له ښاغلي اجمل خټک سره يوه مرکه دویمه برخه
د صحافت او خبريالۍ په اړه بيا څه خبره کوئ، دا مو څه وخت پيل کړل؟
له دې دواړو نه پس مې بيا صحافت وکړ؟ اول د مياشتنۍ رسالې عدل اېډېټر شوم، بيا د هغې نه پس د بانګ ارم- اردو اخبار اېډېټر شوم، بيا د هغې نه پس د انجام نومي اخبار چې د ټول پاکستان اخبار و، د هغه اېډېټر شوم. بيا د شهباز اخبار چې زموږ د پارټۍ اخبار و، د هغه اېډېټر شوم. دغه شانته په پېښورکې د اردو يوه مجله به وتله، د هغې نوم و ”سنګ ميل“په هغې کې مې د پښتنو کلتو راو ثقافت په ټول پاکستان او هندوستان کې خورولو، ما له هغې سره کار وکړ او په هغې کې مې د پښتو ادب تاريخ وليکلو. بيا رډيو ته لاړم، يو پينځه کاله مې په رډيو کې کار وکړ.
په کوم رډيو کې؟
په پېښور رډيو کې، هلته مې د ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۳ پورې کار وکړ. دا و زما سياست، شاعري او صحافت.
د شاعرۍ، ليکوالۍ، صحافت سياست خبره مو وکړه، کوم يوه يې زيات خوند درکړى، يا په کومه يوه برخه کې مو ځان لاسبرى احساس کړى؟
په دې ټولو کې ما ته زيات خوند شاعري راکوي، اوس دا دى زما دا حال دى او ته پوهېږي چې صحت مې څومره غورځېدلى دى، ته مې ښه وينې، خو له دغه ځايه چې کلي ته تلمه، اته شعرونه مې برابر کړي.
زه تقريبا له هر څه نه تنګ يم، خوراک نه تنګ يم، ګرځېدو نه تنګ يم، نور تکاليف راته ډېر ته، خو يوه شاعري راباندې راځي د هغې نه – نه تنګېږم، او ډېره راباندې راځي خو نه ترې تنګېږم، نن مې دا شعرونه ليکلي، يو شعر (بيت) به درته واوروم چې ريکارډ يې کړې.
خټک تر مرګه پورې ستا لارې ته بيا بيا کتل
منزل به نېغ و، خو مزلو کې کږې کيسې دي
مکمل شعر به بيا وروسته درته ووايم، چې ويې ليکې او بيا يې چاپ کړې.
تاسې د خپلو سياسي مبارزو تر څنګ شاعري، خبريالي او ليکوالي کړې، تر سياست مخکې به لومړى پر همدغو دريو برخو لنډ وغږېږو، که ستاسې څنګه خوښه ده؟
بلکل مې خوښه ده، خو صحت مې ښه نه دى، خداى وکړي چې وغږېدى شم او سم وغږېدى شم.
پښتو شاعري د نورو ژبو له شاعرۍ سره څه وړ پرتله کوئ؟
چې څومره زموږ نظر لګي، پښتو شاعري د بيټ نيکه نه چې راشروع کړې، له امير کروړ نه يې چې راشروع کړې، نو يو مناجات دى خداى ته، سوال دى زارۍ دي خداى ته، او بل د خپل وطن، خپل ټاټوبي او خپل ولس خير غوښتل دي. وادې ورېدل! چې زه دغه ته ملي روحيه وايم. ملي روحيه دې ته وايم چې تاريخ، عنعنه او اسلام دا درې واړه چې يو ځاى شي نو دا د افغانانو او پښتنو ملي روحيه جوړوي، نو زما په خـيال د پښتو په شاعرۍ کې د مضمون په لحاظ سره چې کوم ځاى ته ورسېږي نو يو خداى ته رجوع او مناجات دى او يو د قوم خير او دعا غواړي، يانې يو د خداى پاک د ذات احساس او اقرار دى، هغه ته عاجزي او سجده ده او بل طرف ته د خپل قوم او وطن په خدمت کې جد و جهد دى، منډه ده او قرباني ده. دا زموږ د شاعرۍ بنياد دى، دا زموږ روايتي شاعري وه. په دې لړ کې خوشال بابا زموږ مشهور شاعر دى، احمد شاه بابا مشهور شاعر دى، ټول شاعران، حتى رحمن بابا هم په خپله صوفيانه شاعرۍ کې هغه د وطن د مينې دعا او مناجات ويلى، نو دا دا د پښتو شاعرۍ روح دى. موږ ته چې دا شاعري پاتې شوه، نو په نوي دور کې بيا د نوې زمانې، نوي سماج، د نوې جامعې نوې تقاضې رامخې ته شوې. په هغې کې بيا لوړې ژوروې، غټې نرۍ طبقاتې خبرې راغلي دي. هغه د انګرېزانو د تسلط پر مسئلې باندې، چې دلته له انګرېز سره د قوم مقابله شروع شوه او د ازادۍ سوال پيدا شو. نو موږه خپله تاريخيمه، هغه خپله تاريخي او روايتي شاعري چې وه هغې ته مو په خپل قسم کې يو انقلابي رنګ وکړ. نن سبا په انقلابي رنګ ورکولو باندې زما ژبه نه ګرځي، ځکه چې انقلاب له موږ سره ډېرې داسې کانې وکړې چې اوس انقلاب نوم څوک نه شي اخيستى. انقلاب جوړ دغه وي چې يو بهرنى ملک دې راشي لکه شورويان چې راغلل او زموږ افغانستان يې لتاړ کړ؟؟؟ يا بل څوک دې راشي په دنيا کې دغسې کار دې وکړي، دا انقلاب دى؟ دې ته زه انقلاب نه وايم. زه انقلاب دې ته وايم چې خپل قوم، خپل ولس پخپله د خپلو حالاتو نه، خپل ذهن نه، خپل ايمان نه، خپل غيرت نه، د حالاتو د تقاضو نه را بيدار شي، ويښ شي او د خپل حق لپاره جنګېږي او وجنګېږي او خپل حق غواړي، نو دغه انقلابي جذبه ده او انقلاب دى.
د هندوستان د ازادى جنګ و، د شاعرانو يوه ډله پيدا شوه، چې هغوى ته يې ترقي پسند مصنفين ويل. زه د هغوى ملګرى شوم. نو په شاعرۍ کې مې د پښتنو قوميت، ملت خبره هم راغله او ورسره د غټ او نري، د محنت کش او خواريکښ سوال هم پيدا شو. نو ما خپلې شاعرۍ ته زما په خپل خيال باندې هغه انقلابي رنګ وکړ.
د وزن او رديف په لحاظ هم په شعر کې بدلون راغى، پخوا به رديف او قافيې باندې نظمونونه ليکل کېدل، خو ما ورته نوى رنګ ورکړ، د چاربيتې، د ټپې، د نيمه کۍ- د پښتنو، هغه چې يو بيت يا مسرعه هم قافيه وي او په دويمه مسرعه کې په قافيه برابرېږي، هغه مې پرېښود. تر دې چې ما کله په وړومبي ځل نظم ووې، په کاکا صيب زيارت کې د شاعرانو جرګه وه، هغه مشر شاعر پاڅېد، ويې يل: خټکه! دا دې شعر ووې که نثر. ځکه هغه ته هغه شعر ښکارېده چې کوم په تاريخ کې و، يانې قافيه لرونکى، نو زما په خپل خيال باندې په وزن کې هم، په تشکيل کې هم، په موضوع کې هم او په مانا کې هم چې زه سوچ کوم له دې څخه مخکې داسې څه نه ښکارېده. زما خپله د ((غيرت چيغه)) د دغه انقلابي دور د شاعرۍ نمونه ښکاري.
يانې تاسې دا ويل غواړئ چې پښتو شاعرۍ د نورو ژبو له شاعرۍ که زياته نه وي نو کمه هم نه ده، که څنګه؟
په دې لړ کې د نورو ژبو په شاعرۍ کې دومره جدت، تازه ګي او تخليق نه و. پوه شوې. او له نورو ژبو سره لين دين کوي. د دې وخت د اردو له ټولو نه لوى شاعر فيض احمد فيض دى. هغه به ويل چې زما د شاعرۍ چينه چې کله وچه وشي نو زه له اټکه نه پورې لاړ شم او دلته بيا زما د شاعرۍ چينه تانده شي. او د شعرونو ليکل شروع شي. نو دا د هغه نقل قول دى. نو دلته تخليق دى، هغه لوى باب دى، نو زه درته په هغې څه ووايم. د دې غرونو، د دې ميدانونو، د دې ورشوګانو او ابشارونو خپل روح دى، روح به تخليق کولو او نوې شاعري به يې پيدا کوله. تر دې چې زه بنګال ته لاړم، د هغه ځاى ډېره ښه شاعري ده، ډېره ښه. هلته جسم الدين دى، جسم الدين د هغه ځاى د ټولو نه لوى شاعر دى، له هغه سره مې چې خبرې وکړې، نو هغه مې په دې قايل کړم چې زموږ شاعري ستاسې له شاعرۍ او د هندوستان له نورې شاعرۍ څخه ښه ښکاري. اوس په هندوستان کې د ډېرو قومونو شاعري شته، د ډېرو قومونه شاعري چې ډېر بلا شعرونه لري او ښه شاعري يې کړې ده. هغه وخت ما ورته ويل چې د هندوستان او پاکستان په شعرونوکې نوى رنګ دى، خو زموږ له ټولو نه نوى رنګ او ښه رنګ دى. ما په دې له جسم الدين سره خبرې وکړې او هغه ومنلې.
ښه، چې پښتانه دومره ښه شاعران لري، نو بيا څنګه کولى شي چې خپل شاعران او شاعري د نړۍ نورو خلکو ته ور وپېژني؟
بد قسمتي خو دا ده کنه! چې زموږ شاعران د نورو قومونو او ملتونو خلک نه پېژني. موږ خو داسې راګېر يو، په داسې جېل کې راګېر يو که موږ ژاړو او که خاندو څوک را څخه نه خبرېږي. زما اندازه دا ده چې موږ د ثقافت په دې لوى هندوستان کې په خپل سياست فخر کولى شو. تر دې چې ته وګوره لوى لوى اکټران (لوبغاړي)، که هندوان دي که مسلمانان دي دلته له پېښوره تللي دي. ليکوال د دغه ځاى دي، په هندوستان کې لوى لوى شاعران د دغه ځاى دي. موږ په هر لحاظ سره په خپل ځان کې په ځانګړي ډول په پښتنو کې په افغانستان کې په دې خاوره کې ډېره شتمني لرو، شتمن کلتور لرو، فن او هنر لرو، هر څه لرو، لېکن په داسې جېل کې راګير يو، چې زموږ هغه ژبه او کلتور چې دى هغه د دښمنانو له لاسه په ختمېدو باندې دى. يانې زموږ د وجود د ختمولو کوشش يې شروع کړى دى. البته لا مخکې يې شروع کړى و. او هغه ورو ورو دا کوشش کوي چې دغه وجود ختم شي. نو د دې لپاره دا سوال چې تا وکړ دا زموږ لپاره يو ډېر لوى سوال دى. زه وايم چې پښتانه ژبه غواړي، زه وايم چې ژبه خو دې را نه پرې کړه اوس سر هم را نه پرې کوي. وګوره دلته زموږ څوک پښتو لوستى شي؟
د معاصرو شاعرانو شاعري څه وړ ګڼئ؟
د افغانستان د نويو شاعرانو ټول نومونه نه اخلم، ډېر نوي - نوي شاعران، ښه ښه شاعران په کې پيدا شوي دي،ډېر نوي، دلته هم ډېر زيات، خو زه به دومره ووايم چې هلته د لايق صاحب، د عبدالباري جان. جهاني صاحب يادوم. هه، د هغې نه مخکې واوره، بېنوا، الفت او نور... او په عوامو کې بيا د ملنګ جان. نو د دې خلکو د شاعري ډېره ښه شاعري ده، دا داسې شاعري ده چې مثال يې نه شته يا ډېر کم دى.
خو بل اړخ ته بيا ډېر خلک دا نيوکه کوي چې شاعران زيات شوي دي، تاسې دغې نيوکې ته له کومې زاويې ګورئ؟
زه هم وايم چې شاعرن او مصنفان او کتابونه چاپوونکي دومره ډېر شوي دي، لکه په پشه کال کې چې له دې ځمکنې څخه واښه چنجي او دا څيزونه راوځي. نو هغې کې ډېرې خبرې کېدى شي. خو د خوشالۍ خبره دا ده چې که نور خلک پښتو ورکوي او ختموي، شکر دى چې په زلمو ليکوالو کې داسې کسان شته چې هغوى احساس او شعور لري، هغه لږ لري که ډېر لري، ښه لري که بد لري، صحيح لري که غلط لري، خو دوى رابيدار شوي دي او پښتو کتابونه چاپوي، نو په دې زه ډېر زيات خوشاله يم، دا د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره يوه ډېره ښه علامه ده، خداى يې دې ډېر کړي او نورو ته دې برکت وکړي. که وړوکى کتاب چاپوي که غټ کتاب چاپوي. خداى پاکې دې نور هم برکت وکړي چې چاپوي، زه پرې ډېر خوشاله کېږم.
خبره د شاعرۍ وه، کله کله د يوه شعر شاعر نامعلوم وي، ان په معاصرو شاعرانو کې هم دا پېښېږي، د دې وجه څه کېدى شي؟
ګوره ګل مې يې، شاعري يو فطري او طبيعي شى دى، هر طبيعي حسن چې وي نو هغه د خلکو خوښ وي، که سپرلى راشي، نو په ميره کې په صحرا کې، په ورشو کې په رغو کې هغه خپل اثر وکړي، رنګ او خوند ورکړي، نو ځينې په کې نمايان وي، ممتاز وي. او ځينې په کې کم وي، دغسې شاعر هم وي. څوک به څنګه وي او څوک څنګه.
نه، زما مطلب دا و، کله کله د يوه شعر شاعر معلوم نه وي، لکه ”موږ يو د خيبر زلمي پښتون زموږ شان دى”، شعر د چا دى، مراد شينواري ويلي چې دا شعر ستاسې دى، خو بيا يونس هم په دغه شعر دعوا کړې او وايي چې دا شعر زما دى، ان خبره يې تر محکمې او کورټ پورې رسولې، تاسې په دې اړه څه واياست؟
کيسه دا ده چې دغه وخت چې دا شعر ليکلى شو او ويلى شو، دغه وخت کې حمزه صيب يا د هغه زوى مراد و، دا زموږ دور و، وا دې ورېدل! نو دغه وخت زه په رډيو کې وم. نو ما سندرې او ترانې دومره ليکلي دي چې د هغې حد نه شته. زه چې د دغه شعر رنګ او بوى ګورم، نو زما اندازه دا ده چې دا شعر زما دى. خو ګوره، زه څو څو ځله حکومتونو ونيولم، تعذيب يې کړم، شکنجه يې کړم، څه او څه يې وکړه، دا ذهن يې راته خراب کړ، صحت يې راته خراب کړ، حافظه يې راته خرابه کړه، کتابونه يې راته وسوځول، هېڅ يې راته پرېنښودل، نو ډېره موده پس چې ما دا واورېده، نو داسې راباندې ولګېد چې دا زما خپل شعر دى. او زما همزولي شاعران چې دي لکه مراد، هغوى وايي چې دا شعر اجمل خټک دى، خو يو بل شاعر دى هغه وايي چې دا زما دى. نو ما ته راغى، او دا خبره يې وکړه. ما ورته وويل چې زه جنګونه نه کوم، ما چې دومره څه ويلي دي، نو دا مې د ځان لپاره نه دي ويلي چې زه يې په بازار کې خرڅ کړم، بلکې د قوم د نفعې او فايدې لپاره مې ويلي. نو ما ورته وېل که اوس ته وايي چې دا شعر زما دى، نو ستا به وي، زه جنګ نه پرې کوم. خو زما اندازه دا ده چې دا شعر زما دى، يوازې دا نه، داسې نور ډېر دي، چې اوس به چاپېږي، نو کېدى شي سبا به په هغې هم څوک دعوا وکړي!!!
ښه، تاسې د چا شعر خوښېږي؟
زه هغه سړى يم چې طبيعي څيزونه مې خوښېږي، که باغ ته ووځم، نو د هر ګل خپل ښايست دى او ټول ګلان مې خوښېږي، د ټولو ګلانو رنګ او بوى مې خوښېږي. د هر ګل خپل ښايست او خپل رنګ دى. نو د دې وخت چې شاعران دي، د ټولو خپل رنګ دى او په ما باندې ښه لګېږي. که يو وړوکى دلته راشي او نوى شعر يې ليکلى وي او ما ته يې واوروي نو هغه هم په ماباندې ښه لګېږي.
ښه دا د شعر په اړه پوښتنې وې، د پښتو ژورنالېزم په اړه به يوه پوښتنه کوم، تاسې پښتو ژورنالېژم څه وړ ګنئ؟ څه فکر کوئ چې پښتو ژورنالېزم د خپل ګراف په کوم پوړ او کور کې ولاړ دى؟
زما اندازه دا دى چې پښتو ژورنالېزم هم د پښتو شاعرۍ په څېر دى، يانې وروسته پاتې نه دى.
ولې ښه دى؟ د کوم بنياد له مخې دې دا خبره وکړه؟
ښه ځکه دى چې پښتانه ژورنالېستان او صحافيان څه لري؟ په دغه نه څه کې يې ژورنالېزم په دې اندازه کې روان کړى دى. نو دا ښه نه دي څه دي!
زما اندازه دا ده چې ژورنالېزم په پاکستان کې دخپل واک اختيار نه دى، په دوى باندې د امريکې سيورى پروت دى او بلا يې پرې ناسته ده. او بيا د امريکا د لاندې نورې وړې بلاګانې پرې ناستې دي، نو دلته د خپل واک او اختيار هېڅ شى نه شته. او صحافت خو داسې دى چې د هغه په مرۍ کې يې دواړه لاسونه ورکړي او مرۍ يې ورته بنده کړې ده او خپۍ کړې يې ده. نو د دې باوجود څوک چې رښتيا ويلى شي هغه د پښتو صحافيان دي. نو خامخا پښتو صحافت ښه دى او بل دا چې پښتو ژورنالېزم پښتون دى. سره له دې چې پښتو خپرونې کمې دي، يوازې دوه اخبارونه دي، يو وحدت ورځپاڼه ده او بل هېواد درې ورځنۍ. د خداى شکر دى چې اوس خو پښتو رسالې راووتې. د دغه لږ شمېر سره زه بيا هم دا خبره کوم چې پښتو صحافت ښه دى.
ښه، له صحافت او خبريالۍ څخه که راتېر شو، نو وبه پوښتم چې د فلم، ډرامې، تياتر، کيسې او ناول په برخه کې د پښتو ليکوالۍ د تلې پله پر کومه خوا درنه وينئ؟
داسې ده چې پښتو ډرامې پرديو خلکو شروع کړې. لېکن بيا وروسته د ليلا مجنون ليکوال حمزه صېب و. نو هغه په کې خپل ثقافت، خپله ژبه، په ښه طريقه سره ځاى کړل. بيا اسعيل علي حيدر راغى، نو ده فلم جوړ کړ. په ابتدا کې چې هغه فني او هنري شکل چې هر څه و، نو هغه ضرور د هغه وخت چې چا فلم جوړولو چې چا پيسې ورکولې او لګښت يې کاوه، نو هغه خو پښتانه نه وو، خو د فلم کمپنۍ وې، فلم جوړوونکي وو، مشران وو او په بازار باندې د هغوى قبضه وه هغوى وکتل چې د پښتنو لپاره په پښتو کې فلم جوړ کړو چې په بازار کې ګټه وکړو. دغه رحجان و، نو په دې کې بيا حمزه صيب، علي حيدر دوى، او د دوى نور ملګري، نو دوى بيا د پښتو ژبې او پښتو کلتور ته هم متوجه وو.
وروسته بيا داسې دور راغى چې کلتور شرمول يې شروع کړل. داسې شرمول چې يو ښه پښتون د پښتو فلم نه شو کتلى. خو اوس د هغه خلاف، هغو خلکو چې دا فلمونه يې جوړول احساس پيدا شوى او عامو خلکو کې هم احساس پيدا شوى او نوى رحجان دا دى چې يو صحتمند طرف ته - يو ښه طرف ته روانېدونکى دى. مخکې خو به يوازې سندره پښتو وه، اکټران او نورو ټولو د پښتنو د شرمولو لپاره کار کاوه.
د پښتو تياتر په اړه څه نظر لرئ؟
د پښتو تياتر چې دى نو تر ټولو نه ښه تياتر اول په پېښور کې و. د هندوستان د تياتر ښه اکټران په بمبايي کې وو، خو د پېښور هغه بيا ډېر مشهور شول. زما حافظه اوس کار نه کوي چې زه يې نومونه واخلم. دلته پښتو تياتر د باچا خان او د خدايي خدمتګار له تحريک نه وروسته راغى او باچا خان د خپل تحريک ډرامې په سټېج باندې ښودلې. چې هغه د ډرامې او تياتر ښه ابتدا او شروع وه، لکه جونګړه او نورې چې عبدالاکبر خان او خليق صاحب به ليکلې.
بيا راوروسته د رډيو ډرامې او د سټېج ډرامې کېدي چې اوس په کې ښه ښه اکټران پيدا شوي دي، خو هغه معيار ته نه دي رسېدلي په کوم معيار کې چې ادب دى، شاعري ده، صحافت دى، تنقيد دى.
افسانه او ناول هم په پښتو کې ډېر ښه ليکل شوي دي. ذهن مې کار نه کوي، راته ياد نه دي چې په دې وغږېږم.
که وپوښتم چې په ليکنو کې مو د چا ليکنې يا په بله وينا د چا ليکوالي خوښه ده؟
په دې اړه همغه خبره کوم، کومه مې چې د شعر او شاعرۍ په اړه وکړه؟
ښه، څومره اثار اوس لرئ چې هغه چاپ نه دي؟
اوس مې ديارلس کتابونه چاپ ته تيار دى، او نور لګيا يم ليکم يې. اوس يو د اردو نظم دى، بل اردو نثر دى چې هغه د پښتو ادب تاريخ دى - دا ليکم. نور مې ډېر شعرونه جمع دي. يو مې د افغانستان تګ نه وړاندې چې دلته په پښتونخوا کې د شاعرانو او ليکوالو سره کوم تعلق و، هغه به ليکم چې نامه يې ده ”کيسه زما د ادبي ژوند“. د دې به دويم وي ”کيسه زما د ادبي ژوند“ دا به په افغانستان کې وي. بله به وي ”کيسه زما د ادبي ژوند“ دا به دلته وي، درې ټوکه يا درې برخې به وي. دا مې خيال و چې بل وليکم ”کيسه زما د سياسي ژوند“ او بل ”کيسه زما د کلتوري ژوند“ خو وخت راباندې تېر شو، کمزوري راباندې راغله، نظر (سترګې) مې هم کار نه کوي. اوس خپل ليکل کتى نه شم. اوس زما يو دوست چې په سکول کې مې شاګرد و، هغه راغى او راته يې وويل چې زه ستا اشعار په کتابي شکل کې چاپوم! ما ويل چېرته دي؟ هغه ويل چې ما ټول کړي دي. نو ما ورته ويل چې ماته يې راوړه، نو هغه کتاب يې ماته راوړو، د هغه کتاب نوم دى د ژوند چيغه. په هغې کې نظم، غزل، روباعيات، لټون، ګډې وډې په دې سياست حالاتو دا بېل بېل بابونه لري. اوس شايد چې هغه دومره خرڅ نه شي پرې کولى، هغه بيا نه دى راغلى. نو دا کتاب تيار دى. هغه ”زما د ژوند کيسه د ادب“، هغه هم تيار دى، له کاتب (خطاط) سره دى. اوس د يونيورسټي بک اېجنسى سره دى. بل کتاب زه ليکم، سره له دې چې نظر مې کار نه کوي، خو که ژوند ياري وکړه او وخت راسره وي، ذهن مې هم کار نه کوي، خو چې څه راياد شي پاڅم او ليکم يې. د دې کتاب نامه به وي ”زه په افغانستان کې“. هغه زما خپل ليدلي کتلي دي. زما تګ دى دداود خان زمانه کې. دا داسې مرتب کتاب نه دى، چې څه راياد شي نو سمدلاسه يې ليکم، واقعات دې ټوټې ټوټي چې زه يې راجمع کومه.
کابل ته مو لومړى سفر څه وخت کړى؟
هغه د خوشال بابا لومړى سيمينار چې و، هغه ته تللى وم. هغه مې کابل ته لومړى سفر دى. ياد مې نه دي، چې کوم تاريخ او نېټه وه. نو هغه سيمينار چې څه وخت و هغه ته مې لومړى سفر کړى دى.
د ادب په دې څانګو او اړخونو چې وغږېدو، دا د پرمختيا په لوري څومره د اميد وړ دي او د نورو ژبو سره د پرتلې وړ دي که نه؟
ګوره، ستا خبره به واخلم، که څوک يې اواز دباو وي نه، که څوک يې اواز ختموي نه او که دوى ته دومره موقع پيدا شي لکه څومره چې نورو ژبو ته ورکړل شوې ده. نو زه درته رښتيا وايم، د پرتلې خبره څه کوې، بيا مخکې تپوس کوه. ما ته دا معلومات شته، په ټول هندوستان کې ګرځېدلى يم، د ټپي د مفهوم او وزن ځواب هېڅوک نه شي ويلى.
وزن چې دى، دا موسيقي، نو زموږ موسيقي هم طبيعي موسيقي ده. د دې غرونو، د دې درو، د دې تاريخ د دغه وياړلي تاريخ موسيقي ده. نو که موږ خوک نه ختموي، نه مو دباو وي او موږ ته يوه ازاده فضا مېلاو شي چې په هغې کې موږ خپله ژبه وپالو، نو زما يقين دا دى چې په هغې کې لږ تر لږه د ژبې په لحاظ سره، د کلتور په لحاظ او د هنر په لحاظ او د موسيقۍ په لحاظ سره ان شاء الله چې له چا به وروسته نه وو. زه بهر ملکونو ته لاړم، د لويو لويو اديبانو او شاعرانو سره مې خبرې او بحثونه وکړل هغوى دا ومنله چې موږ څوک يو او څومره مو مزل کړى دى.
تاسې موسيقي ياده کړ، نو موسيقي اورۍ او که نه؟
هو ولې نه، باقاعده موسيقي اورم، ښه موسيقي د رباب او د منګي ده، په هوجرو کې د رباب او منګي موسيقي يادوم، دا ډېره اول نمبر ده.
د چا موسيقي مو خوښېږي د چا اواز مو خوښېږي؟
د رباب او د منګي موسيقي مې ډېره خوښه ده. ډېره زياته. هر ګل ښکلى رنګ لري، نو چې ما سره هم وخت وي، نو هره موسيقي په ډېره شوق اوروم او خوند راکوي.
ښه، بېرته به خپلې خبرې ته راشو، پښتانه د خپلو مبارزو په لړ کې ډېر وخت خپلو مقاصدو ته نه دي رسېدلي؟ د دې علت تاسې څه ګڼئ؟
خبره دا ده چې موږ د دنيا د ډېرو زورورو قوتونو په منځ کې راواقع يو. تاريخ ته به وګورو، زوړ دور پرېږده، چنګېز خان پرېږده، مغول او نور پرېږده، دا نوى دور چې وړومبى انګرېز و، بيا وروسته فرانس بيا روس، دغو دريو واړو چې يو له بل سره دښمني کوله نو موږ ته يې لار جوړوله، او هند د سرو زرو مرغۍ وه- هغې ته يې ځان رسوله. موږ د دغو دريو په منځ کې راګېر شو او چيخڼ شوو. نو د هغه دور نه راواخله تر ننه پورې موږ د دغو لويو طاقتونو په منځ کې راګېر يو. په هر نوم چې بهرنى زموږ په هېواد افغانستان کې څه کوي هغه يې زموږ لپاره نه کوي هغې يې د ځان لپاره کوي. نو په دې فضا کې به څنګه مقاصدو ته په اسانۍ سره ورسېدى شو، صبر او حوصله به کوو، خامخا به مقاصدو ته رسېږو. دا منم چې موږ مبارزه ډېره کړې ده، خو بايد ستړي نه شو، نوره مبارزه هم په کار ده. زه چې کله افريقې ته لاړم، نو هلته مې د هغه ځاى له مشر سره وکتل، هغه راته حيران شو او تپوس يې وکړ چې تاسې دومره مبارزه کړې ده؟ ما ورته وويل چې هو. بيا يې پوښتنه وکړه: نو بيا دا تاسې ازاد ولې نه وئ؟ نو ما ويل چې موږ د يوه طاقت سره مقابله نه کوو، لکه تاسې. موږ د دنيا د ټولو څخه غټو طاقتونو راګېر کړي يو.
خبره دا ده چې دغو غټو طاقتونو نه شو کولى چې موږ ووهي، نو زموږ کور يې وران کړ
دغه افريقايي مشر چې تاسې ياد کړ، نوم يې درته ياد دى؟
نه، نه مى دى، اوس خو ناجوړه يم کنه.
خو زه به خپله مخکينۍ خبره بشپړه کړم. پښتنو د معلوم تاريخ څخه تر دې وخته پورې د خپلې خاورې د خپلولو لپاره، د خپل ولس د ازادولو لپاره او د خپلو شتمنيو څخه د خپل ولس لپاره د فايدې اخيستلو لپاره او ملي وحدت د قايمولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي. داسې به ووايمه چې د چا نه کمې نه دي، ولې افسوس دا دى چې زموږ په مقابله کې زموږ دښمنان هم يو نه و، يانې موږ يو دښمن نه درلود، بلکې ډېر وو، او دوى بذات خود هم ډېر مضبوط و او ډېر چالاک و او موږ ته شريک و او يوه ډله شوي وو. او له موږ سره يې دا ظلم وکړ چې موږ يې يو پرېنښودو. موږ يې ټوټې ټوتې کړو. په جغرافيه کې يې هم ټوټې ټوټې کړو او په ذهنونو کې يې هم ټوټې ټوټې کړو. په قومونو کې يې هم ټوټې ټوتې کړو. قبيلو کې يې هم ټوټې ټوټې کړو. سوچ وکړئ، په يو افغانستان کې لساني، فرقه ييز، علاقه يي او د عقيدې نکلونه او طرفونه يې راته پيدا کړل. نو د دنيا شيطان- زموږ دښمن، موږ رنګ رنګ وهلي يو. نو که موږ زياتې قربانۍ کړي دي. په هغې موږ فخر کوو. خو زموږ په مقابله کې زموږ دښمن هم ډېر زورور و او ډېر زيات و. د دې ټولو باوجود موږ فخر کوو چې موږ يې ورک نه شو کړى. تر دې وخته هر بلا راخله روس په رنګ لوى طاقت راغى، امريکا هغه ده ناسته ده، پېرنګى راغلى و، نور هم په کې خلک لاسونه وهل، په يوه او بل نوم باندې، د سياست په نوم، د مذهب په نوم خو افغان، هغسې افغان دى، او پښتون هغسې پښتون دى څوک يې ختمولى نه شي.
ډېر پرښتانه پر خپل مشرانو لکه تاسې، ولي خان، افضل خان لالا، لطيف اپريدي، محمود خان اڅکزي باندې نيوکه کوي چې سياست يې هغسې پرېکنده پايله نه درلوده لکه څومره چې هيله کېده، تاسې په څواب کې څه ورته لرئ؟
ګوره ګل مې يې، زما نقطې ته راغلې. زه نن په دې ځاى ولاړ يم چېرته چې ته ولاړ يې. ما همدغه خبره محسوس کړه چې موږ سره به هر چا زياتى کړى وي، خو موږ هم له ځان سره زياتى کړى دى، موږ خلکو وران کړي يوو، تقسيم کړى يوو، وهلى يې يوو، هر ظلم او ناروان يې راسره کړې، خو موږ کې ولې دا احساس نه پيدا کېږي چې په کومو زهرو چې کوم چا موږ وژلي يوو، هغه زهر له ځانه وباسوو. موږ يې ټوټې ټوټې کړي يوو، په خپلو کې يې جنګولي يوو، تنس نس کړي يې يوو. افغانستان شو، قبايل شول، که پېښور شو، که اېجنسۍ شوې، دا هر څه يې د دې لپاره کړي چې موږه ختم کړي او موږ مړه کړي. نو موږ ته ولې دا احساس نه پيدا کېږي چې موږ ته ژوند په کار دى. ژوند په هغه لاره کېږي چې دښمن په کومه توره وهلي يوو، توره د هغه د لاس نه واخلو، ورته ووايوو چې بهايي څه کوې؟ موږ څه ګناه کړې. موږ د دښمن په مقابله کې بايد مقابله پيدا کړو. موږ بايد يو موټى شو.
خبره دا ده چې زما او د اې اېن پي (ANP) د ولي خان د پارټۍ اختلاف پيدا شو. په هغې په بحث نه کوو
ولې به بحث نه پرې کوو؟
دا په زخمونو مالګې اچول دي، ترخې خبرې دي او ترخې خبرې ښه نه وي.
نو چې اختلاف پيدا شو، بيا ما خپله هغه پارټي جوړه کړه چې پاچا خان، صمد خان او قوم پرستو جوړه کړې وه. چې د هغه نوم دى نېشنل اعوام پارټي NAP، نو دغه پارټي مې بيا جوړه کړه. جوړه مې کړه او ښه روانه وه او په ټول ملک کې روانه وه.
کله چې په امريکا کې د سپټمبر نهمه پېښه وشوه او دا مې واورېده چې امريکا وايي، چا چې ډز کړى هغه اسامه بن لادن دى، هغه په افغانستان کې دى. له ما سره غم شو چې دا ټوله بلا خو زموږ سر ته راولي او زموږ سر ته راغله. نو ما ويل اوس څه تيارى په کار دى. هغه وو چې له ملا عمر سره مې لار پيدا کړه. هغه ته مې احوال ورکړ چې تا سره جرګه کوو، او جرګه له دې مخې راولو. هغه سوال ځواب وکړ چې افغانانو ما سره جرګه کړې ده. د زرو علماوو جرګه شوې ده. نو اوس بله جرګه څنګه وکړم؟
ما ويل چې هغه ډيورېند کرښې هاخوا جرګه وه، زه چې جرګه رالم، د افغانستان، د قبايلو او د ضلعو يانې زه د ټول هېواد جرګه راولم. نو د جرګو دستور دى چې که په يوه کلي کې يوه جرګه ناکامه شي نو بيا علاقه راولي، که علاقه ناکامه شي نو بيا قوم راولي. نو بيا هغه سره خبره شروع شوه، خو هغه جرګه کاميابه نه شوه ځکه د دې ځاى حکومت په دې راضي نه وو چې دا کار دې وشوي، او جرګه دې وشي او بيا دې دا جرګه کاميابه شي. بيا حالات خراب شول او هر څه له کنټروله ووتل.
بيا مې شوچ وکړ چې دا خبره خو خرابه شوه، نو راځه دا پښتانه خو سره يو ځاى کړه، نو ټولو سره مې خبرې شروع کړې، چا سره څرګندې، چا سره څنګه او څنګه. ټولو راته وويل چې که ولي خان مخکې شي نو دا د وحدت جرګه جوړېدى شي. ما ويل ډېره ښه ده. دغه وخت او دغو ورځو کې زما او د ولي اختلاف و، سخت اختلاف. ما ويل چې خير دا دې وي، چې په ده جوړېږي نو ورشه او د قوم غم وکړه. نو زه هغه اختلاف کې ولي خان ته ورغلم. او ورته مې ويل چې سلام عليکم. دې کار ته راغلى يم. هغه ډېر خوشاله شو. ويل يې دا خو ډېره ښه ده، دا کار شروع کړه. نو ما خپله پارټي چې جوړه کړې وه هغه مې د ولي دغه ANP (عوامي نشنل پارټۍ) کې مدغم کړه. ما ويل چې که موږ کور يو نه يو، نو بل ته به څنګه وايو چې راسره ملګري شئ. کور به جوړ کړو، بيا بل ته هم ويلى شو چې ګوره موږ کور جوړ او يو کړ. نو دا تا چې نومونه واخيستل له دې ټولو سره مې خبرې کولې. هغه خبره بيا روانه نه شوه. ما چې د جرګو او جنډو او د جرګو د يو کولو قدم پورته کړى و د يوې افغاني جرګې د جوړلو قدم هغه روان نه شو. زه چې اوس تپوس وکړم نو وايي چې روانوو، خداى دې وکړي چې هغه کار روان شي. نو دغه يو ځاى کېدل يې لار ده. بله لار يې نه شته.
تاسې دخپلې پارټۍ د مدغمولو او تر هغې مخکې د اختلاف خبره وکړه؟ دا اختلاف په څه پيدا شو او بيا مو ولې پارټۍ ادغام کړه؟
زما او د هغوى اختلاف راغى او زه يې د خپلې پارټۍ نه وويستم، په دې به بحث نه کوو.
ولې به بحث نه پرې کوو؟
ما خو ويل کومې ترخې خبرې چې دي هغه به زما په لاره کې نقصان او رکاوټ (خنډ) شي. زه وايم چې خوږې خبرې وکړو چې دا خلک راغونډ کړو. که د دوو وروڼو اختلاف وي، که هغه يو وايي چې د ده لوڼې داسې وې، د ده ښځه داسې وه د ده زوى داسې وه، نو په دغو خبرو خو نوره هم ترخي پيدا کېږي. زه وايم بس اختلاف مو و، ورورولي مو ده، چې څه خبره وه هغه به و، راځئ هغه پرېږدو، اوس په وطن سېلاو راروان دى، لوى سېلاب، تا هم نه پرږدي ما هم نه پرېږدي. لر او بر افغان نه پرېږدي. راځئ چې د دې علاج او غم وکړو. دا زما مرام او هدف دى.
تاسې يې ولې د پارټۍ نه وويستى، د دې علت او جه څه وه؟
داسې ده، زه خبره درته وکړم، اممم، علتونه خو يې ډېر وو. داسې خبره وه.اممم، ياره دا به نه وايم، دا ټولې ترخې خبرې دي. ښې نه دي.
دلته په پښتونستان ولې پښتنو د يوه ګوند پر ځاى لس ګوندونو جوړ کړي، ستاسې جلا دى، د ولي خان، لطيف اپريدي، د محمود خان ، افضل خان جلا جلا ګوندونه دي، د دې لاملونو څه دي؟
ددې خو ډېر وجوهات دي، د پاچا خان او صمد خان ډېره ښه ورورولي وه، دا ټول ګوندونه چې ته يادوې دا ټول په Pashtoon Students Federation کې سره راغونډ وو. افضل خان، د سوات خان دا ټول له موږ سره ملګري وو. زه چې افغانستان ته لاړ يمه، د هغې نه پس داسې څه چل وشو، چې مې يو ځاى پرېښي وو هغه ټول تس نس شول. زه نه پوهېږم، نه ښه پوهېږم. خو زه بيا په هغه ځاى باندې ولاړ يمه چې بايد ترخه خبره و نه کړم، چا ته ګوته و نه نيسم او د جرګې د مشر په حيثيت يا د ثالث په حيثيث له هر چا سره خوږه خبره وکړم زړې خبرې هېرې کړم او د نوي رفتار لپاره يې سره يو کړم، نو ځکه زه په هغې بحث کول نه غواړم. زه وايم چې ما نه به هم غلطي شوي وي، نو که موږ خپلې غلطۍ شمارو، په همدې کې به اخته يوو، هلته دښمن راروان دى، سېلاب راروان دى، دې ته به مو پام نه وي، خپلۍ غلطۍ به شمارو سېلاب به مو يوسي. دا چې مخکې څه شوي دي دا ډېر بد شوي دي، د هغې ډېر وجوهات دي، بيا به بل وخت بحث پرې وکړو.
ښه نو- پښتانه څنګه کولى شي چې خپلې ستونزې اوارې کړي؟
يو پارټۍ دي، د پارټۍ منشور دى، ايين دى پروګرام دى. وادې ورېدل! بل موږ يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو کور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. د دې دواړو تر منځ به فرق راولو. يانې د پارټۍ (ګوند- حزب) او ملت، کور، خاورې، وطن تر منځ. فرض کړه که افغانستان باندې پېرنګى راغلى نو په ټولو راغلى و. که امريکا موږ وهي نو موږ ټول وهي، نو زه وايم چې موږ د کور او ورور غم وکړو او په کور او ورور کې دې ته نه ګورو چې دا تور دى که سپين. ګوته چا ته نه نيسو، تر دې پورې چې د ده ژبه کومه ده. اوس موږ په افغانستان کې د زرګونو کالونو راهيسي په يوه کور کې اوسېدلي يوو، دا خلکو خو په يوه پښتون کې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د کندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى، دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبک شول، تاجک شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن کې د زرګونو کلونو راهيسي د وروڼو غوندې اوسېدلي دي، برخورداره چې زه به په دوره لاړم نو په سکول او مکتب کې به هلکانو په پښتو کې ترانه راته ويله، په پښتو کې به يې ستړي مشي کولې. ما به کوشش کولو چې د هغوى په خپله ژبه کې خبرې وکړم. خو ما پاړسي خبرې نه شوې کولى اوما به چې چا سره خبرې کولې، هغوى به پښتو راسره ويله. ځکه دا د ورورولۍ خبره ده. نو موږ افغانان خپلې ستونزې او مشکلات په ورورولۍ اوارولى شو. که دا ورورولي او دا افغان ملت جوړ نه شي هېڅ يو قوم او قبيله د وهلو څخه بچ کېدلى نه شي. بيا هر يو وهل کېږي. ځکه، هغه پاړسي کې وايي: قطره درياست اگر با درياست.
نو که موږ افغانان سره يو نه شو، تباه کېږو، ورک کېږو. جنګ جګړو باندې څه نه کېږي، ځکه موږ وازمايل، څه مو وکړل؟ افغانستان مو وران کړ نور مو هېڅ و نه کړل.
که لږ مخکې لاړ شو، او وپوښتم چې افغانستان ته د روسانو راتلل تاسې څنګه ګڼئ؟
هغه د روسانو راتلل نه وو، هغه د روسانو يرغل و. هغه يرغل چې د افغانستان د بدبختيو کلي او کونجي وه يانې دا يرغل د افغانستان د بدبختيو اغاز و. او هغه د افغانستان دننه د هغوى ملګري چې وو د هغوى همخيالي وه او د شوروي اتحاد د مشرانو عجلت او تيزي او ناپوهي وه. سازش يې وکړ او افغانستان يې راته تباه کړ. خداى يې دې تباه کړي.
نو تاسې بيا د دغه يرغل پر وخت په کابل کې وئ، نو چې ورسره مخالف وئ بيا ولې هلته ورسره پاتې شوئ؟
موږ څه کړي واى؟ موږ خو لاړو د دې ځاى غمونه مو هلته وړي وو. چې هلته به د افغانستان د ورور سره او د هغه ورور په وجه به له نورې دنيا سره رابطې پيدا کړو او له دې غمونو څخه به خلاص شو. نو هلته په دې بلا واوړېدو، د روسانو او انقلاب بلا يادوم. نو څه مو کړى واى؟ دلته مو دښمني وه، نو چې راتلى نو افغانستان ته مو هم خير نه جوړېدو، بيا به د پاکستان واکمنو ويل چې دا افغانستان موږ ته راولېږل. نو يوه لويه لانجه يې جوړوله. هلته که پاتې کېدى او د هغوى مخالفت مو کولى، څرګند ودرېدى او ورته ويلي مو وى چې دا ته غلطه کوې، په دې باندې بيا کور ورانېدو، چې هسې وران دى. موږ به نه يو پوه، زموږ په اوږه به بل چا ټوپک ايښي وي زما په ورور او په ما به يې ډز کړى. نو هلته موږ خاموشي اختيار کړه، البته دا خاموشي د خلکو مخکې وه. هسې خو موږ ډېر کوششونه وکړل چې هغوى په دې خبره پوى کړو. له تره کي صيب نه واخلي تر ډاکټر نجيب الله پورې ټولو ما ته د مشر په حيثيت کتل. ما ټولو ته سپينې خبرې کړي، واضحه خبرې مې کړي دي، تر دې چې مخالفت مې کړى دى او د هغه مخالفت په وجه هغوى زه ښه نه ګڼلم. خو موږ هلته د يو چا د نماينده په حيثيت، د يوه قوت په حيثيت نه وو ناست. موږ په خپله طريقه ورته خبره کوله چې په خپلو کې جنګ ښه نه دى. خو هغه دومره لويه بلا راغلي وه چې زموږ خبرو ته چا نه کتل، نه يې د باچا خان خبرو ته کتل او نه يې زما خبرو ته. هغوى خو ويل چې بس اوس موږ راغلو، افغانستان مو ونيولو، قبايل به خپل کړو او هندوستان پورې به ورسېږو. داسې نشه يې په مغزو کې خلکو ته اچولې وه. هغوى د چا خبره چېرته اورېدله! د باچا خان غوندې بابا يې نه اورېدو نه نور به يې چېرته اورېدلى واى. ټولو به ما ته په خپل ژوند چې دا ټول وو، ما ته يې استاد ويلى دى، پلار يې راته ويلى دى تره يې راته ويلى دى خو له دې ټولو سره بيا زه د هغوى په سترګو بد لګېدم.
نو ستاسې داسې يوه خبره ياد ده چې هغه مو تره کي، امين او نورو ته کړي وي؟
هغه خو د باچا خان هغه خبره وه چې هغه تره کي صيب ته وويل، او دا ټول خلک يې راجمع کړل، هغه وخت کې دوى ټول يو وو، نو باچا خان ورته وويل: ګورئ هر څه مو چې وکړل- هغه مو وکړل، اوس دې خلکو ته لاړ شئ، له خلکو سره ظلم مه کوئ، چې خلک درسره نه وي، او د خلکو ملاتړ نه وي، نو هېڅکله به کامياب نه شئ. خو هغوى په خپل خره سپارو وو، چېرته يې زموږ خبره اورېده. موږ ډېرې خبرې کړي خو يوه يې هم نه ده منلې.
زه د روسانو او د روسانو په سترګو بد لګېدم، زه مجبور شوم چې دلته راشم، زه چې راغلى يم، د افغانستان د جنګونو څخه نه يم راغلى، درې ځله زما په کوټه بم وغورځېد، د بمونو د لاسه نه يم راغلى. د روسانو او د هغوى د ملګرو له لاسه راغلى يم. هغه وخت ملګرو راته ويل چې روس ته لاړ شه، جرمني ته لاړ شه، تاجکستان ته لاړ شه، چکوسلواکيې ته لاړ شه، هندوستان لاړ شه. ځکه هلته ډېرې عجيبه عجيبه خبرې پيدا شوې. ما ويل چې نه، زه نه ځم، دلته يا هلته به له خپلو خلکو سره اوسېږم.
پاچا خان چې کله وفات شو، نو په هغه ورځ زه ډېر خپه وم. نو ما خپلو مشرانو ته وويل چې بس نور زه دلته نه پاتې کېږم، نو هسې دلته راغلم.
نو تاسې څه فکر کوئ چې اوس پښتانه څنګه کولى شي چې له مصيبتونو ځان خلاص کړي؟
زه به تا نه سوال وکړم، چې پښتانه د خپل اختيار دي؟
چې وغواړي د خپل اختيار کېدى شي، ولې نه شي کېدى!
خبره دا ده چې پښتانه، يو غږ نه دي، يو دلته غږ وباسي، بل هلته غږ وباسي او څوک يې غږ نه اوري. په داسې حالت کې چې دا بېل ملک دى او هغه بېل ملک دى او په دا منځ کې قبايل بېل قسم خلک دي، د دوى د وحدت فيصله به څوک کوي؟ دا ماته ووايه! که افغانستان يې کوي هغې ته خلک بېل رنګ ورکوي. که دوى يې کوي، خلک بېل رنګ ورکوي، خلک ګوتې په کې وهي. نو دا فيصله به پښتانه او افغانان په شريکه کوي. که فيصله يې و نه کړه، نو بيا به خپلو کې جنګېږي، ټوټې ټوبې به کېږي.
خټک صيب پوښتنه مې دا وه چې څنګه کېدى چې شي پر پښتنو ظلم او زياتى ونه شي، څه کول ورته په کار دي؟
خبره واوره، چې دا خبره څوک وکړي يانې د پښتون غږ او د افغان غږ څوک پورته کړي؟
ولې، ته څه وايي چې موږ د سر سړى نه لرو! که څه هم تاسې خو اوس ناروغ يئ، خو دلته محمود خان شو، افضل خان شو، هلته کرزى صيب شو، او نور، دا خبرې دې وکړي کنه، که ستا څه خيال دى؟
نه، زه وايم دا کار هلته کېدى شي چې کله پښتانه يوه جرګه شي، که يوازې د دې ځاى پښتانه هم سره يو ځاى شي، خپله جنډه، خپل منشور او الېکشن شا ته کړو او د پښتون خاوره، مرګ او ژوند مخکې کړي او دا ووايي چې موږ خپله خاوره دا خپل بچى، ورور او کور به له مرګه ساتو او د دې لپاره يو اواز شي نو بيا کار کېدى شي، بيا يې څوک غږ هم اورېدى شي، خبره هم ورسره کېدى شي او همدا يې درمل او مداوا کېدى شي. ته راته ووايه چې په دې ويده حالت کې څه کېدى شي؟ هېڅ، هېڅ نه شي کېدى. نو خبره دا ده که دا خبره کرزى صيب وکړي، هغه ته خلک بيا د امريکې سړى وايي، خپل يې نه ګڼي. که زه يې کوم، نو دا خپل خلک راته د هندستان سړى وايي. نو خبره دا ده چې کور مو وران دى، ورور مو وران دى. ما نوى شى ليکلى دى، چې که دا جرګه او پښتون په سلا شي. نو د وينو ډنډ کې سور ګل پيدا کېدى شي.
تاسې دا ګورئ کرزى صيب چيغي وهي، خو څوک ويې ومني، زما په هر شعر کې دا چيغه ده، چې- او- خلکه څه کوئ.
دا چې يو خبره کوي،نو بل يې د پښې څخه راکاږي چې بل خبره کوي بل يې د پښې نه راکاږي. خبره دا ده چې کور وران دى ورور وران دى. نو وړومبى ضرورت دا دى چې افغانان په دې باندې پوي شي چې په موږ باندې تباهي راغلې ده او موږ هېڅوک نه پرېږدي، د دې جنډې خاوند هم نه پرېږدي د هغې هم او هاغې هم، هېڅوک نه پرېږدي، نه دې دې کرسۍ خاوند پرږدي، نه د هغې، د دې دې قبيلې خلک پرېږدي نه د هغې دا ټول لاهو کوي، غرقوي، تباه کوي يې. راځئ کېنو سوچ وکړو.
د پښتنو جغرافيايي موقعيت، د پښتنو تاريخ او زور دومره دى که په شريکه اواز وباسي هېڅوک يې اواز نه شي غورځولى، دا زما د ژوند مرام او ارمان دى.
تاسې دوه کاله مخکې يانې په ۲۰۰۲ کـال کې هم کابل سفر وکړ. دا سفر مو څنګه وکړ؟
هو، ما دا سفر وکړ، ما دا سفر د افغانستان لپاره کړى، زه به د افغانستان لپاره هر څه کوم، سر به ورکوم. ما هغه سفر کې خپل دوستان ونه ليدل. لکه رشاد صيب شو، رفيع صيب شو، حافظ صيب شو او نور ټول، هغوى ټولو ته زما سلام دى. خو اوس دومره وايم چې زه هر څه د افغانستان لپاره کوم او کړي مې دي. موږ ټول بايد د افغانستان لپاره کار وکړو، افغانستان بايد وژغورل شي، وساتل شي. موږ څنګه افغانستان ژغورلى او ساتلى شو! څنګه لوى هېواد جوړولى شو؟ خو افسوس دا دى چې موږ د يو بل خبره نه اورو، يو بل ته د زړه خبره نه کوو او يو بل ته زړه نه ورکوو.
تاسې د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې زيات زندانونه ليدلي دي، که د هغو يوه کيسه وکړئ؟
دا خو يوه يو کتاب ليکلى دى چې نامه يې ده (دا زه پاګل وم؟) ايا زه پاګل وم؟ په دې نوم ما يو کتاب چاپ کړى. له دې نه علاوه ډېرې کيسې دي چې ما ويل زه به يې ليکمه، خو وخت دا دى لاړو تېر شو، اوس به نو څه - څه ليکم، په وخت سره مې و نه ليکل، او کيسې ډېرې دي. په وړومبي ځل زه شکنجو ته لاړم، جېل ته نه وم لاړ. په دې تاڼو کې به شکنجه کول وو. چې هغه په (دا زه پاګل وم؟) کې شته. بيا پېښور جېل، بيا مچ جېل په درېره اسمعيل خان کې، جېلم جېل، ګجرات جېل او نورو جېلو کې بندي وم.
که داسې يوه خبره راته وکړئ چې په هغو کې تاسې د بري نښې نښانې ګورئ، هغه به څه وي چې پښتانه عمل پرې وکړي؟
يو، يو، يو څيز دى، هغه دا چې ورور له ورور سره و نه جنګېږي، محبت او مينه وکړي.
ما هېڅ نه دي کړي، شاعر يم، چيغه مې وهلې ده، د هغې نه علاوه، خپله پارټي نشل عوامي پارټي يادوم، دا مې راوړې د ولي خان ځولې کې مې اچولې ده، ما يل چې زه او ولي خان يو ځاى شو، دلته نه به د کور جوړول شروع کړو بيا به بل ته ځو. که زه او ولي خان ځو چې لکه چې يوو نو بيا خو زموږ خپل کور وران دى. دغه ما د محمود خان اڅکزي سره هم خبره کړي، د افضل خان لالا سره مې هم کړې حتى د موليانو سره مې هم کړې. دا ملاتوب خو څه کفر نه دى، دا سياسي ملايان ښيم، چې څوک يې غلطه تعبير نه کړي. نو ملايان هم د خاورې حق خو لري، د خاورې خو مالکان دي، په خاوره او ولس باندې به دوى هم ننګ وکړي په جرګه به راسره کېني، که نه کېني معلومه خو به شي. نو دغه زما يو کار دى. ما خپله لويه پارټي د وحدت په لاره کې پرېښوده او دا دى ناست يمه.
په سياست کې مو د چا سياست خوښ دى؟
د نن خبره کوې که د تېر وختونو؟
د دواړو، نن مو څوک خوښ دى او پرون مو څوک خوښ و؟
زما په خيال د باچا خان او امان الله خان د سياست نه علاوه، که منډيلا دى، که ګاندي دى، که بل دى او بل دى، هغوى به د خپل قوم لپاره کړي وي، هغه د قدر وړ دي. خو څومره چې باچا خان او امان الله خان د خپل قوم لپاره کړي ما ته هغه معلوم دي، ما تاريخ لوستى، د چا نومونه نه اخلم، هر چا به څه کړي وي. خو زه دا تا ته لنډ ځواب درکوم چې باچا خان او امان الله خان سياست چې کوم دى، نو هغو د قوم او انسانيت لپاره يې ډېر څه کړي دي
غـــزل
ځنګل کــې منډې، په ګودر چــکرې، در کې ګډا
ســتا د ديدن د لېونتوب څومره خوږې کيسې دي
وږمـې د ستا د لوري تل مشک و عـــنبر راپـــاڅي
خو ستا کمڅۍ وايي چې لا ډېـر اوږدې کيسې دي
ســـاربــان دې نن دا قــافله پـه احتياط لـېږدوي
د وخت په لارو کې پيدا ډېرې تــيارې کيسـې دي
سـتا اشـــارې مــې هــڅوي د قــربانـۍ ډګـر ته
دا راتـــه ووايـــه چــې نوې که زړه کيســې دي
واعــظه تـــه او نقاد دا نورې لانجې شـا تــه کړئ
د مجنـــون ژوند کې سراسر يو د ليلي کيســې دي
خټک تــر مــرګه پــورې سـتا لارې ته بيا بــيا کتل
منزل به نېغ و، خو مزلو کې کـــږې کيســـــې دي
Ajmal Khatak
Father of Pashto Literature
