اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو ځانګړى تورى

چاې پلوو د مخه پورته نه کړى
پښتو لاهسى بکره پرته ده

دوى درې اونى په ورځپاڼه کښې موږ دا پوښتنه راپورته کړى وه چې دا رښتيا دى چې پښتو د څو ژبو مور ده او دا چې پښتو د نړۍ د پخوانى ژبو څخه يوه ده چې دوو زره څخه هم زياته عمر لرى خو داخبره هغه وخت موږ سپنوى شو چې کله موږ په خپله ژبه کښې بنسټيزه پلټنه او(RESEARCH)وکړو بيا به موږ په دى اړه څه ويلې شوى خو دبده مرغه موږ دخپلې ژبى پښتو دپاره په سلوکښې يوه برخه هم کار نه دى کړى خو په تېرو وختو کښې د يوه نامتو ليکوال او ژبى شنونکى نوم اخستى شو چې هغه تر خپله وسه دومره کار کړى دى چې موږ ويلې شوى چې دا هم يو لوئى غنيمت دى دا سړى ارواښاد د علامه عبدالځى حبيبى دى خو د بده مرغه د افغانستان د وخت حکمرانانو و علامه ته او ددوى دپائى ليکوالانو او شنونکو ته هغه آسانتياوى ورنه کړى چې دوى د هغه کار مخ په وړاندى وړى وى خو تر ټولو لويه خواښنونکې خبره لاداهم ده چې د علامه عبدالځى حبيبى د وخت نور علامه ګان ونه توانيدو چې دوى خپل د هغه ليکل شوى کتابو چاپ کړى ځکه چې اوس هم د يو شمير ليکوالانو کتابونه هم داسې په چاپه پاته دى که څه هم په دا اوسينو څو کلو کښې ځينې کتابونه چاپ شوى دى چې د کابو يو لوئى شمير اوس د پښتنو په لاس کښې دى موږ په پښتو کښې د سعدى او خيام او د انګريزى شکپئر وارو ليکوالان اود لوړى کچى رڼ انده او شاعران او شنونکى لرو خو زموږ د ټولو بدمرغى داده چې موږ خپل د هغه وراثت او پاته نه د راټوله کړى او کتابى بڼه مې نه د ورکړى خو نورو د خپلې ژبى هر څه راټول کړى او هغه ته د کتاب بڼه ورکړى که څه هم د دوى سره د حکومت مرسته ورسره وه او ده او پښتانه ليکوال شنونکى او نور ددې آسانتياو څخه بې برخى پخوا هم پاته شوى او اوس هم پاته دى ددې سره سره چې پښتانه افغانان داوه لرى چې د دوى مرکز افغانستان دى دانه چې د هغه مرکز د سره څخه څه نه دى کړى خو دومره څه ې نه دى چې څومره کول په کار وو په کاردې چې د افغانستان د پښتو په ګډون د ټولو ژبو د چيړنو يو مرکز جوړ شى او د پښتو دپاره چې کوم مرکز جوړيږى په هغه کښې د کرغړنى کرښې ودى خواته و لوړ پوړو ليکوالانو او شنونکو ته هم برخه ورکول شى په تېرو مياشتو کښې په کابل کښې د يوه مرکز اعلان وشو چې د لربر څخه پښتو ليکوالانو او شنونکو ګډون هم پکښې کړى وو او ډېرى لوئى اواځى ې هم پورته شوى خو د څو مياشتو د تېريدو وروسته په دى اړه څه نه دى اوريدل شوى لکه د سره څخه چې څه نه ووشوى..؟
خبره د خوشحال بابا د شعر پيل شوى وه نو بيرته و خپلې خبرو ته راځو زه څو واره د کوئټى د ملګرو ليکوال و غونډى ته ورغلى وم چې و ګورم چې دوى خپل د هغه بهير څنګه و مخ ته وړى دوى چې د پنځلو څخه تر شلو پورى وو هر يوه خپل خپل شعرو اوروى او لکه څنګه چې مشاعرو کښې ليدل کيږى واه واه ارشاد ارشاد يوواربيا هم د هغه غبرګون په هر غونډه کښې ما وليدى زه هم د دوى په مينځ کښې ناست وم چې کله وار ماته راووتى نو ماته هم وويل شو چې څه واروروم ما ورته وويل چې زه خو شاعر نه يم نو زه څه ووايم داتاسى چې څه کوى د هغه خو شاعران کولى شى خو د دوى ې کورودان ماته وويل چې څه خوو وايه ما هم د لوئى څښتن(ج) د نامه څخه خپله خبره پيل کړه او وموويل چې شاعرى په يوه ژبه کښې ډېر لوئى ارزښت لرى خو پښتو کښې شاعرى دومره ډېره ده چې د پښتو نور پرمختيائى کارونه پاته دى نو ځکه چې پښتو په نورو څانګو کښې دومره پرمختيا نه د کړى په کاردې چې موږ اوس ودى خواته چې د پښتو ژبى شتنه هم پکښې راځى ودى ته پاملرنه وکړو او بيا مې د لوئى خوشحال بابا د پورتني شعر حواله مې ورته وړاندى کړه او په دى ترڅ کښې ما ورته وويل که په نورو نړۍ والو ژبو سره پښتو ژبه پرتله شى نو يو شمير تورې دى چې په دواړو ژبو کښې ګډ او مشترک دى که په دى کارو کړونو به ودى ځائى ته ورسيږى چې رښتيا هم پښتو د ډېر و ژبو مور ده او ما دهغه دانګريزى اواردوژبى ګډ تورى وړاندى کړو.
۱..ديوال ،ديوار، وال WALL ۲..نوم، نام نيمNAME ۳.. ياغى، باغى، دور، دور ۴..خوشى، خوشى ۵..خپه، خفه ۶.. ډوب، ډوب ۷..ښادى، شادى ۸..سوارلى، سوارى ۹..په کسته ، قصدا ۱۰..مخور، مغير ۱۱..هيڅ، هيچ ۱۲..سادار، ساده ۱۳..سوب، سبب ۱۴.. کنډوالى، کهنډرات ۱۵..شمير، شمار ۱۶..ځوان، جوان ۱۷..نغدى، نغذى ۱۸.. وازه، واضع ۱۹.. الکار، اهل کار ۱۹..هوار، هموار ۲۰.. سورى، سوراخ ۲۱.. ښار، شهر ۲۲..تلل، تول ۲۳..بيځايه، بى جا ۲۴..سپکوالى. سپکى ۲۵.. بيبان، بيابان ۲۶..فلانکى، فلانا ۲۷..علامى، علامات ۲۸.. خواست، درخواست
داسې که موږ يو شمير تورى په اردو ژبه کښې ولټو وياې په بله ژبه کښې و ګورونو داخبره به څرګنده شى چې هوپښتو د ډېرو ژبو مور ده خو د بده مرغه يو خو موږ په خپله ژبه کار نه دى کړى بله دا چې د پښتو ژبى سرپرستى د يوه دولت لخوا نه د شوى بلکى د پښتو د ګډه ولو دپاره د بيلو بيلو لارو که هغه خپل دى که پريدى په لويه کچه کار شوى او کيږى پښتنو رڼ اندو ته په کاردې چې نه يواځى د هغه لاسونه غوڅ کړى بلکې د خپلې ژبى د پلټنى (RESEARCH) او نورې پرمختيا دپاره په هلو ځلو لاس پورى کړى.
بيا څو ورځى وروسته يو ملګرى د هغه د انګريزى او پښتو ګډ تورى راکړى او ماته راکړو چې هغه دادې نوى NEW لکه LIKE درې THREE نوم NAME داود DAVID نهه NINE هسک SKY نټه NOTپلن PLANE دوئى THEY يم AMوار WARآګى EGGهوکى OK.
دا خو يواځى يو څو تورى دى چې په لږ هلو ځلو د پښتو او انګريزى يو بل ته د ورته والى د څرګندولو دپاره را ټول شوى دى که بشپړه پلټنه وکول شى چې بې شميره داسې يو بل ته ورته تورې به را واستل شى خو د بده مرغه په دى اړه موږ څه کارنه دى کړى زه پخپله په دى اړه ډېر باورى يم چې په رښتيا هم پښتو د يو شمير ژبو مور ده که پښتانه هڅى وکړى نو داخبره به سپنه هم کړى په کاردې چې موږ ودى خواته هم پاملرنه وکړو نن چې نه يواځى نړۍ وال په زياته بيا زموږ ګاونډيان د پښتانه څخه کرکه کوى بلکې دا هڅې هم کوى چې پښتو ورو ورو داسې بڼه خپله کړى چې خپل سوچه والى دلاسه ورکړى چې يا خو د پارسو په رنګ شى يا بيا د بې وطنه ژبه اردو ځينې جوړشى اوددې دپاره د ډېره وخته څخه کار روان دى خو بده مرغه خپل پښتانه په پوهى او ناپوهى دا کار ورته کوى پښتانه په کاردې چې د شف شف په ځائى شفتالو ووا ئې چې ايران او پاکستان دواړه په دى په يوه خولى دى ايرانيان چې ژبه ې پارسى ده دوى د نورو لږکيو لکه بلوڅان د دوى ژبى بلوڅى ته يو ډول ارزښت نه ورکوى دوه کاله د مخه چې کله موږ ايران ته تللې وو په زاهدان کښې د سيستان او بلوچستان په پوهنتون کښې ميلمانه وو د ډوډى وروسته د پوهنتون د مشر سره موږ جلا ناسته وه زموږ د ملګرو څخه ځينى بلوڅو دا پوښتنه د مسئول کسانو څخه پوښتنه وکړه چې په ايران کښې د بلوڅى ژبى څومره پرمختيا شوى ده باور ورکړى چې ددې خبرى جواب د چارواکو سره نه وو او ډول کرکه ې د موږ څخه وشوه خو د پوښتنې جواب ورکول ضرورى وو دوى وويل چې څومياشتى وروسته دوى په بلوڅى ژبه نړۍ وال کانفرنس کوى خاورى کوى زه دا باور لرم چې د پاکستان وارو به ايران هم د پارسى په چپه بله ژبه وارو به ايران هم د پارسى په چپه بله ژبه په ښوونځيو کښې نه ايله کوى..
د بده مرغه په پښتو کښې هم په ډېره پوهنه داهڅى کيږى چې د پښتو ځانګړى ټکى لکه څ.ځ،ټ،ډ،ر، ښ، ږ، ڼ، چې په پارسو اواردو کښې نشته او دا يواځى د پښتو ځانګړتيا ده د هغه د مينځ څخه يو ډول ختم شى بيا به د پښتو شکارکول دوى ته آسانه وى نو ځکه چې موږ د لر او بر د ليکوالانو څخه دا خواست کوو چې دوى دى د پښتو د ځانګړو ټکو د بدلولو په کلکه مخ نوى کوى په لهجه کښې چې هغه څنګه هم ادا کيږى پښتون په کاردې چې په ښ و ليکل شى نه په خ (پختون) داسې ليکنه بشپړه بيځايه ده بلکې دا د هغه چا ملاتړ کول دى څوک چې د پښتو ځانګړتيا ختم کول غواړى هم دا ډول په کاردې چې ږ کله هم په ګ ونه ليکل شى نه ټ په ت وليکل شى که تکنيکل بلکې ټيکنيکل وليکل شى.
خبره و بلې خواته ولاړه که زموږ ليکوالان رڼ انده او پوهان لږ پاملرنه و خپلې ژبى ته واړوى نو به ډېر څه ترلاسه کړى خو د بده مرغه موږ هر څه د شاعر په غاړه اچولى دى لکه موږ چې يو سپين بګړى وينو چې دا ملا دى او د دين په ټولو چارو خبر دى هم داسې چې موږ د پښتو ژبى د يوه شاعر شاعرى واورو موږ دا اټکل کوو چې دابه د پښتو په اړه هر څه زده کړى لرى خو نه هر سپين بګړى ملاوى نه پوه بلکى په زرو کښې يو ملابه يو دينى عالم وى چې د اسلام په ټولو چارو خبروى هم دا ډول نه دى په کار چې موږ د پښتو د پرمختيا چارى په شاعر ورواچوو بلکې په کاردې چې د پښتنو پوهان عالمان او رڼ انده د هغه چارى په مخه واخلى او په ټوله نړۍ کښې پښتو د نورو ژبو د مخ په ليکو کښې ودروى پاملرنه ورته وکړى .
Abdul Jabar Kakar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←