اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ملي سمبول پر لور ملي پاڅون

احمدشاه ابدالي جرګه

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته
هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني
وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا

"په دولتي ودانیو کې، د ولسمشر په دفتر کې او د لویو چارواکو په دفترونو کې باید د احمد شاه بابا انځورونه لګیدلې وي او د هغه مجسمې باید د هیواد په بیلابیلو برخو کې جوړې شي چې په دې توګه د افغانانو ترمنځ تربګني او سیالي له منځه لاړه شي."
دا پراګراف د افغان ويښ ژورنالست، ښاغلي حنان حبيبزى، پر قلم د ابدالي احمدشاه بابا په هکله له يوې مقالې څخه اقتباس شوى دى چې په انګرېزي او پښتو ژبو يې ليکلې ده. حنان حبيبزى په واقعي توګه د ننګيالي افغان ملت د ستونزو ريښو ته متوجه شوى دى. حنان حبيبزى لکه د درست افغان ملت پر څېر پردې اند دى چې زموږ پر لوڼو او زامنو د له تېرو دوه پېړيو راهيسې تپل شوي روان ناورين ته د پاى ټکي ايښودل د درستو افغانانو د منلي قايد د ژوند او لارښوونو د بيا خپلولو او په رڼا کې يې پر افغانانو د تپل شوي اجنبي کلتور د ريښو د وچولو او له بېخه يستلو له لارې شوني کېداى شي.

د افغان ملت ملي سمبول، احمدشاه ابدالي بابا

د انګريزانو په تاريخ کې ١٧٦١ ميلادي کال "خورا غوره کال" بلل شوى دى. په همدې کال وو چې د تاريخي معاصر افغانستان بانى، احمدشاه ابدالي، د ډيلي شمال ته د پانيپت په ډګر کې د هندوانو، راجپوتو او مرهټه "عظيم ځواک" مات کړ. د مرهټه فدراسيون چې د هند په نيمه وچه کې خورا لوى ځواک و، وځپل شو. پدې موکه په هندکې د مغُلو د يوسل اتيا کلنې امپراتوري موثر ځواک هم کاواکه و. د اتلسمې پيړۍ له پيل سره د مغُلو امپراتوري، چې په ١٥٢٦ کې د بابر قدرت ته په رسيدلو پيل او په ١٧٠٧ کې د اورنګزيب له مړينې سره له پښو ولويده، په دوه برخو ويشل شوې وه. د هغې پياوړې برخه، "نظام حيدراّباد"، پر مرکزي هندوستان نيمه-حکومت کاوه. په ١٧٣٨کال د پارس لښکرو په شمالي هند باندې د يرغل په پايله کې د ډهلي ښار ويجاړ او د مغلو "تخت طاوس" يې له ځان سره تهران ته يووړ. په سيمه کې بيله افغانستان څخه د هند د کابو کولو د پاره بل قدرت پاتې نه و. هندي مسلمانو شهزادګانو او هندي راجګانو د هندوانو له استبداد څخه د ځان ژغورلو لپاره احمدشاه ابدالي ته د مرستې د اميد سترګې ور اړولې.

د برتانيا ختيځ هند شرکت (East India Company) چې په 1615 کال په هند کې د مغُلي پاچا جهانګيرله خوا د تجارت جواز ورکړ شوى و، له خپل بل اروپايي تجارتي رقيب، فرانسې، سره په مقابله بوخت و. دهغوى ترمنځ د يو لړ نښتو په نتيجه کې، انګريزان په فرانسوي شرکت برلاسي شول او تر ١٧٦٣ کال پورې يې په ختيځ بنګال او د هند سهيل ته د مدراس په ارکوټ سيمه کې د پښې ايښودلو ځاى وموند. تردې نيټې پورې انګريزي او فرانسوي سوداګرو د خپل تجارت په اړه له هندي چارواکو څخه اجازه ترلاسه کوله، خو د فرانسويانو له ماتې وروسته دا وضع په بدليدو وه. انګريزي تاريخونه ليکي چې ".. په مدراس کې د انګريز او فرانسې نښتو په ډاګه کړه چې ددې دوه اروپايي شرکتونو ترمنځ په نښتو لاس پورې کولو ته کوم ضرورت نه و ځکه چې پخپله د هند مشران – د خپلمنځې شخړو له کبله چې د بهرنيانو له خوا هڅول کېدې – په خپله پدې هڅه کې وو چې کوم بهرنى ځواک يې اشغال کاندي او ساتنه يې وکړي.."

په ١٧٦٥ عيسوي کال کې مغُلي امپراتور د بنګال پرنګي ګورنرجنرال، رابرت کلايو، ته په بنګال کې د ماليې د ټولولو واک ورکړ او پدې توګه د "ختيځ هندشرکت"، چې لا تر همدې نيټې پورې يواځې يو "پساري" کمپنۍ وه، د "هندوستان د سياست برخه وګرځيد"، او پر ګرد هند د ولکې موندلو په لټه کې شو. نو لدې کبله و چې د شرق الهند شرکت احمدشاه درانى، چې يواځنى سيمييز ځواک و چې د هند مسلمانان پرې ډاډه او د مرستې غوښتلو لاسونه يې ورغزول، د خپلو نيتونو او پروګرام په مقابل کې خنډ باله. پرنګيانو په سيمه کې ديوه پياوړي افغانستان شتو ته په تشويش سره کتل. برتانيا پدې پوهيدله چې که ډيلى د افغانانو په ولکه کې پاتې شو، نو پر ټول هند د برتانيا د حاکميت شونتيا به خورا کوچنۍ وه. اندري سنګر د خپل کتاب، "د خيبرڅښتنان"، په ٣٩ مخ کي ليکي چې ابدالى احمدشاه: "… پارسيانو، هنديانو او برتانوي کالوني جوړوونکو ته ښودلې وه چې پښتانه داسې يو ملت دى چې په هغه کې دوى ته د ګواښ پوتانشيل شته، بايد ورڅخه وويريږي او مخنيوى يې وکړي…"[1][1]

د شپږويشت کلني سلطنت په بهيرکې، احمدشاه ابدالي، له هغه نه وروسته چې د اموسين، سيستان او اباسين ترمنځ يې د افغانستان طبعي ملي سرحدونه ټينګ کړل، په هند او پارس باندې يې نهه ځله يرغلونه وکړه. د هر يوه بري په نتيجه کې يې فتح کړې سيمې بيرته اكثراً ماتو شويو شهزادګانو او حکمرانانو ته پريښودلې او پخپله وطن ته راوګرځيد. د علامه اقبال په وينا:

د افغانستان د معاصر تاريخ ځنې څيړونکي دا خبره، چې احمدشاه دراني په ګټلي هند کې د افغان واکمنۍ ستنې نه وې ټينګې کړې، د نوموړي "ستره سياسي غلطي" بولي. او پداسې حال کې چې په هند کې د مغلو امپراتورى مخ په زوال وه، د هندوانو د ستر ځواک، مرهټه و، د ماتې په نتيجه کې او خپل هيواد ته د احمدشاه دراني له ستنيدو څخه وروسته هغه سيمه بې سرپرسته او بې سرنوشته پاتې شوه. د افغان دراني ځواک له خوا په پاني پت کې د مرهټه و د پياوړو لښکرو د ماتې په اړه يو انګريز تاريخپوه، براين لاپينګ په خپل کتاب، "دامپراتوري پاى"، کې ليکي چې: ".. افغانانو په ١٧٦٠ کال د پاني پت په جګړه کې د هند ټول پوځي ځواک، چې راټولولى يې شو، مات کړ. افغانان هم له هند څخه ووتل او په دې توګه په شمالي هند کې د قدرت خلا منځ ته راغله چې د راتلونکو څلويښتو کلونو د پاره هيڅوک د هغې په ډکولو ونه توانيدل.."[2][2]

نو ايا ولې احمدشاه درانى چې د ده د فهم او کفايت په نتيجه کې د افغانستان قبايلي سيستم د لومړي ځل د پاره په يوه پياوړي ملي بنسټ بدل شوى و، داسې سياسي غلطي کړې وه؟ ددې پوښتنې په ځواب کې دا خبره د يادولو وړ ده چي، که څه هم له ښکيلاکي منطق سره پورتنى اعتراض پرځاى څرګنديږي، مګر احمدشاه ابدالى د امپراتوري د جوړولو خوبونه په سر کې نه روزل. په واقعي توګه د اسلام، مسلمانانو او بشريت په خدمت کې ولاړ او هر ځل په هند کې د مسلمانانو له خوا بلنه ورکول کېده چې پرې د پياوړي غليم د استبداد پر وړاندې د هغوى مرستې ته ورشي. احمدشاه ابدالي خورا مومن او متواضع انسان و، د ښکلې پښتونخوا د غرونو په مينه يې د ډيلي تخت هېراوه، او ورته ".. پښتون پاتې کيدل تر دې چې د يوه فاسد پادشاه په توګه فاسد جلال ته مخه کړي، زيات د اهميت وړ وو. د ده د ملت، افغانانو، په نظر داسې فاسد جاه او جلال له پارسيانو او مغلو سره ښه زيبيده… "

احمدشاه ابدالى د امپراتوري د جلال خوبونه نه ليدل. د نوموړي يوه خورا نامتو مقوله چې "په نړۍ کې هيڅ سيمه هم د هغې ځمکې ځاى نشي نيولى چې انسان هلته پکې خاپوړې کړې وي" د ده په هکله دا اثباتوي چې لومړى افغان و، او بيا وروسته امپراتوري جوړوونکى…"[3][3] په پښتو ژبه يې شعر ليکه، او اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو کيدو په پيغامونو رنګين وو:

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته *** هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني *** وايي خپل يو، غليمان دي

په هند کې د ده چالچلن په دې نيمه وچه کې مسلمانانو ته د ښيګړو رسولو په غرض ولاړ و، او بيله استثنا په ټولو مواقعو کې په هند باندې د ده يرغلونه د هغو تيريو په ځواب کې وو چې کفارو په مسلمانانو کول. هرځل به چې ظاهراً داسې تيري سر ته ورسيدل، نو احمدشاه دراني به هم خپله دنده سرته رسيدلې وبلله او لدې کبله يې د افغانستان د امپراتورى د جوړولو هڅه نه کوله.

احمدشاه ابدالى بابا خپل ټول ژوند د خپل ولس خدمت ته وقف کړى و او پدې ليار کې بريالى و. غلام محمد غبار د "افغانستان در مسير تاريخ" په ٣٥٧ مخ کې ليکي چې د افغانستان اولس احمدشاه ته د ده د خدمتونو او شخصي تقوى له کبله بابا او غازي وايه. ځکه چې احمدشاه يواځنى پاچا و چې تاج يې په سر نه ايښود، پګړۍ يې تړله، چپن او موزې يې پښو کولې او د تخت پرځاى پر ځمکه کيناست … د خلکو د قضاياو په حل او فصل کې يې له انصاف څخه کار اخست او له هغو قوانينو څخه چې پخپله يې وضع کول جداً پيروي کوله. حريص نه و او د خپل سلطنت په اوږدو کې يې له تجمل او عياشي څخه کار وانخست. په هيڅ جګړه کې يې له دښمن څخه تيښته نه وه کړې، او د خپل ملت سره يې په تواضع او نرمي چالچلن کاوه. په مجازاتو کې يې د انسان د غړو پريکول او په تشريفاتو کې يې خشوع او ټيټيدل تحريم کړي وو. د سلطنت په چارو کې يې د خپلې کورنۍ غړي له لاسوهنې او ونډې اخستلو څخه منع کړي وو او يواځې يو زوى، تيمورشاه، يې د جهان خان پوپلزي تر لارښوونې لا ندې د حکومت او نظامي چارو د زده کولو د پاره روزه. د کندهار ښار يې اباد او د هيواد پايتخت و.

ډاکتر ګنداسنګه، چې د احمدشاه درانى د ژوند په اړه يې کتاب ليکلى او سرمحقق مرستيال نصرالله منګل سوبمن هغه ژباړلى، د دې کتاب په سريزه، ٣٠ مخ کې، ليکي چې ".. يوه سيک ته به ښايي دا عجيبه وبرېښي چې د يوه افغان اتل په باب په دومره خوشېني څه وليکي. د تاريخ يو متوسط شاګرد، سيکان او افغانان يوازې د دښمنانو په حيث پېژني ... څنګه چې د احمدشاه دراني د ژوند بيان پرته له دې چې د افغان سيمو د وحدت او استحکام لپاره د ده هڅې شرح کوي، په پنجاب کې د تفوق په غرض د افغانانو او سيکهانو مبارزې ښيي. نو د هغې له مخې يو سيک کولاى شي په اتلسمه پېړۍ کې د افغان "امپراتورۍ جوړوونکي" هيلې او صفات په خاصه او ځانګړې توګه درک او تقدير کړي...

پينځه ويشت کاله پخوا چې د شمالي هند د اتلسمې پېړۍ د تاريخ په پلټنه او څېړنه لګيا وم، احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسيا د يوې سترې تاريخي څېرې په توګه په ما اغيزه وکړه. زه د ده پرخلاف د تعصب له مخې رالوى شوى وم او ماته يواځې دا رازده شوي وو چې دى يو داړه مار او لوټمار مشر دى چې د ولجې لپاره په هند راښکته شو او په ټنونو هندي سره زر او په زرهاو هندي مريان يې افغانستان ته له ځان سره يوړل. خو هر څومره چې مې د ده په باب زياته مطالعه وکړه هغومره د هغه د سترتوب خصوصياتو[ځانګړنو] په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته يې پخپله نفوذ وموند.."

حتى د افغاني ناسيونالزم او افغانانو خورا بيباکه غليم، اولف کيرو (Sir Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې احمدشاه ابدالى د افغانانو په زړونو او رګونو کې راپارول. د "پټهان" په نوم په خپل کتاب کې، کيرو ليکي چې د نوموړي "… د کورنۍ نوم لا اوس هم ... د افغانانو د وفاداري احساسات راپاروي. د نوموړي د برياو يادونه زموږ د زمانې د لويديځ پاکستان د هيوادپالو په ذهنونو کې هم احساسات ژوندي ساتلي دي. احمدشاه د طبعي نبوغ څښتن و … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم زړه سواند خوى يې درلود او تر کومه پورې چې شونې وه، پر جنګ يې روغې جوړې ته يې ترجيح ورکوله …"

"ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي. يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا هډانې يې ترې وتروړل شي."

يا ربه توفيق

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←