debat about demonstrations against iran
افغان څيړنيز اومشورتي مرکز دروان کال د ثور د مياشتې په ٢٨مه نيټه په ايران کې د افغانانو د اعدام او دهغه د غبرگون په اړه يو بحث جوړ کړ، د بحث کوربه غلام جيلاني ځواک او په بحث کې ميلمانه دي د راه نجات د ورځپاڼې د امتياز خاوند ښاغلې سيد حسين عالمي بلخي، د ويسا د ورځپاڼې مسئول مدير ښاغلې زبير شفيقي، د سياسي چارو کار پوه ښاغلې وحيد مژده، د حقوقي چارو کار پوه ښاغلى ستار سعادت او ژورنالست او ليکوال ښاغلى ضيا بوميا چې دا دې تاسې ته وړاندي کيږي.
غلام جيلاني ځواک
که په تيرو ديرش کالو کې په ايران کې ميشت د افغان مهاجرينو سره د ايران د حکومت له ناسمې رويي څخه تيرشو،په تيرو لس کالو کې هم د ايران رويه د افغان مهاجرينو سره ډيره ناوړه وه، په افغان مهاجرينو د ښوونځيو بندول د کار اجازه نه ورکول، په بازارونو کې د افغان مهاجرينو نيول او بې لدې چې کورنۍ يي پرخبرې وي په ديره ناوړه توگه له ايران څخه د هغوي ايستل او په سلهاو نور شکايتونه شته چې افغان مهاجرين يي په تيرو لسو کالو کې د ايران له اوسني حکومت څخه لري.
کوم مهاجرين چې په ايران کې اوسيږي که کوم جرم کوي نو د ايران د قوانينو سره سم د سزا سره هم مخ کيږي ، په دې اړه هم د افغان مهاجرينو شکايت دادې چې عموماً په ايراني محاکمو کې د افغا ن مهاجرينو سره عادلانه چلن نه کيږي او په وړو جرمونو د سختو سزاگانو سره مخ کيږي.
دا تورونه سم دي که ناسم او دا چې افغان مهاجرينو سره د ايران دحکومت سلو ک وړ دى که ناوړه، دا بيل بحث دي، ايران چې افغان مهاجرو سره څه کوي دا لس کاله کيږي دا سلوک روان دى، خو دايران دسلوک او په تيره بيا په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه کوم غبرگون چې په تيرو څو اونيو کې د ځينې افغاني رسينو او ځيني افغاني کړيو لخوا ښودل شوې، په تيرو لس کالو کې سابقه نلري، دا رنگ غبرگون اوس ولې؟
سيد حسين عالمي بلخي
بسمه تعالی...
وحيد مژده: ...
ستار سعادت:
د جزاء قانون تطبيق د مکان او اشخاصو له مخې، د اصولو په پام کې نيولو سره، ايران صلاحيت لري، هر هغه څوک چې يې په خاوره کې جرم تر سره کړي، مجازات يې کړي، ځکه : جرم ديوې ټولنې ثبات زيانمنوي، کله چې د يوۀ هېواد په خاوره کې څوک جرم تر سره کوي، د هغه هېواد د نظم د اعادې لپاره مجرم ته سزا ورکوي، هېڅوک نشي کولاى هغه هېواد د مجازات کولو څخه منع کړي . البته د دېپلوماسۍ د اصولو له مخې او د ښو اړيکو د روحيې په پام کې نيولو سره کېداى شي يو هېواد د بل هېواد د اتباعو په مجازات کولو کې احتياط وکړي، خو دا د هېوادونو تر منځ يوه اخلاقي مسئله ده او کله د دوه هېوادونو تر منځ د اړيکو د نازکوالي په حالت کې کېداى شي دا احتياط وشي، خو نبايد هېر کړو چې په نړۍ کې، په ټولو سياسي رژيمونو کې د قواو د تفکيک مسئله ده چې يوه قوا نشي کولاى د بلې قوې په کارونو کې مداخله وکړي . لکه څنگه چې څرگنده ده، حکم کول قضائيه قوې پورې اړه لري، قضائيه قوه خپلواکه وي او غير سياسي قوه هم ده . معمولاَ د هېوادونو تر منځ اړيکې د اجرائيه قواو د لارې تنظيمېږي، په داسې حالاتو کې هېوادونه نشي کولاى خپلې قضائيه قوې تر فشار لاندې راولي . په افغانستان کې ولسمشر د محکومينو د بښنې واک لري، هغه هم کله چې حکم قطعيت ومومي، خو په ايران کې بيا حکم د قضائيه قوې او د پرېکړې د قطعيت په صورت کې د بښنې واک د رهبر وي . نو په داسې حالتونو کې اکثر ديپلوماسي کمرنگه وي او په داسې مواردو کې لاسته راوړنه نه لري .
څه موده وړاندې په چين کې د انگلستان دهېواد يو تبعه د مخدره موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شو، انگلستان ډېره هڅه وکړه چې خپل تبعه آزاد کړي يا يې سزا کمه کړي، خو د چين هېواد ورسره ونه منله او مجازات پرې تطبيق شول .
زمونږ هېواد هم، سره د دې چې د کمزوري حاکميت خاوند دى او د متحده ايالاتو سره ستراتيژيکې اړيکې لري، څو مياشتې مخکې يې يو امريکايي تبعه د يو افغان د وژلو په تور په اعدام محکوم کړ او همدا رنگه يې يوه مياشت مخکې د انگلستان يو تبعه، د ملي امنيت کارکوونکو ته د رشوت ورکولو په تور، په دوه کاله بند محکوم کړ، داسې د نورو هېوادونو اتباع هم ډېر دي چې د افغانستان دولت ( قضائيه قوې ) د لوري په ډول، ډول سزا گانو محکوم شوي دي .
هغه څه چې د افغانستان دولت د خپلو اتباعو لپاره کولاى شي، زما په باور يوازې د عادلانه محاکمې غوښتنه ده او يا دا چې د دېپلوماسۍ د لارې د ايران حکومت په مرسته د ايران قضائيه قوې قضايي رافت تر لاسه کړي . يا دا چې کله حکمونه قطعيت حاصلوي، د ايران د رهبر له خوا د خپلو اتباعو د بښنې زمينه مساعده کړي چې زما په باور دا کار آسانه نه دى . ځکه : په ايران کې ډېر افغانان مېشت دي، په هغه صورت کې چې د جرايمو مرتکبين د ايران دولت د لوري وبښل شي، کېداى شي افغانان د معافيت احساس وکړي او د جرايمو په تر سره کولو کې د قانون د تطبيق وېره ترې لاړه شي، د ايران نظام د دې موضوع د حساسيت په درک کولو سره، ښايي داسې ونکړي چې محکومينو ته بشپړه عفو وکړي، خو که د افغانستان دولت يوازې همدومره هم کولاى وشي چې د شديدې سزا ( اعدام ) د تطبيق مخنيوى وکړي، او په نورو برخو کې هم سزاگانې کمې کړي، خپلو اتباعو لپاره به يې ډېر کار کړى وى او همدا راز د عادلانه محاکمې زمينه مساعده کړي .
زبير شفيقي:
زه د بلخي صاحب او مژده صاحب خبرو سره موافق يم. داسمه ده چې ايران افغان کډوالو سره ډير ناوړه سلوک کوي، ايران په تيرو څو لسيزو کې تل په افغانستان کې لاسوهنه کړې، همدا اوس هم داسې نښې شته چې ايران ترهگرو سره مرسته کوي، او په ايران کې د ميشت افغان کډوالو څخه پرافغانستان د يو سياسي فشار په تو گه کار اخلي، خو دا هم منم کوم مهاجرين چې په ايران کې جرم ترسره کوي،ښکاره داه هلته به محاکمه کيږي البته ستونزه داده چې هيځ تضمين نشته چې دا محاکمې به عادلانه وي . دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې د محاکمو جريان څخه ځان با خبره وساتي او د افغانانو حقوق هرچيرته چې وي خوندي کړي.
افغانانو سره ايران چې هرڅه کوي ښه کوي او که بد کوي يواځې دا څو مياشتې ندې چې افغانان په ايران کې اعداميږي او افغانستان ته راليږل کيږي، لږ ترلږه له تيرو لسو کالو څخه دا لړۍ روانه ده، خو کوم غبرگون چې اوس د دې خبرو په وړاندې په کابل کې د ځينو رسينو او ځينو خلکو لخوا روان دى، دلته په خبرو کې په کابل کې د احمدي نژاد خبرو ته اشاره وشوه، رښتيا هم لږ که په ځير وگورو د ايران په وړاندې مخالفتونه هغه وخت ډيرشول چې افغانستان هڅه کوي په افغانستان کې د سيمې د هيوادو ترمنځ چې کومې سيالۍ روانې دې، هغه په همکاريو واړوي، د افغانستان او ايران مشرانو يو بل سره ليدنه دا فضا ايجاد کړي وه چې دواړه هيوادونه سره نور هم نژدې شي، خو يو ځل يو داسې فضا رامنځ ته کيږي چې په افغانستان کې د ايران پرخلاف په خلکو کې کرکه او نفرت زياتوي، زموږ خلک چې بې له هغې هم په افغانستان کې دايران د لاسوهنو او افغان کډوالو سره د ايران د ناوړه سلکو په اړه گيله من دي، لا به يي هم اړيکې د ايران سره خرابې شې، ماته داسي ښکاري چې يو شمير هيوادونه غواړي د افغانستان او ايران مخ په ښه کيدو اړيکې ورانې کړي او دلته د ايران پرضد يوه فضا رامنځ ته کړي.
په يو شمير رسنيو کې خو داسې اوازې هم راغلي چې امريکا غواړي په ايران باندې د بريد لپاره په افغانستان کې مخ کې له مخه فضا او ذهنيت برابروي. ان چې داسي هم ويل کيږي کو هوايي اډه چې په شينډنډ کې جوړيږي او هغه پوځې اډې په کندهار او نورو سيمو کې ايران سره نژدې جوړيږي، يوه مخه يي د ايران څارنه او که اړتيا وه پرايران د بريد لپاره د گټې اخستنې لپاره جوړيږي ځنې خو لا دا وايي چې دمرجې او قندهار په اصل کې پرايران د بريد لپاره يو پوځي تمرين او ايکسرسايز دى.
زموږ هيواد د امريکا او يا غرب او ايران د گټو د سياليو په ډگر بدل شوې، دواړه لورې رسنۍ او ورپورې تړلۍ کړۍ لري، عام ولس فکر کوم د دې جريان مخالف دى.
ضيا بوميا
ددي ترڅنگ چې زه د ټولو دوستانو خبرى تائيدکوم.
که تاسى متوجه ياست دا موضوع ډيره حقيقى جلوه نلرى دا موضوع سياسى جلوه لرى سياسى جلوه پدى مانا چې:
ايران او امريکا غواړى دلته يو مثلث جوړ کړى چې دتقاطع نقطه يې افغانستان دى. که متوجه ياست سږ کال دا موضوعات ډيرراپورته شول ددوه ځايو څخه راپورته شول يو دپارلمان څخه اوبل درسنيو په وسيله.
په پارلمان کې مونږ دوه ډوله وکيلان لرو يو هغه وکيلان دي چې ايران سره خواخوږى لرى او بله ډله يې دامريکا سره خواخوږى لرى او تاسى وليد په ټولنه کې هم ددغو ترشحات را ووتل دبيلگى په ډول دعکسونو سوزل دبيرغونو سوزول او داسى نور مونږ په مطبوعاتو ک کې دوه ډوله رسنى لرو يو يې دايران پلوى کوى اوبل يې د امريکا پلوى رسنى دي چې ټول ترينه اگاه دى.
پدى ورستيو کۍ داديو سريال په څير دي په ايران باندي.
شرق الاوسط پدى وروستيو کې وليکل چې يو مشهوره عربى ورځپاڼه ده چې داسى گزارشات موجود دى چې اسامه بن لادن به په ايران کې وي او دلايل يې هم رواړل چې کله دطالبانو نظام دمنځه لاړ دالقاعده يو تعداد غړو ايران ته پناه يوړه چې وروسته ظاهرا دايران لخوا ونيول شول او خبلو اړوندو هيوادونو ته وسپارل شول چې بعض تر اوسه پکې پاتى دى بله دا چې دپاکستان او ايران ترمنځ همدارنگه دپاکستان او افغانستان تر منځ داسى پټن ځايونه شته چې د تروريستانو دوخت تيرولو لپاره کار ورڅخه اخستل کيږى.
همدارنگه څه وخت دمخه يو امريکاي سياستوال وويل چې که په امريکا حمله کيږى نو دملکى وگړو دخونديتوب فکر دي وشى يعنى حمله کيدونکې ده.
بله موضوع ته چې شفيقى صاحب اشاره وکړه چې دهلمند او قندهار عمليات پر ايران دحملى تريننگ دي دا ټول موضوعات ديو بلى موضوع مکمل کونکى ده او هغه د دي حملى لپاره دابتداي معلوماتو او غبرگونونه گوري د خلکو ذهنيتونه جمتو کوى وروسته بيا حمله کوى..
بله موضوع داده چې همدارنگه دايران دتبعه نيول دايران لخوا چې په بگرام کې ورته تريننک ورکړل شوى ؤ او همدارنگه هغه ته دافغانى پاسپورت او تذکره چمتو کول او همدارنگه په هلمند کې دايرانى جنرال توانيدل چې دجگړى په ډگر کې طالبانو ته مسلا مشوره ورکړى.
بله خبره داکه ددي موضوع حقوقى اړخ ته راشو چى ستار سعادت ورته مخکې اشاره وکړه گورى دويانا په کنوانسيون کې ديو جرم لپاره دري شيان بايد په پام کې ونيول شى.
• جرم
• جرمى متاع(توکى)
• د جرم ځاى
نو دپورته ذکر شوى کنوانسيون په اساس افغانستان مستقيما حق لرى چې دخپل تورن شخص سره ددعوى په جوړيدا کي همکارى وکړى، اوس اصلى موضوع ته راځو او هغه داچى په ايران کې ديو افغان د محاکمى کولو په ترڅ دوه افغانى عناصر شامل دى دنمونى په ډول مجرم هم افغان دى او متاع جرمى هم افغانى ده فقط د جرم ځاى ايران دى نو پداسى حالاتو کې دايرات دولت مکلف دى چې دافغان دولت څخه وپوښتى او دبهرنيو چارو دوزارت دنده ده بغير ددي نه چې وواي چې گواگې زمونږ کارمندان کم دي د قضائيه قوى په همکارۍ دي د دې مجرمينو ددوسيو په حل کې مرسته وکړي.
عبدالستار سعادت
اصلا جرم ديو هيواد يا يو سيمى يا يو ټولنى د نظم اخلالول دى دټولنى نه مسؤليت اخستل دى اوس جرم په ايران کې کيږى سمه ده قتل کيږى يا غلا وغيره هغه که ايرانى دي يا افغان دټولنى نظم يې دمنځه يوړو نو که هغه ايرانى وي يا افغان هغه نيسى او دقانون منگلو ته يې ورسپارى اوس دلته اصل معيار دټولنى دنظم اخلالول دى او ددي اعاده په مجازاتو باندى کيږى.
گورى يو مثال په پام کې نيسو چې اوس يو ايرانى راغى افغانستان ته او مواد مخدر يې قاچاق کړل يا يو بل جرم يې وکړ ايا مونږ حاضر يو چې هغه ايران ته وسپارو يا زما يو گاونډى وژل کيږى نو مونږ حاضر يو چې نوموړى شخص ايران ته وسپارو يا خير اوس زما ټينگار پدى باندى دى چې اوس بايد ټينگار په عادلانه محکمى باندى وشى
سيد حسين عالمي بلخې:...
