دشعر اونثر په اړوند راولاړې پوښتني اوپه هغو يو څو خبرې
دشعر اونثر په اړوند راولاړې پوښتني اوپه هغو يو څو خبرې
دمحمد اکبر کرګر لیکنه
پوښتنې اوطرحې :
شعر ډير دى ٠٠
شعر بس دې نور بايد نثر وليکو ٠٠ شعر په پښتو کې ډير شوى دى ٠٠٠
موږ نثر ته اړتيا لرو ٠٠٠ نثر بايد عام شي ٠٠٠
علمې اوفلسفي اثار په نثر وي اوموږ پوهې اومالوماتو ته اړتيا لرو ؟
شعر په در د نه خورې ؟
شعر دبيکارو خلکو کار دى ٠ اوداسې نورې خبرې ٠٠٠
شعر اودپښتو ژبې ظرفيت :
تاريخي پس منظر :
دلوى استاد حبيبي دڅيړنو له مخې له اسلام څخه دمخه دوروڅخه يو يا څو
شعرونه تر لاسه شوي دي ٠ خو ډير لرغونې اوپخواني شعري اثار ددويمي هجري
پيړۍ پوري مربوط دى ٠ له هغه وخته تر اوسه په زرگونو شاعران اوناظمان په
پښتو ادب کې را څرگند شوي دي ٠ په نثر کې هم قافيه وال يا مسجع نثر کښلي
اورا پاتې دى ٠
دحبيب الله رفيع په قول دپښتو لرغونې ترانې اوسرودونه دشرقي ژبو سره ورته
والي لري رفيع صيب دغه ترانې اوسرودونه (نه يوازې دپښتو دشعر ټولي برخې
) دلرغونو اريايي سرودونو پورې مربوطې بولې ٠ او دمعاصر ادب يا ليکلي
ادب سره دلرغوني ادب داتصال کړۍ يې بولي ٠
دپښتو شعرونو ځينې شکلونه دخپل شکلي جوړښت له مخي په نورو ژبو کې نه ليدل
کيږي ٠ اوکه په ځينو هندې ژبو لکه هندکو کې پيدا شي نو له پښتو څخه يې
اخيستي دي ٠ دغه ډول اشعار شفاهي جنبه لري ٠
زلمى هيواد مل له اسلامي دور څخه دمخه دپښتو شعر په باب ليکي : ديونانو
باختري شاهي کورنۍ چې په هند کې پادشاهۍ ته رسيدلي وه دمناندر په نوم
ياديده چې له ميلاد څخه دمخه په دويمه پيړې کې وه ٠
مناندر دنورو يونانو باختري شاهانو په نسبت دهندي رسومو سره زياته اشنايي
درلوده په هندي رواياتو کې دملنده په نوم يادشوى دى دغه پادشاه دمختلفو
مسايلو په اړوند له عالمانو اومذهبي مشرانو سره خبرې اترې کولي ٠ چې
داخبرې اترې يا مباحثات د(( ملنده پڼهو )) په نوم ياديږي ٠
څيړونکي په دې باور دي چې ددې کتاب اصلي متن په پښتو کې دى چې البته دغه
متن اوس لادرکه د ى خو پالي ترجمه يې شته٠
هيوادمل د ملهوترابتراسنګ په قول ليکي :
چې دهند دراجستان په ايالت کې په يوه معبد يامندر کې داشعارو يوه ټولگه
ترلاسه شوي ده چې په پښتو ژبه ده يا يوه برخه يې په پښتو ده ٠
هيوادمل دنوموړی له قوله ليکي چې ددې شعرونو خط په دوناگري کې دى اوجوړښت
يې پښتو لنډيو ته ورته دى اومحتوى يې دوعاييه ده .
زموږ ادبي ميراث :
له پورتنيو ټکو څخه هدف دادى چې پښتو ژبه ددې ظرفيت لري چې دژوند اړوند
مطالب څه که مذهبي وي ٬ علمي وي اوکه فلسفي په خوندور اوپه زړه پور اندا
زکې وړاندې کړي ٠ چې په دې ترتيب دشعر اوموزون کلام بڼه غوره کوي ٠
دپښتو ژبې له دى تاريخي پس منظر نه چې تير شو نو ليدلاى شو چې داژبه دخپل
ژبنيز جوړښت له مخې ددی وړتیا لري چې مطالب اوپيغام په ښه اوخوندوره
اوموزون بڼه ارايه کړي ٠ لکه چې دمخه مو وويل پښتو په لرغوني ماضي کي
دسرودونو اوترانو ژبه وه اودا ځانگړنه يې اوس هم څرگنده ده ٠ چی لنډۍ يا
ټپه يې ښه مثال دى ٠ دایوه بیلګه بس ده چې هر پښتون اوهری پښتنې ته دشاعر
خطاب وشي ٠ ځکه هر يو ويونکى يې جوړولي شي ٠
له دې خبرو داسې نتيجه هم اخيستلاى شو چې پښتو ژبې ويونکې دشعر ويلو ښه
استعداد لري ٠ اوهر يو کولي شي شعر ووايي ٠
په تاريخې لحاظ زموږ ادبيات شعري ادبيات دي اوزموږ فرهنگي ميراث هم په
شعر ولاړ دى نه په نثر ٠
له بلې خوا دپښتو ليکنى ادب چې له روښانيانو راوروسته يې وڅيړو ٬ گورو چې
دعرفاني ٬تصوفي ٬ فلسفي اوټولنيزو پيغامونو اودرسونو دانتقال له پاره هم
شعر يو بستر و ٬ که په دغو دورانونو کې نثر هم ليکل شوي دى ٬ هغه هم په
موزون ډول و او دکلام اومقصد دښې ارايي له پاره غوره شوى دى ٠ لکه
بايزيد روښان ٬ يا پير روښان خپل ستر شاهکار خيرالبيان په څو ژبو اوپه
پښتو کې په تيره مسجع نثر کښلى دى اودسوره رحمان سبک يې تعقيب کړى دى ٠
(مرگ به ورشي وسړي وته ننگهان ٬نشته په دونيا کې دسړي تر تله مقام ٠ )
همدارنگه دپير روښان مخالف اخوند درويزه هم دمذهبي اوشرعې اصولو دبيان له
پاره خپل اثر په مسجع يا موزون نثر کښلى دى ٠ چې په خپل وخت کې زړه
راکښوونکى دى ٠ خداى بخښلي پوهاند استاد مجروح هم دا عنعنه ساتلي ده
اودپښتو ژبې له دې ځانگړنې نه په گټه اخيستنې يې خپل فلسفي اوسايکالوجيک
اثر (( ځانځاني ښامار )) په مسجع نثر يا موزون نثر کښلى دى ٠
استاد رشاد مرحوم دخيرالبيان نثر شعر ته ورته يا شعر بولي ٠ اوپه دې برخه
کې يې يوه کره څيړنه کړې ده ٠
په دې برخه کې بايد موږ دنظم اوشعر توپير وکړو کوم چې په معاصرو
ادبياتو کې ډير برجسته دى اوپخوا دومره دپام وړ نه و ٠
دخوشال شعر دمغلو سره دپښتنو دمبارزو اومعرکو هنداره ده ٬ هغه حماسي
مضمون لري اوټولنيز اصلاحي مضمون هم لري ٠ (لکه سواتنامه ) خوشال بابا په
خپلو اثارو که په تيره په سواتنامه کې څومره چې دنظم اوشعر په ژبه دمغلو
گوډاگيان اونوکران غندي اودهغو مذهبي ضد څيره په ډاگه کوي مبالغه به نه
وي چې دنن ناثران هم دا کار نه کوي ٠ حميد٬ رحمان بابا ٬کاظم خان شيدا ٬
اشرف خان هجري اونور اونور تر غني خان او حمزه بابا پورې دا ټول دپښتو
ژبې اوادب مشعل داران دي ٠ که پښتو څه لري نو هم دا هستي ده ٠
ولې له شعر سره مخالفت کيږي :
لومړى تر هر څه بايد ووايم چې له شعر نه زموږ هدف په دې ټول بحث کې شعر دى نه اوتې بوتې ۔ دا څه اوسنئ خبره نه ده ٬ په لويديځو ټولنو کې چې کله دسود اوپانگي وده
پر مخ لاړه اودسود اوگټې را ټولولو بازار گرم شو ٬ پانگوالي مناسباتو يا
دپانگې سالارانو تر هر چا زيات دشعر اوهنر سره مخالفت کاوه په هغه وخت کې
مارکس په جدې توگه دشعر په پلوئ ليکنې وکړي اودپانگه والو دا ځانگړنه چې
شعر اوهنر ته يې په بې ارزښتي کتل انتقاد وکړ٠ دپانگه والو په باور شعر
تخيل اودخيالاتو روزنه بې ځايه کار دى ٠ خو ځينو منتقدينو دغه ارزښتونه
دانسانيت سره موازې بلل ٠ اوله هغو يې دفاع کوله ٠
پانگواله ټولنه له هنر سره دومره ښه مناسابت نه لري ٬ اوپه خاصه توگه شعر
دخپلی گټې اخيستونکي مزاج مطابق دومره په زړه پوري نه بولي ٠ بلکي هغه
دورځينۍ گټې په لټه کي ده ددغه پانگوالی طبقي يا ډلي په نظر ارمان يې ښه
نه ايسې اوروښانه ټولنيز ى هيلې دهغو په باور سره بې ځايه اوبې مورده
تخييلات دي ٠ خو ددې ضد کسان هنر ته ارزښت ورکوي ٠
خو په خپله په لويديځ کې لکه دختيز په څير : په ختيز کې په اسلامي فرقو
لکه اسماعيليه صوفيه ٬ حروفيه اونورو کې شعر دافکارو دارايي اوڅرگندونې
له پاره وسيله وه ٠ ناصر خسرو ستر اثار هست کړل ٠ په لويديځ کې هم په
معاصر دوران کې ځينو فلاسفه وو خپل پيچلي افکار دشعر اوهنري اثارو له
لارې لکه درامه اونورو ژانرونو له لاري وړاندې کړل ٠
نو کيداى شي زموږ ځينې کسان چې کله يې له شعر نه بدې ايسې په دې خاطر
به هم وي چې دانسانيت په مقياس به زيات دسود وزيان درنې تلي ته گوري ٠
کومه چې اوس يې په افغانستان کې هم پله درنه ده ٠
شعر که نظم :
په پښتو ادبياتو کې په عامو بحثونو کې تر زياته حده دشعر اونظم توپير نه
کيږي ٬ شعر ته نظم اونظم ته شعر ويل کيږي ٠ خو په معاصرو څيړنو کې ددې
دواړو ترمنځ يوه پنډه ليکه ايستل شوي ده ٠ شعر دانسان له روح اوحواسو
اواکر سره زيات تړاو لري په داسې حال چې نظم اونثر دتعقل اواستدلال
اوتفکر سره ٠
په دې اساس نن ورځ يوازې دقافيي اووزن له مخې شعر نه پيژندل کيږي ٠ نن
دقافيي ديوالونه لکه دباستيل نړيدلي دي ٠ کله چې په شعر خبرې کوو ٬ درومن
رولان خبره چې په ژان کرستف کې دغه ډول شعرونه دپرتوگاښي شعرونو په نوم
يادوي٬ را ياديږي ٠ پخوا کلونو کې چې به پښتو ضد عناصرو دپښتو په شعر
ملنډې وهلې نو ويل به يې : شعر پشتو چيست ؟ يعني اينکه چند سطر را به
پنسل بنويس ٬ دربين ان پنسل پاک کش کن ٬ شعر پشتو است ٠
که نن څوک دپښتو شعر نفي کوي نو زما په باور له پورته وينا يو غير مستقيم
تاييد کوي ٠
دنن ورځې دپښتو شعر جوړښت چې لا پخوا يي هم دياغي پښتون په څير دکلاسيکو
عروضو په پنجرو کې نه و نښتي اودسيلابونو اوڅپو پر سر اوښته اوپه خپله
لار تللو خپله رنگيني يې ساتلې ده ٠په پښتون فرهنگ کې دواړه هم نثر اوهم
شعر خپل خپل ځاى لري هيڅکله يو بل نه شي نفې کولاى ٠ اونه خو يو دبل ځاى
نيولاى شي ٠
دزمان ٬ وخت اوشرايطو غوښتنه :
بله مساله داده چې د شعر اونثرپه وده اوتکامل کې دټولنيزو اواقتصادي
شرايطو رول هم ډير اساسي دى ٠ په دې مانا چې زمان اووختونه نوى غوښتنې
مطرح کوي ٬ اوددې دواړو ډولونو وده اوتکامل ددغه غوښتنو پر بنياد هم وده
کوي ٠ دمثال په توگه : په شلمه پيړئ کې په افغانستان کې چې دپښتو ژبې
ودې اوپرمختگ ته ټولنيز اوفرهنگي شرايط نسبتا اماده شول نو دشعر په خوا
کې نثر هم وده وکړه ٠ دښوونى اوروزنې وزارت ٬ تعليمي نصاب کې پښتو ځاى
درلود ٬ پښتو ټولنې دپښتو دپرمختيا اوودې ادارې راديو افغانستان ٬
اونورو ادارو کې پښتو شعر نه بلکې دنثر ليکلو اړتيا ډيره محسوسه وه ٠
دپښتو ستر ليکوالان چې دپنځو ستورو په نوم هم ياديږي لکه استاد حبيبي ٬
استاد بينوا ٬ گل پاچا الفت ٬ قيام الدين خادم ٬ پوهاند رشتين ٬ استاد
رشاد ٬ استاد روهي ٬ ابراهيم عطايي ٬ حسن کاکړ استاد زيار ٬ حبيب ا لله
رفيع دمهمو تاريخې اوڅيړنيزو کتابونوپه کښلو اوچاپ سره پښتو را ژوندئ کړه
وروسته دې کارونو په پوهنتون کې دوام وکړ ٠ دتعليمي اوميديايي انگيزو
دايجاد سره په موازاتو کې دپښتو نثر هم وده وکړه ٠ خو په پښتونخوا کې دا
انگيزه نه وه دا ځکه چې هلته پښتو ددفتر اوښوونځي ژبه نه وه ٬ يوازې
دافغانستان دجنگ په کلونو کې دپښتونخوا گورنر جنرال فضل الحق پښتو په
اولسي ښوونځيو کې تر پنځم ټولگي پوري شامله کړه ٠ له دې پرته په پښتونخوا
کې پښتو نثرته په نا منظم ډول دشخصي کتاب پلورنځيو اواشخاصو له خوا
پاملرنه کيدله نه ددولتي موسساتو له خوا همدا سبب و چې په پښتونخوا کې
دشعر تله درنه وه اوهلته خوشالخاني اوغني خاني ميراث ته ډيره پاملرنه
کيدله ٠
نن ورځ حالات بدل شويدي ٠ نن ورځ دانترنيت ٬ رسنيو ٬ راديو گانو ٬
تلويزويونو بازار گرم دى اوله بلي خوا په نړيواله کچه پښتو ديوه داسې
ليوني اولس ژبه ده چې که دا اولس ارام و ٬ دونيا به ورسره ارامه وي اوکه
نارامه وو نو دونيا به هم نارامه وي همدا سبب دى چې په ختيز اولويديز کې
پښتو زده کړه اوپه هغې پوهيدنه اوس دورځې يو مضمون دى ٠ بايد هڅه وکړو چې
له دې موقع څخه دپښتو دودې دشعر اونثر دودې له پاره گټه واخلو ٠
په ډیر درنښت : اکبر کرګر
