مورنى ژبى پوپناه کيږى؟ مخنیوى ئی موږ کوى شو؟
په دى کښې شک نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په کروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مرکز ې افغانستان او په پاکستان کښې دپښتو مرکزونه پيښور کوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملکو څخه د باندى په نورو ملکو کښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره کار کيږى او په يوه کال کښې په سلاو سلاو کتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه کتابونه شاعران ليکوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونکى په خپل لګښت چاپ کوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا کتابونه نه چاپ کول کيږى نه ې دومره کار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا کيږى و لکه که هغه افغانستان دولت دى که څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى ورکړى خو تراوسه دا د لوړى کچى پريکړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د ورکولو غوښتنه تر نن پورى کوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د ورکولو غوښتنه تر نن پورى کوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى کول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلکى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت کاروکړى دټولى نړۍ ژبى په کاردې چې نه يواځى وده وکړى بلکى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله کړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو کلتور او دود دخوندى کولو څانګه يونيسکو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته کوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د کولو څخه لاس په سر شى ځکه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه ورکوى چې د هغه اټکل موږ دا وخت نه شو کولى.
موږ په وازه خوله داخبره کوو او کړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه کوى چې د دهغه ژبو ويونکو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته کړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته کوى تر کله چې دوى ته د هغه حق نه وى ورکړى خو ددې سره سره موږ ته په کاردې چې هغه کومى ناخوالى اوکمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه کوى موږ ته په کاردې چې د خپله وسه مبارزه وکړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناکامه کړو بلکى دا ژمنه وکړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليکه کښې دروو خو په کاردې چې د هغه کار د يوى تګ لارې لاندى وکول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وکول شى او که دا کار موږ په رښتنې ډول وکړونو هيڅوک نه شى کولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلکى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وکړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده.
په کاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وکړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى کښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راکړه ورکړه نه کيږى بلکى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى ورکول کيږى ددې دپاره دى لاريونونه کيږى ليکوالان دى په دى اړه ليکني کوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو کښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى کوم څوک چې د ملک د پارليمان وچوکى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه کيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځکه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلکى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده کړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه کړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده کړى کيږى ولې چې دا يوه لوستکو ته ډېر ارزښت لرى.
خپله د خپلې ژبى ويونکى ليکوالان شاعران او رڼ انده که يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر کار کوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو کښې ګارول دى که څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد کيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى کولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش کاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه کښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه کچه ګارول کيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليک کښې بلکى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلکى د نورو ژبو ټکى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه کوو چې خپلې شميرنى ګار کړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره کوى چې د دوى د ژبى حق وهل کيږى خو که په کابل کښې په يوه ناسته کښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو کښې درې ژبه خبرى اترى کوى که څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه کوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليکوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټکى په نورو ټکو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلکى لويه پړه ده (جنايت) لکه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليکل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور..
تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى کتابونه نه وى ليکلى يا مو د نورو ژبو څخه کتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوکو کولو څخه د کار پخپله کيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوکاټ کښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليکوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى ورکړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره کتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيکنالوجى ډاکټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو که داو وايو چې يو کتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وکړو او ځانګړى ليکنې وکړو چې پخپله د لوستونکو پام راواړوى نن بې شميره شاعران کتابونه چاپ کوى خو د بده مرغه لوستونکې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى کښې ځائى ورکول شې او ددې د څنګه دى حکومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره کتابونه ليکل کيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليکونکې ته به پيسې ورکوى نو هر وګړى چې يو د لوړى کچې معيارى کتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول کيږى او ښه ښه کتابونه به ليکې چې دا د ليکوال او د دولت د دواړو دنده ده.
((((((دويمه برخه))))))
ليک: عبدالجبارکاکړ
په هره ټولنه کښې د خپلې پاتى او ثقافت د څنګه ژبى هم خپله خپله ښکلا لرى او د هرى ژبى او کلتور وګړى قدرتى خبرى ده چې مينه او محبت لرى خو دا بيله خبره ده چې ځينې سړى او قامونه خپله ژبه دودکلتور ثقافت تر نورو لوړ او پورته ګڼي او داسې هم کيږى چې د يوه قام ناجوړه دماغونه او سوچ د نورو قامونو او ټولنو مخامخ ځلاو مخ ته ماته وخورى او د هغو چمنو او عادتونه خپل کړى خو د هرى ژبى د هغه ښکلا ځان ته ارزښت لرى چې ډېر پراخوالى او پرون لرى او د هر څه د خپرولو او وړاندى کولو څخه رابرسره کيږى ددې دپاره ددې اړتياده چې پوهان د ليک په وخت د ژبى روغتيا او رښتنې ارزښت وساتى د ژبى خپل ارزښت په ليک کښې ساتل د هر چا کار نه دى ولې که هغه د مورنى ژبى ليکوال هم وى مطلب دا چې کله هغه خبرى اترى چې موږ سره کوو او بيا ې په ليک کښې راولو د عربى وارو يوه پراخه ژبه چې په بيلوبيلو ملکو کښې ځان ته د تورو او لهجى لرى خو ددې د څنګه په دى کښې يوه ولسى ژبه هم لرى ددې ولسى ژبى چې موږ ې پخپلو کښې سره وايو خو معياري ژبه هغه ته ويل کيږي چى په ليک کښې ګارول کيږى چې د فصحاء ژبه ورته ويل کيږى ولې چې رښتنې او اصلې ژبه هم هغه ده چې موږ ې په ليک کښې راوړو چې د هغه تګ لاره د نړۍ په ټولو ژبو باندى لاګو کيږى.
ويل کيږى چې د ليک دپاره تورې او دهغو ارزښت زموږ په زړونو کښې پروت وى چې دهغه ارزښت بيځايه نه دى بلکې ددې بيل بيل وجې دى لومړى دا چې تورې د علم او زده کړو د خپرونو کار کوى او د زده کړو او پوهنې د کبله بشر د نورو مخلوقات څخه لوړ ځائى لرى بله دا چې د تورو په زور موږ خپرونى کوو او ددې سره سره چې موږ د هغه تورې تر زياته خلګو رسوو د هغه تورې هم دومره خوندى پاته کيږى او د هغه تورى موږ په ډېر پام سره ګاروو کله چې د خپلو ملګرو په مينځ کښې خبرى اترى کوو په هغه داسې تورې ګاروو چې هغه په راډيو او ټيلى ويژن نه شى ويل کيدى خو بيا چې کله هم د هغه تورى او خبرى چې موږ ې د ملګرو سره کوو هغه ډول ې په کتاب مجلى او ورځپاڼى کښې نه شوراوستلى.
و ژبى ته د نورو ژبو بيځايه پينه(پيوند) لګول نه يواځى سم جوړ نه ښکاره کيږى بلکى و ژبى او ويونکو ته هم د منلو وړنه وى او کله کله دا يو پسخند ښکاره کيږى په کاردې چې بيځايه تورې او پينه ونه لګول شى خو ددې سره سره د نورو ژبو د تورو څخه په ځائى باندى ګټه اخستل کيدى شى ډېر خلګه په پښتو کښې د نورو ژبو په زياته بيا د انګريزى ژبى تورى ګاروى دا کار دوى ددې دپاره کوى چې و نورو ته دا وروښائى چې څومره زده کړى ې کړى دې او څومره رڼ انده او روشن فکر دى او د هغه ډول وګړى چې د خپلې مورنى ژبى سره زياته نزديوالى نه لرى هغه وائى چې پخپله ژبه کښې دا تورې نشته ځکه چې د بلې ژبى د هغه تورى ګاروى.
د ژبو په ګډوډ کولو کښې تر ټولو لويه ونډه د ټيلى ويژن ده په پاکستان کښې چې په سلو کښې نيوى(۹۰%)وګړى د انګريزى يوه جمله نه شى ويلې خو ډېر تورى د خبرواترو په وخت ګارول کيږى که څه هم د بلې ژبې په پرتله دخپلې ژبى تورې ډېر ارزښت او اغيزى په اوريدونکى لرى شى.
پښتو ژبه چې ډېره پخوانى ژبه ده او داسې هم ويل کيږى چې د ډېرو ژبو مور هم ده خو ددې ټولو ارزښتونو سره سره پښتانه په دى نه دى توانيدلي چى پښتو و هغه ځائى او وياړ ته ورسوى کوم چې تاريخ ودى ژبى ته ورکړى دى چې بيل بيل علتونه دى که موږ غواړو چې د پښتو تاريخى ارزښت ورته وموندونو به لومړى د هغه علتونه رابرسره کول وى او بيا به د ليرى کوو کول وى د نړۍ د ديېرلږ قامونه په خپلو ژبو پيژندل کيږى خو پښتانه په بشپړه ډول په پښتو پيژندل.
که ژبى يواځى تر ويلو(بولى)پاته شى او ليک لوست او د کتابو زيرى (ذخيره)ونه لرى نو هغه خپل وجود او سباون نه شى ساتلې يا په ژبو کښې د نورو ژبو د تورو سيلو نه را ايله کړى هغه ژبى هم خپل سباون دلاسه ورکوى نړۍ وال ژب پوهان وائى چى په اردو ژبه کښې په لوئى شمير د انګريزى تورې ګاريږى که هم د هغه حال روان وو په ديش څلويشت کاله کښې به اردو ژبه خپل ارزښت دلاسه ورکړى که څه هم اردو ژبه جوړه شوى د نور ژبو څخه ده خواردو ژبه يواځى د بولى او خبرواترو ژبه نه ده بلکى په ډېره لويه کچه د کتابو زيرمى په اردو ژبه باندى نه يواځى دولتى کارونه کيږى بلکى هر وګړى دا هڅه کوى چې په دى ژبه باندى کار وکړى که څه هم په هند او پاکستان کښې په کروړو ويونکى لرى په هند او پاکستان کښې د دولتو لخوا ودى ژبى ته دودى ورکولو هڅې روانى دى يو دنړۍ په رسېنو کښې د اردو ژبى ډېره لويه برخه ده که زه تېروتنه ونه کړم نو په ميډيا باندى د اردو مقام په نړۍ واله کچه سپږم ووم راځى خو د اردو ژبى ناخوالى دادې چې دا ځان ته يو بشپړه خاوره نه لرى او بله دا چې دا ژبه د انګريزى تر اغيزو لاندى ده د بده مرغه په پاکستان کښې و يوې قومى ژبى لکه پنجابى، پښتو، بلوڅى، بروهى، سرائيکى ژبو ته دومره ارزښت نه دى ورکول شوى نو ځکه د هغه ژبه د دهغه نورو ژبو په سيالى کښې ليدل کيږى خو په پاکستان کښې يواځى سندهى ژبه ده چې د نورو په پرتله ې زياته وده کړى ده چې نه يواځى د لوست او ليک ژبه ده بلکې تر ډېره دفترى ژبه هم ده او د ليک او بريښنا په رسنېو کښې ډېره لويه برخه لرى بې شميره ورځپاڼى مجلى او کتابونه په سندهى ژبه کښې هر وخت تر چاپ تيريږى لکه پښتو، سندهى ژبه ځان ته بيل بيل ټکى (ALPHABET)لرى او څوک دا توان او جرآت نه شى کولى چې څوک په د هغه ټکو کښې بدلون راولى لکه په پښتو کښې چې ځينې ناجړه او ناپوه د پښتو ټکى د خپلې خوابدلوى رابدلوى او چې ورځ تيريږى د پښتو ځانګړى ټکې د مينځ څخه وړل کيږى چې دا کار په زياته بيا په خيبر پښتونخوا کښې روان دى او موږ په وارو وارو ودى ته ګوته نيولى ده لکه ددې ليک په وړاندى کښې چې راغلې دى چې نه يواځى په هره ژبه کښې بيلې بيلې لهجى دى لکه عربى،فارسى، اردو او نورې خو دوى په ټکو کښې کله هم بدلي نه راوړي خود پښتو سره د هغه جبر روان دى او ليکوالان هم په دى کښې باک نه کوى بله خبره داده چې د ويلو او ليکولو په پښتو کښې په کاردې چې توپيروى او ليکنه بازارى بڼه ونه لرى نه هغه څه وليکل شى چې موږ ې په عام ناستو کښې سره اوروراورو د بده مرغه زما اټکل دادې چې ځينې پټ لاسونه لکه څنګه چې زموږ وطن خاوره او موږ تباه او وران کړو دا ډول زموږ ژبه هم په پټه ورانول غواړى چې دا ناوړه کار د يوه ملک او سيمى پورى نه دى پاته بلکې دا نړۍ واله جمبه لرى د يوې پخوانى ورځپاڼى مشر مدير وماته وويل چې په کاردې چې موږ ورځپاڼه په هغه ژبه ليکنه وکړو چې موږ ې پخپلو کښې په عام ناستو کښې خبرى په کوو ما ورته چې موږ په ډېره لويه تيروتنه وپنځوست ته پچس وايو چې دا هم د ځغملو وړنه دى نو به موږ په ليک کښې پچيس ليکو.
ځينى قومى ژبى چې په پاکستان کښې ځپل شوى او ترټل شوى دى او د مينځ څخه د وړولو هڅې ې شوى دى خو بيرته ې هم قدرت ځغورنه کړى ده کله چې موږ وهند ته ولاړو او ما داولويدو چې پنجابى ژبه ډېره مخ په وړاندى روانه ده د ورځپاڼو مجلو اود يو شمير کتابو سره سره د دکانو سائن بورډونه او نور هر څه په پنجابى ليکل شوى وو خو دا بيله خبره ده چې هغه د ګرو مکى په ليک کښې وو خو کله چې پنجابى ژب پوهان په دى پريکړه وکړى چې ټولى ليکني به يا په ګرومکى کښې يا په نستحليق کښې ددې وروسته کيږى نو ددې خو او پنجاب ته به د خپلې ژبى ډېره لويه زيرمه او مواد په لاس ورشې که څه هم د دواړو خواو پنجابيان داهڅه کوى چې يو ګډ ليک خپل کړى او ددې دپاره ډېرى ناستى هم شوى دى خو د لويديځ پنجاب په پرتله په ختيځ پنجاب کښې د پنجابى ژبى دپاره ډېر کار شوى دى په پاکستان کښې د پښتو په ګډون ټولى ژبى چې پنجابى هم پکښې ده کلکې ترټل شوى دى خو په هندى پنجاب کښې پنجابى نه يواځى د ليک او لوست ژبه ده بلکى دفترى ژبه هم ده نه يواځى د هند مرکزى حکومت بلکې د پنجاب ايالتى حکومتونه و خپلې ژبى ته ډېره وده ورکوى دوى ژبى يو د بل په سيالى کښې نه دى درولى بلکې و هرى ژبى ته وده ورکوى ولې چې ژبى زموږ تاريخ او زموږ پيژندنه ده..
((((((دريمه برخه))))))
ليک: عبدالجبارکاکړ
په تير ټوک کښې موږ په پنجاب (هند) کښې د پنجابى ژبي د پرمختيا په اړه وويل چى په هند کښې پنجابى ژبى ډيره پرمختيا کړي ده چى پنجابى ژبه نه يواځى دفتري ژبه ده بلکى دښوونځى څخه نيولي ترپوهنتون پوري په دي ژبه ګارول کيږى مرکزى حکومت هم وپنجابى ژبى ته وده ورکوي په سوچه پنجابى باندى ټيلى ويژنى خپرونىکيږى راډيو مرکوزنه جوړدي چى دخيتځ پنجاب هم ددي څخه برخمن کيږى خو دا بيله خبره ده چى په هندى پنجاب کښې په ګرومکې ليک دود ليکني کيږى او ډيره لويه زيرمه دکتابونه مجلى او ورځپاڼى لري خودابيله خبره ده چى ددي خوا پنجاب دهغه کتابونه نه شى ويلى اولوستي خودا پخپله د پنجابينو دنده ده چى دوي ددي لانجى کوم اواري راباسي ولي چى ددهغه توپير د منځ څخه دنه وړولو څخه په ودواړو خواؤ ته لوئى زيان دي ځکه زده کړى کتاب لوستل آن داچى مذهب ددي چاروسره يو ډول اړه نه لري بيا په يو داسي مهال چى موږ د يوه نړۍ وال کلي د جوړيدو وخواته روان يوکه يوه خواته ګډه ژبه ګډدو د کلتور او خاوره سره تړى بلکي دبده مرغه هم دهغه نړۍ وال کلى کښې داهسي هم کيږى چى يوشمير ژبى او کلتورونه دمنځ څخه د وړولو دنده ورکول شوي ده خوهغه قامونه او کلتورونه او دودونه ودته رڼي سترګي پاته شې اوپه خپله ژبه او کلتور ژوندي پاته کيدوته ځيرنه شي چى نړۍ وال زورور او ددوي ځائى سوټ خوران هم دهغه غواړي چى په ټوله نړۍ کښې يوه ژبه پاته وي نور دي تولي ژبى پوه پناه شي په دي په موږ وروسته څه ليکلى شوي.
د ختيځ پنجاب په پرتله که موږ د لوديځ پنجاب مورني ژبه راواخلونو دپاکستان د نورو مورنيو ژبو سره چى څه کيږى هغه د پنجابى ژبى سره شوي دي او کيږي بلکى که په رښتيا وپنجابى ژبى ته وکتل شي چى دپاکستان دنورو ژبو لکه پښتو بلوڅي سرائيکي ژبى څخه هم بدچلن ورسره شوي دي ددي سره سره چى د پنجابى ژبى ويونکي ترهر چا زيات دي که دوي غوښتي وي چى په پاکستان کښې دي مورني ژبي د ليک لوست او دفتر ژبه وګرځى نوبه داکارد مخه څخه شوي وي او دغنم درويه به دوزهم او به شوي وي خو په بشپړه پنجابيانو دهغه غوښتنه نه دکړي که څه هم يوشمير ليکوالان رڼ انده اود پنجابى ورځپاڼو او مجلو لخوا داغوښتنى کيږي خو لوړ پوړو چارواکو ياسياست مدارانو څخه موږ داسي خبره نه د اوريدلى په دي اړه د پاکستان د نورو ژبو سياست مداران او چارواکى هم ددوي ملګرى دي بلکې موږ د او وايوچى دوي د انګريز په ټاکل شوي لاره روان دي که څه هم ۶۳ کاله دمخه موږ د انګريز څخه د خپلواکى او آزادي ولاس ته دراوړولو دا وه لرو.
که د پاکستان ګاونډي هند ته موږ د مورنيو ژبو دچلن په اړه خبر شونو به ګوته په غاښ پاته شو د انګريزانو په وخت کښې زياتره کار په انګريزي وپه نومړيو وختو کښې چى دوى وهند ته راغلو خو د پارسي ژبى څخه کار اخستي بياي هغه په دفتر او ښوونځي کښې د منځ څخه يو وړه خپله ژبه ې وتپله او لږ ځائى اردو ته ورکړي نوري ژبى لکه هندي او بنګالي ته هم څه ارزښت ورکړي خو انګريزى ژبه په ټولو برلاسه پاته شوه کله چى انګريز دهند څخه وژړل شول د هند سياست مدارانو په خپله تګ لاره کښې بدلون راوستي ځائى او مورنيو ژپو ته ارزښت ورکړي چى ترښووښځيو او تردفترونو پوري ورسولي په مورنيو ژبو وخپرونو ته اجازه ورکړه خو انګريزي ژبه ې هم وساتله دا وخت د يوه راپور سره سم د هند خبره روانه ده په ټول هند کښې دا وخت 1.2 ارب وګړي لرى اوبى شميره ژبى کښې ويل کيږى دا وخت دووښت(22) داسى دي چى په دولتى چوکاټ کښې منل شوي دي او دفترى کار پکښې کيږى ددي د څنګه څلور او يا(74000) زره خپروني په دولت کښې ليکل شوي او رجسټر دي او ددي د څنګه 82% وګړي ې لوستي دي ترټولي زياتى خپرونى لکه ورځپاڼى مجلى د اترپرديش په ولايت کښې ترټولو زياتى دي چى ددي څخه موږ اټکل کولي شوچى په هند کښې کښې وځائى ژبى څوني ارزښت ورکول کيږى. اصل خبره دا ده چى په هند کښې وټولو ژبو ته موقعه ورکول شوي ده چى دوي مورنى ژبى په ښووڼځى کښې ځائى ورکړى او دا ټولي ژبى او کلتورې خپله تاريخي پاته او وراثت ګڼلى ده يواځى د هندى ژبى ورځپاڼه ډي نګ جګران(DAINIK JAGRAN) پنځه پنځوس ملين لوستونکى لري خوځائى ژبو هروخت په دي اړه په چغاري وهى دهند لس وړاندي ورځپاڼى په دي ډول په ګډون ډي نک جګران(۲) ډائى نک باسکر (۳) لوکمات چى په مرهټى ژبه کښې دي(۴) دائينا تهامنتي په تامل ژبه (۵) ماليالامينو راما(۶) ايندوانندا(۷) بازاپتريکا او د راجستان پتريکا او نوري ژبي ورځپاڼه دي چى ډير زيات لوستونکى لري داځکه چى د لومړى ورځى څخه دهغه ژبى په ښوونځيو کښې ويل کيږى او دولتى ارزښت ورکول شوي دي او دفتري بڼه ې خپله کړي ده هم دهغه خبره ده چى د هغه ژبى مخ په وړاندى رواني دي او يوه داسي ويره نشته چى دهغه د نورو نړۍ والو ژبو وارو دمنځ څخه ولاړي شى.
يوه نړۍ واله چيړنه او سروي چى په کال ۲۰۰۹ء کښې شوي ده په هغه کښې دا ښوونه شوي ده چى په ټوله نړۍ کښې لږو ډير وه زره(7000) ژبى ويل کيږى خو ددهغه ژبو ويونکى يو د بل سره برابر نه دي د بيلګي په ډول دښاغلى ډيوډ کرسټل په وينا د ټولو نړۍ والو ژبو څخه په سلو کښې څلور(4%) ژبى په سلو کښې سپږنوي (96%) وګړي خبري په کوي په بله مانا په سلو کښې شپږ نوي نړۍ وال وګړي يواځي په سلو کښې څلور ژبى ګاروي او ددي د څنګه نړۍ واله اداره (UNESCO)راپور کښې راغلي دي چى 2471 نړۍ والي ژبى دخطر سره مخامخ دي د ژبو نړۍ والو پوهان وائى چى دهغه ژبى په دوه ډول دمنځ څخه د وړولو هڅي رواني دي دوي وائى......
HISTORICALLY, WE SEE TWO APPROCHES TO THE ISSUE OF LANGUAGES. THE FIRST CAN BE CALLED THE MELTING POT APPROACH THAT BE MELTING POT APPROACH THAT BELIVES THAT THERE IS NO JUSTIFICATION FOR THE EXISTENCF OF ANUMBER OF MINOR LANGUAGES THAT THEY SHOULD BE PUT IN TO THE MELTING POT OF THE DOMINANT LANGUAGE THAT REPRESENTS POWER THIS APPROACH WAS ADVOCATED AND PRACTICED BY IMPERIAL POWER AS THEY TRIED TO IMPOSE THEIR OWN LANGUAGE OVER NATIVE POPLILATIONS AND IGNORED THE LOCAL LANGUAGES
ژباړه:- د تاريخ د لاري ودي ژبوته (دمنځ څخه وړل) دوه نظري لرى يوداچى د خاوري دلوښى غوندى وګڼل شي او هغه چل ورسره وشي لکه دخاوري د لوښى سره چى کيږى دوي په دي باور لرى او دا لاره سمه بوبي چى ديو شميرژبو چى هغه نه ارزښت لري په کاردي چى دمنځ ولاړي شې اودهغه ژبى دي دمنځ څخه ولاړي شي او دخاوري د لوښي چلن دي ورسره وشې هغه لوئى ژبى چى سياسى زور او واک هم ورسره دي غواړي چى دهغه ژبى د منځ څخه ولاړى شى اودوي دخپل زور او امپراتوتوري لاره په زوره غواړي چى دهغه ژبى دمنځ څخه وباسي او غواړي چى د زور د لاري نوري ژبى د منځ وباسي او خپلى ژبى په نورو ناولده سيمو خلګو وتپوي او ځائى ژبى و رکي او ايري کړي
(دوام لرى)
ليک: عبدالجبارکاکړ
