که سرزوري روانه وه افغانان به پوپناه شې
ليک:عبدالجبار کاکړ
د 119 وروسته چې کله په امريکا کښې د نيويارک د ښار نړۍ وال سوداګرى مرکز او پنسټاګان باندى بريدونه وشول او د دهغه پيښو تور په القائده او ددې ډلى په مشر اسامه بن لادن ولګيدى چې په دهغه شپو او ورځو کښې په افغانستان کښې د طالبانو ميلمه وو که څه هم امريکا و طالبانو ته خبردارى ورکړى وو چې اسامه بن لادن د افغانستان څخه وباسى هم په د هغه وخت کښې د افغانستان نزدې درې سوه لوړ پوړى دينى علماو غونډه وشوه او د وخت حکمرانانو (ولې چې دوى مخ آمخ حکمرانان ښکاره کيدل) څخه غوښتنه وکړه چې و ميلمه ته دى وويل شې چې د افغانستان څخه ولاړشى خو نه شو ويلې چې و طالبانو ته اجازه ورنه کړل شوه چې دوى داسې وکړى يا دا چې طالبانو و اسامه بن لادن ته اجازه ورنه کړى چې ولاړشى يا د هغه حکمران طالبان دومره پوه وو چې د خپلو استادانو خبرى ته غوږونه ونيوى هم د هغه وو چې امريکا د هوائى لارې په افغانستان يرغل وشو او يوواربيا افغانستان د نوى ډول جګړى سره مخامخ شو په دهغه دوران کښې چې د ناخبره او بې وزلى طالبانو سره په شمال کښې په زياته بيا په دشت ليلي کښې څه وشوه چا وکړو د څه دپاره وشو يوه ډله طالبان خو په شپه شپه کښې د افغانستان څخه واستل شول اونور ځوان تنکي چې يواځى د اسلام د سپيڅلى دين په نامه په وچ ډګار پاته شول او تراوسه ې ميندى خوندى پلرونه او خپلوان ې په دى هيله ناست دى چې خپلې تنکي ځوان زامن وروڼه اوخپل خپلوان به نن راشى سبا ته به راشى خو څوک چې راتلل هغه د پيسو او د نورو لارو راوستل شول خو چې تراوسه نه دى راغلې هغه د هميش دپاره تللې دى که څه هم اوس هم داسې ميندى شته چې ورې وټکيږى نو وائى چې ذوى طالب ې راغلې په د هغه نهه کلو کښې چې نورې کومې زړه يږنونکى پيښې وشوى چې په دى ليک کښې دومره ځائى شته نه داسې څوک مشر شته چې په ټول لربر کښې ودى ته ورته پيښو پړو ولس ته ورپه ګوته کړى يواځى د لوئى څښتن(ج) څخه دا خواست دى چې هر څوک چې ظلم کوى هغه ته...
کله چې امريکا و افغانستان ته د ناټو د زراو پوځيانو وسلو الوتکو اود بشپړه تيارى سره و ته دودى بيارغونى او د سولى او سوکالى او د جګړى څخه د هغه جنګ ځپلې ولس د ځغورلو ژمنه کړى وه خو د بده مرغه نهه کاله تېر شول د څه پرمختيا سره سره اوس هم افغانان هغه ډول په جنګ کښې راګير دى لکه پخوا چې وو هغه وخت داخبره کيدله چې امريکا ناټو او ملګرى ې افغانستان ته ددې دپاره راغلې دى چې د منځنى آسيا معدنى زيرمو څخه ګټه واخلې او امريکا به کله هم د افغانستان څخه ولاړه نه شى امريکا او ملګرى ې نهه کاله په افغانستان کښې په جګړو بوخت دې ښه کلک مالى او ځانى زيانونه ې کيږى ددې سره سره چې په افغانستان ې ډېرى ډالرى لګولى دى کله چې د افغانستان د جنګ دهغه نوى پړاو د تهره ګرى پيل شو يوه داخبره هم کيدله چې امريکا او ملګرى ې دونى توان نه لرى چې په افغانستان کښې د دومره اوږدى مودى دپاره پاته شى ددې مطلب دا وو چې کوم چا امريکا او ملګرى دلته سنکيل کړى دى هغو هم دومره تيارى کړى وو چې اوس هم تيارى لرى چې څومره دا جنګ اوږديږدى شى اوږد دى شى د دوى ې په څه ولې جګړه د بل په خاوره ده او وژل کيږى خو دا يوه خبره هم په يا د ساتل په کاردې چې چين د سنکيانګ په خاطر روس د چيچينا د انګوشتيا منځنى آسيا دپاره هند د هغه چا سره نه د جوړه چې د پاکستان لخوا ې ملاتړ کيږى ايران هم اوږد مهاله سياست کښې نه غواړى چې طالبان بيا واک ترلاسه کړى د هغه ټول ملکونه غواړى چې امريکا د القائده اود نورو په ضد په افغانستان کښې وجنګيږى که څه همپه د هغه ملکو کښې زياتره د طالبانو هر اړخيزه مرسته دا وخت کوى ځکه چې د نړۍ سياست نن يو اړخيزه نه دى بلکې څو اړخيږى سياست دى چې ددې سره پوه کيدل ضرورى ده.
موږ په د هغه پيښو ځکه ګرو مجن يو چې نه يواځى د يوديش کلو څخه د هغه نړۍ واله جګړه زموږ په خاوره روانه ده بلکې زموږ په لکاو وګړى دلاسه ورکړى دى اوهر څه مودلاسه ورکړى دى تر ټولو لويه بدمرغى داده که چيرى امريکا او ناټو د افغان څخه غورځي بيرته به په د هغه خاوره د جګړى يو بل پړاو پيل کيږى کيدى شى چې د دمخه څخه ودهغه جګړى ته تيارى نيول شوى وى او ودى ته انتظار وى چې امريکا او ملګرى ې څنګه د افغانستان څخه ووځى او دوى د جګړى نوى پړاو ورسره پيل کړى خو د چا په خاوره هغه خو ښکاره ده.
امريکا که په افغانستان کښې پاته کيږى يا د افغانستان څخه کوچ کوى ددې ټولى سيمى دپاره به پخپل سياست کښې بدلون راولى بلکى په نړۍ کښې د يوه ستر قدرت څخه به هم وشاته تګ کوى ځکه که د افغانستان جګړه هم په دى حال ايله کوى ددې مطلب به دا وى چې امريکا او ناټو د القائده او طالبانو څخه ماته وخوړه چې دا به و دوى ته د منلو وړنه وى او که په رښتيا هم امريکا او ملګرى و افغانستان ته ددې دپاره راغلې وو چې د القائده څخه خپل ولس وځغورى نو بيا خو په دى يوه کال کښې ناټو داسې د خرپ جګړه کوى چې نه يواځىد افغانستان څخه خپل مخالفين وباسى بلکې ترهغه ځائى ځان ورسوى چيرى چې د دوى مرکزونه دى چې دوى په دى ډاډمن شول چې اوس د تهره ګرى تر ډېره خاتمه وشوه نو بيا به و خپل خپل هيوادو ته په داسې حال کښې ستانه کيږى چې يوه خواته په نړۍ والو دا څرګنده کړى چې دوى برلاسه دى خو که دوى غواړى چې د منځنې آسيا معدنى زيرمى څخه ګټه ترلاسه کړى نو بيا نوره ضرورى ده چې نه يواځى هغه اوسنې حالات هم داسې وساتى بلکې دوى به و القائده او نورو ته داسې ماته ورکوىچې زياتره ځواکونه د افغانستان څخه وباسى او نور په افغانستان کښې وساتى افغانى ځواکونه په پښو و دروى چې د ملک کورنى چارى پخپله ترسره کوى شى او باندنى خطر دپاره دوى خپله وى خو که القائده او نور دوى بې توانه کړى بيا به روس او چين په ځانګړى ډول د امريکا او دملګرود دلته پاته کيدو سره به مخالفت زيات کړى چې کيدى شى چې د جګړى وخواته هم سره ولاړشى داسې هم که موږ و ګورو دروان جګړى په اړه په امريکا کښې دوه نظره دى او زياتره په امريکائى ولسمشر باراک اوباما باندى دا نيوکى کيږى چې ولې د افغانستان څخه دوتلو نيټه ې اعلان کړه.
د بده مرغه افغانان په دا څو کلو کښې داسې عادت اخستى دى چې دهر چا ولوټو ته سر نيولى دى دومره مړى او زيانونه که د بل هيواد د شوى وى کيدى شوى چې دنيا ې په سر اخستى وى دوى په سترګو وينې چې څه ورسره وشول او څه ورسره کيږى خو بيا ې هم سترګى پيټى دى دومره نه شى کولى چې خپل غم يو د بل سره ګډ کړى پښتانه وائى چې د قام ليرى ووسى د بادوړى ې باد به د يوسي افغانانو د ځان سره هغه وخت زياتوب وکړى چې په ډېر لوئى شمير د هيواد څخه کډه شول او داسې چا و لاس ته ولويدل چاچى د دوى د دهغه کډوالى څخه ګټه اخستل غوښتو نن چې په افغانستان کښې سوله او سوکالى نه راځى يو لوئى علت هم د هغه دى نن د نړۍ بې شميره ملکونه وله که هغه ګاونډى وى خپلې خپلې ځائي ې په افغانستان کښې جوړى کړى دى چې د هغه ډول خلګه د خپل هيواد د ګټو په ځائى د نورو باندنيانو دپاره کار کوى د هغه ډول څوک په دولت کښې هم شته او څوک چې جګړى کوى په هغه کښې هم شته په عام ولس کښې هم بې شميره دى کوم ملتونه چې په تاريخ کښې تيروتني وکړى نو د دهغه ډول ناخوالو سره مخامخ کيږى د ظاهر شاه داود خان په حکومتو کښې د عام ولس د سوکالى دپاره څه ونه کړو چې د بې روزګارى د کبله افغانان ونورو ملکو ته ولاړو چې باندنيو ملکو د دهغه ډول کسانو څخه کار واخستې ددې د مخه انګريزانو هم داسې ملګرى د مخه جوړ کړى وو خو وروستې کار هغه چا وکړى چې د ثور د پيښې وروسته خو د هغه مخلوق دومره وده کړى ده چې افغانان په خپل هيوادکښې ويريږى او دوى پخپله يو په بل باور نه لرى افغان ولس کله ماته نه دخوړلى هغه هم د دهغه ډول چا څخه دماتى سره مخامخ شوى آيا افغان دولت به په دى و توانيږى چې د باندنيانو دوتلو د مخه افغانستان د داسې چا څخه خواپاکى کړى آيا افغان ملى اردو پوليس او نورې ادارى به دومره پياوړى شى چې د هر باندنى د سيسو او زور زياتوب په کلکه جواب ورکړى د کورنيو او باندنيو لاسونه غوڅ کړى د افغانستان سياست مداران به ددې جوګه شى چې د ډالرو په ځائى دخپلې خاورى ولس ګټى خوندى کړى او داسې پريکړى به وکړى چې د خپلې خاورى او ولس په ګټه وى نه د نورو ملکو په ګټه دوى ته په کاردې چې په حجله ډول خپل ملى اردو کوټلي کړى وخپل اقتصاد ته وده ورکړى او زده کړو او تعما ته ډېره زياته پاملرنه وکړى د بده مرغه د افغانانو د خپلو ناپوهي او د بې اتفاق د کبله ځينې ملکو نه په زياته بيا ګاونډيان نه غواړى چې دهغه هيواد پخپلو پښو و دريږى ولې چې دوى په دى ويريږى چې په داسې حالت کښې د دوى وګټو ته زيان ورسيږى خو افغانان دى د ځان سره دا ژمنه وکړى که د چا زړه چا ودى که سره چا ودى دوى بهد خپل هيواد ددې وروسته ورنه ايله کوى او هغه لوظ نامى چې په يوه او بل چل د وخت د افغان حکمرانانو سره کړى دى څخه به و دوى ته د منلو وړوى خو د وخت سره شوى وى په هغه دى د نوى سره څخه غور وشى.
د بده مرغه زياتره افغانان داخبره کوى چې زموږ جغرافيه داسې جوړ ده چې د هر چا زموږ په هيواد نظر دى داخبره رښتيا ده خو د داسې جغرافيه څخه پوه قامونه ګټى ترلاسه کوى نه دا چې د خپلې جغرافيه ګټى و نورو ته وروسپارى يا دا چې خپل ولس د نړۍ والو د ګټو دپاره د جنګ ډګر وګرځوى ولکه هغه په هره بڼه او جامه کښې وى خو ددې سره سره افغان تاريخ موږ ته دا را ښائى چې افغانانو کله هم يو پوه زړور سياست مدارا مشر رامخ ته کړى دى نه يواځى خپله خاوره ې خوندى کړى ده بلکې د سيمى نورو ته هم درس ورکړى دى د دومره زاره چاودونکو سره سره افغانانو د تاريخ څخه زده کړه نه د کړى زما په اند دا د دوى د پاته راتلو لوئى عامل او علتونه دى په د هغه ديش پنځه ديش کلو کښې چې په د هغه خاوره باندى څه وشو په کارو چې ددې څخه لويه زده کړه شوى وى نړۍ والو چې د يوى تګ لارې سره سم و افغانستان ته دريم نړۍ وال جنګ راوړى او د افغانان وې په لويه کچه ځانى او مالى زيان وکړى په کارو چې دوى بيا داسې سياست خپل کړى وى چې بيا به داسې موقعه او وار چاته نه ورکوو خو لس کاله نه وو تېر شوى چې يو بل جنګ په دوى ثپول شوى دى او که اوس بيا هر افغان پوښتنه د خپله ځانه ونه کړه نو به تر پخوانى وار هم په بده کښې راګير شى د بده مرغه دا ځينې سر زوره ډلى دى چې د هغه خوار ولس څخه ې د قصاب څاروى جوړ کړى دى چې د نورو باندنيانو که هغه روسانو و يا که برطانويان يا د هغه ځائى ناستى يا که ايرانيان يا نور د نوى نه غواړى چې افغانستان په کراره شې او سوکاله شې ولې چې په دى کښې د دوى وګټو ته خطر دى افغان بې واکه دې چې نن د ختيځ جګړه په افغانستان کښې مخامخ ليدل کيږى لنډه دا چې دهغه ښکلى هيواد ته لوئى څښتن هر څه ورکړى دى که سوله او امنيت پکښې راشې هر وګړى به سوکاله وى نن چې دوى په نورو ملکو کښې خوارو زاردى سبا به د دوى هيواد ته د نورو ملکو وګړى خوارى ته راځې خو داهغه وخت چې افغانان من مانى پريږدى په يوه ځائى سره راټول شى په ګډه يوه پريکړه وکړى چې خپله خاوره دنورو ملکو د جنګ ډګرنه جوړ وو..
په فساد کښې هيڅ فائده نيشته خوشحاله
دفساد په اور کښې سيزى واښه دروزه
