اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

يادونه اونکلونه

خبر يې !زموږ دکلي فتح خان دشپيتو بړيڅو سره له ملکه ودانگل ۰ کرمى هم ورسره و ۰ کرمي ډيرې لاري ووهلي ډير کاروانونه يې لوټ کړل ٬ بيا يې ډير پاټکونه جوړ کړل اوډير څه يې را ټول کړل خو اخير چې دمغلو په چړو ومړ نو بيا رابيا گلې ورته جسد څيرې کړ ۰جسد يې ورته وچ کړ اودگوارو په لويه کلا کې يې وساته ۰چې گوندې يوه ورځ يې کلي ته يوسي خو باالاخره ۰۰۰۰ ۰
داموده دڅو ورځو اوڅو ساعتونو په څير تيره شوه ۰ بلکې دڅو ساعتونو په څير اودڅو شيبو په څير تيره شوه ۰ زموږ دنسل تور بريت اوتور ويښتان په کې سپين شول ۰ چې شاته مخ اړوو نو اوس يوه پراخه هديره پرته ده ۔دکلي دچنار ډډ هم چنجو خوړلى دى۰ښارو گانې اوکوترې په کې خپل غومبر وهي ۰ خو يوه خبره په کې داده چې اوس زموږ همزولې نجونې دويالې پر سر دلمر خاته په لور اوربل نه ږمنځوي دا ځکه چې وايي : کونډې بايد سينگار ونه کړي ۰
راشه له بلې دې خبر کړم ۰ رښتيا مامونۍ يې ووژله ۰ هغې دپښتنې پت يو رسم پر ځاى کاوه ۰ ميلمه ته يې تمباکو ورکول ۰ خو ميړه ته يې تربره پيغور ورکړى و چې ميرمن دې دميلمه سره پسېدله ۰ شيرعلم ناڅاپه راغى ۰ له سترگو يې وينو دارې وهلې ۰ دهغې لا دواده کالي په تن کې و اودلاسونو نکريزې يې لا نه وى سپينې شوې ۰ چارگل يې دمخ په کاسه کې رڼا کوله ۰اوږدې زلفې يې په ټټر ځنگيدلې خو دشيرعلم دچاقو گانو په وارونو سره دهغې خنداله مرۍ سره يو ځاى غوڅه شوه ٬خندا څه په خوله کې اوڅه هم په ټټر کې پاتې شوه ۰
په خوړ کې ټکى اوبه نه وې دمامونۍ په وينو راغلل سيلابونه
نو دمامونۍ داستان اوس هره ورځ زموږ په چم گاونډ کې تکراريږي ۰ مامونۍ هره ورځ حلاليږي ۰ رابيا گله هم نشته چې پوښتنې ته يې ورشې اودشيرعلم په مخ توف وکي ۰
داځل په وستل کې هغه شور نشته اوهغه زور هم نشته ۰ په کلي کې ارامه بده ورځ ده ۰ ښاروگانې دچاودلو ديوالونو په سوړو ننوځي اونورې ترې راووځي ۰ ونې سمسورى دي خو اوس هر سهار ددنگې ونې اوچنار په جگه لښته هغه توراڼکه نه کښيني چې سندره ووايي ۰ يوازې گوگوشتکه کله ناکله راځي اوهمدا سندره ترپايه وايي :
گوگو شتو ٬ گوگو شتو
که غوښي مو خوږى نه واى چا به ولې وويشتو ۰
رښتيا خبر يې ؟
يو وخت چې دپشه کال ډيره سخته گرمي وه کربوړو دديوالونو له سوړو گز گز ژبې راويستې وې ماران له تندې لښتيوته راوتلي و ۰ زه په لاره تيريدم ۰ دخپل کلي دوستل دخنډي ديوال شاته يو زلمى ناست و ۰ رباب يې غږولو ۰ پوه شوم چې داادم خان دى هغه په خوند رباب غږولو ۰ دسيد کمال اوببوجانې دمينې داستان يې د رباب په پردو کې غږولو ۰ پوه شوم چې دهغه په ذهن کې سيدکمال پښې ابلې سرتور سر اوچاودې پوندى دښيوې په سړک پورته روان دى ۰ دتوکل بابا زيارت ته ورځي چې ورته دوعا وکړي اوووايي : چې اى توکل بابا يا خو ببوجانه زما کړې اويا خو مې په دې تنکۍ ځوانۍ اور راپورې کړې ۰
بيا ادم خان ناڅاپه تال بدل کړدسيدکمال کيسه يې نيمگړې پريښوده ۰ ديوسف خان اوشيربانو غمجنه کيسه يې درباب په پردو کې سوره کړه اوټوله صحنه يې خپلې مخې ته راحاضره کړه ۰
ادم خان په رباب کې هغه کيسه را واخيسته چې يوسف خان هندوستان ته په لاره دى ٬ اوپه يوه ځنگله کې په يوه بوډا اوپير وربرابريږي ۰ هغه ترې پوښتنه کوي ۰ اودې ورته دخپلوتربورانو له لاسه شکايتونه کوي ۰ پير يې پر سر لاس راکاږي ۰ اويوسف خان ته دشيربانو دوصال دوعاهم کوي ۰ يو سف خان رخصتيږي ۰ پير ترى تم کيږي په دې دومره اوږده موده کې ان تر ننه پورې زموږ کليوال دهغه پير په لټه کي دي اوڅوک يې نه مومي ۰پير ورک اوترى تم دى کليوال يي گوري ٬ خلک وايي چې پير په کلي کې دى خو چاته ځان ورښکاره کوي اوچاته هم نه ۰ دا ځکه چې پير زموږ له کليوالو سخت خپه دى ۰
ادم خان لا په همدې نغمه کې و چې درخانۍ ورته ديخو اوبو له جام سره سرته ولاړه وه ۰ هغه سترگې راپورته کړې ددرخو په ليدو يي درباب شهباز له لاسه ولويد اوبيايي سترگې همداسې ددرخو په اننگو اودټټر په کوترو نښتې پاتې شوې ۰ زه لا دديوال شاته ولاړوم چې دشاعر دا خبره راته فکر کې راغله چې ويلي يې و ۰
درخانۍ به په سرتورې گډيدله چې به چيرته دادم درباب ترنگ شو
له ځانه سره مې وويل : دا شاعران هم بلا کوي ۰ له ځانه خبرې جوړوي ۰ دلته خو چې زه گورم ددرخانۍ په ليدو دادم خان له لاسه شهباز ولويده اودرخانې چې گورم دادم خان په ليدو پرکاله شوه اوداوبو ډک جام يې واړاوه ۰ شاعران دې هم خداى لري چې څومره اوتې بوتى وايي ۰ په همدغه شيبه کې دجومات له موړې نه پايو خان پر ادم خان غږ وکړ چې ادمه نور دې له کلي پښې وباسه ۰ خو په هغه ورځ دځمکې په پاس چت کې هيڅ نوکريوال نه و دنغلو دبرښنا پايه هم چا الوزولى وه برښنا نه وه کنه نو ما به دادم اودرخو دزړونو درزاوى تاسو ته په ام پي ترې کې ثبتې کړى واى اواوس به مو اوريدلې واى خو وروسته خبر شوم چې دبرښنا دستنې الوژونکې په پښه ټپي دى او اوس په لار گوډ گوډ ځي ۰
ياره داسمه ده !که زموږ دليدو کتو کلونه لږ تير شوي دي خو دا دروغ په شرع روغ دې چې موږ يوه پيړۍ شاته واچوله ۰ په دې موده کې مو ايله بيله دومره وکړل چې دژوند خوند زده کړو ۰ خو زه چې وينم ستاسو تور ويښتان هم رنگي دي ٬ عينکې مو هم ذره بيني کړي دي ۰ خو يوه پوښتنه درنه کوم چې څرنگه يي دشعر ملايکه درته کله نا کله دخشکيار اوشاه تريني کيسه کوي اوکنه ؟ شاترينې دخشکيارد ځوانۍ په ليدو سره ځان له موذې وژغوره اودخشکيار دغاړې هار شوه ۰
ځکه هغه په دې پوه وه چې :

موذې په مينه څه پوهيږي ۰
په گيډه يې موړ که تر سبا کوي خوبونه

خو يوه بله به هم درته ووايم : ارومرو چې خواشينى به شې ۰ مومن خان تيره اونۍ دشيرينو دپلار په باغ کې له شيرينو سره وليدل ۰ لومړى يې خواوشا وکتل چې څوک نه وي ۰ خو چې ډاډه شول نودواړه دگلابو دبوټې لاندې کښيناستل اودواړو يو بل ته دمينې اظهار وکړ ۰ شيرينو دمومن خان خبرې په زور وزير واورېدې ۰ اومومن خان هم ومنلې ۰ تيره پنجشنبه مومن په دروازه کې دقران پاک لاندې تير شو ۰مچ يې کړ اودبلخ په لور روان شو دا ځکه چې شيرينو ورته ويلي و چې :
ورشه له بلخه دونيا راوړه په رواجې دونيا مې پلار نه درکوينه
له دروازې څخه په وتلو سره دمومن خان مور داوداسه دکوزې يوه ډکه کوزه اوبه دهغه پسې وشيندلې اوبيا يې دجوارو سوکړک ورپسې تول کړ ۰ دکابل نه واوښت ۰ اودشمال په لار دجنگل باغ په سيمه کې څو تنو ټوپک والاو ودرولو ۰ په بډه يې څلور سپينې روپۍ وى ۰ ترى راوې ويستلي اوترې وايي اخيستلي ۰
خو چې کله تاشقرغان ته ورسيد ٬ نو يو پهلوان پخپله ولاړ و جيبونه يې ورته وپلټل ۰ يوازې يوه سړه چنډه سوکړک ورسره و۰ له هغې يې هم نيمايي لا له مخه د اوبو اوايلنې سره خوړلي و ۰د پهلوان سړو هغه په مرگ وواهه ٬ يوازې دومره يې ورته وويل : په دې لار بيا بې پيسو رانه شي ۰
مومن له څه زياتې مودې وروسته بيرته تيره شپه کلي ته راغى ۰ په کلي کې يوه اوږده شپه وه ۰ دا شپه لکه دولس کاله شپه ٬ داسې لکه چې کوم استازى معراج ته دراز ونياز له پاره تللو ۰ خو دمومن صبر ونه شو په توره شپه کې دشيرينو کټ ته ودريد اوچې هغې چيغه کړه نو ظفر په خپلو چاقوگانو سورى سوى کړ ٬ اوچې کله شيرينو دتيلو چمنۍ ولگوله نو ظفر خان هاغه وخت وپيژندلو چې دا خو مومن خان دى۰مومن سورى سورى په وينو کې سور پروت و ٬ خو ظفر خان هم چاقو پخپله گيډه ومانډه اوشيرينو هم چې کله پوهه شوه نو په مومن پريوته اوان ترننه دهغه له سره ټټر نه راپورته نه شوه ۰همداسې پرته ده او اوس هم سلگۍ وهي ۰
ابله ورځ رابيا گلې دفتح خان مړى په اوښ تړلى و٬نور اته پنځوس بړيڅ يې ښخ کړي و ۰ بيا په وطن راغله ۰ دمومن خان دکلا له مخې په داسې حال کې تيرېدله چې داوښ جلو يې په لاس کې نيولى و ۰ خو دليلامي سراى دوکاندار په نريو قمچينو رابيا په پښو ووهله ورته وې ويل چې ولې دې دپښو بيجلکونه ښکاري ۰ فتح خان له تابوت نه سر راپورته کړ ۰ دليلامي سراى پلورونکي ته يې وکتل ۰ همدومره يي له ځانه سره وويل ۰لکه چې قيامت رانږدي شويدى ۰ بيرته يې په تابوت کې سرکيښود ۰جنازه زموږ دکلي په کوڅو ننوته دکلي په وستل کې ډير خلک راټول و۰
ما چې مخ واړاوه نو يو بريتور ځوان مې په ونې پورې تړلي وليد ۔ داکبر پاچا سپاهيان ترې تاو وه ۰ په لښتويې وهلو۰ ماويل دا څوک دى ؟۔ يو ماشوم وويل دادشهۍ عاشق دلى دى۰ هغه ددې له پاره چې خپله معشوقه ترلاسه کړي اوواده يي کړې نو داکبر پاچا غلا يي کوله خود اکبر پاچاسړو ونيو بندي يې کړ اوس هالته گورې شهۍ هم هالته په هاغه کونج کې ناسته ده ۔ شهۍ ورته له ورايه کتل ۔ شهۍ سرتوره وه ۔ ټکرى يې پر لاره لويدلى و اودهغې مجنون دلى په لښتو وهل کيده ٬ سپاهي چيغه کړه چې ژر يې مړ کړى که ژوندى پاتې شو نو له ټولې پاچاهې نه به گرد پورته کړي ۰ خو شهئ ورته له ورايه کتل ۰دلي ورته په موسکو شونډو وويل مه خپه کيږه که زه چا نه واى تړلى نو ستا له سره به ټکرې نه و لويدلى ۰
شهۍ ويل ستا ژوند مې په کار دى ۔
دلي وويل :مه خپه کيږه زموږ مور ډير ارموني زيږولي دي ۔ ولد يې زما دپلار کښلى خو خداى خبر چې دچا اولاد دى ۔ تابه هم کوم يوچاته په نکاح کړې ۔
شهۍ ويل : سودا مه کوه ۰
هغه بيا ويل : زه پوهيږم که زه ژوندى نه ووم ستا چړ ي ليورونه به تا په کوم لاروي وپلوري ۔ ما اوس په خپل نوي سفر کې شرم نه دى بار کړى ۔ زه په دې پوهيږم چې يو وخت به وروستي نسلونه ووايي چې دلى غل نه و بلکې دشهى عاشق و ۔ دعشق مرتبه تر هرڅه لوړه ده ۔
په همدې خبره دلي خپل روح حق ته وسپاره ۔
لندن ۔
۱۸ ۵-۲۰۰۹
Yadoona ua Nakloona
By: Mohammad Akbar Kargar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←