موږ به تر کله د نورو دپاره وژل کيږو....؟
ډېر خواښنې شوم کله چې مې په ورځپاڼه ځلاند کښې يو ليک چې څرګنده خبره ده چې د ويب سائيډ اويب پاڼه څخه اخستل شوى وو هغه مولوستى او هغه انديښې چې د ډېر وخته څخه ې زه راګير کړى وم هغه په رښتيا بدلى شوى د هغه ليک ما هم په هغه ځائى ناست څلور پنځه واره ولوستى او چې څومره مالوستې خواښنې نور زياتيده خو هم په دهغه وخت يو څه خوشحاله هم شوم چې په لومړى وار د يوه داسې قام د يوه وګړى د زړه د کومې په ږغ دهغه سړى وائى چې زما ورور قام پښتون که څه هم پښتانه قام ته تراوسه چا ورور قام نه دى و بلې وله که هغه زموږ نزدې ګاونډيان هم وى او که ورور راته ويلې هم دې خو عمل ې د دښمن شوى دى ګاونډى و پښتانه ته څه ارزښت لرى خو د بده مرغه يو موږ پخپله په يوه خوله نه يو بله دا چې موږ د ټولى نړۍ وله که هغه هر څوک وى د هغو په سترګو کښې اغزى يو او دا نزدې کلونو کښې دا څرګنده او ثبوت ته رسيدلى دى د پښتنو د خپل ځان سره په د هغه بې غورى باندى ستر خوشحال بابا ويلې دې بلکې په وارو وارو باندى ويلې دې چې....
ننګيالى د ننګ په کار کښې هر نفس دى
بې ننګان د بې ننګې کاروبار
خو ددې د مخه چې و خپل مطلب ته ورشو ضرورى ګڼم چې د هغه چا نوم تاسو ته د روښا يم د کوم چا په اړه چې پورته څو ليکې وړاندى کړى ارستو ويبپاڼه سر ليک ادوارد(احمد) داور بيکويچ ګادزييف هيواد او ستيا ژبه ديګورى.
د خبره ضرورى بولم چې هغه لوستونکې چې وانټرنيټ ته لاس نه رسيږى هغه ليک هم په د هغه ورځپاڼه ځلاند کښې لوستى شى چې ستاسو په لاس کښې ده.
د ډېره وخته څخه زما سره دا انديښنه وه او ده چې د پښتون افغان ولس په ضد باندى يوه نړۍ واله د سيسه او سازش جوړ شوى دى او په د هغه د سيسه باندى عمل روان دى او زموږ په ليکونو کښې د ډېره وخته څخه په دى کار روان دى دا نه چې موږ دالهام د لارې دا ليکني کولى بلکې چې کله د تېرو دوو سليزو تاريخ موږ را واخلو نو به داخبره راته څرګنده شى چې يواځې او يواځى د پښتون افغان کورويجاړ شوى دى د سر د سړيو په ګډون عام ولس ې وژل شوى دى وطن ې تکي تکي شوى دى پخپلو کښې په يوه نامه او بل نامه سره وهل شوى او وهل کيږى هر ليرى او نزدې کرکه ځينې کړى ده د وددستور ژبه او کلتورى ځپل شوى بلکې د مينځ څخه د وړلو هڅې ورته جوړى شوى او د مينځ څخه د وړلو هڅې باندى کړى دى و اقتصاد ته ې زر به ورکول شوى ده د کافر حکم باندى شوى دى اقتصادى ې ددې کبله ور وران شوى دى چې هميش و بل ته اړوى لږکي ې ورباندى حکمرانان کړى دى په لکاو لکاو ې د اسلام په سپيڅلې نامه يا د کيمونسټ يا د وطن پالني په نامه کډوال کړى دى او ټوله نړۍ کښې پاشلي دى آن دا چې په ځينو ګاونډيو ملکو کښې دوى د مهتر(SWEEPER)کارو ته اړکړل شوى دى او چې تراوسه په دهغه ګاونډيو ملکو کښې پاته دى د هغو سره چې څه کيږى په هغه باندى موږ ټول خبر يو ټول لروبر کښې ميشته په خپله خاوره باندى د بيګانه غوندى ژوندى کوى چې سباون ې نه دى څرګنده د بده مرغه چې په د هغه ناخوالو به د سياسى ګوندو او نورو مشرانو خپل ولس ته خبردارى ورکاوى چې سباون ې نه دى څرګنده د بده مرغه چې په دهغه ناخوالو به د سياسى ګوندو او نورو مشرانو خپل ولس ته خبردارى ورکاوى او د دهغه ناورين مخ نوى بې کوى هغه پټه خوله دى او نورې بابولالي راباسى هغه د پارسى بان خبره ده چې من چې مې ګويم وتنبوره چې..؟
نن هم په هوائى بريدونو او ډراون بريدونو کښې هر ورځ په درځنو وګړى وژل کيږى د څړک د غاړى په چاودنو کښې داسې ورځ نه تيريږى چې په لساو وګړى نه وژل کيږى د باندنيو او افغان ځواکونو او د دوى سيالو ډلو تر مينځ هره ورځ څو څو وګړى وژل کيږى آن دا چې هره ورځ زموږ تنکى ځوانان نه وژل کيږى کله د ښوونځي بام باندى د باد د زوره په لويږى کله د توپ ګوله باندى چاودل کيږى او کله د باندنيانو په تيروتنه کښې د هغه ډول پيښې کيږى ددې د مخه چې د شوروى په وخت کښې څومره افغانان ووژل شول او د هغه سره شامار چې تش په نامه خپل ملګرى يو د بل سره وجنګول او کومه کرکه چې د دوى په مينځ کښې راوسته که د هغه تاريخ څوک ولولي داخبره به ورته څرګنده شې چې نړۍ والو په دى خبره يوه خوله دى په دا څو کلو کښې چې په خيبر پښتونخوا او کراچۍ کښې څه د پښتنو سره وشول او بيا قبائيلې سيمى ې تراوسه په مخه ورکړى دى چې دلته وران کار سره راټول دى ددې سره سره چې کوم ناورين ې د پښتنو د قبائيلو په مينځ کښې جوړکړى او بيا دا قام په پښو سره ويشلى دى چې دا کاکړ اتحاد دى د ترين اتحاد دى دا صافى اتحاد دى په بې شميره ډلو کښې پښتون خوار ويشل شوى دى کومه کومه ناخواله ده چې د موږ سره نه د شوى د موږ څخه که هر يو بيا هم په دى نازيږى چې بيا هم بيګانه زموږ د ښيګڼى دپاره دا هر څه کوى نو بيا تر موږ ناپوه نشته د هغه د تهره ګرى په نامه چې د لسو کلو څخه کومه جګړه روانه ده ددې پائى نه دى څرګنده هم په دهغه ډول به موږ ټول وژنى طالب او حزب اسلامى او نور خو به دوى خبره وژنى چې دوى د نړۍ والو سوله ساتونکو سره جګړه نښلولى ده دا نور به په دى وژل کيږى چې دوى ولې پښتانه دى او هغه څوک چې د خپلو ګټو په خاطر د دوى دپاره هر څه کوى هغه به وروستى په دى وژنى چې ولې د دوى ملګرى کوله يا که د هغه ډول کسان که پاته هم شى هغه و پښتانه قام او و خاورى ته څه ارزښت نه لرى موږ وينو چې نن و پښتنو افغانانو ته د مارانو سرونه ښکاره کول کيږى کله وائى چې د هغه باندنى پوځى ځواکونه ووځې کورنى جګړه به پيل شى چې تر پخوا به هم خو نړۍ وى ګاونډيان به په افغانستان ورودانګي را روانى جګړى ډېرى خونړۍ دى چې په کندهار کښې به ډېره بده جګړه کيږى د حامد کرزئى حکومت بې واکه دى په ادارى ګډوډيو کښې ډوب دى که موږ ولاړو کرزئى يوه ورځ نه شى پاته کيدي ډېرى رسنې وائې چې پخوانى امريکائى جنرال ميک کرسټل ددې کبله د دندى څخه ګوښه شو چې و لوړو امريکائى چارواکو ته بد ويلې وو زه دا وايم چې دا يواځې يوه پلمه ده جنرل کرسټل نه غوښتو چې په افغانستان کښې په لويه کچه وينې وبيوى او دده د هغه تګ لاره د دوى خوښه نه وه.
ددې څخه نوره څرګنده خبر نور څه کيدى شى چې پښتون افغان خاورى ته دريم نړۍ وال جګړه راوسته اولس کاله دومره افغانان ووژل شول ژوبل شول بې کوره شول چې يوې خوا ماته وخوړله دوى افغان وطن هم په داسې کورنى جګړه کښې سره واچوى او خپله ولاړو چې پخپله سره وځوکروي هم هغه وشو د ګاونډيانو د ناوړتيا او د دوى د پلان سره سم ې افغانان دومره وويرول چې وهيوادى ماتيږى موږ ځغورنى شو او اوس بيا داسې حالات دوى جوړول غواړى که پاته وو هم به د هغه قام وژنو که څو هم به داسې په غاړه کښې سره اچوو چې شير خوارى هم پاته نه شې او که وس ورسيدى نو په د هغه خاوره به د يوه بل نړۍ وال جنګ څخه هم مخ ونه ګرځوى ولې چې و نړۍ والو ته خو موږ د مخه پيژندل شوى يو چې د سولى دښمنان يو څنګه چې جنرل پرويز مشرف د ناټو و مشرانو ته خپله وينا کښې ويلې وو چې طالبان ټوله وران کار او تهره ګردى او پښتانه ټوله طالبان دى په افغانستان ياد کرښې په دې خوا چې په دهغه نزدې يوديش کلو کښې چې ددې خوار ولس سره وشو په زياته بيا په دهغه ۹ کلو کښې ددې پاره چې په کاغذ واړول شى ودى ته به د کتابو اړتياوى خو خبره دا ده چې دا هر څه زموږ دورانى دپاره دى.
نن داخبره څرګنده شوى ده چې پښتون افغان ولس د تاريخ د ډېرو بدو حالاتو څخه تيريږى چې سباون ې په خطر کښې دى په د هغه قام پخوا هم د تاريخ د جبر څخه په وارو وارو تېر شوى دى خو ددې واره چې څنګه د نړۍ والو لخوا په لومه کښې راګير شوى دى کيدى شى چې خپل هر څه دلاسه ورکړى او د تاريخ يوه اوښتې پاڼه شې ولې چې ددې واره تر بده ويرونکې خبرداده چې موږ بشپړه واک او اختيار دلاسه ورکړى دى دويم موږ خپله خاوره د نورود ګټو ډګر ګرځولى دى د نورو باندنيو لاسونه مو ځان ته راوږد کړى دى چې غواړى هغه راسره کوى او هغه د مارانو سرونه ښکاره کوى کيدى شى چې هغه هم وکړى خو د هغه دپاره هم موږ سوچ نه دى کړى او اوس هم د نورو اسره کوو تراوسه په ګډه موږ دا پريکړه نه د کړى چې د دهغه ناورين څخه د هغه ولس خاوره او قام څنګه واستل شى بلکې اوس هم دا اټکل کوو چې باندنې ځواکونه به يو کال وروسته ولاړشى او واک به په غاب کښې موږ ته پاته شى دا ډېره خواښنونکې سوچ دى د بلې خواڅخه هم داخبره کيږى چې د هغه جګړه نوره توده شې او زياته ورانى وشى د کندهار د عملياتو چې کومه خبره کيږى هغه هم د زياته وګړو وژل او ورانى کول دى که څوک په سلو کښې پنځوس هم دا سوچ لرى چې د پښتون افغان په ضد دا نړۍ واله د سيسه ده نو بيا په کاردې چې هر څه وشاته کړى چې خپله خاوره خپل ولس د دهغه ليوانو څخه و خوندى کړى و لکه هغه هر څوک وى دا د هغه مشرانو کاردى چې په بيلو بيلو بغرو کښې ناست دى که دا ټوله يو د بل سره اړيکى ټينګي نه کړى نو بيا به پړه هم د دوى په غاړه وى لنډه دا چې د هغه زوروريو وخت هم هر څه کولى شى نوو افغانانو ته هم په کار دې چې په ګډه دوى هم هر اړخيزه چارى و سنجوى چې افغانستان او افغانان د پخواوارو د بدو سره مخامخ نه شى..
