اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ښاغلى سليم راز سره څو خبرى

د نامتو ليکوال شاعر سياسى شنونکى ښاغلى سليم راز سره څو خبرى عبدالجبارکاکړ
نزدي دولس بجى وي دعمر ګل عسکر صاحب ټيلى فون راغلى او پوښتنه راڅخه وکړه چى چيرته ماورته وويل چى په پريس کونسل کښې يم راشه څه وخت وروسته عسکر صاحب راغلي چائى وشوي د هغه وروسته دوي ويل چى راز صاحب چى په فلانى هوټل کښې دي الته به ولاړشو څه خبرى اترى به ورسره وکړو که راز صاحب او زګاروو نو دغرمي ډوډي سست به ورته وکړو ماورته وويل چى سمه ده ولي ددي واره چى سليم راز صاحب راغلى دي ماهم نه دي ليدلي ګرمي خو داسى هم په جولائى کښې وي خو په آسمان وريځى وي نو زياته ګرمى نه ښکاره کيده موږ چى ځانګړى هوټل ته ورسيدو ښاغلىسليم راز د حپلى خوني څخه راوتلي وو ولى چى بريښنا بنده شوي وه او په خونه کښې ګرمى وه د هوټل د ميلمنو په ځائى کښې د څه وخت دپاره د حال احوال دپاره کښينستو بيا دا پريکړه وشوه چى ولاړ به شو په يوه هوټل کښې به ډوډي وخورو خو راز صېب وويل چى يوه داسي هوټل ته ولاړ شو چى ډوډي ئې ساده وي موږ روان وو چى په لاري د چړپ باران پيل شو ددي پاره چى ناؤده نه شو و يوه ځائى ته ودريدو خو باران ډير چژ وو او دريدو نوم ئې نه اخستي خو خير هوټل ته ورسيدو ډوډي وخوړل شوه او بيا د شنو چايو دپاره اود څه خبرواترو دپاره يو بل څائى کښينستو او په روانو په زياته بيا به پښتو باندي زموږ خبرى اترى راګرځيدي چى څنګه وکولي شي چى پيښتو د نړۍ د نورو ژبو په ليکوکښې ودريږى ولي چى پښتو د نړۍ د لويو ژبو څخه يوه ژبه ده خو راز صېب وويل چى تر هغه وخته د ښوونځي ژبه او بيا د دفتر ژبه چى اقتصادى بڼه هم ولري نه وي خپله کړي وده نه شې کولي دوي وويل چى زموږ سياسى ګوندونه هم په دي اړه څه نه کوي د پښتو او پښتون په نامه دوي سياست کوي خو په عمل کښې داسي نه ښکاره کيږى نه د هغه سياسي وطن پاله چى ورته ويل کيږى دوى کله هم په اسلام آباد کښې په پارليمان کښې داسي ږغ پورته کړي دي ماورته ويل چى په پاکستان کښې د ټولو ژبو سره ښه نه کيږى دي که د پاکستان د نورو قوميتورڼ انده دانشوران او ژب پوهان سره راغونډکړو او په ګډه وحکومت ته وړانديځونه وړاندي کړو چى و هر زده کونکى ماشوم ته دي دده .په مورنى ژبه زده کړي ورکول کيږى ولي چى دا د هر ماشوم بشرى حق دي او کوم ماشومان چى په خپله مورني ژبه لومړي زده کړي کوي د هغه ساري په بلى ژبى دويلو څخه نه ترلاسه کيږى ښاغلى سليم راز وويل چى داکار هم موږ کړي وو موږ پښتانه، پنجابيانو، سندهيان او،بلوڅانو او نورو اردو ژبى رڼ اندو دوړانديځونو يودوه مخى ليک (DRAFT) جوړ کړي هغه موږ لاس ليک او د آئينى کميټى و مشر سينټر رضا ربانى ته موو سپاري هغه چى وپارليمان ته وړاندى کړي د پارليمان غړو دهغه بشپړه مخالفت وکړي بلکي داي وويل چى ددهغه ژبو په ځائى دوي دا وړانديځ وکړي چى په کاردي چى عربىژبه د مورنيو ژبو په ځائى په ښووښځيو کښې پيل شي خو د بده مرغه دهغه قام پرستر ګوندوهم زموږ ددهغه وړانديځونو ملاتړونه کړي او خبرى هم په هغه ځائى پاته شوه عمر ګل عسکر وويل که ده يوه خپل ځاني ښوونځي پيل کړي په هغه کښې به د اردو انګريزي د څنګه پښتو هم کښې لوستل کيږى ماورته وويل چى داسي نه شي کيدي ولي که پښتانه خبر شول چى په ښوونځي کښې پښتوورته ويل کيږى هغه به په خپل ماشومان ستا د ښوونځى څخه وباسى ولي چى پښتانه د خپلى ژبى څخه بيګانه شوي دي بلکي ويرول شوي دي ولي که حکومت دوي وليدو بدچلن به ورسره وکړي داخو دحکومتو کاردي چى دوي اعلان وکړي چى ماشومانو ته پخپله مورنى ژبه زده کړي ورکول کيږى او د پښتو په ګډون د پاکستان ټولى ژبى په اقتصاد کښې برخمن شى، خو راز صېب وويل چى په خيبرپښتونخواکښې د مارشل را د وخت دګورنر په وينا په لومړيو ټولګي کښې پښتو ويل کيږى او اولس داي اين پى حکومت تياري نيولي دي چى د نوي تعليمى کال د پيل کيدو سره به تر دولسم پوري په پښتو ژبه زده کړي لازمي شي خو ماروته وويل چى د بلوچستان د بلوڅ پښتون ګډايالت کښې موږ ددي څخه بى برخي يوولي چى دلته وپښتوژبى ته په دي اړه مشکلات نشته خو بلوڅي او بروهي ژبى چى ترپښتو پاته دي هغه مشکلات لري نو حکومت باندي چى دوي واک او اختيار زيات دي چى دوي ونه غواړي نوڅنګه به دا کار کيږي خو بيا هم که د بلوڅو او پښتنو مشران سره غونډ شي نو د اواري لاره به ارومرو راووځي خو دوي دواړه لوري دا هم نه کوي که پښتانه پخپله کلکه غوښتنه وکړي پواځي پښتو هم وښوونځى ته راوړل کيدى شي.
په خبرواترو کښې په دي هم غوروشو چى په دي دوران کښې ما داخبره وکړه چى پښتو که څه هم ډيره پرمختيا په دي څو کلو کښې کړي ده خو دهغه پرمختيا يواړخيزه ده هراړخيزه نه ده اوس هم زياته زور په شاعري باندي دي او څومره کتابونه چى چاپول کيږى په هغه کښې زياتره بلکى ټوله شاعري وي اود هغه کتابونه زياتره ډالى کيږى چى د ماسره پخپله د شاعري دومره کتابونه راټول شوي دي چى ويل ې هم راته ګران دي عمر ګل عسکر صېب وويل چى زما هم دا حال دي او اوس دا کوم چى د شاعري کتابونه د نورو کتابوڅخه وباسم او شاته ئې واچوم په خبرو کښې داخبره هم رامخ ته شوه چى څنګه وکول شي چى دپښتو ونثر او ليک ته دپښتنو پام واړول شې ولي چى پخپله په پښتو کښې ډير څه کول غواړي عسکر صېب او راز صېب چى دواړه ښه شاعران هم دي په دي وخت راز صېب وويل چى دارښتيا خبره ده چى په پښتو کښې شاعرى دومره ډيره شوي او کيږى چى وبلى خواته چى پښتو وده په وکړى هيڅوک پام نه اړوي ددي دمخه چى راز صېب څخه پوښتنه وشي دوي پخپله وويل چى د نوم د جوړولو دپاره شاعري يوه لنډه او آسانه لاره ده خو پښتو کښې شاعرى دومره ډيره ده چى خپل ارزښت ئې دلاسه ورکړي دي دوي ډاکټر اسرار صېب چى د پاڅون مردان مدير اعلا دي هغه حواله ورکړه چى ډاکټر صاحب وائى چى په کار دي چى په پښتو شاعرى قانونى بنديځ ولګول شي راز صېب ووي چى يواځى په شعر او شاعرى پښتانه پرمختيا نه شي کولي په کاردي چى په پښتو کښې د ژوند دهرى څانګى کتابونه وليکل ژباړه شي اله پښتو د نړي مخ تللو ژبو کښېځائى جوړ کړي په ناسته کښې په افغانستان کښې د پښتو په حالت هم خواښنى وکول شوه راز صېب په ورځپاڼى ځلاند هم نيوکه وکړه چى شاعرى برخه ئې زياته ده هغه ډول دوه ساعته د هغه ليدنه پائى ته ورسيده او دوي دواړه د اکيډمي ادبيات کوټى دفتر ته ولاړو.
داسي نه چى څوک د شعر او شاعرى مخ نوي کول غواړى خو رښتياخبره داده چى په پښتو ژبه ښه شاعران دومره ډير دي چى شمير ئى نه شي کيدي نو په دي خبره موږ ټوله پوه يو چى هر شي ډير وي هغه خپل ارزښت دلاسه ورکوي زموږ که څوک لوړى زده کړي لرى يا که لږ هغه ټوله دشاعري وخواته مايل دي . نو دا خو څرګنده خبره ده چى د يوي ژبى پنګه يواځي شاعري نه ده بلکى دنورو ژپو وارو د ژوندد ټولو څانګو کتابو ضرورت دي ولي که داسي نه وي نو بيا يوه ژبه د نړۍ دپرمخ تللوژبو په ليکو کښې نه شي دريدلي په کاردي چى زموږ لوستلي وګړي نه يواځى پخپله په پښتو ژبه کتابونه وليکى بلکى د نورو ژبو څخه په بيلو بيلوڅانګو کښې وبښتوته را ژباړه کړي که يو څوک په کرهنه او زراعت کښې لوړي زده کړي په کاردي چى هغه په دي اړه کتاب وليکى او داسي نور ولي چى موږ نه شو کولي چى کيمسټرى ټيکنالوچى او نورى څانګى ليکونه په شاعرى کښې وکړو دبده مرغه زموږ شاعرانو طبع داسي جوړ شوي دي چى دوي دارشاد ارشاد په چپه بل څه نه اوري زۀ دوه دري واره د شاعرانو غونډي ته ورغلى وم ماورته وړانديځ وکړي چى په پښتو کښې وډير کارکولو ته اړتيا ده په کارديچى ودي خواته موږ پاملرنه وکړو او ځينى داسى تورى هم راو باسو چى په ډيرو ژبو کښې سره ګډه او مشترک وي او بيا دا و ګورو چى دا تورى کومى ژبى څخه اخستل شوي دي بيلګى په ډول داګي (EGG)تورى دي يا د پار(FOR) تورى دى چى په انګريزى او پښتو کښې يوه مانا لري داسى د دي (THE) ګاريدل په دواړو ژبو کښې يو دل ګارول کيږى که داسى پلټنى که د انګريزى په ګډون په نورو ژبو سره پرتله شې نو به ډير څه موږ ولاس ته راوړوکه څه هم په دي غونډه کښې ډير د لوړو زده کړو سړي ناست ووخو د دوي عکس العمل دستائيني وړنه وو په کار وو چى دوي ډيرليوالتيا ښکاره کړي وي خو زۀ خپله ځينى بى هيلى شوم او دا اټکل مي وکړي چى دا يو سوچ (TREND) دي چى د هر شاعر سره مل دي ددهغه سوچ مخ به ګرځول وي داسي هم چى ګورو د باندنيو رسنېو او ددوي پروګرامونه و شاعرى ته زياته ارزښت ورکوي چى دا موږ يوه د سيسه وبولو که...؟

پښتون

وايي اغيار چي ترهګر دى پښتون
زۀ وام د مينې پيغمبر دى پښتون
چي څنګه دي هغسې نه پيژني
ځکه له وخته مرور دي پښتون
که مري دارو د منت نۀ خوري د چا
ځان ته طبيب ځان ته نشتر دى پښتون
فکر او خيال يې دومره لوړ کړي پرواز
چي د جبريل کيڼى وزر دي پښتون
رڼا دستورو ته محتاجه نۀ دى
خپله رڼا په خپله لمر دي پښتون
د ظلم باد يې ټيټولاى نۀ شي
د هر طوفان مخې ته غر دى پښتون
د نيا يې تنګه په نظر کښې ښکاري
هم سمندر هم قلندر دي پښتون
خداى دي کړي بيرته په يو ځاى په اتفاق
پاشلى وخت که لر اوبر دي پښتون
وايي اقبال داردو ژبې شعر
د آسيا زړۀ اوځيګر دي پښتون
پام چي سينه ورسره ونۀ وهې
په دواړه خوا تېره خنجر دي پښتون
که څوک تپوس کوي چى څوک دى پښتون؟
کوټه، کابل او پېښور دي پښتون
تل دى د امن طلبګار عديمه!
چى څوک يې وڅېړي بيا شر دى پښتون
نورالدين عديم ثاني
Khaghali Salim Raz sara Tzo khabari
By: Abdul Jabar Kakar
Send By: Muhammad Naeem Kakar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←