اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د کونړ ولایت د څوانانو د ښوونې روزنې....

د کونړ ولایت د څوانانو د ښوونې روزنې ....د کونړ ولایت د څوانانو د ښوونې روزنې ....

align=left]په سر کې بايد ووايم، چې ټول افغان ملت د يوې کورنۍ حيثيت لري او افغان که په هرځاى کې مېشت وي، ددغې لويې کورنۍ غړى دى.
که نن په هلمند کې يو افغان وژل کېږي، که نن په پېښور کې يو افغان زنداني کېږي او که نن په خوست او کندهار کې د يو افغان کور ورانېږي، درد يې زما وجود په هماغه کچه دردوي لکه په کونړ کې چې د يو افغان په درد دردېږم.
همدارنګه که نن په کندز کې يو ښوونځى جوړېږي او که نن په باميانو او بدخشان کې د پرمتګ لپاره يو ګام اوچتېږي، دغه د ټول افغان پرمختګ ګڼم او د ټول افغان د مټو غښتلتيا يې بولم. دا چې ولې زه يواځې په کونړ ولايت کې د ځوانانو په پوهنيزو ستونزو ليکنه کوم، لامل يې دا نه دى، چې زه د کونړ ولايت اوسېدونکى يم، بلکې لامل يې دا دى، چې زه د يو افغان په توګه وينم، چې د افغان کور دغه برخه نه يواځې په اوس مهال کې د ژوند له ډېرو سترو ننګونو سره مخ ده، بلکې د راتلونکيو نسلونو ژوند ته يې هم يو لوى ګواښ متوجه دى.
ډېرو ته به دا پوښتنه ذهن ته راځي، چې دا يو نورمال طبيعي بهير دى، چې له جګړې راوروسته د ژوند په هر اړخ کې ستونزې موجودې وي، دا هم منم چې د کونړ ولايت ته سړک جوړ شو، يو څو ودانۍ په مرکز کې ورغول شوې او يو څه خلک په خپل کاروبار بوخت دي، خو خبره يواځې په دغه څو ټکو کې نه لنډېږي، په دغه ولايت کې ډېرې داسې ستونزې شته، چې زموږ نن او سبا په هغې پورې تړلى دى.
په طبيعي ډول هغه ستونزې، چې د ژوند په مادي برخه کې ورسره انسان مخ کېږي، ډېر ژر د هغې په وړاندې لاس په کار کېږي او هڅه کوي، چې له منځه يې يوسي، خو ډېرې هغه ستونزې چې د انسان مانوي اړخ جوړوي، سره له دې چې تر ټگولو مهمه ده، ډېر انسانان يې د ژوند د اړتياوو په ډول نه پېژني او يا خو هم له دغسې ستونزو سره په وړاندې بې باکه برخورد کوي.
د کونړ ولايت اوسېدونکي د ژوند په دغه دواړو برخو کې يانې د ژوند په مادي او مانوي اړخ کې ډېرې ستونزې لري، خو زه غواړم دلته يواځې په هغو ستونزو خبرې وکړم، چې ددې ولايت ځوانان ورسره د ښوونې روزنې، او لوړو زده کړو په برخه کې لاس او ګرېوان دي.
ددې لپاره چې د ځوانانو دغه ستونزې په پوره ډول پلټل شوې وي، ښه به دا وي چې د کونړ د ځوانانو د ښوونې روزنې او لوړو زده کړو بهير د بېلګې په ډول په درې بېلابېلو ساحو کې وپلټل شي:
1_ په کونړ کې د ځوانانو د ښوونې روزنې او لوړو زده کړو بهير:
دا چې ما خپله کونړ ته سفر کړى و، د کونړ ولايت له ډېرو کليو څخه مې ليدنه وکړه او د بېلابېلو کليو له اوسېدونکيو څخه مې د ښوونځيو د شتون او څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې، دا راته جوته شوه چې په ډېرو کليو کې ښوونځي يواځې په سمبوليک ډول جوړ شوي دي، د ښوونځيو تشکيل يواځې د معاش اخيستلو لپاره د کاغذ پرمخ موجود دى او هغه کم تعداد ښوونځي، چې د ولايت او ولسواليو په مرکزونو کې موجود دي، په هغوى کې د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکيو د نشتوالي او درسي خونو د کموالي له امله د زده کوونکيو د زده کړې کچه په نشت حساب ده.
د بېلګې په توګه د عمراخان لېسه، چې د کونړ ولايت مرکزي او لويه ليسه ده، زده کوونکي يې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ د اساسي مضمونونو کتابونه، نه لري، مسلکي ښوونکي نه لري، همدا لامل دى چې له کونړ ولايت څخه په تېر کانکور ازموينه کې ډېر کم شمېر د دولسم ټولګيو فارغينو برخه اخيستې وه او له دغه جملې څخه يواځې د ګوتو په شمېر ځوانان پوهنتون ته بريالي شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له بدخشان ولايت څخه شاوخوا څلور زره کسانو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه او نژدې درې زره (3000) کسان د لوړو زده کړو په موْسسو کې جذب شول. زه فکر نه کوم، چې د بدخشان او کونړ د ځوانانو ترمنځ دې د ذهني زيرکتيا دومره توپير موجود وي، که توپير موجود وي يواځې په دې کې دى، چې د بډخشان ځوان ته د پوهنې په برخه کې ټولې اسانتياوې برابرې شوي دي، خو له بده مرغه د کونړ ځوان له دغه نعمت څخه بې برخې دى.
ددې لپاره چې د کونړ په ولايت کې تاسې ته د ښوونې روزنې او لوړوزده کړو بهير ښه روښانه شي، ما د کونړ ولايت يوه لويه کورنۍ، چې په مرکز کې اوسېږي او له پخوا څخه يوه روڼ اندې او منوره کورنۍ ده، ما دغه کورنۍ دکونړ ولايت د پوهنيز حالت د اټکل لپاره په نظرکې ونيوله او لاندې پايلې ته ورسېدم:
له دغې کورنۍ څخه )36( ځوانانو چې عمر يې د 18_32 کلونو پورې وو، اوس په کونړ کې ژوند کاوه ددغې جملې څخه يواځې يو (1) تن په پوهنتون کې په زده کړو بوخت و. که ددغې کورنۍ ځوانان د ټول کونړ ځوانانو لپاره د معيار په توګه ومنو، نو سړى اټکل کولاى شي، چې په ټول کونړ ولايت کې يواځې دوه په سلو کې ځوانان په پوهنتوني زده کړو بوخت دي، خو بايد يادونه وشي، چې دغه فيصدي کېداى شي له دې څخه نوره هم ټيټه وي، ځکه چې د مرکز په پرتله په ډېرى کليو کې ځوانانو ته لا د لومړنيو زده کړو اسانتيا هم برابرې نه دي.
2_په پېښور کې د مېشتو کونړ ځوانانو د ښوونې او روزنې بهير:
موږ کولاى شو په پېښور کې ميشت کونړيان په ټوليز ډول په درې ډلو ووېشو:
الف : هغه کورنۍ چې اقتصادي حالت يې خراب دى:
دغه ډله کورنۍ تر ټولو غټه برخه جوړوي، ددې ډلې کورنيو ځوانان او تنکي ځوانان د ژوند د تېرولو په موخه په ورځنۍ مزدورۍ بوخت دي او ډېر کم ماشومان يي يواځې لومړنۍ زده کړې کوي او له ثانوي او پوهنتوني زده کړو څخه بې برخې دي.
ب: هغه ډله کورنۍ چې د ژوند اړتياوې تر يوې کچې پورې پوره کولاى شي او يا په غربي هېوادونو کې د مېشتو خپلوانو په مرسته متکي دي:
په دغه ډلې کورنيو پورې تړلي ځوانان تقريباً نيمايي د لومړنيو زده کړو ترڅنګ ثانوي زده کړې هم کوي، خو په پېښور کې د پوهنتوني زده کړو وس نه لري.
ج : ددې دريمې ډلې پورې د تړلو کورنيو کچه ډېره کمه ده، دا هغه ډله د ګوتو په شمېر کورنۍ دي، چې د نسبتاً ښه اقتصاد درلودونکي دي، سره له دې چې ددغې کورنيو ځوانان له اقتصادي پلوه د لوړو زده کړو وړتيا لري، خو له بده مرغه تقريباً ټول يې په سوداګريزو چارو بوخت دي او له زده کړو سره ډېره مينه نه ښايي.
نو په دې ډول ويلاى شو، چې په پېښور کې له مېشتو کونړيانو څخه د راتلونکي لپاره په پوهنيز ډګر کې کومه تمه نشي کېداى.
3_ په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې د مېشتو ځوانانو د زده کړې بهير:
دا چې د کونړ ولايت يو زيات تعداد کډوال په جرمني کې مېشت دي، اړينه ده چې دغلته هم د ځوانانو روزنيز بهير ته يوه کتنه وشي.
سره له دې، چې په جرمني کې مېشتو افغان ځوانانو ته د دولت له خوا پوره اسانتياوې برابرې شوي دي، خو له بده مرغه زموږ ځوانان له دغو اسانتياوو څخه پوره ګټه نشي اخيستلاى او لامل يې دا دى، چې په جرمني کې زموږ ډېرى ځوانان په افغانستان کې د خپلو پاتې کورنيو د اعاشې او اباطې د پوره کولو لپاره په داسې سختو او درندو کارونو بوخت دي، چې د ځان د پرمختګ او زده کړو لپاره د فکر کولو وخت هم ورته نه پيدا کېږي.
ددې ادعا د ثبوت لپاره کولاى شو د نمونې په ډول د کولن په ښار کې چې زموږ ډېر کډوال هلته مېشت دي، د ځوانانو پوهنيز حالت وڅېړو او پايلې يې په ټوله اروپا کې زموږ د ځوانانو د پوهنيز حالت په توګه ومنو:
د کولن په ښار کې زموږ (116) يوسل او شپاړس هغه ځوانان مېشت دي، چې عمر يې د (18) او (30) کلونو ترمنځ دى. له دغو (116) ځوانانو څخه يواځې (9) نهه تنه د لوړو زده کړو په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او يواځې (7) اووه تنه د مسلکي کارګرو زده کړې کړي دي او پاتې (100) سل ځوانان له مسلکي او لوړو زده کړو څخه بې برخې دي.
که د کولن په ښار کې زموږ مېشت ځوانان په ټوله اروپا کې د مېشتو کونړي ځوانانو لپاره د معيار په توګه ومنو، نو اټکل کولاى شو چې په اروپا کې شاوخوا (85) په سلو کې هغه ځوانان، چې عمر يې د (18) او (30) کلونو ترمنځ دى، له مسلکي او لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
بايد يادونه وشي، چې دغه ډله ځوانان نه يواځې دا چې دلته بي مسلکه پاتې شوي دي، بلکې د افغانستان لپاره نالوستې ډله تشکيلوي او په راتلونکي کې د ټولنې بار جوړوي.
د پورته اټکلونو له مخې ويلاى شو، چې د کونړ ولايت په اوس مهال او راتلونکي کې د پوهنې په ډګر کې له يو ستر ناورين سره مخ دى او که دغه حالت ته تغيير ورنکړل شي، نو په راتلونکي کې به د کونړ ولايت اوسېدونکي نه يواځې دا چې د هېواد په کچه په جوړېدونکي نظام کې بې برخې وي، بلکې د خپل ولايت په کچه به کدري اړتياوې پوره نه کړاى شي.
دا چې په يوه ټولنه کې د داسي سترو ټولنيزو چارو سمون د دولتونو دندې وي او له بلې خوا د افغانستان د اساسي قانون له مخې دولت په هېواد کې د معارف په متوازن پرمختګ مکلف دى، خو له بده مرغه موږ وينو چې د اوسني دولت په پېنځه کلنه دوره کې د کونړ ولايت ته د نورو پښتون مېشتو ولايتونو په څېر ډېره کمه پاملرنه کېږي.
موږ په دې خوښ يو، چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې په لسګونه د لوړو زده کړو عالي موسسې او پوهنتونونه جوړ شوي دي، موږ په دې خوښ يو چې د شمالي ولايتونو ځوانانو ته په هر کلي کې پاخه او مجهز ښوونځي جوړېږي، خو ددې خپګان حق هم ځان ته ورکوو، چې زموږ د کليو ماشومان دې د ښوونځي په نوم يوه خامه کوډله هم ونه لري او ښوونځي ته د تګ پرځاى دې په غرونو کې رمې وپېري.

کونړ ولايت چې يو وخت د خپل ټول غريب ژوند سره سره د پوهې او علميت نمونه وه او د سيد جمال الدين افغان په څېر بچى يې خپلې ټولنې او ټولې اسلامي نړۍ ته وړاندې کړي دي، خو نن يې بچي د زده کړې لپاره ښوونځي نه لري، نن يې بچي د لوستلو لپاره کتاب نه لري، نن ددغه ولايت ماشوم ته د پرديو په مدرسو کې د اسلامي زده کړو په نوم د ورور وژنې او د هېواد د ورانۍ لپاره زده کړې ورکول کېږي. داسې ښکاري چې زموږ دولت ددغو ستونزو له ليدو څخه عاجز دى او يا خو دا چې دغه دولت ته د څو ولايتونو پرته، چې خپلې ټولې پرمختيايي چارې يې هلته متمرکزې کړي دي، زموږ ولايت د افغانستان کومه برخه نه ښکاري او ددې ولايت بچو ته د افغان په سترګه نه ګوري.
ددې پرځاى، چې زموږ ځوانانو ته د زده کړې اسانتياوې برابرې کړي، زموږ ځوانانو ته د دوى په سپارښتنه د نړېوالو مرستندويه موسسو له خوا د "بزو" رمې اخيستل کېږي. دا سمه ده، چې زموږ خلک غريب دي، خو د بزو رمې زموږ ستونزې په اوږد مهال کې نشي حلولى. زموږ ځوانان بزو ته نه، بلکې ښوونځيو ته اړتيا لري، پوهنتون ته اړتيا لري او کتاب ته اړتيا لري. زموږ ځوانان غواړي په راتلونکي کې خپلې ټولنې ته يو "سيد جمال الدين" او يو "مجروح" وړاندې کړي، نه يو نالوستى بزوګر!.

کونړ غـږ مـجـله
Kunar Ghag ) Timely Magazine )
Dr. Shir Wali Shir

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←
د کونړ ولایت د څوانانو د ښوونې روزنې.... · Pashtoonkhwa