په جنسي مسایلو کې د خوشال بابا تجربې، يادوني او لار ښوونې
وايي چې "په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جراْت غواړي او د اوبو له جريان سره موافق تګ مړه کبان هم کولى شي" مانا دا چې د وخت د نابرابريو، ظلمونو او نارواوو په وړاندې د اعتراض غږ پورته کول او هغه غندل قوت او زړورتيا غواړي او برعکس يې په روانو اوبو کې د مړو کبانو موافق تګ ته ورته دى.
دا د ټولنيز ژوند د ناانډوليو او بې عدالتيو لپاره له طبيعت څخه يوه ژوندۍ بېلګه وه، خو د انساني ژوند په نورو اړخونو کې هم داسې ډېر څه شته، چې هر څوک يې د بيان او ليکنې لپاره منطقي دلايل او زړورتيا نه لري.
دغه ناويلې خبرې د ښځې او نارينه يا ښځې او مېړه د کورني، جنسي او عشقي ژوند ځينې داسې کيسې او پېښې دي، چې هغه د چا بزرګ خبره، د شپې هر څوک ډارېږي خو څوک يې وايي او څوک يې نه.
خو د پښتو ادب پلار ستر خوشال بابا په خپلو ويناوو، ښوونيزو پندونو او شعرونو کې د جنسي مسايلو په اړه ډېر زړور او رښتينى غږېدلى او په دې اړه يې نورو ته ډېر ګټور نصيحتونه او مسايل وړاندې کړي چې تر دا مهاله هم پخواني او هم اوسني ليکوال او شاعران ددغه ډول ارزښتمنو ويناوو له بيان او اظهار څخه عاجز وو او دي.
د بابا له کتابونو او ويناوو دا ډېر ښه څرګندېږي چې د ژوند په ډېرو بېلابېلو خواوو کې يې پوره پوره تجربه لرله، د خانۍ او سوداګرۍ ژوند يې تېر کړى. له پلار نيکه څخه خان او سردار پاتې شوى لکه چې وايي:
به اّباوو په اجداد خان و سردار يم
کارنامــــې لــــرم د جنګ او د جدال
د خان بابا په اړه ډول ډول اقوال موجود دي. دده د )26( زامنو او له )20( زياتو ښځو او د ګڼ شمېر وينځو يادونه هم شوې او د يوه فوق العاده استعداد په لرلو کې خو يې هېڅ "خو" نه شته، ليکلي کتابونه يې هم زما د اورېدو له مخې تر )250( پورته ښودل شوي. د څو اتيا کالو په شاوخوا عمر کې يې ژوند کړى. دده له ويناوو او شعرونو ډېر ښه څرګندېږي، چې ډېر ينده، عشقي، ښکلا پالونکى او ښکلا خوښوونکى و او په جنسي تعلقاتو او مساېلو کې د عملي او نظري خوا ډېرې لوړې تجربې خاوند و.
دى د شعر په ژبه د جنسي لارښوونو لپاره ګڼ شمېر شعرونه لري؛ چې دلته يې يواځې يو څو بيتونه د بېلګې لپاره وړاندې کوم:
په هفته کې صحبت يو ځله بايده دى
که هر څو نورباندې عشق وي زورور
د صحبت په کار کې ډېر فکر بايده دى
څورب اّس شي په يوه ګوزار ډنګر
د زړې ښځې صحبت دى لکه زهر
هر سړى دې ځنې وکاندي حذر
د هغې ښځې صحبت لکه دارو دى
چې يې لور نه وي زوولې يا پسر
که دې لاس په بکره بر شي پرې يې مه ږده
که دې ځاى شي په هغه جهان سقر
د مخ رنګ تازه کوي صحبت د بکرې
ورکوي سستي د تن درد، د کمر
بابا د خپلو ټولو جنسي کړنو او تجربو د اعتراف ترڅنګ خپله هم په دغه کار کې دومره پرمخ تللى، چې د نورو ډېرو له وسه پوره لېرې او اخوا کار دى، خو بيا هم نورو ته د جنسي لوبغاړيو د زيان او تاوان په اړه داسې يوه نادره وينا هم لري:
د شهوت په نغوته مه ځه شهوت اور دى
پــــــه دا اور د ډېرو سوي دي کــــــــــورونه
يا:
د صحبت په کار کې ډېر فکر بايده دى
لــــــه صحبته پيــــــدا کــــــېږي خير و شر
د بابا د ويناوو او شعرونو نه دا ډېر ښه څرګندېږي چې په نفسي او جنسي خواهشاتو ډېر مئين و سره له دې چې د عملي کار پر زيانونو يې هم ښه خبر و، خو بيا هم پر زړه يې ارمان نه دى پرېښودى او څه چې يې زړه غوښتي، هغه يې ترسره کړي. لکه چې وايي:
زه د )...( د لاسه چا ووته فرياد کړم
لمونځ زما له لاسه وځي چې )...( ياد کړم
په درست کال به مخ ناولې )...( ته پروت وم
په حېرت شم چې په ياد هغه فساد کړم
کله لس کله زيات کم کله تر شلو
د دخول ويل و چا ووته تعداد کړم
خو ددغو ټولو کارنامو او يادنامو سره سره بيا هم بابا وايي، چې:
د زړه مينه يــــې پــه ښکلو ماته نه کړه
خو ار خوشال به د دنيا نه دا ارمان وړي
يا:
کــــــــــه هــــــزار کالــــــه شېخي کوي خوشاله
چې ښه ښکلى درنږدې شي خوله يې ښکل کړه
ارواښاد استاد محمد صديق روهي د بابا په اړه د هغه د کلياتو د دويم ټوک په سريزه کې ليکي:
"خوشال د پښتنو دپاره يو اخلاقي ايډيال ګڼل کېږي. خان د لمونځ، اودس او روژې ډېر پابند و. ډېر رښتينى صاف ګو سړى و، اګر که جنسي جذبات پرې ډېر غالب وو خو د هغو د تسکين دپاره يې ناجاېزه طريقې نه وې استعمال کړې. په حرم کې يې وينځې هم وې، خو ددې دپاره د هغې زمانې د معاشرت حالات ذمه وار وو. خان ډېر تورزن، شجاع او خودداره سړى و او همداراز په کتاب، سرود او ښاېست ډېر مئين و".
د جنسي کارنامو په اړه چې خان بابا خپلې کومې يادونې او کيسې کړي، د هغوى د لا روښانتيا لپاره دا هم وايي:
له پرديو مې توبه واړه په خپلو
د ځوانيه حال به هم درته په ياد کړم
چې ملا به بانګ نماز وى ما به ....
د روژې په ښه ثواب به يې ناښاد کړم
ورځ و شپه راته مخ څټ وې لس پنځلس
ګول مگګول ويل لږ نه دي چې يې ياد کړم
بابا چې د ځوانۍ د لېونتوب په وخت کې د جنسي، عشقي او نورو خوند اخيستنو په اړه څه کړي هغه هم د نورو د هغو سره ډېرې ژورې او جوتې بېلوونې لري، خو په پيرۍ او بوډاتوب کې هم ورپسې ډېر ځوانان او په تېره اوسمهال ځوان کهول نه شي رسېدى، خو د ځوانانو ياد او حال هم له خيال و انده نه باسي او وايي:
زه چې زوړ يم دا مې حال دى
د ځوانانو به څه حال وي
درسته شپه د )...( دلاسه
درازي په ما مهال وي
ورځ و شپه مې دا فکرونه
که واده مې کال په کال وي
تر اووياو کالو تېر شوم
واويلا مې ښه جمال وي
نوره خپله ليکنه رانغاړم خو ټولو کشرانو لوستونکيو ته يوه خبره کول اړينه ګڼم او هغه دا چې که د خان بابا د عاشقانه نظرياتو او تجربو نه د ګټې او خوند اخيستنې سره مينه لرئ، نو د هغه ټول کتابونه لږ تر لږه يو ځل خامخا ولولئ، خو په ځانګړي ډول يې د شعرونو دويم ټوک له ياده مه باسئ.
ددې ليکنې د ښې پاى لپاره د بابا د يو ښکلي شعر څو بيتونه رااخلو، چې د يوې ښې او نامي ښځې بېلابېل صفتونه پکې بيان شوي:
ښځه ښکلې ښاېسته پاکيزه بويه
چې يې پلار نيکه له ځايه معتبر
شرمناکه پرده پوښه دلاوره
اراسته په عقل و هوښ په ښه هنر
نه وهمي نه وسواسي نه بدمعاشه
نه يې مينه په دنيا نه زر زيور
تر مېرمنې وينځه ښه ده په ښه خوى کې
نه مېرمن چې نه يې خوى وي نه بشر
که دا هسې محبوبه په لاس کېوځي
له وجوده يې پيدا شي ښه بشر
کونړ غـږ مـجـله
Kunar Ghag
