اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

امريکه، مجموعي تنفر او برقي خلافت!

USA, Collective hatred and Cybercaliphate


نه يوازې د CIA مشر جورج ټينيټ د القاعدې د ډنډورو "پرله پسې ودې" ته ګوته نيولې ده، بلکې د امريکې د دفاع وزير دونالډ رمسفيلډ هم د ټرور پر ضد د نړۍ وال جنګ "د لګښت او ګټې تناسب" Cost-benefit ratio يو څه وارخطا کړى غوندې ښکاري او سربېره پر دې ددغه جنګ د ګټلو يا بايللو کنډه (مقياس) هم نه لري. رمسفيلډ د خپلې کړۍ اشخاصو ته ليکي، چې:"ايا موږ د ټرور پر ضد جنګ ګټو که بايلو؟... نن موږ ددې کنډه نه لرو چې د ټرور پر ضد د نړۍ وال جنګ په ګټلو يا بايللو وپوهېږو... د لګښت او ګټې تناسب زموږ پر ضد دى! د ټرورسټانو د مليونونو په مقابل کې زموږ لګښت بليونونو ته رسېږي... اّيا موږ بايد يوه شخصي موسسه جوړه کړو، چې افراطي مدرسې يو ډېر پاسته دريځ ته تطميع کړي؟"
د ټول متن لپاره وګورئ:
Entice radical madrassas to amore moderate course?
Defense Secretary Donald Rumsfeld's Momo on the war on Terror, October 16,2003, in Usatoday.com
(د ننتوځ نېټه 12/14/2000)
امريکه هڅه کوي چې د القاعدې "د ثقل مرکز" ويجاړ کړي، خو د لانديني بې نوم ليکوال د څېړنې له مخې، امريکه دوه مشکلات لري: يو دا چې د القاعدې واکمني له جغرافيوي محدوديت نه راوتلې ده، يانې په يو "بالقوه برېښناييز خلافت" Potentioal cybercaliphate اوښتلې ده، چې مرکزيت نه لري. دويم دا چې د القاعدې د ثقل مرکز پخپله د امريکې په عسکري، اقتصادي او سياسي عملياتو کې پروت دى، په هغو عملياتو کې چې د اسلامي نړۍ خلک ورسره مخامخ دي او په خپل ورځني ژوند کې يې ويني، اوري او تجربه کوي يې، نو څه بايد وشي؟ ددغې پوښتنې د ځواب هڅه راتلونکې کره کتنې ته سپارم.
په دې کره کتنه کې به د يوه بې نومه ليکوال په کتاب وګړېږم، چې ټول ټال دوه ويشت (22) کالونه د امريکې د استخباراتو په ټولنه کې مامور و. وروستني اوولس (17) کالونه يې د افغانستان او پاکستان په اړوند کې د امريکې د ملي امنيت د موضوع ګانو په تحليل کې تېر کړي دي. د معلوماتو له مخې، بې نوم ليکوال په CIA کې (د امريکې په مرکزي استخباراتو کې) د ټرورېزم پر ضد پروګرام کې يو لوړ رتبه افسر و.
د استخباراتي تحليل ګر په څېر د بې نومه ليکوال اوږده تجربه لوستونکي ته بلنه ورکوي، چې څېړنې ته يې کلک پام وکړي او پخپله ليکوال ته ددې کفايت ورکوي، چې په برلاستيا (تسلط) سره په بن لادن او القاعده وغږېږي. ددې لپاره چې د خپلې اړوندې استخباراتي موسسې (CIA) اجازه لاسته راوړي، خپل کتاب يې په بې نوم ډول Anonymous خپور کړى دى: بې نوم، شاهنشاهي غرور، لويديز ولې د ټرور په مقابل کې جنګ بايلي. واشنګټڼ، ډي سي: بريسيز اينکورپورېشن، 2004.
Anonymous, Imperial Hubris:why the west is losing the war on Terror. Washington, DC:Brassey's Inc, 2004.
بې نوم ليکوال وايي، چې ددغه کتاب په ليکلو يې د کال 2003 په جنورۍ کې پيل وکړ او شپاړس مياشتې وروسته د کال 2004 په مى کې يې د هغه مسوده بشپړه کړه (مخ261).
ما (زيرکيار) د کال 2004 د نومبر په شپاړسمه (16) نېټه د امريکې په CNN ټلويژن کې د بې نومه ليکوال څېره وليدله او د هغه نوم مې په دې ډول واورېد
(Michael Scheuer) مايکل شويير (په CNN کې د "مني لاين" پروګرام) کېدلى شي چې په امريکا کې د کال 2004 د نومبر د دويمې نېټې په ملي انتخاباتو باندې د اغېز له امله به د بې نوم ليکوال هويت پټ ساتل شوى و؟ زه به ورته وروسته له دې هم بې نوم ليکوال او يا د کتاب ليکوال وايم. بې نوم ليکوال په خپل کتاب کې Classified Material پټ مواد نه دي کارولي، بلکې څرګند يانې خپاره شوي او عوامو ته د لوستلو لپاره ميسر مواد يې کارولي دي لکه د بن لادن ويناګانې او په مجلو او کتابونو کې د چارپوهانو نظرى بې نوم ليکوال په اوږده ډګر کې د امريکې د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره يوه ارت بنسټه، ملي بحث ته اړتيا ويني. دى لوستونکي ددې ترخې يا افراطي پوښتنې سره مخامخ کوي، چې مسلمانان ولې له امريکې نه نفرت لري؟ په بله وينا، ايا مسلمانان د امريکې د ارزښتونو سره غليمي (دښمني) لري که د امريکې د اعمالو سره؟ دغو پوښتنو ته کتاب ټول ټال په XXI او 309 مخونو کې ځواب لټوي. د کتاب ګڼڼه (تيزيس، فرضيه) په دې جمله کې خوندي شوې ده:"د بن لادن له خوا خطر د نوموړي د مفکورو په ثبات او منطقي ارتباط کې، د هغوى په څرګنده افاده کې او ددغو مفکورو د پلي کولو لپاره د بن لادن په جنګي عملياتو کې پروت دى." Coherence and consistency of his Ideas p.xvii.
بې نوم ليکوال وايي، چې ټول ټال د مسلمانانو له نظره، دين او دولت له يو بله بېل نه دي. کله چې د امريکې روحاني مشران (په تېره هغه مهال چې د حکومت سره نږدې اړيکي) لري د اسلام په هکله ناوړه وينا کوي او د يهوديت او عيسويت په نږدې والي او ملاتړ ټينګار کوي، مسلمانان لاپسې تحريکوي، چې د امريکې سره نفرت وپالي. د بېلګې په ډول: فرانکلين ګراهم اسلام يو "شرير دين" Wicked religion ګڼلى و. جيري فال ويل حضرت محمدص ته (ټرورېسټ) ويلي و، جيمي سواګرت په خپله دعا کې ويلي و، چې "هسک څښتن دې هغه څوک برکتي کړي، چې اسرائيل برکتي کوي او هغه څوک دې لعنتي کړي چې اسرائيل لعنتي کوي" او کيوين کاپلند په دې باور و، چې "هسک څښتن اسرائل خلق کړى دى" او بايد "موږ تر هغه مهاله د خپل حکومت ملاتړ وکړو، چې د اسرائيلو ملاتړ کوي" (مخونه 3 تر 4) as long as it supports Israel...
بې نوم ليکوال کاږي، چې درې کاله وړاندې د کال 2001 د سپتمبر په لومړۍ نېټه طالبان په دې "بريالي شوو" چې د افغانستان په غټه برخه کې "يو سخت خو په قانون او نظم کې محکم نظام" جوړ کړي. ډېره مهمه دا وه چې "د ملا عمر رژيم په مخ په زياتېدونکي ډول د افغانانو له خوا منل شوى و، ځکه هغوى پکې د نافذې لاروهنې او جنګ سالارۍ پاى وليدله"(مخ33). د امريکې د هوايي قواوو جنرال C.F.Wald ويلي و چې د طالبانو هوايي دفاع او کوماندو او کنټرول (د لومړيو پنځلس دقيقو په شاوخوا کې) ويجاړ شوى وو(مخ23). بې نوم ليکوال وايي چې شمالي ټلواله په افغانستان کې د امريکې د هوايي جنګ لپاره indigenous windowdressing يانې تشريفاتي افغاني سينګار و. شمالي ټلوالې ددې تومنه نه لرله، چې په بې طالب افغانستان کې دې د "ملي حکومت" او يا "دموکراټيک حکومت" د پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي. امريکه د يو داسې "ګروپ" سره غبرګه شوه چې "يوازيني باورمن مشران يې د مسعود د پنجشيرۍ مافيا دويمه درجه سړي (فهيم، عبدالله او قانوني) او وزبک مشر دوستم وو." د ژورناليسټ مايکل ميسينګ په وينا، "ډېر تاجکان" د پنجشېرۍ ډلګۍ غړي "د جنګ جنايتکاران" ګڼي. په افغانستان کې رشيد دوستم هغه "يوازينى خورا ډېر منفور سړى" دى چې دا عادتونه هم ورباندې "ګران" وو: تړلي ملکي خلک او د جنګ بنديان به ې د ټانکونو لاندې کول او په کليوالو (سړيو، ښځو، ماشومانو او په غټه اندازه په پښتنو) باندې به يې تېل تويول او بيا به يې پرې اور لګاوه.
.. having tanks run over trussed-up civilianr or prisoners of war, and dousing villagers-man, women, and children, and overwhelmingly Pashtuns- with gasoline and then lighting them up. (مخونه 34 تر38)
بې نوم ليکوال وايي چې بن لادن په افغانستان باندې د امريکې د حملې له نېټې نه "شپږ ورځې وړاندې" خبر شوى و او له دې امله يې خپلې قواوې تيتې کړې. دغه شان نږدې درې (3) اونۍ وخت (11 سپتمبر تر 7 اکتوبر 2001) هم بن لادن ته ددې زمينه برابره کړه، چې خپلې قواوې خورې ورې کړي او امريکه د عسکري هدفونو له ويشتلو نه محرومه کړي. (مخونه:63تر64). بې نوم ليکوال په دې اند دى، چې امريکه د يوه ټرورېسټي سازمان (القاعدې) سره لاس په ګرېوان نه ده، بلکې د يوه نړۍ وال اسلامي پاڅون Islamic insurgency سره په جنګ کې کېوتلې ده. په يو داسې جنګ کې، چې بالقوه Cybercaliphate يانې برېښناييز خلافت پکې اغېزمن رول لوبوي. د معلوماتو له مخې د القاعدې اغېز نه يوازې د سعودي عربستان په عوامو کې محسوسېږي، بلکې ددغه هېواد امنيتي او ټولنيزو کړيو ته يې هم چلن کړى دى (مخونه:72تر73). دغه شان القاعده د کال 2002 له پيل راهيسې په انټرنېټ کې دوه ويب سايټونه استتعمالوي، چې يو يې Al-Neda او بل يې Al-Ansar نومېږي. له دې لارې القاعده په عراق او افغانستان کې د جنګ په هکله معلومات او بډېرې (تبصرې) وړاندې کوي. په دې ډول په الکټرونيک نړۍ کې اسلامي ټولنه (اُمه) له جسمي جغرافيوي انګړ نه راووتله. د ډيويډ مارتين جونز Jones په وينا، "د بالقوه برېښناييز خلافت د "معنوي" نړۍ" په رواجي بريدونو ولاړه نه ده:
…the "Virtual world of potential cybercaliphate knows no conventional boundaries.
په اسرائلو کې د ټرورېزم نامتو تحليل ګر روين پاز Rueven Paz د يوې نوې ښکارندې (پديدې) اهميت ته ګوته نيولې ده. دغه ښکارنده په "اينټرنيټ مفرسينو" Internet Interpreters راڅرخي، چې په اسلامي ويب سايټونو او اّن لاين مجلو online magazines کې خپلې ليکنې د بن لادن، القاعدې او جهاد په هکله خپروي. د يوه راپورټ له مخې (جنوري 2003)، امريکې په
AL-Neda باندې څلورويشت (24) بريدونه کړي وو چې ميندل او لوستل يې د علاقمندانو لپاره مشکل کړي. (مخونه:79_82). يو تکړه امريکايي تحليل ګر رالف پيټرز Ralph Peters ليکي چې ولسواکي يانې دموکراسي بايد "وګټله شي او زده شي" نه دا چې له هېڅ نه د "فرمان" له لارې جوړه شي. فرماني يانې "فوري" دموکراسي چې نړۍ واله بې ثباتي زېږوي، د امپرياليزم خوشې خبره ده. The ass end of imperialism. دغه شان يو بل ځاى وايي، چې "يوازينى قدرت" چې لويديزې نړۍ ټيټ اټکل کړى دى "د مجموعي تنفر"
Collective hatred قدرت دى. په کال 2003 کې د پيوټرسټ نظر پلټنې Pew Trust Polls له مخې، ټول ټال مسلمانان "د امريکې د سياست سره غليمي لري، نه د امريکې د ارزښتونو سره". (ولولئ مخونه:177،1،167).
په افغانستان کې د امريکې جنګ "لا تراوسه په ماشوم توب کې دى" او د امريکې په مشرتوب د عراق نيول به "د مجاهدينو يو مقناطيس جوړ کړي" چې له هغه يوه نه به ډېر قوي وي چې روسانو په افغانستان کې جوړ کړى و. بې نوم ليکوال زياتوي چې هلاکو په ديارلسمه زييزه پېړۍ کې (1258) بغداد ويجاړ کړ او په سوونو زره مسلمانان يې ووژل. څو ځلې بن لادن د امريکې حکومت "د پېړۍ هلاکو" ګڼلى دى (مخونه:181_182). پوهاند برنارد لويس Bernard Lewis خميني ته ګوته نيسي، چې امريکه يې "غټ شيطان" ګڼلى و. په دې مفهوم چې شيطان د يرغلګرۍ، امپرياليزم او استثمار پرځاى په بل څه پسې لګيا وي: شيطان هغه "تېروېستونکى [او] غولوونکى دى" چې د سپېڅلي قراّن په وينا، "د انسانانو زړونو ته پس پسى کوي" in the hearts of men whispers. يانې د پوهاند لويس په اند، د امريکې کلتور چې په اخلاقي فساد کې ډوب دى، پر اسلامي ټولنو اغېز اچوي. ددې په مقابل کې بې نوم ليکوال داسې دريځ نيولى دى:(الف) د خميني په کچه د بن لادن وينا په اسلامي نړۍ کې ډېر زور لري ځکه بن لادن سني مذهبه دى، چگې د مسلمانانو ډېره کيان جوړوي او خميني شيعه مذهبه و چې د مسلمانانو لږه کيان جوړوي.(بي) بن لادن په مجرد ډول په لويديز تمدن نه لګېږي، بلکې په ځانګړو خاورينو غوښتنو راچاپېر دى. د کتاب د ليکوال په وينا، بن لادن په دې باور لري، چې امريکه invader,imperialist, and exploiter په يرغلګرۍ، امپرياليزم او استثمار کې اخته ده. په بله وينا، د بن لادن مرکزي موخه (هدف) دا دى، چې امريکه له منځني ختيز او له ټولې اسلامي نړۍ نه وباسي. په دغه ارت هدف کې ځانګړې غوښتنې خوندي شوې دي، چې د کتاب ليکوال يې د بن لادن بهرنى سياست ګني، په دې ډول:
1_امريکه دې د اسرائيلو له ملاتړ نه لاس واخلي او په فلسطين کې دې اسلامي دولت رامنځته شي.
2_له اسلامي خاورې نه دې ټولې لويديزې قواوې ووځي.
3_د امريکې له خوا دې د افغانستان او عراق اشغال پاى ته ورسېږي.
4_د امريکې ملاتړ دې د روسيانو، چينايانو او هندوستانيانو سره چې په مسلمانانو زور زياتى کوي، پاى ته ورسېږي.
5_په اسلامي هېوادونو کې د انرجۍ زخيرې دې د مسلمانانو په واک کې شي او د انرجۍ د موادو بيه دې د بازار له لارې وټاکل شي، نه د امريکې د فشار له لارې.
6_په اسلامي هېوادونو کې دې د امريکې ګوډاګي رژيمونه پاى ته ورسېږي او پر ځاى دې يې د ملاعمر د رژيم په شان رژيمونه ودرېږي.(مخونه:210_212).
د کتاب ليکوال د لوستونکيو پام دې ټکي ته راګرځوي، چې:"... دا په فکر کې وساتئ چې د مسلمانانو لپاره څومره اسانه ده، چې د امريکې [د حکومت دغه] شپږ سياستونه وويني، واوري، تجربه کړي او تنفر ورنه وکړي..." په بله وينا په اسلامي نړۍ کې د امريکې د حکومت سياسي، اقتصادي او عسکري کړاندو (عملياتو) ددې لپاره زمينه برابره کړې ده، چې مسلمانان له امريکې نه تنفر وکړي او د بن لادن د "دفاعي جهاد" defensive jihad چغه توده وساتي (مخونه:10_12_240_241_248_). د کتاب ليکوال زياتوي، چې "پر عراق باندې د امريکې يرغل اوسامه بن لادن ته د امريکې له خوا تحفه ده".(مخ212).
د کتاب ليکوال وايي چې امريکه يوه "ريښتوني" بحث ته اړتيا لري، هغه ارت بنسټ، ملي بحث ته چې د امريکې ملي ګټي توضيح کړي. وروسته له هر اړخيز بحث نه هره پرېکړه چې وي، بايد د ټولو امريکايانو له خوا ومنل شي. په دغه بحث کې دې يوازې د هغو سروالو پټو (نخبو) په ګډون بسنه ونه شي، چې د ځانګړو سياسي، تجارتي او ديني ډلو تر اغېز لاندې وي:
Not solely by their [Americans] elites with guidance, lobbying, money, and machination of oil companies, weapons makers, evangelical preachers, and Israel and its acolytes. P.259.
بې نومه ليکوال کاږي چې په امريکه کې "به څوک ددې جرئت ولري چې په اسرائيلو نيوکه وکړي" او يا "په لا زيات بدعت سره" د امريکې د ملي ګټو په اړوند کې د اسرائيلو سره د امريکې د يو اړخيزې ټلوالې "ارزښت د پوښتنې لاندې ونيسي". په امريکه کې له اوږدې مودې راهيسې دين له دولت نه بېل دى او رسمي دين د دموکراتيکې ټولنې سره نه جوړېږي، خو واشنګټن هر کال اسرائيلو ته څه دپاسه درې بليون ډالرې ورکوي. په داسې حال کې چېي اسرائيل ځان په جګه چغه "د يهودانو دولت" او دموکراسي ګڼي.
With U.S backing, Israel has developed weapons of mass destruction at a pace it desired. P:227.
کارل فون کلاوزيويڅ Karl von Clausevitz هغه مفکر جرمن جنرال و، چې په برلين کې د حربي پوهنتون مشر هم و (1818_1830). د نوموړي مشهور اثر "د جنګ په هکله" Vom Kriege نومېږي او په انګرېزي کې يې سرليک On War دى. که ومنو چې نيکولو مکيا ويلي په خپل "شهزاده" نومي کلاسيک، وتلي کتاب کې د سياست فلسفه خوندي کړې وه، نو وبه وايو چې درې سوه شل (320) کالونه وروسته فون کلاوزيويڅ به په خپل ذکر شوي وتلي کتاب کې د جنګ فلسفه انځور کړې وي. د فون کلاوزيويڅ په اند، جنګ بايد منطقي وي (لګښت او ګټه يې بايد اټکل شوي وي)، لوښيزوي يانې د هدف د برياليتوب لپاره وسيله او اله وي او ملي وي يانې په ملي ګټو ولاړ وي. Instrumental, national, rational. مطلب دا چې ملي ګټې له جنګ نه لوړې او مهمې دي. د فون کلاوزيويڅ په اند، جنګ د "زورعمل" دى، چې مقابل اړخ "زموږ ارادې ته" په ګونډو کوي. دى وايي، چې په جنګ کې بايد د غليم "د ثقل مرکز" ړنګ شي.
بې نوم ليکوال وايي، چې امريکه د بن لادن سره په جنګ کې اخته ده، خو په دغه جنګ کې امريکه د هغه څه په لټه کې ده، چې فون کلاوزيويڅ ورته د غليم د ثقل مرکز ويلى و. مطلب يې دا دى چې که د غليم د ثقل پر مرکز بريد وشي، په پايله کې به يې غليم ماتې وخوري. د امريکې مشران هم د بن لادن په سمڅو او د هغه په کدرونو بريدونه کوي او د هغه په مالي زيرمو، تربيوي نصابونو او خيريه جالونو پسې سوړې لټوي، خو بن لادن د فون کلاوزيويڅ نظريه پر سر ودروله. بن لادن په رواجي ډول د ثقل مرکز نه لري. هغه نه هېواد لري، نه ښارونه لري، نه اقتصاد لري، نه د قدرت سرواله پټه (نخبه) لري... او نه منظم پوځ لري. د ى وايي، چې د بن لادن د ثقل مرکز په اسلامي نړۍ کې د امريکې په اوسنيو سياسي، اقتصادي او عسکري اقدامونو کې پروت دى. په هغو اقدامونو کې چې وړاندې ورته د شپږو ټکو په ليسټ کې ګوته نيول شوې ده او د امريکې په مقابل کې د بن لادن "دفاعي جهاد" defensive jihad ته انرجي ورکوي. "ترڅو چې دا واقعيت د امريکايانو او د دوى د مشرانو له خوا نه وي منل شوى" بن لادن به د ټکټيکي بايلنو په بيه د خپل ستراتيجيک جنګ ګټلو ته دوام ورکړي. (مخونه:262تر263).
د امريکې د مرکزي استخباراتو CIA مشر جورج ټينيټ Tenet د کال 2004 د فبرورۍ په وروستيو کې په کانګرس کيې د مشرانو د جرګې د استخباراتو کمېټې Senate Select Committee on Intelligence ته وويل، چې د بن لادن له خوا خطر په وده کې دى: امريکې د القاعدې پر ضد "د کتنې وړ ګامونه" پورته کړي دي. "خو په ما بايد غلط پوه نه شئ. زه نه وايم چې القاعاده مړه ده." ټيڼيټ زياتوي، چې د نړېوال ټرور خطر په القاعده پورې منحصر نه دى، بلکې "زده کوونکې" القاعدې "په خپلې مفکورې سره نور ککړ کړي دي". Infected، په هغې مفکورې سره چې د امريکې متحد ايالتونه پکې "د اسلام د ستر غليم په څېر انځور شوي دي." ددغه ډول ډنډورو د "پرله پسې ودې" Seady growth او په "ارته کچه د القاعدې د مخرب مهارت د تيتېدلو" له لارې په رتلونکي کې "يو کلک خطر" serious threat ليدل کېږي، دا چې پخپله القاعده به پکې لاس ولري او يا به يې ونه لري (مخ262).
George F. Tenet, "the worldwide threat 2004: challenges in a chanping Global Context", statement to Senate Select Committee on Intelligence, 24 February 2004.
بې نوم ليکوال وايي چې د جورج ټينيټ وينا واورېدل شوه، خو چا پرې غوږ ونه ګراوه. دغه ليکوال که له يوې خوا د جورج ټينيټ په وينا کې پرته زړه ورتيا ستايي، نو له بلې خوا پکې د infected پر ټکي نيوکه کوي، چې د زهرجن کولو او ککړ کولو په مانا دى. دى وايي چې ټيڼيټ د سناټورانو د ارامولو لپاره دغه ټکى کارولى دى. ليکوال زياتوي، چې بن لادن نور مسلمانان په ويرويس Virus نه دي ککړ کړي، بلکې هغوى ته يې الهام ورکړى دى او تحريک کړي يې دي (inspired and instrigoted) (مخ 262). د ټرورېزم پر ضد جنګ ددې تومنه لري، چې "زموږ د زوزات له ژوند نه اخوا" اوږد شي او په غټه کچه د امريکې په خاوره کې پلى شي (مخ XI). بې نوم ليکوال "په کلک ډاډ" سره وايي، چې القاعده به پر امريکې باندې د 9/11 له بخولى نه (ډېر زيان اړوونکى" بريد وکړي او کېدلى شي چې په هغه کې د وګړيزې وېجاړتيا وسلې هم وکاروي. (مخ XII).
دغه شان د CIA مشر جورج ټينيټ هم د کال 2004 د فبرورۍ په 24مه نېټه "خورا ژوره اندېښنه" څرګنده کړې وه، چې "دا غليم" په خپل تکل ولاړ دى، چې "بخوليزې وسلې" Catastophic weapons لاسته راوړي او ويې کاروي. د جورج ټينيټ د ذکر شوې وينا ټول متن په لاندينيو دوه ويب سايټونو کې کتلى شئ:
http://www.cia.gov/cia/public_affairs/speches/2004/dci_speech_02142004.html, pp.18
http://www.fas.org/irp/congress/2004_hr/022404tenet.html, pp.20
دلته cia.gov پخپله د cia ويب سايټ دى، چې په 18 مخونو کې پکې د Tenet وينا خوندي شوې ده او ورپسې fas.org د امريکې د پوهانو د ټولنې يانې د Federation of American Scientists ويب سايټ دى، چې ذکر شوې وينا پکې په شل مخونو کې خوندي شوې ده. [2 دسمبر 2004].
پوهاند شيبلي تلهامي Shibley Talhami په ميډل ايسټ جورنال (ټوک 56،لومړۍ ګڼه، ژمى 2002) کې کاږي چې "د امريکې اوسنى سياست" د منځني ختيز د خلکو "زړونه او فکرونه" ګټلى نه شي. يانې څوک چې پخپله بې اتباره وي، پيغام به يې څه اتبار ولري (د بې نوم ليکوال کتاب، مخ 15). پيوټرسټ نظر پلټنې Pew Trust polls په کال 2003 کې وميندل، چې مسلمانان د امريکې د "پاليسيو سره غليمي لري، نه د امريکايي ارزښتونو سره" (مخ 167). سره له دې چې د افغانستان او شوروي اتحاد ارزښتونو له يو بل سره غټ توپير لاره، دواړه هېوادونه د يو بل سره په سوله ييز ګاونډيتوب کې اوسگيدل. خو هغه مهال چې شوروي پوځونو په افغانستان يرغل وکړ، افغان ملت په دغه عمل کې د خپل دين او خپلې خاورې سپکاوى وليد او له دې امله يې دفاعي جهاد ته ورودانګل. خو امريکې د شورويانو له تجربې نه زده کړه ونه کړه، که څه هم له 1979 راهيسې د امريکې استخباراتو، پوځ او د کانګرس کړيو په افغانستان کې پخه تجربه لرله. ليکوال وايي، چې د کال 2001 له نومبر راهيسې د کابل په رژيم کې پښتانه "اصلاً واقعي استازولي نه لري".
There is virtually no genuine Pashtun representation in the regime. P:40.
هغه څه چې په افغانستان کې د امريکې په مټ رامنځته شوي دي، افغانستان به "يوې بلې په وينو لړلې" لوبې ته ورسيخ کړي، چې کوم وخت به ورنه" د پښتنو په برلاستيا" يو داسگې اسلامي نظام راووځي، چې بې له نومه به يې نور هرڅه طالبانو ته ورته وي.(مخ 29).
…restoration of a Pashtun-dominated Islamic government that would mirror the Taleban in all but name.p:29.
راوبه ګرځم پر کتاب باندې يو څو نيوکو ته:
1_ بې نوم ليکوال وايي چې د بن لادن د ثقل مرکز د اسلامي نړۍ په مقابل کې د امريکې په اوسنيو سياسي، اقتصادي او عسکري عملياتو کې پروت دى. که واشنګټن غواړي، چې د بن لادن د ثقل مرکز ړنګ کړي او ماتې ورکړي، بويه دا چې په خپل سياست کې دې هم بدلون راولي. دى زياتوي چې په امريکه کې يوه ارت، ملي بحث ته اړتيا ده چې د امريکې ملي ګټې توضيح کړي، خو ليکوال په خپل کتاب کې ددغسې بحث د تنظيمولو لارې چارې ته ګوته نه ده نيولې.
2_ يو وتلى امريکاي روڼ اندى ګورويدال امريکې ته "د هېرتيا متحدايالتونه" ويلي دي. روغه به دا واى چې که بې د لوستونکيو د زده کړې لپاره په افغانستان کې د شوروي پوځونو پر ترخه تجربه يو څه زياته رڼا اچولې واى. په دغه اړوند کې ليکوال له لانديني کتاب نه هغومره چې لازمه وه، ډئگره ګټه نه ده اوچته کړې:
Lester A. Grau, and Michael A. Gress (eds./trans.), the soviet-Afghan war: How a super power fought and lost. Lawrence, KS: university of Kanas Press, 2002, xxvii and 364 p.
3_ ليکوال په "نيويارکر" مجله کې د جان لي اندرسن پر ليکنه حواله ورکوي او په لمن ليک کې يې هم خوندي کوي. خو ما د John Lee Anderson د يوه نوم لاندې هم د کتاب په اخنځايونو (منابعو) کې د ليکنې سرليک ونه ميند.
4_ که بې نوم ليکوال د سيناټ د استخباراتو کمېټې ته د CIA د مشر ټيڼيټ د وينا په شان (24_2_2004) د دفاع د وزير رمسفيلډ ليک (16_10_2003) هم معرفي کړى واى، استدلال به يې لا زيات زور ميندلى واى. رمسفيلډ دغه ليک جنرال ډيک مايرس، پاول ولفوويتڅ، جنرال پيټ پيس او دګ فايت ته ليکلى و، چې ما يې ځينې برخې ددې ليکنې په پيل کې معرفي کړي دي.
5_ د کتاب د ګڼڼې (فرضيې) د غښتلي کولو لپاره په ښاېسته ښه کچه اړوند معلومات وړاندې شوي دي، خو د بې نوم ليکوال د وينا سبک خال خال تکراري دى.
د کتاب ارزښت د ليکوال په اخلاقي جرئت کې ځلېږي: دى وايي چې امريکه يوه "رېښتوني"، ارت بنسټ بحث ته اړتيا لري، چې ملي ګټې يې توضح کړي. په دغه ملي بگحث کې دې يوازې د هغو سروالوپټو (نخبو) په ګډون بسنه ونه شي، چې د ځانګړو سياسي، تجارتي او ديني ډلو تر اغېز لاندې وي. دى زياتوي چې په اسلامي نړۍ کې د امريکې عملونه د امريکې پر ضد دبن لادن "دفاعي جهاد" ته انرجي ورکوي. "ترڅو چې دا واقعيت د امريکايانو او د دوى د مشرانو له خوا نه وي منل شوى" بن لادن به د ټکټيکي باېلنو په بيه د خپل ستراتېجيک جنک ګټلو ته دوام ورکړي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←