پښتانه ولي په دومره لانجو کښې راګير شوي دي..؟
نن يو مخ پښتانه ولي په دومره لانجو کښې راګير شوي دي..؟
ګډه سياسى شننه
هر چې ستاعيب وتاو ته ښکاره کړه
په جهان کښې هم هغه ګڼه باران
(خوشحال بابا)
نن پښتون من حيث القوم په يوه بنده کوڅه کښې راګير شوى دى او د يوه سړى سر په دى نه خلاصى ږى ې څنګه ددهغه ناورين څخه د هغه ملت او قام راوباسى موږ چې نن په خپل تير تاريخى وياړونو ناز کوو نن زموږ پخوانى ننګول شوى او چيلنج شوى دى دا چې موږ به د هغه ناورين څخه د هغه خپل قام د دهغه ناورين څخه وباسو که به په دى ناز کوو چې پدرم ماسلطان بود کوم قامونه چې پوه او نګيالى مشران او رهبرى لرى هغه دا سل کلو را روانو حالاتو چيړنه کوى او خپل قام په هغه روانه وى چې په شاد تلو څخه مخ په وړاندى روان شى خو د بده مرغه پښتنو افغانانو داسې مشران تراوسه نه دى موندلى که موندلى هم وى هغو د خپلو غوښتنو او سوچ په رڼا کښې سياست کړى دى د ولس و غوښتنو ته غاړه نه دايښى او د مصلحت ياد نورو په ګټو پريکړى کړى او دخپل جائز حق څخه لاس پورته کړى دى چې بل خوابدى نه شى خپل پرواه نه لرى خو کشکى چې بلې لورې هم داسې سوچ لرلى او په خپل حق او برخه قناعت وار او صبر کولى نن چې موږ څنګه راګير شوى يو د نورو علتونو څخه يو علت هم دا دې نن چې پښتون په حيث د يوه قام څنګه راګيردى د بده مرغه مشران اوس هم ځان په دى نه خبروى رښتنى ناورين په اړه خپل ولس خبر کړى دوى داسې خبرى کوى لکه پارسى ويونکى چې وائى چې من چې مى ګويم او تڼوره چې مې ګوهې يا خو د هغه اوسنې مشران د پښتون په شخړو نه پوهيږى يا دا چې دوى دونى وس او توان نه لرى چې ولس د دهغه ناورين څخه وباسى يا دا چې د دوى واک او اختيار د بل په لاس کښې دى نو د هغه خبرى په د هغه غاړه ختم کړوو. په تورتوپک وښتلى راشى د بدنامى احوال دى مه راځه مينه.
راشى چې نن د پښتنو افغانانو ويشل شوى وجود باندى خبرى اترى وکړو پښتون په دومرو برخو کښې ويشل شوى دى چې دهرى برخى جلا جلا ذکرونه شى نو د بشپړه قام په حالاتو باندى پوه نه شى کيدى ځکه چې يو د بل څخه دومره ليرى ساتل شوى دى چې يو د بل په حال خبر نه شى خو مننه د ننې ټيکنالوجى څخه کوو چې نن ددې لارې هر پښتون په خپل خپل ځائى په ګورم کښې راګيرى نو راشى چې نن د هري خوا د پښتون و ناخوالو ته خوږ کښيږدو او غواړم چې موږ خبره د سويلى سيمى چې د بلوچستان پښتانه ورته ويل کيږى ددې ځائى څخه پيل کړو او په ټولو برخو باندى ځغلنده رڼا واچوو خو په کاردې چې حقيقت او رښتيا وړاندى کړو نه دا چې د نورو په ضد خبره وکړو او داخبره ونه کړو چې دا نړۍ وال سازش دى يا دخپلو ګاونډيانوبى وفائى ده خو بيرته هم موږ پښتانه او افغانان به پړه يو چې موږ خپل غم ولې په وخت ونه خواړى.
۱..لومړى موږ راځو د بلوچستان د پښتنو په حالاتو لکه څنګه چې څرګنده ده بلوچستان د پاکستان يو داسې ايالت دى چې پښتانه او بلوڅان نيم په نيمه ژوند پکښې کوى د ډيورنډ د کرښې د لويدو وروسته د هغه ټوله سيمه د انګريز و لاس ته ولويده چې په هغه وخت کښې وړوکى وړوکى نوابى وى او د قلات د خان لخوا مايه کيدى او کوئټه ښار چې په بشپړه د پښتنو ښارو څه وخت دپاره د قلات د خانى سره وتړله خو بيا وروسته انګريزانو د برټش بلوچستان په نامه د يوه بيله انتظاميه لاندى راوسته چې ټوله پښتنې سيمه او و کرښه ته ورځرمه د نوشکى يا چاغى ټوله برخه وه چې د انګريز دتلو سره د هغه سيمه و پاکستان کښې ورپاته شوه بيا کوئټه او قلات ډويژن جوړشو چې په ۱۹۷۰ء کښې بيا ټوله پښتنې سيمه او بلوڅ د عوامى نيشنل ګوند په مرسته چې مشرى ې ارواح ښادخان عبدالولى خان کوله د بلوچستان ايالت جوړ شو که څه هم ددې دپاره پښتنو او بلوڅو دواړو وږه په وږه مبارزه کړى وه سرشميرنى په چارو کښې چل ول وکول شو د بلوڅو مشران په دى پوه و دوى خپل شمير زيات کړى او پښتانه هم داسې په لږکيو بدل شول ولې چې داسې مشر نه وو چې دوى ته لارښودنه کړى وى چې هغه جائز سرشميرنه خو دى وکړى ددې وروسته په وارو وارو د ملک په سر په ايالت کښې سرشميرنه وشوه خو بيرته هم هغه غبرګون وليدل شو بهر حال په ۱۹۷۱ء کښې عام ټولټاکنى وشوى په پښتنى سيمه کښې ملاصاحبانو د اسمبلى زياتره چوکى ترلاسه کړى او بلوڅ قام پرستو زياتره چوکى وګټلى او دوى ايالتى حکومت جوړ کړى چې د پښتنو هغه د دوى ملګرى و هغه ې شاته کړو بلکې پښتانه ې د سره څخه اير کړو ولې چې د پښتنو استاځيتوب ملاصاحبانو کولى چې هغه خو د قام د نوم څخه کرکه کوى خو ددې سره سره چې بل لورې څه کوى د ۱۹۷۰ء څخه نيولى تر ۲۰۱۰ء پورې چې کله هم ټولټاکنى کيږى د پښتنو استاځيتوب ملاصاحبان کوى چې د شريعت په هيله تراوسه په حکومت کښې ناست دې چې د هغه پايلې دا شوى چې پښتانه په لږ کيو بدل شول ايالتى حکومت په چوکى کښې برخه دهيڅ څه برابره شوه او په ايالتى بجټ کښې چې د کال په اوږدو کښې څومره کارونه کيږى په هغه کښې د پښتنو برخه ډېره لږ ده آن دا چې پښتون نن په خپله خاوره کښې بيګانه دى چې د کوئټى په ګډون د سيوى ښار باندى داداوه کوى چې دا د دوى ښارونه دى.
۲.. اوس راځو منځنى پښتونخوا يا قبائيلى سيمو خبره را اخلو چې ددې سيمى په اړه هر څوک او نړۍ وال خبر دى چې د نړۍ د وروسته پاته سيمه ده چې نه زده کړى او تعليم پکښې دى نه روزګارنه د روغتيا چارى شته چې نه زراعت لرى نه صنايه ځکه چې دوى د روزګار پسې و کراچۍ د پاکستان نورو ښارو ته وتلو ته اړدى چې زياتره د موټرانو ټرانسپورټ کار کوى. او په کراچۍ کښې ځائى موټر بسان لرى اوس ويل کيږى چې قبائيلى سيمه ته تهره ګر او وران کار راغلې دې چې ړندى بمبارى پکښې کيږى چې څومره عام پښتانه مشران کشران پوهان او علماء به په د هغه پيښو کښې وژل شوى وى په دى هيڅوک نه دى خبر ولى چې د دوى په وينا اوس هم وران کار الته په مورچو کښې ناست دى اوړندى بمبارى روانى دى او دا څرګنده نه ده چې د هغه ناورين به تر کله روان وى رښتيا خبره داده چې د قبائيلو اولس اوس په خپل کور کښې بې واکه دى.
۳.. اوس په راشوو هغه سيمى ته چې اوس اوس ې د قام پرستو په وينا د نيکه او بابا نوم ګټلى دى هغه خيبرپښتونخوا ده چې د هغه وخته څخه ې قام پرستو ګوندو چې مشرى ې باچاخان او ولې خان اجمل خان خټک او افضل خان لالا او تنورو ډېرو کوله د دوى مخ ته هم علماء صاحبان ولاړوو چې د قومى اسمبلى او ايالتى اسمبلى چوکى به دوى ګټلى او استاځيتوب ې کاوى خو ددې ايالت زياتره اوسيدونکى په نورو دائمى حکومتى ګوندو کښې برخه لرله او دوى دپاکستان په حکمرانه ډلو کښې راتلو او په پاک پوځ کښې هم لويه برخه لرله نو دوى د داسې ستونځو سره مخامخ نه و خو دوى ونه کړل شول چې په خپل ايالت کښې کارخانى جوړى کړى چې هغه په لکاو کسانو ته د روزګار چارى برابرى کړى چې تر ټولوزيات پښتانه هم ددې کبله په کراچۍ حيدرآباد يا دخليجپه نورو ملکو کښې په خوارى پسې تللې وتلې خو د پاکستان په تاريخ کښې دالومړى وار دى چې قام پرست ګوند عوامى نيشنل په لويه کچه د ايالتى اسمبلى چوکى وګټلې او حکومت ې جوړ کړى اوس ې د حکومت څو مياشتى نه وى شوى چې د دوى په خوله د تهره ګرو د بريدورباندى پيل شو چې عوامى نيشنل ګوند مشران د اسمبلى غړۍ لارښودان د ګوند غړۍ آن دا چې د اې.اين.پى مشر لارښود محمدافضل خان په موټر کور باندى وسله وال بريدونه وشول چې ځانى او مالى زيان ې ور ورسوى او پخپله ددې ګوند مشر اسفند يار ولى خان باندى يو ځان وژونکې په داسې حال کښې بريد وکړى چې په خپله هجره کښې دوى د اختر امبارکى اخستله دده ساتونکې ځان ترده تېر کړى او نوموړى ژوندى پاته شو او نور يو شمير مړه او ژوبل شول د اې.اين.پى په سلاو غړۍ ووژل شول او اوس هم وژل کيږى او د اين.پى مشران ودى ته نه ايله کوى چې دخلګو مينځ ته ورشى ولې چې دوى د دهغه ناولده وران کارو په نخښه باندى چې بيا دوى ونه کړل شى چې ولسى سياست وکړى همپه دهغه وخت کښې په پخوانى سرحد او اوسنې خيبرپښتونخوا کښې ځان وژونکې بريدونه چاودنى او پښتنو وژنى داسې پيل شوى چې داسې ورځ نه تېره ده چې په بازارو په ګڼه ګوڼه په جماتو جنازو هجرو ښوونځيو او عدالتو کښې وژونکې بريدونه پيل شول چې اوس هم دوام لرى خبره هغه وخت نوره کرکى شوه چې کله د سوات په سوله ييزه جنت غوندى سيمه باندى ناولده وسله وال د طالبانو په نامه يرغل وکړى اوځائى خلګو په وژنه اوځورونه ې لاس پورې کړى اوپه د هغه باندى قيامت جوړ شو چې د سوات ملاکنډ لږ خلګه ودى ته اړشول چې په عجله او بيړنى ډول ګډى وکړى اوډېر څه سپين ږيرى د کورشيان څاروى ې دويرى ايله کړى او دوى د مردان پيښور او نورو ځايو ته ګډه شول او په درې څلور ورځو کښې د ملاکنډډويژن په سره دونى کښې ۳۰ لکه خلګ کډه مشرى ې باچاخان او ولې خان اجمل خان خټک او افضل خان لالا او تنورو ډېرو کوله د دوى مخ ته هم علماء صاحبان ولاړوو چې د قومى اسمبلى او ايالتى اسمبلى چوکى به دوى ګټلى او استاځيتوب ې کاوى خو ددې ايالت زياتره اوسيدونکى په نورو دائمى حکومتى ګوندو کښې برخه لرله او دوى دپاکستان په حکمرانه ډلو کښې راتلو او په پاک پوځ کښې هم لويه برخه لرله نو دوى د داسې ستونځو سره مخامخ نه و خو دوى ونه کړل شول چې په خپل ايالت کښې کارخانى جوړى کړى چې هغه په لکاو کسانو ته د روزګار چارى برابرى کړى چې تر ټولوزيات پښتانه هم ددې کبله په کراچۍ حيدرآباد يا دخليجپه نورو ملکو کښې په خوارى پسې تللې وتلې خو د پاکستان په تاريخ کښې دالومړى وار دى چې قام پرست ګوند عوامى نيشنل په لويه کچه د ايالتى اسمبلى چوکى وګټلې او حکومت ې جوړ کړى اوس ې د حکومت څو مياشتى نه وى شوى چې د دوى په خوله د تهره ګرو د بريدورباندى پيل شو چې عوامى نيشنل ګوند مشران د اسمبلى غړۍ لارښودان د ګوند غړۍ آن دا چې د اې.اين.پى مشر لارښود محمدافضل خان په موټر کور باندى وسله وال بريدونه وشول چې ځانى او مالى زيان ې ور ورسوى او پخپله ددې ګوند مشر اسفند يار ولى خان باندى يو ځان وژونکې په داسې حال کښې بريد وکړى چې په خپله هجره کښې دوى د اختر امبارکى اخستله دده ساتونکې ځان ترده تېر کړى او نوموړى ژوندى پاته شو او نور يو شمير مړه او ژوبل شول د اې.اين.پى په سلاو غړۍ ووژل شول او اوس هم وژل کيږى او د اين.پى مشران ودى ته نه ايله کوى چې دخلګو مينځ ته ورشى ولې چې دوى د دهغه ناولده وران کارو په نخښه باندى چې بيا دوى ونه کړل شى چې ولسى سياست وکړى همپه دهغه وخت کښې په پخوانى سرحد او اوسنې خيبرپښتونخوا کښې ځان وژونکې بريدونه چاودنى او پښتنو وژنى داسې پيل شوى چې داسې ورځ نه تېره ده چې په بازارو په ګڼه ګوڼه په جماتو جنازو هجرو ښوونځيو او عدالتو کښې وژونکې بريدونه پيل شول چې اوس هم دوام لرى خبره هغه وخت نوره کرکى شوه چې کله د سوات په سوله ييزه جنت غوندى سيمه باندى ناولده وسله وال د طالبانو په نامه يرغل وکړى اوځائى خلګو په وژنه اوځورونه ې لاس پورې کړى اوپه د هغه باندى قيامت جوړ شو چې د سوات ملاکنډ لږ خلګه ودى ته اړشول چې په عجله او بيړنى ډول ګډى وکړى اوډېر څه سپين ږيرى د کورشيان څاروى ې دويرى ايله کړى او دوى د مردان پيښور او نورو ځايو ته ګډه شول او په درې څلور ورځو کښې د ملاکنډډويژن په سره دونى کښې ۳۰ لکه خلګ کډه شول او بې ارزښته شول داخوي داځائي خلګو کور ودان و زياتره کډوالو ته په خپلوکورو کښې ځائى ورکړي چى د څو مياشتو وروسته دوي هغه وخت وخپلو کوروته ستانه شول چى کله وسله وال پوځ په دهغه وران کارو جنګى عمليات پيل کړو چى ټول سوات ملاکنډ د بنير او نور ځايونه ئې پخپله ولکه کښې اخستى و دا عمليات هغه وخت پيل شول چى د جمعيت العلماء اسلام مشر وويل چى تش په نامه طالبان اسلام اباد ته رسيدلى شي خو ترپايه دا څرګنده نه شوه چى دهغه وران کار څوک و او دوي چيرى ولاړو خو دهغه وران کارو بيله د وراني او بربادي بل څه نه پريښودل.
ښوونځى،کالجونه،دفترونه،روغتونه،څړکونه،پلونه او هر روغ شي ئې داسي وران کړل چى دبيارغونى دپاره به په اربو ډالرو ته اړتيا وي يو بله ځپه بل په هغه ايالت راغله کله چى د پاکستان پارليمنټ ودهغه ايالت نوم د ډيرو بې ځايه وينا، وروسته خيبر پښتونخو او نوموى او د هزاره لږکي راپورته شول چى زياتره پښتانه دي خو دوي خپله ژبه پښتو ايره کړي ده غوښتنه وکړه چى دوي ته دي دهزاره په نامه جلا ايالت ورکول شي مظاهري کار بنديځونه مرګونه او ژوبلى پکښى وشوي او د مسلم ليګ ګوند ودي ته ښه بادورکړي ددي وروسته بيا دهغه اوسني بارانونه او د اوبو سيلونه راغلو چى په تاريخ کښې ددى ساري نه ليدل کيږى خو د بده مرغه ددهغه ايالت د خلګو په دي اړه دا سوچ نشته چى دا ټول څه ولي ددوي سره وشول او چاوکړو.
۴. کراچۍ دا خبرى دومره اوږدي دي چى کتابونه باندي ليکل کيدى شي خو موږ خبرى راټولوو چى د پښتون افغان د شخړو ريښو ته ورسيږو اوترخپله وسه داهڅه وکړو چى يوه لاره ورته په ګوته کړو ولي چى پښتون دا وخت دتاريخ ديوه کړکيچن دورڅخه تيريږى که رښتنى قام مين او په خپله خاوره سرور کونکى پټه خوله پاته شي او څه لاره ليکه په ګوته نه کړي او دهغه د عملىکولو هڅى ونه کړي(تر خپله وسه) دا به د پښتون افغان قام سر پړه وي ولي که داسي ونه شې نوبيا داويره ده چى دهغه ولس پوه پناه يا د غلامي و منګولوته ورو لويځى چى هرڅه به دلاسه ورکړي که په دي کښى څوک ژوندي پاته کيږي که وژل کيږى ځکه چى مرګ يوه ورځ راځى ځکه چى هغه کله په بستره او کله د شهادت وي خو د هر چا غوښتنه بيله وي دانه چى پښتانه د چا وجغرافيه ته زيان رسول غواړى بلکى نن د پښتانه افغان د مرګ او ژوند پريکړه ده موږ غواړو چى خپل دهغه ځپل شوي قام ددهغه د کلو کلو د ناورين څخه د را استلو هڅي وکړو خوکه بيا هم د پښتون د خلاصون دپاره څوک هڅي کوي او په نور بده لګيږي خو په کاردي چى موږ باک پکښې ونه کړو که زړه ئې هم چيوي.
کراچۍ د پاکستان يو داسي سمندرى او لوئى ښار دي چى د ملک د هري خوا وګړي په دي ښار کښې ميشته کيږى چى ځان ته او کورني ته ډوډي او روزګار پيداکړي نو ځکه ودي ښار ته وړوکي پاکستان دي او د پاکستان يو قام په دهغه ښار دا داوه نه لري خوکه د تاريخ په اوږدو کښې ورته وکتل شي نو دا ښار باندي بلوڅ يا بيا سندهى داوه کوي شي پښتانه که څه هم په کراچۍ داوه نه لري خو داخبره کوي چى د ملک ټوله ښتمني هم په دي کراچۍ کښې سره راټوله شوي ده نو ځکه چى د پاکستان دهرى خوا څخه راغلي په دهغه ښار کښې کار او ژوند کوي شي خو يوه ډله چى ايم کيو ايم په نامه ده د پښتنو څخه وروسته پاکستان ته د اسلام په نوم ودي ښار ته راکډه شول چى ورو ورو ئې دا داوه کول پيل کړل چى دا ددوي ښار دي پښتانه چى ددهغه هندي کډوالو دمخه ډير وګړي په کراچۍ کښې لرل نو ځکه ددوي ددهغه داوي په مخ کښې پښتون لوئى خنددي نو ځکه چى دوي نه يواځى په پښتنو خپله برلاسى غواړي او داغواړي چى پښتانه دومره مجبوره کړي چى دوي د کراچۍ وپريښولوته اړشى ځکه چى په کراچۍ کښې يو چرګ هم ووژل شي دوي موټر بسانو او رکشوته چى زياتره د پښتنو دي اورونه ورته ورکوي په يوه ليري کوڅه او څړک که پښتنو چائينکى هوټل وي هغه سوځى ريرهى سوځى او کله چى يو مهاجر څوک مړکړي دوي د پښتنو په وژنه لاس پوري کړى او چى هر څوک چى په مخه ورځي نه دي سرګوري نه ئې مال ګوري چى څومره زيان پښتانه ته رسيږى چى ددرې څلوروکلو څخه په کراچۍ کيږى غبرګيږي راغبرګيږى او په مياشت کښې دوه درې واره دهغه عمل کيږى چى د پښتنو په لويه کچه مرګونه اومالى زيانونه شوي دي چى ددهغه هندي کډوالو مخ نوي څوک نه شي کولي ولي چى په دولت کښې ددوي لويه برخه ده پښتون نن هرځائى د تهره ګر طالب او القاعده په نامه وژل کيږى که هغه د نړۍ په هر کونج کښې وي.
۵.افغانستان: موږ د افغانستان په تيروناخوالو خبرى نه کوو ولي چى دا ټولوته څرګنده ده چى د کال ۱۹۷۸ء څخه ترکال۲۰۱۰ء پوري چاڅه وکړو دا هم د افغانانو کاردي چى دوي رښتنى واقعات وخپل ولس ته وړاندي کړي د ۱۹۷۸ء دمخه څه کيدلويه دي باندي هم دوي کتابونه وليکى دلته يواځي موږ دهغه پيښو په اړه څه ليکل غواړو چى وخپل ولس او نړۍ والوته دا ورښکاره کړو چى په دهغه خوارقام باندي څه تيريږى آيا دا نړۍ واله سيه او سازش دي که داهرڅه موږ پخپله کرلى دي او اوس ئې فصل ريبو..؟ موږ دلته يو ليک چى سرليک ئې دي د پښتنو په خلاف تعصب ولسمشر اوباما ته يو ليک چى اوس اوس په انټرنيټ باندي راغلي دي چى د ډاکټر زير کيار ډاکټر مصداق،ډاکټر ميرکى او ډاکټر برهانى لخوا تيار شوي او ښاغلي ته استول شوي دي ليک ډير اوږد دي خو دلته ځانګړي ځايونه وړاندى کووځکه چى د پښتنو شخړي او ناخوالي دومره ډيرى دي چى داسى نه وي دا ليک کتاب بڼه خپله کړى په هر صورت.
داچىپه افغانستان کښې ددي هيواد د بنسټ ايښوونکى څوک دي او په تيرو دوو نيمو پيړيو کښېد خاوري ساتنه چاکړي ده.۲. د افغانساان په سلوکښې 62 پښتانه د افغانستان ترټولو زيات دي. ۳. د تاريخ په اوږدو کښې د ګاونډي هيوادو پاکستان او ايران لخوا ناوړه چلند کيږى او دي سره سره د طالبانو د رژيم د نسکوريدو وروسته پښتانه د راغلو باندنيو ځواکو لخوا هم دناوړه چلند ښکاردي.۴. د افغانستان په ۱۸۰ ملين وګړو کښې ۱۳۰ پښتانه دي چى د طالب او القاعده په سترګه ورته کتل کيږى او د ښځو او ماشومانو په ګډون د تهره ګري په نامه وژل کيږى. ۵. د افغانستان اوسني خوايى هغه وخت وکرل شوه کله چى طالبانو د امريکا د تيلو د شراکت يو نو کال په نوم شراکت په ځائى د ارجنټائن د بل شراکت سره په ښه غوښتنو لوظ نامه وکړه چى تيلو او ګيس نليکه به دهند تر سمندر رسوله ځکه چى امريکا دا انګريى وه چى په افغانستان کښې رژيم رانسکور کړي چى د يو نو کال پروژه عملي کړي ولي طالبانو چى څه غوښتو هغه د امريکا په زيان وي دي سره سره چى وطالبانو ته وويل شول چى ددوي خبره دي ومنى کنې تر بمانو لاندى به راشى.۶. د پښتنو سره د شمال ټلوالى تعصب روان دي او د افغانستان په استاځيتوب په هر څه ئې خيټه اچولي ده. ۷. توله جګړه په پښتون ميشته سيمو کښې روانه ده. ۸. په جنګ ځپلو سيمو کښې زده کړي نه شي کولي او په کابل کښې وپښتنوته د لوړو زده کړو موقعه او اجازه نه ورکول کيږى آن دا چى په باندنيو ملکو کښې چى لوړو زده کړو کښې و پښتنوته موقعه او وارنه ورکول کيږى او په شمالي ولايتو کښې د پښتو زده کونکو سره تعصب کيږى په دي اړه ليکوالو ډير څه ليکلى دي چى دلته ئې ذکر کول ګران دي. ۹. نصابى کتابونه سياسى بڼه لري چى قومى کرکه رابرسره کوي.۱۰. دا چى په ۱۹۹۲ء کښې دسيى ائى اي لخوا په کال ۱۹۹۲ء د نړۍ والو حقائق نومى کتاب کښې د پښتنو شمير راټيټ کړي دي.
د افغانستان راروان سياست وهرچاته څرګنديږي چى کومه بڼه خپلوي چى د پښتنو په مرکز کښې دا حال وى نوبه د مرکزڅخه ليرى پښتنو به څه حال وي خو اوس وخت ددي نه دي چى يوپه بل نيوکي وکړو خبره داده چى آيا موږ د دهغه شخړو څخه د هغه ځپل شوي قام خلاصون ته راجګيږ وکه سرد هر چاو لوټي ته نيسو چى هر څه راسره کوي..؟ يا داچى دعمل وډګر ته راوځوولکه په هغه کښې څومره مشکل وي ولي چى نن دخبرو اترو او د وينا ګانو وخت نه دي نه د شاعر په جذباتى شعر زموږ دهغه شخړي اوارولي شي نه اوږده ليکو نو دلاري د پښتانه ستونزي ختم کيدي شي نه په ژړا او زاريو موږ دهغه ناورين دمنځ څخه وړي شونه داچى موږ د تيروتنه وکړو چى نړۍ ناخبره ده نه نړۍ موږ ددهغه خواريو څخه استلى شى يواځي پښتون افغان پخپله دهغه نړۍ والي د سيسى ورکولي شى خو څنګه..؟
