اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د افغانانو د ټولو لانجو اواري په سوله کښې دي

په ۱۹ اګست ۲۰۱۰ د پنجشنبى په ورځ د افغانستان د خپلواکى ورځ په پټه خوله تيره شوه که څه په دولتي کچه به يو ځائى دوه يو غونډه منډه شوي وي. څو کاله دمخه افغان حکمرانانو دهغه د خپلواکى ورځ په ډير جم جوش جوړوله که دا رواح ښادو ظاهر شاه وخت و يا که سردار محمد داؤد خان وخت و ياکه ژوندي پوهاند برهان الدين ربانى واکمنى وه که نور نه و افغان ولس په دې خبريدى چى نن ې د خپواکى ورځ ده خو دهغه ۹۱ د خپواکى ورځ داسي تير شوه چى ډير څوک په خبر هم نه شو خو د دومرى لوئى ورځى داسي په پټه خوله تيريدل ځما په اندښه خبره نه ده ولى چى راروان ې دروانو څخه زده کوي ځګه چى روان د خپلى خپلواکى په اړه دومره بې حساسه وي نورا روان خوبه ددي وځينى وشاته وي داسى هم ډير افغانان په دي خبره دوه زړه دي چى رښتيا هم دا د افغانستان د خپلواکى ورځ ده که جواب په هو کښې دي نوبيا د ميرويس نيکه او د احمدشاه بابا حکمرانى ته موږ کوم نوم ورکولي شو دا خو يواځى د افغانانو د دوو حکمرانانو نومونه دلته ياد شول داسي خو تاريخ په اوږدو کښې بې شمير افغان باچاهان تير شوي دي نو هغه به موږ په کوم شمير کښې راولو او موږ دا داوه هم لرو چى نزدي شپږ زره څرګند تاريخ لرو په کاردي چى تاريخ ګډوډنه شې دبده مرغه د پښتانه په لوئى کور کښې نن ځموږ تاريخ ګډوډ شوي ګډوډ کيږى ژبه زموږ ګډه وډه شوي او ګډوډه کيږي خو دلته پوښتنه دا راپورته کيږى چى دهغه هر څه نور د ځغم وړدي..؟
په دي کښې شک نشته چى غازى امان الله خان د انګريز څخه افغانستان وځغورى مګر څنګه..؟ د افغانانو تاريخ دديڅخه ډک دي چى دهغه خاوره او ولس هميش ديرغلګرو د سترګو اغزي شوي دي او هر يوه دلته خپل زور ازماو کړي دي خو ددي ي (يرغلګر) ې دي ته نه دي پري ايښي چى د هميش دپاره په دهغه خاوره حکومت وکړي پښتانه که څه هم بې واکه شوي دي خو ديخلګر په ضدې خپله مبازره نه دايله کړي او د مبارزه په ټول لر او بر کښې شوي ده او راغلي زور ورې د خپلى خاورې څخه شړلي دي نو که دهغه ډول په هر وار د افغانانو د خپلواکى اعلانونه ځموږ مشرانو کولي نوبه تر نن پوري به څونى د خپلواکى ورځى موږ وشمرو رښتيا خبره داده چى د حکومت په کچه داسي هڅه کله هم نه د شوى چى پښتون افغان ولس خپل ريښتني تاريخ وليکى ياې رڼ انده ودي ته په حکومتى هڅه وګمارل شې چى د خپل تاريخ خپل دود د ستور چيړنى وکړي بلکي دايوه بيله اداره وي چى د حکومتى سوري لاندي دهغه چيړنى کوي او دهغه بهير روان وي ودي خواته زموږ حکمرانانو پام نه دي اړولي ځکه چى نن يوشمير پوښتنى راپورته کيږى که څه هم زموږ باتورانو او مړو وخپل قام ته هر څه ورښودلى دي خو لاس پو څو او ځان خوښو حکمرانانو هر څه تر خپلو پښو لاندي کړي دي لکه خوشحال خان بابا چى د پښتون افغان د خاوري ټاکنه او تعين کړي وو لکه....
درست پښتون له قندهار تراټکه
سره يو د ننګ په کارپټ اواشکار
خو د بده مرغه د هروخت حکمرانانو ودي ته پاملرنه ونه کړه د مشرانو په فرمائيلوي پلټنه ونه کړه نو ځکه چى لاره ځينى ورکه شوه د تاريخ يو زده کونکي يا د تاريخ لوستونکىدا څنګه منلى چى ۱۹م اګست ۱۹۱۹ء د افغانستان د خپلواکى ورځ ده چى افغانستان په سينه باندي چاړه تيره شوي ده جغرافيه ې نيمګري شوي ده نو دهغه پيښو ته خو موږ دتاريخ جبر ويل شوي خو د خپلواکي نوم نه شي ورکول کيدى ولى چى دښمن هم داسنجولى وه چى ددهغه قام دويشولو په چپه بل علاج نشته ولي دهغه دښمن خپلى اوږدو ګټو ته درسيدو په خاطر د افغان خاوره تکه تکه کول غوښتو او نن چى داهر څه موږ وينو چى څنګه يوه نيمه دوي پيړى د مخه دښمن دهغه لويه لوبه جوړه کړي وه هم دا خبره ده چى د برتانيى يوه وزير داخبره ومنله جى د پښتنو افغانانو په ضد جګړه يوه نيمه پيړى دمخه پيل شوي وه چى تراوسه دوام لرى خو دبده مرغه ددهغه جګړى افغان ضد ګاونډيانو هم ددهغه په زراؤ ميله لرى دښمن ته کارکوي ترکله چى انګريز پخپله دلته پاته ووهم ددهغه ځائى خلګو په مرسته چى د اسلام د سپڅلى نوم څخه هم ګټه ترلاسه کوله افغان او د افغان خاوره ې ورانوله او بيا چى د تاريخ جبر ودي ته اړکړي چى داټوله سيمه ايله کړى خو د خپلو ګټو خوندى ساتلو دپاره داسي څوک ولټوي چى تر ځان ې هم ښه دنده او چوپړ ورته وکړي.
رښتيا خبره داده چى د احمد شاه بابا او بيا دده د باتوره ځوي شاه زمان د پاچاهى وروسته (کله چى هند ته شنه سترګى راغلى وو) بيا دغازى امان الله تر دور پورى دايو ډير تور تاريخ دي چى زموږ په خاوره تير شوي دي ددي سره سره چى يرغلګرو ته درې واره ماته ورکول کيږى او په ډيره بې شرمي د خواپاکى خاوري څخه شړل کيږى خو بيرته هم دي دا خاوره ويشي او خپله برلاسي په دهغه ولس باوري ساتى ځکه چى دهغه پلغلګر پخپله په پښتنو کښې لاس پوځى پيدا کوي د سياست څخه کاراخلى او بيا داسلام سپڅلي نوم په دومره چل ول ګاره وي چى څوک په ځان هم نه پوه کوي نزدي سل کاله وروسته يو داسي پښتون مشر راڅرګنديږى چى هغه د خپل پلار چى د افغانستان اميردي دهغه په ضد دريږى او د خپل ولس ملګرى کوي چى پلاري د خپل ولس د ګټي په ځائى د دښمن د ګټو ساتونکى دي امان الله غازي د يوه نوي افغا نستان د جوړولو ته ځان چمتو کوي نو ځکه موږ ودوي ته د نوي افغانتسان بنسټ ايښوونکى ويلى شو خو ځموږ په اند د افانستان د خپلواکى په حيث ې نه شومنلى خو دغازى امان الله خان جى کومى ارادي وي په رښتيا هم هغه د بشپړه افغانستان د يوځائى کيدووي ځکه چى شين سترګى چالاکه دي د اسلام په سپيڅلى نامه راګيرکړى اودي اړشو چى د خپل هيواد څخه ولاړ شى اوس پوښتنه دا را ولاړيږى چى ودوي ته داسى کول په کارؤ که نه..؟ لنډه خبره دا ده چى افغان ولس چى څومره اوږد او پراخ تاريخ لري هغه په نړۍ کښې څاري نه لرى خو د بده مرغه ددهغه اوږده تاريخ چيړنه نه دشوي چى چيړنه ې شوي نه وي نو د تاريخ څخه به زده کړه څنګه کيږى ځموږ دا داوه ده چى ۹۱م کاله دمخه خپلواکى ګټل شوي وه خو دا چاته نه ورښيايو چى څنګه او خپل راروان نسل ته دانه ورښايو که دي د تيرو پيښو څخه زده کړى ونه کړي بيابه بى خپلواکى شې حکومت شته واک نشته خبره شته خو عمل نشته هم دهغه خبرى دي چى نن ترټولو زياته ډيرکى په ژړا دي چى حق ئې ترپشو لاندي شوي دي نو دا خو د ډير کيو ناپوهي ده چى لږکي ئې خوري چى ماناې داشوه چى ډيرکي دومره جوهرنه لري چي خپل حق خوندى کړي يا يا داخبره کيږى چى په هيواد کښې داسي ډلى شته چى د نورو باندنيانو دپاره کارکوي نو ددي خبرى مطلب داشو چى حکومت او ولس دواړه دومره توان نه لري چى ددهغه جنايت مخ نوي وکړي يا دا خبره چى باندنيان او ګاونډيان په هيواد کښې لاس وهنه کوي ولي چى ته کمزوري ې ته ولى دغه کورنيو ايجنټيانو سرونه نه غوڅوي چى د خپل هيواد د سره د ښمني کوي او دهغه وخته څخه د افغانانو او په خاوره کښې چاړه وهلى ده.
نن دا نړۍ يو نوي پړاو خپل کړي دي انفارميشن ټکنالوجى او رسنېو د مځکى تناؤنه دومره رالنډ کړي دي چى چند کاله د مخه چا دا سوچ نه شو کولي هغه قامونه اوولسو نه چى د نړۍ ددهغه نوى بهير سره تګ نه شي کولي هغه به وروسته پاته کيږى چى بيابه پوه فنا کيږى اوس دا دهر قام خپله دنده ده چى دوي د ځانه څه جوړول غواړۍ نن د شي پريکړه په سانحو کښې کيږى څوک چى په خبرو کښې پهلوانان وي خو په عمل کښې پاته وي هغه پاته وګڼي نن د ريموټ د لارى هر څه روان دي د علم او زده کړو وخت دي خو څومره د خواښني خبره ده چى نور خلګه ښوونځى جوړه وي روغتونونه جوړه وي لوئي لاري او کارخانى رغوي خو موږ د تيرو ۳۵ کلو څخه دا هرڅه ورانوو خپل وګړي پخپلو لاسو وژنو هغه هم د جهاد په نامه د جهاد مخالفت موږ نه کوو خو دهغه جهاد دنيمى پيړى څخه ځموږ په ولس او خاوره ولي..؟ دا هم په سترګو وينو چى د کلوکلو څخه د نوري نړۍ په پرتله په شاروان يو څو بيا هم په هغه خبره سواره يو خو کله هم چا داهڅه کړي ده چى پخپلو کښې سره کښينې او په دهغه ناخوالو خبرى وکړي او يوه لاره ې راوباسي خولاره هغه وخت را استل کيدي شې چي څوک دا نيت وکړي که وخبرى ته لاره ورکول شې هره لانجه اواريدي شي افغان يوښه انسان ښه مسلماناوښه سوله خواښونکي دي ولکه که هغه څوک وي چى دا وخت په جګړه کښې دي د اولس دسيمى ترټولو پياوړى ولس دي خو ضرورت ودي ته دي چى څنګه يودبل په خبره ځان سره پوه کړي خو دا وخت دى چى څوک راولاړشې او د هره يوه سره خبرى وکړي او دابه ارومرو کيږى ځکه چى دا ولس غوښتنه جوړه شوي ده ددى سره سره دا د نړۍ غوښتنه هم ده خو داهغه وخت کيږى چى موږ هر يو ددي دپاره هڅي وکړو دبده مرغه باندنى ځالي په موږ کښې دومره زياته جوړى دي چى دد هغه ځالوړنګونه ضروري ده په کاردي چى هر وطنپاله دا پريکړه وکړي او ددي دپاره هڅه پيل کړي چى جګړى زموږ د لانجو اواري دي نه باندنيان موږ په پښو درولى شى نو ددي دپاره څه کول په کاردي کله چى ودي ته موږ راپورته شول بيا زموږ لانجى اواريدل به پيل شى موږ ته په کاردي چى ترځان لوئى سيال په مخه کړو نه تر ځان وړوکي د وختى ګټو په ځائى هميشنى ګټى په نظر کښې وساتو او هغه باندنى ځالي چى په موږ کښې په بيلو بيلو نوموجوړى شوي دي هغه ورانى کړو او پخپلو کښې لانجى اواري کړو امان الله غازى که مور چل نه وي ايله کړى دانه ورسره کيدل اوس هم چى څوک د هيواد څخه د باندى ناست دي په کاردي چى وخپل هيوادته ستانه شي او د هر ناجائزه ومخ ته ودريږى ولس به دداسي چاو ملاتړته ارومرو راووځى دخپلى خاوري د اوه داره هغه وخت څوک جوړيدى شي چى هغه په خپله خاوره ناست وي موږ لوئى وولوئى به يوخو هغه وخت چى ميدان ايله نه کړو.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←