له خټک ( ملي شاعر او سياسي مشر ) سره يوه مرکه اوله برخه
ښاغلى اجمل خټک د پښتنو يوه مبارزه او وتلې څېره ده. د ژوند په اوږدو کې يې د پښتنو د حقوقو په نامه مبارزه کړې او په دغه لاره کې يې ډېر کړاوونه او ستړياوې ګاللي دي. د زندان له ترخو څخه نيولې بيا د مرګ تر ګواښونو پورې دا هر څه يې پر سر تېر کړي او زغملي دي..
ښاغلى خټک د سياست تر څنګ د پښتو ژبې يو نومتى شاعر، ليکوال او خبريال دى، چې په دغه لړ کې يې ښه د حساب وړ کتابونه ليکلي او خپل ولس ته يې وړاندې کړي دي.
په پام کې وه چې له ښاغلي خټک سره يوه زړوره مرکه وشي، خو له بده شامته اوس د ښاغلي خټک روغتيايي حالت ډېر خراب دى، دومره خراب چې ان دغه ګپ شپ او مجلس هم ورته له زغم او حوصلې وتلى کار و.
خو د ناروغۍ په دغه ناوړه حالت کې چې نه ګرځېدى شي، نه يې سترګې سم کار کوي او نه هم د زياتو خبرو حوصله لري، يو منظم او مېلمه پال دى او د يوه درون پښتون ټول صفات يې په ځان کې رانغښتي.
کله چې د خټک صاحب د پوښتنې په نيت د هغه دېرې ته لاړم، نو د خټک صاحب له دريو خواخوږيو پرته نور څوک يې په دېره کې نه وو. تر ډېر لږ انتظار وروسته دريو کسانو تر لاسونو نيولى او هوجرې ته راغى. د خټک اوسنى ژوند فقيرانه دى، ساده هوجره لري چې درې څلور کټونه په کې پراته دي. ساده اغوندي او ساده خواړه خوري. لباس، خواړه او کور يې د خپلو کليوالو تر هغو هېڅ توپير نه لري، کېداى شي کيلوال تر ده ښه خوري او اغوندي، خو د ښاغلي خټک ژوند ساده دى.
ښاغلى خټک ډېر سوکه سوکه غږېږي، داسې نه- لکه مخکې چې به ګړندى او په لوړ غږ غږېدو. که سړى ورسره په ټليفانه خبرې وکړي، نو له ورايه به ورته څرګنده شي چې ناروغۍ څومره کمزورى کړى دى.
دريو کسانو چې خټک صيب پر څوکۍ کېناوه، نو تر ستړي مشي وروسته مو دا مرکه وکړه چې ستاسې مخې ته يې ږدو:
قدرمن خټک صاحب، تاسې د پښتنو د حقوقو لپاره ډېره مبارزه کړې، خو دغه مبارزه مو څه مهال پيل کړه؟
ګوره ګل مې يې، دا ته چې ناست يې دا هوجره، دې ته د خټکو، يو مرکزي حيثيت حاصل و. دغه غر چې ښکاري د دې نه ها پلو خوړ علاقه ده او خټک دي، چې اکوړه خټک ورته وايي. اکوړى چې و، دا د مشرۍ ځاى و، زموږه هوجره چې وه دا ولسي ځاى و، هوجرې خو نورې هم وې، خو هغه د خانانو او ملکانو وې او دا د ولسونو هوجره وه. باچا خان چې کله د انګرېزانو خلاف تحريک شروع کړ، زموږ هوجره چې وه، پخوا هم د انګرېزانو او شاه شجاع خلاف جنګېدلې وه. د انګرېزانو دغه هوجره بده راتله، نو ځکه باچا خان دلته زموږ هوجرې ته راغى. د باچا خان يو دوست و، کريم چاچا نوم يې و، هغه سره يې پېژندګلو وه. له کريم چاچا سره د باچا خان مخکې پېژندګلو وه. نو کريم چاچا دلته دغې هوجرې ته راوستو. او دلته د خدايي خدمتګار تحريک په د خټکو په سيمه کې شروع شو. دغه وخت کې زه ماشوم وم. نو د هغه ماشوم والي راهيسي په دغه فضا کې رالوى شوم. نو باچا خان چې زه وليدم، ځان ته يې جوخت کړم. په سر يې راله لاس ووهلو او ويې ويل: بچو ستاسو لپاره يې ګټو. دغه خبره زما په ذهن کې پاتې شوه او د هغه لاس زما په سر تېر شو، نو زه ګڼم چې زما په وينه کې خو خوشال خان و، په ذهن او فکر کې مې باچا خان هم راغى. نو بيا سياست زما د مکتب په وخت کې شروع شو. بيا له مکتب نه پس په ۱۹۴۲ کې چې د پېرنګيانو خلاف هندوستان، ګانګرېس او موږ دلته خدايي خدمتګارو ټول د انګرېز خلاف وو او په همدغه کال ګانګرېس فيصله وکړه چې انګرېزه له دې ملکه وځه، چې دې ته وايي Quit India يانې هندوستان پرېږده. دغه وخت چې زه په مکتب کې وم له هغې مخکې موږ هم سرې ټوپۍ (خولۍ) پر سر کړې او ويل مو چې موږ جهاد کوو. نو بيا هغه وخت چې زه په پېښور کې وم، نو د انګرېزانو خلاف مو جد و جهد کاوه او باقاعده به مو د پېښور د سکولونو هلکان راجمع کول، جلوسونه او جلسې به مو پرې کولې اوانګرېز ته به مو ويل چې ته وځه. وغه وخت کې د هلکانو مشر چې و هغه يونس جهان و، چې بيا په هندوستان کې پاتې شو او هلته ډېر لوى سړى شو. نو يونس جهان زموږ مشر و او همدغه وخت ما په سياست کې باقاعد برخه واخيسته.
تاسې چې کله سياست ته ګډ شوى، نو عمر به مو هغه وخت څومره و؟
دا عمرونه خو سړي ته نه يادېږي، خو کله چې پاچا خان زموږ کلي ته راغى، هغه وخت زه لږ ګرځېدلى وم. زه يې په تندي ښکل کړم، نو زما اندازه دا ده چې د اوو اتو کلونو به ومه او چې باقاعده سياست ته داخل شوم، نو دا وخت زه په مکتب کې وم.
تاسې مخکې کريم چاچا ياد کړ، که د هغه په اړه معلومات راکړئ، هغه څوک و؟
کريم چاچا چې و، هغه د څرمنو د ګډو تجارت کولو. اوتمانزو ته به تلو، له هغه ځايه به يې ګوډي راوړل، څرمنې به يې دلته پخولې. له پاچا خان سره يې پېژندګلوي وه، همزولتيا يې ورسره وه. پاچا خان خو په پښتنو ګرځېدو. خو دا چې له کريم چاچا سره يې پېژندل، نو دلته له هغه سره راغى. بيا د کريم چاچا ټول ټبر او دلته په کلي کې چې زموږ څوک وو، هغه ټول خدايي خدمتګاران شول او له پاچا خان سره ودرېدل، بغير له غټانو او د پېرنګيانو له ملګرو څخه. خو د کريم چاچا ټبر په ډېر نرتوب سره تر اوسه پورې ولاړ دى.
خټک صيب، يانې تاسې دا وايئ چې کريم چاچا سياست ته ورګډ شو او خپل تجارت يې پرېښود؟
نه، داسې نه وه، هغه سياست ته رانغى، هغه خپله په دې بازار کې د څپلو او پڼو دوکان درلود، ښه لوى دواکان يې درلود او ښه شتمن سړى و. ده خپل تجارت کاوه، خو د هغه وروڼه، زامن او تربوران سياست ته راغلل او سياست يې کاوه. خو ده د سياست ملاتړ او سپورټ کاوه. يانې هغه خپل کار و بار هم کاوه او د سياست ملاتړ يې هم کاوه.
ستاسې سره په دغه مبارزه کې د کورنۍ نور کوم غړي شريک وو، که نه ته يوازې وې؟
زه خو د ټولو کشر وم، او ما مخکې وويل چې زموږ ټول ټبر چې په دې هوجره پورې تړلى دى، د خوشال بابا اولاد او له دې نه علاوه هغه خلک چې زموږ سره دلته اوسېدل، د کلي قاضيان، د کلي شيخان، د کلي دوکانداران ټول زموږ سره ودرېدل. تر دې چې زما يوه خور وه زما نه مشره، هغې لږ لوستي وو، په ليک لوست پوهېده، هغې به د پښتون رساله لوسته او په دې کورونو به ګرځېده او خلکو ته به يې لوسته. او په دې هوجره کې به پښتون رساله خلکو لوسته او اورېده.
تاسې خپله خور ياده کړه، څو خويندې او وروڼه لرې؟
يو ورور يم، يانې د پلار يو زوى يم او څلور خويندې مې وې.
نورو خويندو مو ليک لوست کولى شو؟
مشره خور مې چې زه ماشوم وم، واده شوې وه، اصلي لوستې هغه وه. يوه مې ترور وه، د مور خور مې، هغه ډېره لوستې وه، هغې به دا کتابونه چې وو وفاتنامه، جنګنامه او نور د پښتو کتابونو به يې لوستل. او هغه نورې خويندې مې لوستې نه وې.
ستاسې په کورنۍ کې له تاسې پرته نور چا هم شاعرې کړې؟
له ما څخه علاوه، زما د تره زوى و، شاهين يې نامه وه، هغه هم شاعر و، هدايت الله خان ټيکه دار هم شاعر و، اوس دا دى ميا ګل جان هم شاعري کوي. زوى مې دى اېمل. هغه ښه ليکوال دى، ښه زبردست ليکوال دى او صحافي دى.
ستاسې اېمل، خپل زوى مو ياد کړ، نو څو اولادونو لرئ؟
د هغه يو زوى دى يوه يې لور ده.
نه، د اېمل اولادونه نه ښيم، ستاسې خپل زامن او لوڼې يادوم؟
زه درې زامن لرم او دوه لوڼه لرم.
زامن دې څه کار کوي؟
يو د ملک نه چېرته بهر دى، زه چې کله په کابل کې وم، هغه له هغه ځايه بهر لاړ، بيا نه دى راغلى. يو اېمل دى او بل ميرويس دى. ميرويس په کور دى او زما څومره ليکنې، شعرونه او کتابونه چې دي هغه يې سمبالوي.
د پاچا خان په کورنۍ کې د هغه ورور، او ټول زامن يې په مبارزه کې ورسره شريک يادېږي، که ته د خپلې کورنۍ په اړه راته ووايې، چې چا ستا د لارې مخالفت کړى او چا شاباسى درته ويلى؟
هو، ټول ورسره شامل وو، يو خو عبدالجبارخان يانې ډاکټر خان صاحب، چې بيا د صوبې وزير اعلى شو، بيا د پاچا خان زامن، غني خان، عبدالعلي خان او ولي خان ټول ورسره شامل وو او ټولو په ګډه سياست وکړ.
پوښتنه مې داکوله چې کله تاسې سياست ته داخل شوئ، نو ستاسې په کورنۍ کې خو به چا ستا مخالفت نه وي کړى؟
نه هېچا مخالفت و نه کړ، زه خو يو تن وم، د پلار يو زوى وم. د کلي ټولو تربرورانو، عزيزانو او خپلوانو خو ټولوزما خدمت کولو. دلته به جلسې کېدلې، جلسونه به کېدل. خلک به راتلل، نو ټول يو ډول نه يو ډول په سياست کې ګډ وو. وروسته چې بيا زه کله رالوى شوم، ډېر به ګرځېدم، تر هندوستان پورې به تلم، نو دا ټول خدمت زما دغو عزيزانو او خپلوانو کولو.
تاسې شاعري، ليکوالي، صحافت يانې خبريالي او سياست څلور واړه کړي؟ کوم يو مو لومړى پيل کړى؟ له خبرو مو څرګندېده چې لومړى مو سياست پيل کړى؟
نه، نه نه، ډېر په ابتدا کې، زموږ زنانه به هر کال د خوشال بابا قبر ته تلې، هغوى به ويل چې موږ د بابا قبر ته ځو، دعا کوو. بابا ګان مو دوه وو، يو جمال خان بابا و چې هغه ته فقير بابا وايي او يو خو خوشال خان بابا و چې هغه خوشال خان بابا دى. نو دا زنانه به يو ځاى شوې، جمال خان بابا ته به هم تلې او خوشال بابا ته هم. نو موږ ماشومان چې ورسره لاړو، نو ما په وړومبي ځل د بابا قبر وليد، هغه په خاورو کې ښخېدو، يانې خاورې پرې زياتېدې، صرف د سرو سنګ مرور يوه خازه او شناخته پرې ولاړه وه، په هغې باندې ليکلي وو: خان عليين مکان، او بل لفظ لاندې پرې ليکلى و:
چې څه مېړونه په مانا کې مړي نه دي
چې ما دا وکتل چې بابا داسې دى، نو خپل خيال کې وويل:
چې د نيکه قبر يې په خاورو، په وښو کې پټ دى
نمسي يې په بنګلو کې اوسي
نو دغسې يو شعر ما جوړ کړ، بيا راغلم د جومات استاد ته مې واورولو، هغه وخندل او راته يې وويل چې شاباس، دغسې نور ليکه.
بيا د هغې نه پس ما ځان ته شاعري جوړه کړه، هغه به شاعري وه او که به نه ووو خو ما کوله. بيا چې کله د خوشال خان بابا لومړۍ مشاعره کېده، هغه مېلمانه دلته زموږ دغې هوجرې ته راغلي وو. خليق صاحب، سيد رسول رسا، عبدالحليم حليم، سمندرخان د بدرشو او ځينې مېلمانه په سيدو کې له سيد نواز خټک سره وو. نو دلته نه به بيا موږ د هلته لپاره د خوراک څښاک بندو بست کولو، هغه قبر خو له دې ځايه لرې دى. په يوه خره باندې به مو اوړه، غوښه، چاى، چيني (بوره) بار کړل او هلته به مو مېلمنو ته پخول. زه چې لاړم، نو هلته مشاعره وه او د مشاعرې طرحه داسې وه:
دلته په ايرو کې خلکه لال د بدخشان وينم
هلته مشاعرې دغسې کېدې چې يوه مسرعه به يې طرحه ورته کېښوده او نورو به شعرونه پرې ويل. نو زه حيران وم چې هر يو پاڅي او وايي، دلته په ايرو کې خلکه لال د بدخشان وينم. شان وينم، اسمان وينم. نو زه کښېناتم، ما وويل چې ان وينم، بان ويم او ان وينم او شعرونه مې وليکل، لومړى شعر (بيت) يې دا و:
زه که پرې راجمع د سرحد ټول شاعران وينم
دلته په ايرو کې خلکه لال د بدخشان وينم
حمزه صاحب ما دلته په وړومبي ځل په مشاعره کې ليدلى و. نو دغسې زما شاعري پيل شوه. هغه وخت زما په خيال ۱۹۳۷ کال و.
يانې شاعري او سياست مې تقريبا يو ځاى شروع کړي دي.
د ښاغلی اجمل خټک ويبلاګ
Ajmal Khatak
Father of Pakhto Literature
