مورنى ژبى پوپناه کيږى...؟ مخ نوى ې موږ کوى شو...؟
(څلورمه برخه)
ليک: عبدالجبارکاکړ
د ژبو په اړه وړاندي شوي دريځونه به تاسي لوستي وي چى د ژبي په بله ژبه باندي برلاسه او ارزښت ورکول دي چى ښاغلي ايډورډسيډ ورته د ارزښت اوبرلاسي نوم ورکوي ځيني چى په نورو برلاسه وي په يوه ځانګړي ټولنه کښې داهڅي کوي چى خپلي ژبى ته وده ورکړي اوخپله ژبه په نورو وتپوي په ځپل شو وباندي داخبره ديادوني وړده چى يوه ژبه ددي دپاره ده چى ته خپل غرص وبل يوه ته وړاندي کړي او ژبه په دي ډول ډير لوئى قوت دي او ځينى ډلي يا دسوچ خاوندان داهڅي کوي چى د ژبى دلاري خپله خبره په نورو ومني او دوي په خپل واک کښې راولي.
يوبل سبک او دهغه نه غواړي چى د نړۍ ژبى د منځ څخه ولاړي شي او دوي وائى چى په ژبو کښې ځان ته ځانګړي ښکلاوي اوپه کاردي چى نه يواځي دښکلانوره وده وکړي بلکى هره ژبه وده وګړي او ژوندي پاته شې ددهغه سبک خاوندان وائى چى د ژبى دمنځ څخه وړل بيالوجى (د ژوندو) د منځ څخه وړل وي خو دهغه بهير اوس په توکل اوپه رسک باندي دي ولي ژبى ډيرى په چټکى سره د منځ څخه رواني دي ددي بيل بيل علتونه دي چى هغه قدرتى کلتوري ټوله ييزه اقتصادي او جعرافيائى دي چى يوتر ټولو لوئى علت چى د ټولو بنسټ دي هغه نړيوال کيدنه ده ټوله ييزه کلتوري او جعرافيائي چاري د نړۍ وال توب سره تړلي دي د بيلګي په ډول په پاکستان کښې انګريزي ژبه دبرلاسي او زور يوه نخښه ده چى د لوړ پوړو سره اړه لري چى دهغه لوړ پوړى ونورو لوړ پوړو ته ورښکاره کړي دوي انګريزى ژبه ګاروي ددي وروسته اردو ژبه بيابرسه ښکاره کيږى د نورو مورنيو ژبو په پرتله لکه په پاکستان کښې پنجابى،سندهى،پښتو،سرائيکى او نوري دا خبره ډيره ضروري ده چى څوک په دي پوه شې چى د نړۍ يوه ژبه تربلى ژبى برلاسه اوښه نه ده خو دا د توله ييزه اقتصادي ارزښت وي چىيوه ژبه ې لري کوم ځانګړي خلګه چى د ژبه وائى څوک چى خپل ارزښت ته وده ورکوي.
په پاکستان کښې ۶۶ ژبى ويل کيږى د ملک په بيلو بيلو خواؤ کښې چى په هغه کښې ځانګړي ژبى پنجابى،سندهى، پښتو،سرائيکى، اردو او بلوڅى چى د ويونکو شميري په سلو کښې 95.34 دي او پاته 60 ژبى په سلو کښې 4.66 وګړي خبرى په کوي د يونيسکو(UNESCO) 2009ء د راپور سره سم چى دا وخت د خطر سره مخامخ دي27 پاکستانى ژبى دا وخت د منځ څخه د وړلو دخطر سره مخامخ دي چى په هغه کښې بلټي باشکرک بروهي ډومکى ګورو او نوري دهغه ژبى زياتره په غرو کښې ويل کيږى چى دګلو بلائيزيش ياد نړۍ وال کيدل چيرى چى دودي ټوله بيزه او ژبى ې دخطر سره مخامخ کړي دي ددهغه ژبو ويونکى ځوانان د خواري اوزده کړو دپاره وبناروته مخه کړي ده چى دوي ودي ته اړوي چى ياخو اردو يا انګريزي زده کړي چى ژوند وکړي يوبل علت د کرنلاړي يا پاليسى جوړونکى دي چى دوي ې د بيلو بيلو ژبو په اړه جوړوي د هغه کړنلاري وچارواکو ته يو ډول ارزښت لرى که هغه څائى وي که مرکزى دوي تراوسه په دي اړه سنجيده او په زړه پورى قانونى لاره د ژبو په اړه نه جوړه کړي ده نه ې لرلي ده چى ددوي ددي عمل څخه د ژبو او تورو دمنځ څخه ورکيدل دي چى په بله ماناپيژند ګلوي د بيلو بيلو خلګو وينا وي او غرض وژنه ده او د ټوله ييزه تاريخ د منځ څخه وړنه ده موږ ته راجګيدل په کار دي چى ډير په چټکى اواجله وي چى په پاکستان کښې د منځ څخه وړونکى يا د ژبو د وژلو مخ نوي وکول شې او په دي کاربايد چى پيل د خپله ځايه څخه وکول شې کومى ډلي او تنظيمونه چى په دي کارکښې دلچسپى لري او د دولت مرسته هم په کاردي چى ددي سره ورسره وي لکه څنګه چى ښاغلى ازراپونډ وائى چى د بشر ارزښت ديوي ژبى سره ارزښت د نه لري نه يوه ژبه دومره توان لري چى هغه دي ټول بشر عرض او غايت وټولوته وړاندى کړي ياې په پوه کړى.
موږ د پاکستان د ژبو په اړه دوى ټوکه ليکلى ؤچى درې دوې ورځپاڼي په لاس راغلي چى په نړۍ کښې دژبو په اړه ډيرپه زړه پورې ليک د ښاغلى شاهد صديقى ډاکټر چى دلاهور اوسيدونکى دي دوي په مدنى ټوله ييزه چاري او يو اقتصاد پوه دي او په ورځپاڼو کښې ليک کوي اوبل ليک په هند کښې د ځائى ژبو په حالت وو او دخپرونو په اړه په زړه يوري ليک دي چى ښاغلي ايلن جيکب ليکلى دي او ددي دواړو ليکونو خلاصه موږو تاسو ته وړاندي کړه په دي هيله چى د لوستلو وروسته به لوستونکي هم خپل نظر وړاندي کړي او موږ ته به راواستوي چى په ځلاند کښې ځائي ورته ورکول شې ولي چى دا يواځي د يو څو سړيو يارڼ اندوسره اړه نه لري بلکى دانه يواځي زموږ دمورني ژبى سره اړه لري بلکي دپاکستان د66 ژبو د ژوند او مرګ خبره ده بلکي ددي ټولو سمه ايبږه ملکو سره اړه لري چى يواځى يو څو ژبو په دوي تپول شوي دي او نورو ژبى سره د ميرى چلن کيږىيا داسي ژبى دي چى ددي خاوري سره په بشپړه اړه نه لري خوځايى او مورنى ژبى په دي ژبو وهل کيږي کومي ژبى چى د زراؤ زراؤ کلو تاريخ لري او په دوداو کلتور د دوي څخه جوړدي که دهغه ژبى چى د منځ څخه يو وړل شې دابه څنګه پايلى رامخ ته کړي د ژبو د هغه ستونځه دټولي نړۍ لانجه ده په کارداوي چى په دي اړه په ګډه ږغ پورته شى او يوه نړۍ واله مبارزه ځينى جوړشي نو څنګه کيدي شي چى وديته يوه عملى بڼه ورکول شې دا هغه وخت کيدي شې چى هررڼ انده او دانشور راجګ شې او ددي کاردخپلى سيمي کور کلى څخه پيل کړي که په رښتيا دا کار موږ هريو وکړو نودا کار ممکن دي کنې..؟
په ټول پښتون افغان خاوره باندي د پښتو سره څه کيږى هغه زموږ او ستاسو ومخ ته ده او په دي اړه ډيري ليکني شوي دي او قراردادونه وړاندي شوي دي خو تراوسه دي څه پايلى نه دي راوتلي کيدى شوي چى په موږ کښې ډير دا دريځ لري چى دا يواځي د پښتو سره کيږي خو موږ وليده چى د نړۍ په زياتره ملکو کښې ځائى حکمرانان په زياته بيا د پاکستان وارو ملکو کښې دهغه ناوړه عمل روان دي چى دوىخويا د حکمرانانوژبى په نورو تپوي او دا سوچ نه لري چى دوي څومره يونه څخمه ونکي عمل کوي دوي په ځائى ددي چى د خپلى خاوري ژبى او کلتور ته وده ورکړي دوي زموږ پيژندګلوي زموږ تاريخ دوداو کلتور د منځ څخه وړي چى دا هيچا ته د منلو وړنه دي اوس پخپله موږ ته پريکړه کول په کاردي چى د پخوا په حيث لاس په لاس کښيږدو چى څه کيږى هغه دي کيږى او موږ دي ورته ګورو چى اوبه ترسرو اوړي او بيا موږ ددي وس نه لرو چى هغه وخت څه وکړو بله لاره داده چى موږ د ډاکټر صديقى په وينا چټک ګامونه پورته کړو او د ژبو سره چى څه کيدونکي دي د هغه مخ نوي وکړو عملى ګامونه پورته کړو داکار موږ د خپله کوره څخه وغزوو او ورو ورو دا د ملک بيا د سيمي او تر نړۍ ورسو وړن انده دانشور ليکوال خپله خبره د ليک او دليل په زورو خلګو ته وړاندي کوي نه د زور د لاندي زه په دي باور لرم که پښتانه په دي کار پي وکړي او دوي دخپلى ژبى ناخوالي وخپل ولس ته وړاندى کړي او دهغو د اوارولو لاري چاري وړاندي کړي خپلى ليکنى د پاکستان په بيلو بيلو رسنېو کښې راڅرګنده کړى که هغه انګريزي مجلى وي ورځپاڼى وي يا اردو وي که د بلى ژبى که پښتانه په دي کارپيل وکړي باور وکړي چى د انګريزي او اردو ژبى په چپه به ټول ددوي ملاتړ وکړي داسي هم تاريخ داښوولي ده چى پښتنو هميش سرلښکر پاته شوي دي
مورنى ژبى پوپناه کيږى...؟ مخ نوى ې موږ کوى شو...؟(پنځمه برخه)
ليک: عبدالجبارکاکړ
((((((پنځمه برخه)))))
نړۍ والي ادارې يونيسکو ددي دپاره داخبره نه دکړي چى وماشومانوته دي په خپله مورنى ژبه زده کړي ورته کيږى ولي چى په مورنى ژبه د ماشوم ذهن او دماغ ښه خلاصيږى چي ددي دپاره (FOLLOW) د انګريزى تورى ګاريږى نه اروپايان دومره تنګ نظره دي چى دوي په خپلو خپلو هيوادو کښې دخپل ملک او پيژندګلوي دژبى په چپه بله ژبه وځغمي نن چى موږ داخبره کوچى انګريزي ژبه دومره ارزښت لرى چى دانګريزي ژبى په چپه بله ژبه دنړۍ دندي او کاروبار مخ ته يوشى بلکى دهغه ملکونه داهڅه کوي چى خپله ژبه دومره ومخ يوشي چى په سائنس ټيکنالوجى او دنړۍ په نورو چارو کښې ګارکړي داځکه چى دوي ته داخبره څرګنده ده چى ژبه نه يواځي ددوي پيژندنه ده بلکى ددوي تاريخ هم دي ددوي کلتور هم دي او ددوي سباؤن هم دي خو دبده مرغه په کوم ملک کښې چى موږ او تاسو ژوند کوو دلته اوبه په ډانګ بيلول کيږى ددي ملک حکمرانان په دي پوه نه دي چى ژبه څه ارزښت لري ځکه خودي حکمرانانو د يونيسکو په هغه قرار دادلاس ليک نه دي کړي چى په هغه کښې راغلى دي چى هرماشوم ته به په مورنى ژبه زده کړي کيږى بلکى د ځلاند په تيرو ټوکو کښې به تاسو لوستي وي چى ددي ملک و ټولو ژبو لکه پنجابى،سندهى،پښتو، بلوڅى او اسرائيکى ته يو ډول ارزښت د پاکستان حکمرانانو نه دي ورکړي چى ددي مانا داشوه چى دهغه ژبى د منځ څخه واستل شې چى ددوي په بېځايه سوچ پاکستان يو قوم شې دهغه ته وائى ليونتوب تاسو ته داهم څرګنده ده چى دهند په ملک کښې څوژبى دولتي ژبى دي او څومره ژبى په ښووښځيو کښې زده کړي په کيږى دهغه افغانستان چى وګړي ترپاکستان ډير لږدي څوژبى په ښووښځيو کښې ويل کيږى دوې ژبى دولتي ژبى منل شوي دي.
په پاکستان کښې نزدي سپږشپته ژبى د ارتقائ لاري د منځ څخه دتلو د خطر سره مخامخ دي خو دي خودهغه نوري پنځه ژبى هم دخطرسره مخامخ دي (پنجابى، پښتو، سندهي ، بلوڅى اسرائيکى) ځکه چى دا ژبى نه په ښوونځيو کښې د زده کړو ژبى دي نه دولتي دي نه حکومت او چارواکى ودهغه ټولو ژبو ته دومره ارزښت ورکوي بلکى که دا وويل شى چي دا ژبى که په اوسني حالت پاته شې نو دوى به هم دمنځ څخه ولاړي شي ولى چى انګريزي او لږو ډيره اردو ددوي لوړوالى ته ګټه رسوي.
راشي په دي خبره وکړو چى زموږ خپله مورني ژبه د کوموناخوالو سره مخامخ ده پخپله موږ لوستلي چى په بله مانا تعليم يافته دي وپښتو ته څومره زيان رسولي دي او اوس ې هم ورسوو او ددي د څنګه د حکومتو لکه پاکستان او افغانستان څنګه چلن دپښتو سره کوي لومړي به موږ په خپل عمل خبرى وکړو چى يوه خواته وپښتو ته يواځى او ټوله ييزه ډول پرمختيائى کارونه کوو خوبلى خواته وپښتو ته بنسټيزه زيان ورسوو او رېښې ې غوڅوو زه چى څه ليکم که هغه بيځايه وي ياسم نه وي نودي په ليکل ډول موږ ته وليکى دداسي ليکونو په ورځپاڼه کښې ځائى ورکړو چى نور لوستونکي ې هم ولولي او بيا د سم اوچپ ترمنځ بيلتون وکړي ولي چى د يوه سړى خبره ته ارزښت ورکول نه دي په کار سمه او سپينه خبره هغه وخت راووځي چې ډيرې جاج واخلي.
پښتو د نورو ژبو په منځ کښې د خپلو ځانګړوټکو د لاري پيژندل کيږى لکه سندهي ژبه چى په خپلو ځانګړو ټکو پيژندل کيږى په عربى کښې ټ ډاو نورټکي نشته اوس که يو عرب يا غيرعرب د خپلى آسانتيا دپاره ټ او ډور واچوي يا ځينى د عربى ټکى داستلو هڅه وکړى دابه و عربانو ته د منلو وړوي..؟ کله هم نه..؟ او که يو څوک داهڅه وکړي هغه ته به څه نوم عربيان ورکوي..؟ دبده مرغه زموز په مورني ژبه کښي داسي ناوړه عمل روان دي که چيرى دهغه ټکى د پښتو څخه بيرته شې بيا پښتو پښتونه پاته کيږى دبده مرغه په پښتو کښې دهغه ناوړه عمل دډيره وخته روان دي که دهغه عمل روان وي اومخ نوي ې په ګډه ونه شې نو هغه د پښتو دښمنان خپل ښکار به پښتوکښې به آسانه کولي شي لکه څنګه د پښتانه په ضد نړۍ واله د سيسه او سازش روان دي هم دا ډول د پښتو سره د ډيره وخته څخه راروان دى په تيرو وختو کښې په دي ماخپله ډيرڅه ليک کړي وو او د ځلاند درا استل او جاري کول هم ددي کبله وشو چى د پښتو ځانګړي ټکي د اردو طرز په لويه کجه ليکل پيل شول دا يوه ناپوهي نه وه بلکى دچاپه لارښودنه کيدل چاچى دا کارکوي هغه ته زه اوارواښاد عزيز الله خان (عزيز ماما) دوه واره ورغلو چى ددي کارڅخه لاس واخله خوبيا هم زموږ خبره ونه منل شوه هغه وخت زه ډېر خواښني شوم چى يوه دولتي افسر راته وويل چى په پښتو اواردو کښې دومره توپير نشته دهغه څو د پښتو ټکي دي داليري کړه اردو شوه نو ځکه چى زه ودي ته اړشوم چى ودي دروند بارته وږه ورکړم او د خپله وسه مادا کارپيل کړي زه څومره بريالي شوي يم يواځي دومره ويلى شم چى زما هغه ويره ختم شوه او هيڅوک په اردو ټکو پښتو ټکي نه راوړي.
د بده مرغه وپښتو ته اوس هم خنډونه رامخ ته کيږى نن هم د پښتو د ټکو په ځائى د نورو ژبو ټکي ګاريږى د بيلګي په ډول کيږي په کيګي ليکل کيږى پښتون په پختون ليکل کيږى څوکي په چوکي ليکل کيږى ښادي په شادي.
يو بله بلا چى وپښتو ته بلا شوي ده هغه و پښتو ژبى ته د نورو ژبو بې شميره تورې وردننه کول دي د افغانستان په پښتو کښې د عربى او فارسي توري په دوني لوئى شمر ورداخل کړل شوي دي چى کله کله په پښتو باندى د عربى شک د سړي ووشې لکه د مؤقت حکومت په سراکشرو افغانى ډلو موافقه وکړه دا ډول په پاکستان کښې د اردو ژبى توري دومره ګاريږي چى کله د پښتو څخه اردو جوړه شوي وي اوکه داسى عمل روان وونو په ډېر ژر به پښتو خپل رښتني او بنسټيزه ارزښت دلاسه ورکړي ولي که يوه خواته موږ د پښتو ځانګړي ټکي په نوروټکو بدل کړو چى هغه د اردو ياد سويلى اسياد نورو ژبو وي او ددې د څنګه د نورو ژبو توري په لوئى شمير وخپلى ژبي ته ورواچوونو ددي پايلى به څه وي..؟ هم داچى موږ پخپله دخپلى ژبى ريښي کاږو اوس نوخبره که څوک مني که نه مني يا څوک پلمي کوي دا دهغه کاردي دبده مرغه موږ ته داسي ګاونډيان راڅرمه دي چى هغه هم په پټه او ښکاره په دي ناوړه کارباندي پنګو نه کوي د پښتو شمير شميرنى او ګنټي خو موږ په بشپړه د لاسه ورکړى ده که ښاروال دي که کليوال هغه د سوا او پچاس توري ګاروي ديوه بل چاليک مالوستي نوم ې دلته نه ليکم دهغه داوړانديځ ووچى دعربى وارو دي په هر توري زبر زير پيش او نور په پښتو کښې هم ګارشې خوزه د هغه چاڅخه داپوښتنه کوم چى دديني کتابوپه چيه دعربى په نورو کتابو کښې زيرو زبر پيش او نورلګول کيږى..؟ لکه څنګه چى پښتون برکشي قربانى شوي دي داسي پښتو ژبه هم د نورو هيوادو ښکار جوړه شوي ده يولوري غواړي چى اردو ځينى جوړه کړي بل لوري غواړي چى فارسي ځينى جوړه کړي اويوبل بيا غواړي چى عربى شې خوددهغه ناوړه عمل هغه څوک کوي چى هغه بې ځايه او بې ضرور ته د نورو ژبو توري پښتوته ايله کوي اوهڅه کوي چى دپښتو توري رامخ ته نه کړي په دي کښې شک نشه چى دنړۍ د نورو ژبو وارو ډول ډول ږغونه او لهجى په پښتو کښې هم شته خو ددي کله هم مانادانه ده چى پښتو ليک دوددي په بيلو بيلو لهجو کښې وشى که د نړۍ په بل کونج کښې داسي کيږي موږ په هم وکړو او بله داچى زموږ کلاسيک شاعرانو او ليکوالو موږ ته په ږغو او لهجو ويشل شوي پښتو راپرى ايښى ده.؟ دا اوسني ناوړه عمل خو دديش څلويښت کلو څخه پيل شوي دي زه نه شم ويلى چى دا د چاپه لارښودنه کيږى که په ځانى خوښه کيږى يو وخت نادر خان عليل ماته نه بلکى ځلاند ته يو ليک رااستولي وو چى لويه لانجه په پښتو کښې د ږغونو او د لهجوده د مخه وارو اوس يو واربيا عليل صاحب ته وايم چى دا ډول لانجه نه ده که موږ سپنه او خواپاکى پښتو غواړو نو دنيمى پيړى دمخه کتابونه به ګورو ياهغه پريکړه چى نتهيا ګلى کښې پوهانو کړي وي په هغه لارښودنو به په ټينګه درسيږو ددهغه پريکړو به رڼا کښې دا پريکړه شوي وه چى سوسي. سول په په شو. شې شول ليکل کيږى که څه هم دلته په ټوله سيمه کښې سو سى. ويل کيږى او ليکل کيږى او ليکل کيږى خو د يوي سپني نړى والى او سوچه پښتو په خاطر موږ ځلاند د نتهيا ګلي د پريکړى په رڼا کښې ليکو (نوربيا)
رالیږنه: محمد نعیم کاکړ
