اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پښتنو سیاسي شعور د خوشحال بابا دیوه غزل په هنداره کې

پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
بادشاهي يې د مغول په ټنګو باېله
د مغول د منصبونو په هوس دي
اوښ له باره په خپل کور کې وراغلى
په اولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
د نفرين لايق په نام سړه بني دي
له اوله که دا نور ورپسې پس دي
چې دا وار په دا دوران ورڅخه ولاړ شو
د مغولوستانې لويې يو په لس دي
بې ننګان د بې ننګيه کاروبار کا
ننګيالي د ننګ په کار کې پرې عسس دي
له دې بابه ويل ډېر وشول خوشاله!
خاموشي وکړه، دا هومره ويل بس دي.

خوشال خان خټک په پورتني غزل کې د پښتنو يوې عمومي نيمګړتيا ته ګوته نيولې ده. پښتانه يې د سرښندنې، مېړانې او نظامنتيابه په ډګر کې تر ټولو دمخه، خو د عقل و پوهې او سياسي ويښتابه له مخې د خپلو سيالو قومونو په پرتله وروسته پاتې او هېڅ بللي دي.
پښتانه يې د قصابانو د غولي له سپو سره ددې قرينې له مخې تشبيه کړي دي، چې سپي هم اکثره زړور، جنګي، زيارکښ او څښتن ته وفادار وي، خو د يوې ګېډې ډوډۍ په تمه تل د څښتن سترګو سترګو ته ګوري. د هغه تر تګ دمخه د هغه لارې څاري او که کوم خطر ورته پېښ شي، تر څښتن دمخه پرې سپى بريد کوي او په دې توګه خپل څښتن ته خپله وفاداري څرګندوي.
خوشال خان هم خپل قوم پښتانه په دې ګرموي، چې دوى هم يواځې د مغولو د هغو مادياتو د منصبونو په تمه، چې له همدوى يې غصب کړي دي، دوى پرې بېرته د اجيرانو او غلامانو په توګه استخداموي. بيا نو دوى د خپل قوم پر ضد جنګېږي، خپل وروڼه پښتانه پاچاهان له پښو غورځوي او خپلې پښتني واکمنۍ په خپل لاس له منځه وړي.
د خوشال خان ددې ادعا ښه ثبوت د بابر په لښکرو کې د ډېر شمېر پښتنو سرتېرو موجوديت و، لکه چې دولت خان لودي يې له ځان سره ملګرى کړ او د پاني پت په لومړي جنګ کې يې د پښتانه په توره پښتون ابراهيم لودي، په هند کې وروستنى پښتون واکمن وواژه.
زما په اند خوشال خان خټک هم په پورتني غزل کې اوښ له پاچاهۍ او واکمنۍ سره تشبه کړي او منصبونه او ماديات يې د اوښ له نورو سامانو سره. يانې پښتنو ته وايي، چې که سياسي واکمني يا پاچاهي مو په لاس کې وي، هرڅه ستاسې دي، هم اوښ او هم پرې بار سامان. خوشال خان پښتانه په دې غندي، چې د اوښ د خپلولو پرځاى يې يواځې د غاړې د غږې )جرس( په ولجې يا د مغولو د منصبونو په ترلاسه کولو اخته دي. که د هند واکمني د دوى په لاس کې وي، نو د هند د لويې او شتمنې وچې ټول ماديات او مانويات به هم د دوى په لاس کې وي، خو کاش چې له مېړانې، سرښندنې او زړورتيا سره يې څه سياسي او علمي پوهه هم په برخه واى.
خوشال خان په پورتني غزل کې لومړى له سربڼي پښتنو او بيا له ټولو پښتنو ګېله من او کرکجن دى. خوشال خان وايي، چې د مغولو د واکمنۍ په منځ کې پښتنو ته سياسي واکمني په لاس ورغله. دا د دوى لپاره بهترين وخت او طلايي چانس و. دوى دا چانس له لاسه ورکړ، نو نوره کمه هيله شته، چې پښتنو ته داسې وخت په لاس ورشي، ځکه پښتانه ناپوهان دي، ژر غولېږي، بې اتفاقه دي او پر يوه مشر نه راغونډېږي. له بلې خوا مغولو هم د خپلو کرغېړنو موخو لپاره د پښتنو په منځ کې د نفاق جرړې ځغلولي دي او ډېرې بې هويته او ځان پلورې کورنۍ يې د )ستانه و، پيرانو، سيدانو، اخونزادګانو او...( په نومونو په پښتنو کې ځاى پرځاى کړي دي. همدغه بې هويته کورنۍ د اسلام او مذهب تر شعار لاندې، د سياسي پردو تر شا د مغولو د واکمنۍ ټينګولو هڅې کوي او په ډول ډول پلمو پښتانه غولوي، ښې بېلګې يې سيد علي ترمذي )پير بابا( او اخون دروېزه دي.
خوشال خان خټک بيا له پښتني مزاج سره سم يوه خپلواکه پښتني واکمني درلودل د ننګ پر ځايونه بولي او څوک چې دغې سترې موخې ته د رسېدا لپاره هلې ځلې نه کوي، له پرديو سره په منصبونو او ټنګو لاس يو کوي او د خپل قوم واکمني پخپله ختموي. خوشال دغه کسان بې ننګه بولي.
خوشال خان د همدغه غزل په ترڅ کې د پښتنو مېړنو اّر ټاټوبى کندهار په ګوته کوي، چې رښتيا هم د پښتنو په تاريخ کې ټولو حماسه زېږوونکو اتلانو له همدغه ټاټوبي سرونه راهسک کړي دي. د مغار د پښتنو مېړنو وروستى ټاټوبى بولي او په دې منځ کې پراته پښتانه يې هغه جنګيالي ګڼي، چې څو ځله د تورې په خرپ او د وينو په نذرانو د هند تر زړه ډهلي رسېدلي او په پېړيو پېړيو يې هورې پښتني عادلې او له برمه ډکې واکمنۍ درلودلي دي.

کونړ غـږ مـجـله
Kunar Ghag

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←