اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو پرمختيا دپاره هڅى

پښتو پرمختيا دپاره هڅى

پکار دي چى موږ په ګډه باندى پښتو پرمختيا دپاره هڅى وکړو.
په دى کښې شک نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په کروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مرکز ې افغانستان او په پاکستان کښې دپښتو مرکزونه پيښور کوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملکو څخه د باندى په نورو ملکو کښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره کار کيږى او په يوه کال کښې په سلاو سلاو کتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه کتابونه شاعران ليکوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونکى په خپل لګښت چاپ کوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا کتابونه نه چاپ کول کيږى نه ې دومره کار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا کيږى و لکه که هغه افغانستان دولت دى که څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى ورکړى خو تراوسه دا د لوړى کچى پريکړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د ورکولو غوښتنه تر نن پورى کوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د ورکولو غوښتنه تر نن پورى کوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى کول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلکى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت کاروکړى دټولى نړۍ ژبى په کاردې چې نه يواځى وده وکړى بلکى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله کړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو کلتور او دود دخوندى کولو څانګه يونيسکو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته کوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د کولو څخه لاس په سر شى ځکه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه ورکوى چې د هغه اټکل موږ دا وخت نه شو کولى.
موږ په وازه خوله داخبره کوو او کړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه کوى چې د دهغه ژبو ويونکو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته کړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته کوى تر کله چې دوى ته د هغه حق نه وى ورکړى خو ددې سره سره موږ ته په کاردې چې هغه کومى ناخوالى اوکمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه کوى موږ ته په کاردې چې د خپله وسه مبارزه وکړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناکامه کړو بلکى دا ژمنه وکړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليکه کښې دروو خو په کاردې چې د هغه کار د يوى تګ لارې لاندى وکول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وکول شى او که دا کار موږ په رښتنې ډول وکړونو هيڅوک نه شى کولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلکى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وکړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده.
په کاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وکړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى کښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راکړه ورکړه نه کيږى بلکى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى ورکول کيږى ددې دپاره دى لاريونونه کيږى ليکوالان دى په دى اړه ليکني کوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو کښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى کوم څوک چې د ملک د پارليمان وچوکى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه کيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځکه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلکى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده کړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه کړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده کړى کيږى ولې چې دا يوه لوستکو ته ډېر ارزښت لرى.
خپله د خپلې ژبى ويونکى ليکوالان شاعران او رڼ انده که يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر کار کوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو کښې ګارول دى که څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد کيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى کولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش کاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه کښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه کچه ګارول کيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليک کښې بلکى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلکى د نورو ژبو ټکى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه کوو چې خپلې شميرنى ګار کړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او خيبر پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره کوى چې د دوى د ژبى حق وهل کيږى خو که په کابل کښې په يوه ناسته کښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو کښې درې ژبه خبرى اترى کوى که څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه کوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليکوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټکى په نورو ټکو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلکى لويه پړه ده (جنايت) لکه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليکل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور..
تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى کتابونه نه وى ليکلى يا مو د نورو ژبو څخه کتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوکو کولو څخه د کار پخپله کيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوکاټ کښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليکوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى ورکړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره کتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيکنالوجى ډاکټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو که داو وايو چې يو کتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وکړو او ځانګړى ليکنې وکړو چې پخپله د لوستونکو پام راواړوى نن بې شميره شاعران کتابونه چاپ کوى خو د بده مرغه لوستونکې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى کښې ځائى ورکول شې او ددې د څنګه دى حکومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره کتابونه ليکل کيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليکونکې ته به پيسې ورکوى نو هر وګړى چې يو د لوړى کچې معيارى کتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول کيږى او ښه ښه کتابونه به ليکې چې دا د ليکوال او د دولت د دواړى دنده ده.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←