لري او ډېره ژر نتيجه ورکوي چي نه يواځې د ټولنې خلک له دا ډول اغېزمنو (معيوبو) خلکو سره مرستې او خواخوږۍ ته هڅوي، بلکې حکومت هم مجبوره کوي چي د دغو خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
(۴) يوسف جان د پېښور ښار په يوه څنډه کې ګرځي او له هغو تش په نامه حکيمانو يا طبيبانو سره خبرې کوي چي نه يې د کتاب مخ ليدلى وي او نه يې طب (ډاکټري) لوستى وي او د يوۀ عادي کسب غوندې يې طبابت هم له پلار او نيکه په ميراث ور پاته کار ګرځولى وي، پر خلکو داسې څه د دوا او درملو په نوم پلوري چي نه يواځې ناروغي يې ورسره نۀ ښه کېږي، بلکې ناروغي يې نوره هم زياتېږي او بيا نو د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ وي. په دې رپوټ کې ښاغلى يوسف جان يوې خواته د حکومت او د روغتيا وزارت دا کمزوري په ګوته کوي چي څنګه داسې عادي خلک په غيرقانوني توګه د سړک يا د اورګاډو د پټلۍ پر څنډه ناست وي او خلکو ته زيانمنې دواوې ورکوي، خو ورسره د خپلې ټولنې د خلکو، په ځانګړې توګه د پښتنو د بې علمۍ او ناپوهۍ انځور هم وړاندې کوي چي د ګڼ شمېر پوهو ډاکټرانو په شتون باوجود دوى پر داسې ټګانو را غونډ وي او د هغوى د جهالت په اوکلۍ کې کوټل شوې دواوې ترې وړي او خپل ژوند په تباه کوي.
کېداى شي چي د ښاغلي يوسف جان اتمانزي پر هر رپوټ باندې همدومره خبرې وشي، خو موږ يواځې د هغۀ پر پورتنيو څلورو رپوټونو باندې روڼا واچوله او په دې توګه څرګنده شوه چي ښاغلى يوسف جان د ريښتينې خبريالۍ پر لاره روان خبريال دى، نه هغه چي تش په نامه خبريالان وي او هيڅ نه د ټولنې د وګړيو درد درک کولاى شي او نه د حساس زړه او ذهن خاوندان وي چي د ټولنې ناوړه کارونه، ناوړه پېښې، ستونځې پرې منفي اغېزه وکړي او کرار ته يې پرې نۀ ږدي، تر څو چي مايک او قلم يې نۀ وي را اخيستي او له هغو ناخوالو څخه يې- چي دى ځوروي- د ولس او حکومت په خبرولو سره خپل ضمير او وجدان نه وي مطمين کړى.
دا چي يوسف جان په پېښور کې کار کوي او پېښور خو پېښور دى که نه، نو ارومرو به يې د نورو بااحساسه پښتنو غوندې زړۀ درد کوي خو وس به يې نۀ رسېږي، مګر پر دې برسېره چي- کله مي پېرزو شې په بمونو پېښوره- د پېښور امنيتي حالات ښۀ نۀ دي او د يوۀ خبريال لپاره په ازاده توګه کار کول او هره موضوع په پراخ ډول څېړل ګران او له خطره ډک کار دى، خو يوسف جان چي غواړي د تل لپاره خپل ولس، ضمير او خداى ته ريښتينى و اوسېږي، له هيچا څخه خطر نۀ احساسوي او يو په بل پسې پر داسې موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي چي واقعاً د ستايلو وړ او بې جوړې دي.
ښايي ډېر خبريالان چي د ژورناليزم رسمي زدکړې به يې کړې وي او تيوري به يې لوستې وي، خو هغه څۀ چي د انسان زړۀ خوږوي او حساسيت پکې پيدا کوي، کار ته يې هڅوي هغه د ژورناليزم تيوري او اصول ورته نۀ شي ورکولاى، سره له دې چي زه له ښاغلي يوسف جان اتمانزي سره د دې ليکنې تر وخته پورې نه پېژنم، نۀ مي ورسره خبرې شوې او سره ليدلي خو مو بېخي نه دي، خو دومره ويلاى شم چي د يوسف جان د ښې خبريالۍ لامل به دا نۀ وي چي دۀ به د ژورناليزم په ډګر کې ډېرې زدکړې کړې وي، بلکې يواځينى لامل به يې دا وي چي "حساس خلک ژوند ته په ژور نظر کتنه کوي او بې احساسه خلک ژوند ته په برسېرن او سرسري نظر ګوري". که موږ د يوسف جان اتمانزي غوندې څو نور ځيرک، زړور او هڅاند خبريالان ولرو نو رسنۍ به مو د ستونځو په له منځه وړلو کې ډېر مثبت او په ريښتينې مانا ډېر غوره اغېز ولري
لیکونګی : میاخیل
رالیږونکی: خپلواک
