اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ټولنپوهنيز –کلتوري بحثـ - لومړئ او دوېیمه برخه

لومړۍ مقاله
ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله کې
شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې اومعنوي ارزښتونو مجموعه ده ۰ داسلام سپيڅلي دين دافغانانو په فرهنگ اوټولنيز ژوند کې ژورې ريښې لري اويا په بل عبارت ټوله بوده اوتنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده ۰ زموږ په هيواد کې داسلام مقدس دين دعلم پوهي٬ ترقۍ اوتعالى له پاره مثالي اونمونه يي ارزښتونه را منځ ته کړي دي ۰ اسلام اواسلامي مناسک دپرديو په وړاندې تل زموږ دخلکو اواولسونو ديووالي اوپاڅون له پاره دالهام منبع وه ۰
دعلم اوپوهې په برخه کې موږ وينو چې زموږ په هيواد کې داوږدې کورنۍ جگړې وروسته دشلمې پيړۍ په سر کې مدرن تعليم رواج شو چې دحبيبې ليسې په پيل سره پيل شو ۰ له هغه دمخه زموږ دهيوادزياتره پوهان اوعالمان عارفان اوصوفيان ٬ فلاسفه اوحکيمان ٬ شاعران اواديبان داسلامي زده کړو له مرکزونو ٬ مدارسو اوجوماتونو څخه راوتلي دي ۰
وايي چې دهارون الرشيد اومامون الرشيد په وختونو کې دبغداد په نسبت په بلخ کې دمدارسو شمير زيات و ۰ اوددغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو پورې محدود نه و ٬بلکې ټول مضامين اوعلوم په کې شامل و ۰
زموږ په هيواد کې په کليو اوښارونو کې جامع جوماتونه دټولنيزو پريکړو مرکزونه دي ۰ دغه راز مسجدونه دعلم اوپوهي دزده کړې مرکزونه هم دي ٬ زموږ دهيواد ډير نامتو پوهان له همدغه جوماتونو څخه را پورته شوي دي ۰

خو پر دې ټولو سربيره چې ملې اسلامي ارزښتونو زموږ دهويت په ساتلو اوکره کولو کې مهم رول لوبولى دى ٬ دناپوهو اودپرديو سازمانونو له خوا داستخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير زموږ په فرهنگ اوادب کې پرې ايښې دى ۰
زياتره څيړونکي دملا په اړوند يو خاص تفسير لري چې البته داسلامې زده کړو ٬پوهي اواصولو څخه جلا دى ۰ دملا په اړوند دغه تصوير دروحانيت دموسسې په باب تصور نه دى ٬ بلکې دروحانيت له موسسې څخه دناوړه گټه اخيستنې اوناسمو تعبيراتو په باب تصوير دى ۰

دپښتنو ټولنه په اوسنيو شرايطو کې يوه تيت پرک اوخوره وره پرته ټولنه ده دټولنيز اقتصادې ودې نشتوالي ددې سبب شوى دى چې يو ډول نه تواميت اونه انتيگريشن موجود اولاسبرى وي ۰
خو هغه څه چې په عامه سطحه کې په ټولو پښتنو کې څه که دليکې اخوا ته اويا په افغانستان کې دي شريک دي چې هغه پښتو ژبه اوپښتنولي ده ۰ پښتو اوپښتنولي ددوى ديووالي اونږديوالي عمده فکتور دې ۰

دانگليسي پوه والتر بيلو H.W. Bellew په قول چې په نولسمه پيړۍ کې دپښتنو دټولنې دبيلابيلو قشرونو اوډلو څيړنه کوي اود A GENERAL REPORT ON THE YUSUFZAIS په نوم اثر يې کښلى د ٬دروحانيت په باب وايي :

روحاني دملا طبقه (کلاس) ٬ يا دروحانيت نظم )) داستانه دار څخه توپير لري ٬ په دې کې چې دا دروحانيت يوه فعاله کتله ده ۰ دمذهبې ژوند له پاره دنړۍ يا دونيا پريښودل په خاطر دوې خپله انرژي داسلامي احکامو زده کړې اودرس ورکولو په لار کې لگوي . استانه يا استانه دار کيداى شي خپل ځان دمذهبې احکامو له پاره وقف او يا وقف نه کړي.له دې امله که دوى دا کار کوي دوى په اټکلى توگه خپل پلويان را پورته کوي ۰ خو يو لوى اکثريت ورسره زيات خوښ وي ۰دوى دونيايي ژوند په خوشالۍ اونيکمرغۍ سره پر مخ بيايي ۰ دوى دمذهب له پاره خپل ژوند وقف کو ي۔ په ټولنه کې ددوى کلاس اوس دپاملرنې وړ دى .ملا په څلورو کاتيگوريو( برخو) کې پيژندل کيږي ۰ امام - ملا – شيخ – اوطالب العلم ٬
امام په ساده توگه يودجماعت مشر دى چې په جومات کې را ټوليږي ۰ يا جماعت ورته ويل کيږي ۰همدارنگه رسمي دنده لري دجومات په اړوند په لمانځه کې ړومبنى مقام لري اوپه ځينو مواردو کې قران لولي اوهغه تشريح
کوي . هر جومات خپل امام لري يا پيشوا ورته ويل کيږي ۰ دفتر اولقب دواړه ورته ميراثي دي ۰
ملا يو معمول روحاني دى ۰ په عمومي توگه څو ډوله اړيکي دهر جومات سره لري ۰ هغه اذان کوي ۰ لمونځ ورکوي ٬ اوکله چې امام نه وي دهغه په غياب کې امامت کوي ۰ همدارنگه طالبانو ته مذهبي درس ورکوي ۰ دلمانځه ورکولو شکل داسلامي دوکتورين په اساس اودکلي ماشومانو ته درس ورکوي چې څرنگه دلمانځه ډولونه زده کړي .همدارنگه دوى اکثرا دامامت په چوکاټ کې بريالي دي ۰ لقب اودنده اکثرا ميراثي ده
خداى بخښلي کانديد اکاديميسين ابراهيم عطايي ليکي :
(( مذهبي مشر ته ملا ويل کيږي ۰ ملا سربيره چې مسجد ساتي لمونځونه ورکوي ۰ دمړې دگور اوکفن خدمت هم کوي ۰نکاح تړي ۰ ملا دسپين پټکي په نامه په ننواتې کې هم ځي اوکله چې ددوو رقيبانو ترمنځ توده جگړه روانه وي نو ملايان قرانونه پر سر نيسي اودجگړې ډگر ته داخليږي اوپه دې ډول جگړه بندوي ۰
کله کله په جرگو اومرکو کې اصلي غړيتوب اخلي خو په لويو جرگو کې ملا دجرگې اصلي غړى نه وي ۰ بلکې ددعا له پاره هلته ورځي ۰ په دغسې جرگو کې ملا له جرگو څخه ليرې کښيني اوکله چې جرگه فيصله صادروي نو ملا ته دعوت ورکوي اوهغه دخير دعا کوي ۰ دځينو جرگو په پاى کې چې خيرات کيږي دهغه سرپرستي په منظم ډول دملا په لاس وي ۰ )) دپښتنو دقبيلوي حقوقي اصطلاحاتو قاموس ۰ ۲۵۶ مخ

په وړو کليو کې يو اوپه لويو کليو کې تر څلورو پورې جوماتونه وجود لري ۰ دکلي خلک په گډه سره دجومات له پاره ملا نيسي ۰ دکلي خلک ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي ۰ ) داوړي اومني په درمندونو کې غنم جوار ٬ د(اړى ) يا امامتۍ په نوم ورکوي ۰ پردې برسيره ملا ته سرسايه ٬ خيرات ٬زکات ٬شکرانه ٬ اوداوسيدلو له پاره کور يا کوټه هم ورکوي ۰ همدارنگه خلک دغم اوښادۍ په حالاتو کې دملا له پاره برخه هم ورليږي ۰ ملا يوازې دخپل ځان اودکور دافرادو له پاره جامې اخلي چې په ځينو وختونو کې دکلي شتمن اشخاص ملا ته دجامو داخيستلو له پاره نغدې پيسې هم وربخښي ۰ په کليو کې ملايان دا دندې تر سره کوي ۰
۱. دکليو دخلکو له پاره پنځه وخته لمونځ ورکوي ٬ اذان ورکوي ۰ اومذهبي احکام تبليغوي ۰
۲.په جوماتونو کې ملايان نجونو اوهلکانو ته درس ورکوي اولمونځ ورزده کوي ۰ نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي ۰ په جوماتونو کې دوه ډوله کسان درس وايي :
يو هغه کليوال هلکان دي چې يا سهار دوخته اويا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي اوهلته مذهبي درس وايي ۰
بل هغه ماشومان يا هلکان دي چې په جومات کې په دايمي توگه مذهبې درس وايي ۰ دوي په لومړي قدم کې دچړي په نوم ياديږي ۰ دچړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو اوملا ته دکلي دکورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې دټوک يا چنډې په نوم هم ياديږي ٬ راټولوي ۰ همدغه چړيان چې کله لږڅه زده کړي اولږ لوي شي نو دطالب په نوم ياديږي ۰
ملا همدارنگه دنوې زيږيدلي ماشوم په غوږ کې داذان کولو دنده لري ۰ کله ناکله دم اوتعويذ ورکوي ٬ دقران مجيد په ختم کې برخه اخلي اوختم کوي ۰ دمړي دتدفين اوتکفين مراسم اومذهبى مراسمو څارنه اوپالنه کوي ۰
(۲)-- ۲۰۸ مخ دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت

الفنستن چې دنولسمې پيړۍ په سر کې افغانستان ته راغلي اويو معتبر کتاب يې کښلى دى دملا په باب اودهغه دنقش په باب داسې يو تصوير وړاندي کوي وايي :
((په ټولنيز ډول دوى فعال اوپه نسبې توگه لايق کسان دي اودخپلې ډلې دگټو ښه پروا ساتي اواحتياط کوي چې خپل لوړ والي خوندي وساتي ۰ دوى دخپل ملک دډيرو برخو خاوندان دي ٬ دځوانانو روزنه دقانون تنفيذ اوپه ټول ملک کې دقضا اداره چې دپاچا تر واک لاندې ده پوره دوى ته ورسپارل شويده اودغه امتيازات له هغه احترام سره يو ځاى چې په ناپوهو اوخرافات خوښو خلکو کې ددوى دعلم په وجه دوى ته کيږي ٬ملايان په دې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو کې په افرادو او ان داشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري ۰ حاکمان اونور ملکي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي ٬ اوځينې وخت پخپله پاچا وبيروي اوزيان ورته ورسوي ۰ په مسلمانانو کې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف کارونه کيږي له دغه قدرت څخه بده استفاده کيږي ٬خو په عين وخت کې زياتره وخت دملايانو له دغه نفوذ څخه دمملکت په ډيرو برخو کې چيرته چې دعامه سولي دټينگولو له پاره نور وسايل وي دشخړو اودعوو په فيصله کولو کې په گټور ډول استفاده کيږي ٬ ۰ ددغسې مذهبې شخصيتونو لښکرې زياتره وخت دهغسې دود ٬ دولسونو په منځ کې له اوږدو چپنو سره ښکاره کيږي چې دجنگ له پاره تيار اواماده وي ۰ )) ۲۲۱ مخ دکابل سلطنت بيان دپيښور چاپ
الفنستن زياتوي :
له هغو ملايانو پرته چې دينې منصبونه لري ٬ يا له دولت څخه وظيفې اومعاشونه اخلي ۰۰۰۰اوتر هغو لا ډير دکليو ملايانو ته چې دفصلونو يو څه ورته ورکول کيږي اويا درمو گلو نه ورته يو څه ورکول کيږي ډير نور ملايان دځمکو يوه برخه دبخشش په توگه په لاس کې لري ، چې يا يي پاچا يا يي دکليو مشران ورکوي ۰ اويا ځيني افراد يې دميراث نه ورپه برخه کوي . ځينې نور ملايان دشرعي قانون په تدريس اوتمرين ژوند کوي ٬ نور يې په مکتبونو کې تدريس کوي اويا دشتمنو کسانو دزامنو شخصې معلمان وي ۰ ځينې نور يې دتبليغ په کار لگيا دي ۰ اواولس يې ژوند ورتامينوي ٬ځينې په هغو اوقافي وظيفو ژوند کوي ٬ چې دولت اوکلي يې شاگردانو ته ورپه برخه کوي چې دهغو په ملک کې سفر کوي اوځينې نور ملايان يا کوم کسب اويا دهقاني کوي ۰ اويا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي اوپه خپله خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي اوسرگرمۍ لري .)) ۲۲۳ مخ هماغه اثر
*****************

دوییمه مقاله

کله چې دپښتنوپه ټولنيز ٬سياسي اوپه تيره په کلتوري تاريخ خبرې کوو ٬ نو له لږې اولنډې سريزي وروسته ارو مرو چې په روښاني غورځنگ تم کيږو ۔ روښاني غورځنگ چې د بايزيد انصاري له خوا چې په روښان مشهور دى ٬پيل شو دپښتنو دهويت اوتشخص له پاره دعطف ټکى دى ۔ په دې مانا چې دغه نهضت داسې څه پښتنو ته ورکړه چې دمخه يې نه درلودل :
دمثال په توگه بايزيد روښان ديو متفکر په توگه يو لوى ذهني اوفکري انقلاب راووست ۔ دى پوره زړور سړى و ۔ چې په پوره زړورتيا يې وکړاى شول دمذهبي اوعرفاني پوهي په رڼا کي يو مشال بل کړي ۔ اودپښتنو دبرم اوعظمت د راژوندې کولو له پاره جنډه پورته کړي ۔
نوموړي دهيڅ راز تبليغاتو اوپروپاگندونو پروا ونه کړه ۔ اوپه پوره متانت يې هغه څه ( هم په مذهبي لحاظ اوهم په سياسي لحاظ ) وويل چې دمخه چا نه وويلي۔
بله داچى پيرو روښان اودهغه پيروانو وکړاى شول په پښتو ژبه کې دلومړي وار له پاره پوره اوبشپړ ديوانونه ايجاد کړي ۔ چې دمخه نه و ۔
همدا رنگه روښان پير دخيرا لبيان په ليکلو سره په پښتو کې داسې يو خط ايجاد کړ چې پښتو يې ددوزخ دژبې پر ځاى دجنت ژبه اودالهياتو ژبه وگرځوله ۔
په خيرالبيان کې دانسان هغه تهور اوجرات وينو چې په نورو نړيوالو اسماني کتابونو کې شته ۔ روښان اودهغه پيروانو په خپلو اثارو کې شرقي فلسفه اوتصوف اودهغه په رڼا کې دانسان يونيورسل ستونزه مطرح کړه ۔
اوبله داچې روښان يو سياسي شخصيت هم و چې ټولې ستونزى ورته له همدې زاويي ورپيښي اوځان يې په خپله لار کې فدا هم کړ ۔ کنه نو دى هم ملا وو ٬ په الهياتو له هر چا ښه پوهيده ٬ اودحالنامې په قول چې قاضې خان ورته وايي : (( ته په دغه جاهل (!) قوم ( مانا يې پښتانه دې ) څه کوي را ځه اوله موږ سره کار وکړه ۔ روښان په ځواب کې وايي : زه خداى پاک دهمدې قوم لارښووني ته پيدا کړى يم ۔ )) جوتيږي چې هغه په خپل سر کې ډيري سودا وى درلودې ۔ چې په دې بحث کې يې ځاى نشته ۔
ددبستان مذاهب مولف ليکي :.......

راځو بلي مسالي ته اوهغه دروښان سره دپرديو زرخريدو ملايانو دوښمني وه ۔ په دې بحث کې په همدې مساله تمرکز کوو .

ځينې خلک وايي چې دروښان اواخوند درويزه مخالفت صرف مذهبي جنبه درلوده ۔ خو دا خبره اوس په ډاگه ده چې دروښاني غورځنگ سره دسياسي جنبش په توگه دمغلو دامپراتوري دپلويانو له خوا مخالفت کيدلو ۰
درويزه وايي :۰(( درويزه چې څه بيان کا واړه دين دپاک نبي بيانوينه ٬ پښتانه په بله ژبه نه پوهيږي ٬ ځکه دى يې په پښتو وروښيينه ۰ واړه دين دپاک نبي بيانومه ٬ وپوهيږئ مومنانو ددې پاک نبې له دينه په دا خپله ژبه پوه شئ افغانانو بل غرض مې په کې نشته مگر داچې شفقت کړم پر عاميانو ٬ هر چېي دا باور يې نه وي څه تهمت راباندې وايي ٬ هغه کس دې ودريږي له بې دينو له بې ايمانو ۰ ))

سيد علي ترمذي مشهور په پير بابا اودده مريد اوخليفه اخوند درويزه دبايزيد روښان پر ضد دمخالفت جنډه پورته کړه ۰ سيد علي ترمذي دگورگانيانو خوريي اودگورگاني پاچا هانو له مقربينو اومعتمدينو څخه و ۰ که چيرې دا خبره يعنې سياسې مخالفت نه وي نو ولې کله چې جلال الدين روښاني ماتې وخوړه اخوند درويزه هم خپلې ليکنې بس کړې ۰ تردې وخته پورې اخوند درويزه دمخزن الاسلام نه علاوه دارشادالطالبين ٬ تذکره الابرار والاشرار اوارشادالمريدين په نامه کتابونه ليکلي وو ۰
سيد تقويم الحق کاکاخيل مرحوم اوځينې نور پوهان په دې باور دي چې :
.سره له دې چې ځينې کسان په دې باور دي چې اخوند درويزه بالکل په حقه وو اودده ټول تبليغ داسلام دمدافعيت له پاره و ليکن ځينې نور داسې عوامل اوخبرې منځ ته راغلې دي چې دهغو په وجه نن بعضې خلک داخوند درويزه اودهغه دپير طريقت پير بابا دغه ديني خدمتونو ته خالص په ديني نقطه نظر سره نه گوري ٬ بلکې په دې وجه چې بايزيد انصاري پښتون و اوپه مقابل کې اخوند درويزه اوپير بابا دواړه پښتانه نه و اوبل خواته بايزيد دهغې زمانې دمغول حکمرانانو په خلاف سياسي جد وجهد کولو ٬ نو دابعضې خلک دا خيال کوي چې که اخوند درويزه دبايزيد انصاري مخالفت نه واى کړى نو بايزيد به دمغولو په مقابل کې دپښتنو دخودمختاره حکومت په جوړولو کې بريالي شوي واى ٬ اوهم په دې خيال نن ورځ داخوند درويزه په هکله نامناسب الفاظ هم استعمالوي ٬ ۔٬ ۔۰۰
داثارو اوشواهدو له مخې : سيد علي ترمذي شاه صاحب په اصل کې دترکستان و ٬ پلار يې دهمايون پاچا په پوځ کې صاحب منصب و ٬ کوم وخت چې شيرشاه همايون ته ماتې ورکړه اوهمايون در په در گرځيده نو دسيد علي پلار هم ورسره ملگرى و ۔ ده داشرفيو ډکه هميانۍ خپل زوى (سيدعلي شاه ) ته ورکړه اوپخپله له همايون سره ولاړ ۔ دشيرشاه سپاهيانو دغه هميانۍ له سيد علي نه واخيسته ٬بياکوم وخت چې دهمايون زوى اکبر پاچا هۍ ته ورسيده ٬ سيد علي دپير روښان سره مقابله شروع کړه ۔ (محمد اصف خان تاريخ سوات ۔ )

همدا ډول :
داخوند درويزه تذکرت البرار والاشرار دوهمه برخه دافغانانوپه باب ده اوپه هغو کې دپښتنو داکثرو پيرانو ته بد ويل شوي د ي اودپښتنو په باب يې هم هر ډول بې مسووليته الفاظ کارولي دي۰ درويزه په دې خبره سخت تاسف کوي چې دپښتنو غرنۍ سيمې ولي دهغه وخت دپاچا هانو تابع نه دي ۰ اوباالمقابل دملکانو اوپيرانو تر نفوذ لاندې راغلي دي ۰ دا ټول داخوند درويزه دغوښتنو اوهدفونو نماينده گي کوي ۰
دمثال په توگه په تذکرت الابرار والاشرار کې ليکي :.....
۸۳ مخ قصه خانه چاپ ۰
اخوند درويزه نه يوازې يو ځاى بلکې ځاى ځاى پښتنو ته دجاهلو اوعهد شکنو اوپه خپل قوله دنه ولاړو خلکو اوداسې نور خطابونه کړي دي ۔ نوموړي چې په سيده توگه دمغلو دحکومت مبلغ وو ٬ په ډيره ماهرانه توگه دا خبره تلقينوي چې گويا پښتانه دخپل حاکميت دجوړولو وس اوتوان نه لري ۔ دا ځکه چې ډير خودخواه دي ۔ حال دا چې پښتانه دژوند انه له پاره اصول لري ٬ چې په هغه کودونو اومقرراتو کې هر څه حل دي ۔ خو اخوند درويزه دهغو يادونه نه کوي ۔
له بلې خوا داخوند درويزه اودپير روښان په وخت کې نور و اثارو دپير روښان اوافغانانو په باب دا ډول قضاوت نه دى کړى ۔

په ذخيرت الخوانين نومي کتاب کې چې دجهانگير پاچا ددورې نوابان معرفي شويدي ٬ روښاني نهضت ته داحترام په نظر کتل شوي دي ٬ دکتاب مولف شيخ فريدالدين بکري ددويم باب په سر کې وايي :
(( درتبيين احوال امرايي عاليشان که درزمان بهجت وسرور حضرت جنت مکاني جهانگير بادشاه عليه الرحمه والغفران بسروري وسرداري رسيده اند اوله دې څخه ښکاري چې شيخ فريد بکري جهانگير ته خاصه عقيده درلوده خو په عين زمان کې دى د روښانيانو په باب داسي ليکي :
همدارنگه اخوند درويزه په دې ښه پوهيده چې روښان دپاچا هئ خيال په سر کې لري ٬ لکه چې وايي :...... (( دى هاله له ځانه خوښ شو چې مهدي شوم ٬ دمهدي چارې به کړمه ٬ لښکرې به کړم بنيادې هندوستان به ونيسمه ۰
اوازې يې کړلي گډې هر چې اس لري راځي اس په ما پورې باسي داکبر باچا ټانگې واړه زما دي ۰ )) مخزن ۱۲۳ مخ
مشهور خدايي خدمتگار عبدالاکبر خان اکبر ليکي :
دپير روښان اودروښانيانو پر خلاف مذهبي الزامونو اومخالفت کې لوى لاس دگورگاني بادشاهانو و ٬ هغوئ بادشاهي دپښتنو نه اخيستې وه اوپه دې وجهې دهغوئ سياسي دوښمنان پښتانه اولوديان کمزوري اووهل شوي وو ۰ دسرحد اودغرونو پښتانه يو لوى طاقت وو اوازاد وو په يوه مرکز ددوى را جمع کيدل يعنې دکاڼې گرم نه تر سوات ٬باجوړ ه پورې دبايزيد دمريدانو پيدا کيدل اوبيا ليوني مريدان چې په هيڅ اړ نه و داداکبر لپاره لويه خطره وه ۰ ۰۰۰۰

حمزه شينوارى د(ورکې خزانې )په سريزه کې خپل نظر داسې څرگندوي :(( پيرروښان دحنفي مذهب مقلد و اومسايل يې تر زياتره دحنفي فقې سره تعلق لري اخوند درويزه بابا په خپله په تذکرت الابرار والاشرار کې ليکي چې پير تاريک قايم اليل اوصايم الدهر دى ٬ ليکن دننه په زړه کې کافر دى ۰ اوس دا فيصله خو به انصاف پسند لوستونکي کوي چې کوم انسان ټول عمر روژه اوټوله شپه په لمانځه ولاړ وي هغه کافر کيداى څنگه شي اودزړه نه يې څوک خبر و ؟ زموږ کار خو هغه وخت دپښتو ادب دمعيار اندازه کول دي البته يو د وحدات الوجود مساله داسې شته ٬ چې دغو دواړو ترمنځه اختلاف سبب کيداى شي ٬ خو دا مساله بايد چې دچا دتکفير سبب ونه گرځول شي ځکه چې ډير اوچت اوسپيڅلي مسلمانان ددې مسالي معتقد وو ۰۰ په دې سلسله کې زياتره تحريک دمغولي پاچا اکبر ددين الهى داجرا هم مرهون دى ۰ داسې ښکاري چې پير روښان داکبر دکفر اوزندقئ په وجه توره ويستلي وه ۰ )) ۱۸۷ مخ ۔ادبي څيړنې ۰

(ماثرالامرا) چې دصمصام الدوله شاهنواز خان اثر اوپروفيسور محمد ايوب قادري په اردو ترجمه کړى دى ٬ روښاني نهضت دگورگانيانو په مقابل کي بغاوت اوفساد گڼل شوى دى نو له داسې مورخ څخه به څنگه دعيني قضاوت غوښتنه وشي ۰ ؟

دقاضي ميراحمد شاه په تحفت الاوليا کې داخوند درويزه نظر تکرار شوى دى ۰
ديوسف زايي پټان کتاب چې په اردو ليکل شوى دى روښاني نهضت ته دازادئ غوښتنې ٬ تحريک ويل شوى دى دکتاب مولف الله بخش يوسفي دمحمد عبدالشکور په حواله وايي چې بايزيد انصاري يو صحيح مبلغ ٬ رهنما ٬ سياستدان اواديب و ٬ خو حضرت اخوند درويزه دمذهبي تعصب دذاتي عناد اوسياسي اختلافاتو په وجه ده ته ملحد اوزنديق وويل ۰ مولف داخوند درويزه په باب ليکي چې دهغه اصلي نوم هم چاته مالوم نه دى خو دى په خپله شجره کې وايي چې دمور له خوا تاتاري مغول اودپلار له خوا يوناني يم ۰ دى ليکي چې اخوند درويزه پښتو ژبې ته دپير روښان دمخالفت په برکت ډير خدمت کړى دى ۰

پايله :
دپښتو ادب يو عمده اولويه برخه دمغلوالې سره دمبارزې انعکاس دى ۔ دبايزيد اواخوند درويزه مخالفت سياسي مخالفت دمذهب په بڼه کې دى ۔ دواړه مذهبې عالمان دې خو توپير يې په دى کې دى چې اخوند درويزه ددربار په خدمت اودپښتنو دازادۍ دټکولو له پاره موظف دى ۔ نو له دې امله په بايزيد روښان اودهغه په غورځنگ دکفر تور لگوي ۔ اوس که دغه اصل يعنې ازادي غوښتنه اواواسارت غوښتنه په فکري لحاظ وڅيړل شې ان زموږ ددوارن پوري داخوند درويزه ليکه اودروښان ليکه او صفونه سره دوام کوي ۔
په دې مقاله کې :
دليکوال له يادښتونو سربيره
ددې اثارو نه استفاده شويده :
۱۔ادبې څيړنې داستاد روهي اثر
۲۔ دبستان مذاهب
۳۔ دخوشال خټک اخلاقي ايديال
۴.روښان ياد

نور بيا
Mohmad Akbar Kargar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←