اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو د بې شميره ژبو مور ده...؟

چا ې پلو د مخه پورته نه کړى
پښتو لا هسى بکهره پرته ده
خوشحال بابا چې د پښتو دپاره بې سارې چوپړ وهلې دې تراوسه د اروښاد سيالي په دى اړه نه دى ژيژيدلى او بله دا چې د خوشحال خان خټک وارو سړى په پښتنو کښې څه چې په نړۍ کښې ډېر لږ ژيژيدلي دي او يو داسې څوک چې په يوه وخت هم د تورې خاوندو او هم د قلم ددې څخه علاوه د پښتنو په د هغه ننګيالى کښې د لوئى څښتن لخوا دومره څه ورکول شوي وو چې څوک ې احاطه او اټکل نه شې کولى. د وخت د نړۍ د يوې لوئى امپورا تورې سره په کلو کلو جګړى کوى (مغل اورنګزيب عالمګير) بلې خواته د قلم څخه ې هغه ډول ملغلري راڅاڅي چې څوک دا ګمان نه شى کولې چې يو سړى او په يوه وخت دومره کارنامې ددي سره سره چې د مغل شهنشاه پاللې لاس پو څو په کور او د کور څخه د باندي سر ورته راپورته کړي و دوى وپښتو ته د ډېر څه ورکولو سره سره هغه پورته وړاندى شوى وصيت وپاته پښتنو ته کړى دې چې و پښتو ته تراوسه ډېر څه کول پاته دي پښتو يوه پټ خزانه ده که د هغه زيرمه را واستل شې پښتون به و خپل اوج ته ورسيږي او پښتنو به نړۍ والو ته ورڅرګنده کړي چې ددې اصل او نسل څه دي که ارواښاد خوشحال بابا په جګړو او د خپلې خاورى د ځغورلو په مبارزه کښې نه نوي راګير شوي او د يوه آزاد او خپلواک هيواد کښې د خپلو خدائى(ج) ورکړي صلاحيتونو څخه بشپړه کار اخستو وخت ورکول شوى وى نو به ارواښاد د هغه کار پخپله کړي وي او د پښتو مخ به ونړۍ والو ته څرګند کړي وي.
د بده مرغه په دا څو پيړيو کښې يوه ډله او سړي نه شو پيدا چې د خوشحال خان خټک و د هغه وينا او وصيت ته ځير شوي وي چې دوي څه وائي که څه هم په دا وروستې پيړى کښې د پښتو اکيډمي جوړي شوي دي چې د اکيډمي کار هم داوي چې د ژبو چيړني په هر اړخيزه لاره کيږي. دا ډول دادبياتو زده کړى په لويه کچه کيږى ادبي ټولنې او غورځنګونه د کلو کلو څخه کار کوي د پښتو ژبى لوئي لوئي پوهان شته خو دوي هم داسې کارنه دي کړي چې د بابا وصيت ته ارزښت ورکړي وي زموږ ټول زور يواځي په شعر او شاعري باندي ختلې دى چې يوه ډبره پورته کړي بې شميره شاعران به ووينې خو که د نثر خبره راشې نو په ټول لربر کښې چند دي نن هم يو خوشحال بابا په هغه ټولو باندى درونددي ددې سره سره چې د نړۍ هر ډول آسانتياوي د دوي په لاس کښې دي دلته هر يو لوستې او نالوستې راغورځيدلي دي چې د خوشحال رحمان او د پښتو د نورو کلاسيک شاعرانو و ځائي ته د رسيدو لنډه لار هم داده..؟
اوس راځو خپلې خبري ته پوهان وائي چې پښتو د بې شمير ژبو مور ده او په دي کښې هم شک نشته چي پښتو تر شپږو زرو(6000)کلو څخه هم د مخه د ولس ژبه وه خو د بده مرغه په دي اړه موږ هيڅ هم په لاس کښې نه لرونو بيا به څه کوو..؟ که لاس په لاس کښيږدو نو به د هغه دواړي وينا وي به هم داسي پاته وي. يو خو که د پښتو پوهان راپورته شي نو به ارومرو و يو ځائي ته ورسيږي که چيري موږ په خپلو څيړنو کښې ودي ځائي ته ورسيږو چې هو پښتو تر شپږ زره کاله د مخه وه نو دي خبري ته به موږ نزدې شو چې هو پښتو د څو نورو ژبو مور ده، او ددي سره سره موږ به ددي وړهم وګرځو چي زموږ تهذيب هم دومره زوړ دي، لکه موهنجو ډېرو او نورو لکه د جدله او فرات همځولي وي. يا تردې هم ډېر پخوانې وي، خو دا هغه وخت کيدي شې چې موږ په جوړو شوو اکيډميو کښې د پلټنې او ژب چيړنى څانګې جوړې کړو، او په د هغه څانګو کښې د نړۍ والو پوهانو څخه مرسته واخستل شي او د دولت او د حکومتو لخوا مرستې وغوښتل شې په زياته بيا د افغان دولت څخه داسې هم د پښتو ټکې تورې چې د نړۍ د يو شمير په پخوانيو ژبو کښې ليدل کيږى چې ځينې تورې خو هم داسې ويل کيږى خو ځينو لږ و ډېر بڼه بدله کړي ده، لکه د پښتو اګي انګريزى FATHER --- EGG او نور.... اګي چې يو ډېر پخواني نوم دى او د پښتو خپل تورې دي ځکه چې په فارسي کښې اګۍ ته تخم ويل کيږى دا تورې د فارسي څخه پښتو ته نه دى راغلي که څه هم ډېر پوهان دا وائي چې پښتو او فارسى دواړي خوندي ژبى دي نو اوس به داخبره سپنيږي چې اګى يا (EGG) د پښتو څخه و انګليسي ته تللې دى که د انګليسي څخه پښتو ته دا ډول بې شميره داسې نور تورې موږ په انګليسي کښې موندلي شو خو هغه وخت چې موږ چيړنه او پلټنه وکړو دا وخت يوه ډېره ښه موقعه او وار پښتنو ته په لاس ورغلي دي، بې شميره پښتانه د نړۍ په کونج کونج کښې دا وخت ژوند کوي او زياترو د دهغه ملکو ژبى زده کړي دي که دوى لږ خوارى په ځان يوشې او داسې تورې دوى سره پرتله کړى او راټول ې کړى او موږ ته په دهغه ايميل (بريښنا ليک) [email protected]
د خپل نوم سره او داړونده ژبى د نوم سره را واستوي يا ې د پښتو و بل مرکز ته واستوى نو به دا کار ډېر آسانه شې چې د نورو چيړنو وروسته به ارومرو و يوې داسې پريکړى ته ورسيږى چې زما ګرانه پښتو په رښتيا هم د ډېرو ژبو مور ده که يا..؟ زما خپله نه جرمنې زده ده نه روسي خو داسې اوريدل کيږى چې په دا دواړو ژبو سره د پښتو ډېر تورې ګډوالي لري. خو دا هغه څوک ښوولي شې چې د يوه پښتانه نه يواځي د هغه دواړى ژبى ښه زده وي، بلکې نورې اروپائى ژبى هم زده وي.
کله کله چې زه د پښتو و د هغه انګريزي ته ورته تګ لاره وو ينم چې قائده يا ګرائمر هم ورته ويل کيږي ګوته په غاښ ورته پاته شم چې دا د دواړو ژبو يو په بل اغيزي دي که قدرتي خبره ده او د هغه تګ لاره هري ژبى و ځان ته خپله غوره کړي دي د بيلګى په ډول.
۱.. موږ پښتانه وايو چې يو سړي وو، د سړى په لاس کښې کتاب وو.
انګريزان وائى......
THERE WAS A MAN, THE MAN HAD A BOOK
۲.. پښتو:.. زۀ يوه راډيو لرم دراډيو ږغ سم نه دى
I HAVE A RADIO BUT THE VOICE OF RADIO IS NOT WELL
و ګورى په پښتو کښې په لومړى جمله کښې يو تورې يو سړي راځي به انګريزى کښې هم A MAN د يوه سړي دپاره راځې او په دويمه برخه کښې د سړي جمله راځي چې په انګريزى کښې و پښتو ته کټ مټ THE MAN دي.
په دويمه جمله کښې بيخي ودى ته ورته زه يوه راډيو لرم دراډيو بشپړه و پښتو ته ورته A RADIO او په دويمه برخه کښې THE RADIO چې ددې څخه دا څرګنديږى چې د عام وګړى توکى دپاره پښتو يو ګاروي او انګريز د يوه دباره A ګاروي او بيا پښتو کښې د ځانګړى سړى يا توکي دپاره دى راوړى او انګريزى THE د ځانګړى سړى يا توکى دپاره د يا دى ګاروي څومره يو بل ته سره ورته دي.
اوس نو د اګى او د چرګۍ غوندي پوښتنه راپورته کيږي چې کومه يوه د مخه و ژيژيده، هم دا ډول اغيزى پښتو په انګريزى وکړي که انګريزى په پښتو که يا دا قدرتى خبره ده زما په اند دا قدرتي نه ده نو اوس به وچيړل شي، چې پښتو د مخه که انګريزي..؟ نه و دا کار چيړنه غواړي خو چيړنه په يوه سړى نه کيږى که موږ ټول په ګډه کار وکړو نو کيدي شي، چې د خوشحال بابا وصيت په ځائي شې..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←