د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول
احمدشاه ابدالي جرګه
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول ***احمدشاه ابدالي بابا
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته *** هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني *** وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
تېري تکل نه و کړى. احمدشاه ابدالي د پښتنو له نظره د هغه ايډيال تمثال و چې يو پښتون بايد جنګيالى، د ايمان خاوند، سخاوتمن او پياوړى وي..."
د انګريزانو په تاريخ کې ١٧٦١ ميلادي کال "خورا غوره کال" بلل شوى دى. په همدې کال وو چې د تاريخي معاصر افغانستان بانى، احمدشاه ابدالي، د ډيلي شمال په دېرش ميله واټن د پانيپت په ډګر کې د راجپوتو او مرهټه "عظيم ځواک" مات کړ. د مرهټه فدراسيون چې د هند په نيمه وچه کې خورا لوى ځواک و، وځپل شو. پدې موکه په هندکې د مغُلو د يوسل اتيا کلنې امپراتوري موثر ځواک هم کاواکه و. د اتلسمې پيړۍ له پيل سره د مغُلو امپراتوري، چې په ١٥٢٦ کې د بابر قدرت ته په رسيدلو پيل او په ١٧٠٧ کې د اورنګزيب له مړينې سره له پښو ولويده، په دوه برخو ويشل شوې وه. د هغې پياوړې برخه، "نظام حيدراّباد"، پر مرکزي هند نيمه-حکومت کاوه. په ١٧٣٨کال د پارس لښکرو په شمالي هند باندې د يرغل په پايله کې د ډهلي ښار ويجاړ او د مغلو "تخت طاوس" يې له ځان سره تهران ته يووړ.
په سيمه کې له افغانستان پرته پر مسلمانانو د ظلم د مخنيوي لپاره بل قدرت پاتې نه و. هندي مسلمانو شهزادګانو او هندي راجګانو پرې د مرهته و او راجپوټو له استبداد څخه د ځان ژغورلو لپاره احمدشاه ابدالي ته د مرستې د اميد سترګې ور اړولې.
په ١٧٦٥ ع کال مغُل امپراتور د بنګال پرنګي ګورنر جنرال، رابرت کلايو، ته په بنګال کې د ماليې د ټولولو واک ورکړ او پدې توګه د "ختيځ هندشرکت"، چې لا تر همدې نيټې پورې يواځې يو "پساري" کمپنۍ وه، د "هندوستان د سياست برخه وګرځيد"، او پر ګرد هند د ولکې موندلو په لټه کې شو. نو لدې کبله و چې د ختيځ هند شرکت احمدشاه درانى، چې يواځنى سيمييز ځواک و چې د هند مسلمانان پرې ډاډه او د مرستې غوښتلو لاسونه يې ورغزول، د خپلو نيتونو او پروګرام په مقابل کې خنډ باله. پرنګيانو په سيمه کې ديوه پياوړي افغانستان شتو ته په تشويش سره کتل. برتانيا پدې پوهيدله چې که ډيلى د افغانانو په ولکه کې پاتې شو، نو پر ټول هند د برتانيا د حاکميت شونتيا به خورا کوچنۍ وه.
اندري سنګر د خپل کتاب، "د خيبرڅښتنان"، په ٣٩ مخ کي ليکي چې ابدالى احمدشاه: " پارسيانو، هنديانو او برتانوي کالوني جوړوونکو ته ښودلې وه چې پښتانه داسې يو ملت دى چې پکې دوى ته د ګواښ شونتيا "پوتانشيل" شته، بايد ورڅخه وويريږي او مخنيوى يې وکړي."
د شپږويشت کلني سلطنت په بهيرکې، احمدشاه ابدالي، له هغه نه وروسته چې د اموسين، سيستان او اباسين ترمنځ يې د افغانستان طبعي ملي سرحدونه ټينګ کړل، په هند او پارس باندې يې نهه ځله يرغلونه وکړه. د هر يوه بري په نتيجه کې يې فتح کړې سيمې، د حايلي [Buffer States] دولتونو په توګه، بيرته اكثراً ماتو شويو شهزادګانو او حکمرانانو ته پريښودلې او پخپله به وطن ته راوګرځيد. پنجاب يې تر نورو ټولو "تابعدار"، رنجيت سنګه، ته ورکړ؛ له امو نه ها خوا يې بُخارا ساتله. او په لوېديځ کې يې د خراسان پر پلازمېنه، مشهد، يې د نادر افشار لمسى، شاهرخ کېنولى و. د شاهرخ په شاهي مهر کې دا لاندې بيت حک [کيند] شوى و:
يافت از الطاف احمد پادشاه
شاهرخ بر تخت شاهى تکيه گاه!
د افغانستان د معاصر تاريخ ځنې څيړونکي دا خبره، چې احمدشاه دراني په ګټلي هند کې د افغان واکمنۍ ستنې نه وې ټينګې کړې، د نوموړي "ستره سياسي غلطي" بولي. د افغان دراني ځواک له خوا په پاني پت کې د مرهټه و د پياوړو لښکرو د ماتې په اړه يو انګريز تاريخپوه، براين لاپينګ په خپل کتاب، "دامپراتوري پاى"، کې ليکي چې: ".. افغانانو په ١٧٦٠ کال د پاني پت په جګړه کې د هند ټول پوځي ځواک، چې راټولولى يې شو، مات کړ. افغانان هم له هند څخه ووتل او په دې توګه په شمالي هند کې د قدرت خلا منځ ته راغله چې د راتلونکو څلويښتو کلونو د پاره هيڅوک د هغې په ډکولو ونه توانيدل.."
نو ايا ولې احمدشاه درانى چې د ده د فهم او کفايت په نتيجه کې د افغانستان قبايلي سيستم د لومړي ځل لپاره په يوه پياوړي ملي بنسټ بدل شوى و، داسې سياسي غلطي کړې وه؟ ددې پوښتنې په ځواب کې دا خبره د يادولو وړ ده چي، که څه هم له ښکيلاکي منطق سره پورتنى اعتراض پرځاى څرګنديږي، مګر احمدشاه ابدالى د امپراتوري د جوړولو خوبونه په سر کې نه روزل. په واقعي توګه د اسلام، مسلمانانو او بشريت په خدمت کې ولاړ او هر ځل په هند کې د مسلمانانو له خوا بلنه ورکول کېده چې پرې د پياوړي غليم د استبداد پر وړاندې د هغوى مرستې ته ورشي. احمدشاه ابدالي خورا مومن او متواضع انسان و، د ښکلې پښتونخوا د غرونو په مينه يې د ډيلي تخت هېراوه، او ورته ".. پښتون پاتې کيدل تر دې چې د يوه فاسد پادشاه په توګه فاسد جلال ته مخه کړي، زيات د اهميت وړ وو. د ده د ملت، افغانانو، په نظر داسې فاسد جاه او جلال له پارسيانو او مغلو سره ښه زيبيده." د ابدالي بابا يوه خورا نامتو مقوله چې "په نړۍ کې هيڅ سيمه هم د هغې ځمکې ځاى نشي نيولى چې انسان پکې خاپوړې کړې وي"، د ده په هکله دا اثباتوي چې لومړى افغان و، او بيا وروسته امپراتوري جوړوونکى…" په پښتو ژبه يې شعر ليکه، او اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو کيدو په پيغامونو رنګين وو:
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
په هند کې د ده چالچلن په دې نيمه وچه کې مسلمانانو ته د ښيګړو رسولو په غرض ولاړ و، او بيله استثنا په ټولو مواقعو کې په هند باندې د ده يرغلونه د مسلمانانو پرضد د تيريو په ځواب کې وو. هرځل به چې ظاهراً داسې تيري سر ته ورسيدل، نو احمدشاه دراني به هم خپله دنده سرته رسيدلې وبلله او لدې کبله يې د افغانستان د امپراتورى د جوړولو هڅه نه کوله.
احمدشاه ابدالى خپل ټول ژوند د خپل ولس خدمت ته وقف کړى و او پدې ليار کې بريالى و. غلام محمد غبار د "افغانستان در مسير تاريخ" په ٣٥٧ مخ کې ليکي چې د افغان ملت احمدشاه ته د ده د خدمتونو او شخصي تقوى له کبله بابا او غازي وايه. ځکه چې احمدشاه يواځنى پاچا و چې تاج يې په سر نه ايښود، پګړۍ يې تړله، چپن او موزې يې پښو کولې او د تخت پرځاى پر ځمکه کيناست … د خلکو د قضاياو په حل او فصل کې يې له انصاف څخه کار اخست او له هغو قوانينو څخه چې پخپله يې وضع کول جداً پيروي کوله. حريص نه و او د خپل سلطنت په اوږدو کې يې له تجمل او عياشي څخه کار وانخست. په هيڅ جګړه کې يې له دښمن څخه تيښته نه وه کړې، او د خپل ملت سره يې په تواضع او نرمي چالچلن کاوه. په مجازاتو کې يې د انسان د غړو پريکول او په تشريفاتو کې يې خشوع او ټيټيدل تحريم کړي وو. د سلطنت په چارو کې يې د خپلې کورنۍ غړي له لاسوهنې او ونډې اخستلو څخه منع کړي وو او يواځې يو زوى، تيمورشاه، يې د جهان خان پوپلزي تر لارښوونې لا ندې د حکومت او نظامي چارو د زده کولو د پاره روزه. د کندهار ښار يې اباد او د هيواد پايتخت و.
ډاکتر ګنداسنګه، چې د احمدشاه درانى د ژوند په اړه يې کتاب ليکلى او سرمحقق مرستيال نصرالله منګل سوبمن هغه ژباړلى، د دې کتاب په سريزه، ٣٠ مخ کې، ليکي چې ".. يوه سيک ته به ښايي دا عجيبه وبرېښي چې د يوه افغان اتل په باب په دومره درناوي څه وليکي. د تاريخ يو متوسط شاګرد، سيکان او افغانان يوازې د دښمنانو په حيث پېژني ... څنګه چې د احمدشاه دراني د ژوند بيان پرته له دې چې د افغان سيمو د وحدت او استحکام لپاره د ده هڅې شرح کوي، په پنجاب کې د تفوق په غرض د افغانانو او سيکهانو مبارزې ښيي. نو د هغې له مخې يو سيک کولاى شي په اتلسمه پېړۍ کې د افغان "امپراتورۍ جوړوونکي" هيلې او صفات په خاصه او ځانګړې توګه درک او تقدير کړي...
پينځه ويشت کاله پخوا چې د شمالي هند د اتلسمې پېړۍ د تاريخ په پلټنه او څېړنه لګيا وم، احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسيا د يوې سترې تاريخي څېرې په توګه په ما اغيزه وکړه. زه د ده پرخلاف د تعصب له مخې رالوى شوى وم او ماته يواځې دا رازده شوي وو چې دى يو داړه مار او لوټمار مشر دى چې د ولجې لپاره په هند راښکته شو او په ټنونو هندي سره زر او په زرهاو هندي مريان يې افغانستان ته له ځان سره يوړل. خو هر څومره چې مې د ده په باب زياته مطالعه وکړه هغومره د هغه د سترتوب خصوصياتو[ځانګړنو] په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته يې پخپله نفوذ وموند."
حتى د افغاني ناسيونالزم او افغانانو خورا بيباکه غليم، اولف کيرو (Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې احمدشاه ابدالى د افغانانو په زړونو او رګونو کې راپارول. د "پټهان" په نوم په خپل کتاب کې، کيرو ليکي چې د نوموړي "… د کورنۍ نوم لا اوس هم ... د افغانانو د وفاداري احساسات راپاروي. د نوموړي د برياو يادونه زموږ د زمانې د لويديځ پاکستان د هيوادپالو په ذهنونو کې هم احساسات ژوندي ساتلي دي. احمدشاه د طبعي نبوغ څښتن و … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم زړه- سواند خوى يې درلود او تر کومه پورې چې شونې وه، پر جنګ يې روغې جوړې ته يې ترجيح ورکوله …"
د علامه اقبال په وينا:
از دل و دست ګهر ريزى که داشت
سلطنت ها برد و بى پروا ګذاشت
"احمدشاه ابدالي هېڅکله هم د افغانانو ژوند ليار، پښتونولي، نه هېروله. هېڅکله يې پر خپلو دودونو د تېري تکل نه و کړى. احمدشاه ابدالي د پښتنو له نظره د هغه ايډيال تمثال و چې يو پښتون بايد جنګيالى، د ايمان خاوند، سخاوتمن او پياوړى وي. د ده د زمانې د يوه څېړن له قوله، احمدشاه بابا لوړ، غوښن او پياوړى و. مخ يې په ځانګړې توګه پراخ، ږيره يې توره او بڼۀ يې سپينه ده. په ټوليزه توګه، څېره يې شاهانه، نامعمول وياړ او عزم استازولي کوي."
"ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي. يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا هډانې يې ترې وتروړل شي."
يا ربه توفيق
26.07.2010
i- Andre Singer, ´Lords of the Khyber´, - p39
i- ´´… The Afghans, destroyed the greatest army India could muster – at the battle of Panipat in 1760. The Afghans then also withdrew, leaving a power gap in northern India which nobody succeeded in filling for forty years…,´´ Brian Lapping, ´End of Empire´, p20
i- ´…He did not have imperial ambitions. A well-known statement by Ahmad Shah that “Nowhere in the world can replace the ground on which one crawled in childhood´´, stamped him as being Pashtun first and an empire builder second..´, Sir Olaf Caroe, ´The Pathans´, - p259.
Ahmad-Shah Abdali never overlooked the Afghan way of conduct. He never attempted to violate any traditions. ´Finally´, according to Andre Singer, ´but of vital importance, Ahmad-Shah Abdali exemplified to his fellow Pashtuns all that an ideal Pashtun should be – a good warrior, religious, generous and strong. A contemporary described him as: ´Tall and robust, and inclined to being fat. His face is remarkably broad, his beard very black and his complexion moderately fair. His appearance upon the whole is majestic and expressive of an uncommon dignity and strength of mind.´
