ایا دسولي عالي شورا په هیواد کي سوله راوستلای سي؟
د سپوږمۍ رادیو دڅارپه خپرونه کي : دلیکوال او سیاسي چارودشنونکي الحاج غرزي خواخوږي څرګندوني
زموږ د هېواد او ټولنې اوسنی ستونزې د بن د کنفرانس څخه پیل سوي دي، ځکه چې د ټولنې يوه لويه برخه (طالبان) چې هغه وخت په واک کې وه د هغوى موجوديت بيخي استثنا وګڼل سو او دوى ته په غونډه کی ګډون ورنکړل سو.
کله چې د بن کنفرانس جريان درلود او ښاغلي کرزى د روزګان څخه کندهار ته په لاره کې وو زما په ياد دي زه په کندهار کې د طالبانو په محبس کې بندي وم چې واموورېدل طالبانو ته ښاغلي کرزي عفوه اعلان کړه. ده ويلي وو حتى که ملا عمر اخوند هم راځي عفوه دى. اما څه وخت نه و تېرسوې چې د امريکا ددفاع وزير ډونلډ رمزفيلډ وويل چې طالبان زموږ دښمنان دي، د نیویارک د پېښو عاملين دي او موږ ورباندې قيمت ايښى، چې نيسوې او بندیان کوو يې. دهغه څخه وروسته طالبان د وطن څخه پردی وګڼل سوه چې د همدی لکبله اوس د یو لوى ځواک په توګه ټول افغانستان کې موجوديت لري.
پوښتنه : ايا طالبان خپل عادي ژوند ته پرې نښودل سوه؟
بلی، دوى عادي ژوند ته پرې نښودل سول په داسې حال کې چې ښاغلی کرزی د ولسمشر په توګه هغه وخت نومول سوى وو خو کابل ته لا نه و راغلى، قدرت يې نه و تر لاسه کړى خو بیا یی هم د ټولو د عفوه اعلان وکړ چی ونه منل سو.
د طالبانو د واکمنی د سقوط په لمړی ورځ کله چه زه د محبس څخه آزاد سوم او د کندهار ښار ته راووتلم طالبان اكثراٌ په خپلو کورونو کې وه اما درې ورځې نه وې تيرې سوې چې ډلې ډلې اول د موټر او بیا د دوې پسې ولاړل چه طالبانواړیستل سویوطن پریږدی، دوى مجبور شول چې وتښتي او کويټې ته ولاړ شي. د کويټې په ښار کې د اجتماع مرکزونه جوړ سول. کله چې هر څوک د بیری بل ځاى ته ولاړ سي نو هلته چې مرکز جوړسی نو د هر چا څخه تقويه او مرسته غواړي او کله چې يو ډله په ځواک بدله سي نو هغه ته هر څوک لاس ورکوي او مرسته ورسره کوي. کله چې څوک قدرت او توان په دې ولري چې په اكثرهٌ ځايو کې خپل فوځي محکم استحکامات ولري او په سيمو کې ولس ورسره مرسته ولري نو د هغوى لپاره د سولې خبرو اترو ته کومه ا ړتیا مطرح نده.
دوهم دا چې د افغانستان د سولې د عالي شورا دا ليست ته چې موږ ګورو دغه کسان د طالبانو پخوانی چارواکي دی:
۱- د ملګرو ملتونو په سازمان کی د طالبانواستازی مولوی عبدالحکیم مجاهد
۲- په سعودی عربستان کی دطالبانو سفیر قاضی حبيب الله فوزي
۳- د طالبانوداسلامی اماراتو د حج او ارشاد وزير مولوی ارسلا رحمانی
۴- د طالبانود اسلامی اماراتود د امربالمعروف مشر مولوی قلم الدين
۵- د طالبانو داسلامی اماراتو د پلان وزرات معين حاجي موسى خان هوتک
۶- د طالبانو داسلامی اماراتو د کابل غربي سيمو قوماندان حاجي نعيم خان کوچى
۷- د ایران په سرحدونو کی د طالبانو پوځی لوی مشرريس عبدالواحد بغرانی
۸- د طالبانو داسلامی اماراتو دمشر ملا محمد عمر اخند نژدی قریب امیر محمد اغا
۹- د طالبانو داسلامی اماراتو دکابل پوهنتون رییس مولوی پیرمحمد روحانی
چې دا ټول اوس په کابل کې ژوند کوی او دوى اوس نسي کولاى چې طالبانو ته ولاړ سي. زه په اطمینان سره وايم چې دوی و ميدان ښار ته چې يو نږدې ځاى دی هم د طالبانو یو کوچنی دلګی ته نسى تللاى نوردشوراغړی چې په ليسټ کې راغلي دي هغه خو پر خپل ځای پریږده.
زه فکر کوم په هر ځاى کې چې د سولې لپاره هڅه کيږي دا ضروری ده چې جرګه وسي خو د جرګی لپاره هغه منځګړي ته ضرورت سته چې بې طرفه وي يعنې يو طرف ته نه وي اوس نو دا کسان چې د عالی شورا په لست کې دی او د دولت لخوا استاذی ونومول سوه نو منځګړی به څوک کوی؟ زما په خیال که شورا ته دینی عالمان، قومی مشران، سپين ږيري، منورین او مخور نيول سوى واى چې داسې مشران که د میدان وردګو د هری ولسوالۍ څخه شروع وکړو، بيا غزني، بيا زابل، بیا کندهار، بيا هلمند، بيا ارزګان، بیا فراه، بیا هرات، بیا....او نورو ولایتونو کې سته داسې مشران سپين ږيري او شخصیتونه چې واستووی طالبانو ته چې خبرې وکرې. که د سياسي مشرانو پر ځاى په قومي مشرانو باندی اتکا سوې واى نو بهتره به واى.
دولت که دا نظر لري چې په دغه د سېاسی مشرانو پخواني دښمني پاکوو دا نا ممکنه ده ځکه دا محترمين چې نوم به يې نه اخلو که طالبانو ته ورسي د منلو وړ نه دي. دوى کلونو کلونو جنګونه کړي او په زرګونو خلک د دوی په امر ووژل سوي دي.
څلیرويشت زره کسان په ليلې دښته کې له منځه تللي او څه د پاسه شل زره کسان په کندوز کې شهیدان سوی دی دهغو قربانیانو ځواب به څوک ورکوي؟
ايا دا هغه ځوانان نه وه چې جبري شپږ مياشتې جنګ ته راوستل سوي وه؟
د طالبانو د حاکمیت په مهال پرولس جبری جلب و احضار و چې د سلو نفرو په سربه يې يو نفرتشکیل ته ورکاوه که چا پيسې درلودې پيسی به يې ټولولی او یو نفر ته به يې ورکولی ترڅو چه جلب و احضار ته ولاړسی.
ولس اوس هم د طالبانو څخه د خپلو زامنو پوښتنه کوي چې زموږ زامن څه سول؟ دهغوی زامن وژل سویدی، دا د چا په لاس وژل سوی دي؟ د دغو محترمينو په امر وژل سوی دی چه اوس دسولی عالی شورا ته مخته کیږی.
زه فکر کوم چې په هیواد کی د سولی د راوستلو لپاره د دغې شورا ترکيب اصلا جوړ نه دى او د بلی خوا طالبانو ته اوس دسولې موضوع مطرح نه ده ځکه چی دوى خپل اهداف لري او اهداف يې څرګند دي چې:
- بهرنیان دې د افغانستان څخه ووزي.
- د افغانستان اوسنی اساسي قانون چه زموږ د منلې وړ، په افغانستان کې متمرکز او نافذ دى د طالبانو لپاره اصلأ د منلو وړ ندى. په قانون کې تغير غواړی او تغير بايد د هغو د فکراوتګلاری سره برابر وی. د بلې خوا بيا مدني ټولنې او ډيموکراټيک بنسټتونه د دغو هیلو سره موافق ندي چې د دواړه طرفو تر مینځ ډیر واټن سته.
د دې واټن د لمنځه تلو لپاره د سولې ټینګښت بهترينه خبره ده. د سولې غږ او تامين لپاره کیدای سی چې د افغانستان هغه بی طرف، بی جری او بې پرې سپين ږيري، روحانیون، قومی مشران، علما او د هیواد خواخوږو شخصیتونو په ذريعه دا مذاکرات شروع سي.
د سولی دعالی شورا اوسنی ترکیب د ځینو ملحوظاتو له مخی په فورموليتيک ډول سره پاته کيداى سي که چیری د پخلاینی بهیر د دې مخلصو مشرانو او شخصیتونو لخوا پیل سي. دغه مشران دی بايد مرورو وروڼو ته ولاړ سي، د مظلوم ولس د سولی غږ دې ورته ورسوي. که تاسو متوجه ياست د امن په جرګه کې وويل سول چې سپين سرې ښځې راولو چې دوى دې ولاړې سي د طالبانو له ښځو سره دې کښيني او هغو ته دې پوړنى واچوي چې زموږ بچيانو ته نجات ورکړئ. نو دغه آغلی چې اوس په دغه ليست کې راغلي، زه فکر نکوم چې دوى په دی وتوانیږی چی د مرورو وروڼو کور ته ولاړی سي.
د بلی خوا دواړه لوری یوبل ته په هغه سترګه نګوری چه واقیعیت دی، دولت وسلوالو مخالفینو ته داسی ګوری چه څوکسان دی او د خپلواک ژوند کولو حق نه لری او طالبان داسی خیال کوی چه بری د دوی په برخه دې او دولت ته سقوط ورکوی.
په رښتيا سره طالبانو ته په تیټه سترګه کتل چه یو څو دلګی او یا څو کسان دی هم د منلو وړ نه دی ځکه په اول کی د طالبانو یو څو مشران او کسان وه چه پاکستان ته ووتل د کوټی په ښار کې يې ژوند کاوه يا بل چیری تنظيم سول او له هغه ځایه اوس و ټول افغانستان ته غزیدلی دی.
تاسو وګوری هر چیری چې طالبان ونيول سی ورڅخه پوښتنه کيږي، نو څرګندیږی چی د کومې ولسوالۍ یاولایت دی؟ ولسوال، والی او یا قواندان دی چی وشمالی ولایاتو او په ټول افغانستان کې د دوى قوتونه که څه هم لږ دي، خو ځواکمن ښکاری. مهمه خبره دا ده چې په طالبانو کې يوه اسلامی عقيده موجوده ده چه تر اوسه پوره هغه کسان چې جنګيږي فکر کوي چې دا جهاد دى او له بهرنیو پوځونو سره چی جنګېږم یا شهیدکیږم یاغازی.
زموږ افسرانو اوعسکرو ته ملی روحيه نده ورکړل سوې. زموږ پوځېان او قوتونه جنګېږی خو يواځې د معاش لپاره نو دهمدې کبله ښه جنګ نه کوي.
ښوونه او روزنه چې په ډيره بیړه او اتومات ډول تر سره کیږی او سمدلاسه يو کنډک یا لوا جوړېږي او مستقيم و جنګ ته استول کيږي.
د پوځی پرسونل لپاره بايد ملی روحيه او اسلامی عقيده ورکړل سي ترڅو دوى په ښه ترتيب او لوړ مورال سره وجنګیږی نو د دې لپاره عسکر و جنګ ته زړه نه ښه کوي او سوال کوي چې که چيري زه مړسم نو زما کورنۍ به زما په تقاعد باندې چه لږ پیسی کیږی ژوند وکولاي سی؟ د دوى په مغزو کې تل دا خبرې وي او صحيح نه جنګيږي. دوي د هېواد دوستۍ روحيه نلري، د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت په دی برخه کی پاته راغلی دي او دي ته توجه نده سوې چې عسکر په هیواد پالنی روحیي وروزي له بلې خوا طالبان په عقيدوي لحاظ جنګيږي چې زه په اطمينان سره درته ويلى سم کوم چېری چه يوه حادثه کیږی نو دوى یوڅو کسان وی خو د پوځ يوه ډېره منظمه ټولګی چې ډېره ښه وسله او مهمات هم لري د عقيدې سره نه جنګيږي.
خو اوس نه پوهېږم دا د سولې د عالی شورا ايجنډا څه ده او د څه لپاره کار کوي؟
د جنګ او جګری د ختمیدلو لپار ضروري ده چې د سولې د ټینګښت یوه قوی ډله رامنځ ته سی تر څو چه په خبرو کې د دواړو اړخونو لخوا قومی مشران، علما او ملی منل سوی شخصیتونه سره کښينوي، د سولې خبرې سره وکړي او يو د بل د اړخونو نظريات او وړاندیزونه راواخيستل سي او يو بل ته انتقال سي نو دوى تر توافق پورې هلی ځلی وکړی.
اول خو دا موضوع ډېره مهمه ده چې د دواړو اړخونو نظريات واخيستل سي او بيا دې غور پرې وسي او د هغوى د وړانديزونو پر اساس کولاى سي چې لويه جرګه راوغواړي، د لویي جرګی د راتګ سره بايد د دواړو اړخونو اوربند هم اعلان کړی تر څو چې د دوى اعتماد هم ترلاسه سی او په لويه جرګه کې سره ګډون وکړي. له هغه څخه وروسته کيداى سي چې په توافق سره تصميم يو څه یو اړخ او یوڅه بل اړخ ومنی او د يو څه څخه دى دوي تېرسي او د بل څه څخه دي هغوي تېر سی په دې شکل باندې کيداى سي چې د ښځو او بشري حقوقو په برخه کی هم چې د بين المللي ټولنې پري ډیر تاکید کیږی او رښتیا هم د پاملرنی وړدی، خپلي هیلی ترلاسه کړی.
د سولی ملی مشورتې جرګی جوړېدلو په مهال د ښځو غږ را پورته سوى چی برخه يی لږ ده، واقعاً حق د دوی سره وی، خو د سولی په عالی شورا کې اووه اته ښځې ګډون لري ترڅو چه د دوى حقوق وساتل سي او پايمال نسي .
لويه جرګه دی عنعنوی لويه جرګه وي چی په مجموع کې د ولس رښتنی نماينده ګان راسی او تصميم دي ونيسي يو څه دی دولت او یو څه دی بل لوری د زغم څخه کار واخلی او د سولی د تامین لپاره دي لاره پيدا کړي.
دا چې وخت ضايع کيږي او د افغان د ولس زامن وژل کيږي، ويني ېي تويږي خو ګټه او نتيجه نلري، دا د ټول هېواد په زيان ده.
په اوسني حالاتو کې که رهبري د هرچا په غاړه وي که ډېر قوي او توانمند هم وی بيا هم نسي کولاى چې اوسنی ستونزی حل کړي. دا موضوع ډېره پراخه او ستونزمنده ده. په نهو کلونو کې د ملي ګټو پر ځاى د اشخاصو د ځاني ګټو لپاره کار اول دی چه د ولس او ملت ترمينځ لوى واټن رامنځته سوى، ولس دا فکر کوي چې حکومتي چارواکي زموږ دښمنان دي او ځینی سیمیز واکمنان داسې فکر کوي چې ولس زموږ مريان دي چې موږ پرې هر څه وکړو کولاى يې سو. په داسې حال کې چې د ډيموکراسۍ غږ هم سته او د بيان ازادي هم سته په سلهاوو ورځپاڼې، مجلې، په لسګونو ټلويزيونه او انترنتی ویپاڼی هم سته چې د دې ټولو په موجوديت سره ولس ځان برمته ګڼي.
مونږ تنها د کابل ښار د ټول هیواد بیلګه نسو ګڼلای، تاسو په اوسنيو ټولټاکنو کې وګوري چه په شمالي ولايتونو کې چې ډېر امن هم وو هلته هم پر ټاکنو د ټوپکسالارو سيوري غوړيدلي او ټولټاکني یي د خپلو هیلو لپاره وکارولي.
د ستونزو د حل لاره دا ده چې ټول افغانان سره راټول سي، دواړه لوري سره خبرې وکړي او لويه جرګه دايره سی، پريکړه د ټولو لپاره د منلو وړ او عملی سی، نړیوال پوځونه او ټولنی دې د سولی د بهير څخه بشپړ ملا ټراو مرستندوی سی.
په افغا نستان کی دتل پاتی سولي په هیله
۷/۹/ ۱۳۸۹/۷کابل-افغانستان
