مورنى ژبى پوپناه کيږى...؟ مخ نیوى ئی موږ کولى شو
ليک: عبدالجبارکاکړ
((((((شپږمه برخه)))))
ټوله نړۍ په دي خبره ده ژبى يواځي دانه دي چى موږ يو بل سره پوه کړو بلکي هره ژبه ځان ته يو تاريخ لرى ځان ته کلتور لري او داسي ښکلي توري او نور ډېر څه لري که هغه و يوه خواته کړي نوکيدي شې چې سړى حافظه هم دلاسه ورکړي موږ دلته دخپلى مورني ژبى پښتو باندي خبرى کوونو ځکه چى هغه ناخوالي به دلته چيړوچى دهغوڅخه زموږ و ژبى ته زيان رسيږي موږ هريو په زياته بيا زموږ رڼ انده شاعران ليکوالان اوژب پوهان به داهڅه کووچى نه يواځي دخپلى پښتوساتنه وکړو بلکي دپرمختيا دپاره نوري هلي ځلي وکړو داسي نه چى زموږ دهغه کهول لاس ترزنۍ ناست دي دوي د خپلى خواڅخه ترخپله وسه دا مبارزه کړي ده چى خپله مورني ژبه د نړۍ دلو يو ژبو په ليکو کښې ودروي او دهغه کهول دا مبارکي وړدي چى بيله د حکومتى او ولسي مرستې په خپل حبيب يادخپل اولاد په غوښو خپله ژبه ودانه کړي ده او د طالب دحجري څخه ې وانټرنيټ او نورو ورسنېو ته رسولي ده که رښتيا خبره وکړو زموږ دهغه بهير دومره کارکړي دي چى نه زموږسياست مدارو دومره کارکړي دي نه دولت دومره کارکړي او نه پښتنو پنګه والو او ښتمنو دومره کارکړي دي نن چى د پښتانه سياست مدار ټول پښتون ملت په توره تياره کښې راګير کړي دي هم دهغه رڼ انده دانشوران ليکوالان دخپل قام مشکلات او ناخوالي په يوه نه يوه ډول ترخپل ولس پوري رسوي که موږ دهغه مبارز کهول دمنځ څخه وباسو پښتون قام په زموږ د ازلي دښمنانو په دسيسوتکي تکي شې خو دبده مرغه دهغه قام د خپلى خاوري دخپلى ژبى دخپل دود او کلتور ساتونکى څوک دي نه زموږ ددي کهول دومره درناوي کيږى ولي چى دوي په اوږدو موټرانو کښې نه ګرځي دوي لوئي لوئى ماڼي نه لري نه د دوي د دومره لويانو چارواکو سره ناسته پاسته لري خو څوک په دي نه پوهيږي چى په لويو ماڼيو په لويو موټرانو کښې کوم څوک ژوند او ناسته کوي ترکومه چى د پښتنو پنګه والو او سوداګرانو خبره ده هغه خودا وائي چى پښتوې بياڅه ده ځکه چى ددوي د ژوند هدف پيسى ګټل اوچرچى کول دي که ضرورت شودوي خپله ژبه هم ددي ګټو دپاره ايله کوي ولي چى څوک د ژبى د دود کلتور او د ژوند په ارزښت نه وي خبرهغه چى هرڅه وکړو هغه ې وکړو.
رښتيا خبره داده چى پښتون دخپلي پښتونولي څخه بيګانه شوي دي او د پښتو څخه د سره ليري شوي دي چى ددي پړه په زياته بيا پړه په سياست مدارانو باندي راځي ولي که هغه حکمرانان هم دي زموږ حکمرانانو خوتراوسه پارسي ژبه خپله کړي وه چى ددي څخه موږ دا ترلاسه کړو چى پښتو پرمختيا ودريده او نوري ژبى برلاسه شوي پخپله پښتانه په پښتو خبري نه شې کولي بلکي په نورو ژبو خبرى کوي پښتو دفتري او د هيواد دولتي ژبه اعلان شوي ده خودپيړى څخه په دي عمل نه کيږي هم دهغه ليکوالان شاعران ژب پوهان او رڼ اندو چى دوي هر وخت ږغ پورته کړي دي کنې دا حال به نه وي دبده مرغه ګاونډي ملک داهڅه کړي ده چى د پښتو مخ نوي وکړي پارسى په برلاسه کړي که څه هم د يوه بشر په حيث په کاردي چى د نړۍ هره ژبه خوندي شې ولي چى د نړۍ هره ژبه د بشر دپاره يوه لويه ورکړه ده سردار محمد داؤد خان شهيد وروسته چى کوم رژيم په افغانستان کښې راغلي هغه دا هڅه وکړه چى د پښتو او درې په منځ کښې توازن راولي نو ځکه چى د وخت دولتى مشر نور محمد ترکي په خپله مورنى ژبه په ملګروملتو کښې وينا ددي دپاره وکړه چى دوي وينا په پښتو ددي دپاره کوي چى خپل خلګه په پوه کړي دبده مرغه نن په افغانستان کښې داخبره عام ده چى دګاونډي هيواد په افغانستان په ژښي دودي کلتوري او سياسى اغيزي ترپخوا زياته شوي دي ولي چى د افغانستان اوسني حکومت دومره بې واکه دي چى نه شې کولې چى توازن وساتي افغانان په زياته بيا پښتوته د سر دټکو لوپه ځائى بل نه دي ورپاته که څه هم دد هغه هيوادرڼ انده ليکوال او شاعرهروخت ږغ پورته کړي دي ترکومه چى په پاکستان کښې دپښتوحالت دي په هغه باندي په تيروټوکو کښې خبري شوي خو زموږ د سياست مدارانو کردار د ستايني وړنه شې کيدي د پاکستان په اساسى قانون او آئين کښې راغلى دي چى هر ايالت کولي شې چى خپلى مورني ژبى په ښوونځيو کښې روانى کړي خو دهغه سياست مدارانو په دا ۶۳ کلو کښې په دي باندي ږغ نه دي پورته کړي که څه هم دايو بشري حق او نړۍ والو منلي ده دا لومړي واردي چى د پاکستان په ورځپاڼو کښې داسى غوښتني ليدل کيږى چى مورنى ژبى دي دښوونځي ژبى وګرځول شي د ليکوال شاهد صديقى ليکل شوي ليکنه په ځلاند کښې تاسو ته وړاندي کړه ولي چى دوي په دي خبر پوه شوى وو چى مورنى ژبى څومره ارزښت لرى او ددي د څنګه په تيره اونۍ کښې انګريزي ژبى ورځپاڼى په خپله اداره کښې وليکل چى انګريزي ژبى په ځائى دي مورني ژبى دلومړى زده کونکو دپاره اعلان شي ولي که انګريزي ژبه رائج شي دابه ډيري بدى اغيزي په راروان وخت کښې وکړي که څه هم ما دهغه اداره نه د ويلي خودبل نه خبرشوي يم که څوک دا خبره مني که نه مني مورني ژبى د زده کونکو دپاره دومره ارزښت لرى لکه وفصلوته د اوبو اړتيا وي.
د بده مرغه په پاکستان کښې پښتانه خپله هم دخپلى مورني ژبى سره ډيره مينه نه لري د ارښتيا دي چى د پاکستان دولت د ټولو مورنيو ژبو په ګډون د پښتو ډيره لويه پړه کړي ده چى ډير لوئى خيانت ورته ويل کيدي شې خو د پاکستان د نورو ژبو په پرتله بيله دسندهي ژبى پښتو بيا هم ډيره پرمختيا کړي ده چى ددي ټول وياړ زموږ د ليکوالانو شاعرانو او رڼ اندو په برخه دي د چاپى خپرونو د مبارزي څخه هم ډه ډه نه شو کولي خو شخړه داده چى زموږ خوار ليکوالان کتابونه چاپ کوي مجلى چاپ کوي ورځپاڼى چاپوي خو دبده مرغه د اخستلو اولانيولو سړي ې د نشت برابروي دولت دخپرونو سره څومره مرسته کوي يا زموږ د ليکوالانو او شاعرانو او ادبيانو سره څومره مرسته کوي هغه وهرچاته څرګنده ده ماته ې څومره مالي مشکلات رامخ ته کړل اوس چى څه کيږي دهغه ذکر کول نه غواړم څلور کاله ې داسي چاري وکړي چى زه ځلاند و دروم خو زه هم ورته پښتون شوم ځان موورته ټينګ کړي که چيري د پښتو د کتابو مجلو او ورځپاڼو لوستونکي وي اوپيسى په ورکولي نن به په ډير لوئى شميرکتابو مجلى او ورځپاڼى چاپ کيدى خوترټولو لويه ستونځه داده چى ټولو مورني ژبوته په ښوونځيو کښې د زده کړي موقعه نه دورکول شوي چى نه يواځى دا ټولي ژبى وروسته پاته شوي دي بلکي ټوله ولس ې د خپلو ژبو سره بيګانه کړي دي چى ددي بدي اغيزي نه ښکاره کيږي.
د ټول پاکستانى ژبو وليکوالانو شاعرانو او رڼ اندو ته په کار دا وو او اوس هم په کاردي چى دوي سره راټول شي او حکومت ودي ته اړکړي چى ټولي مورني ژبى په ښوونځيو کښې لازمي وګرځوي ددي ګټي به بې شميره وي حکومت ودي ته اړکړي چى د اردو ژبى وارو دا د بياتو څانګى پرانستي وژبو ته د ودي ورکولو دپاره هرډول د نورو باندنيو ژبو کتابونه ودهغه ژبو ته ژباړه کړي په تعليمى ادارو کښې کتابتونونه نه جوړ کړي د ټولو ژبو وليکوالانو شاعرانو ته داسي مرستي او آسانتياوى ورکړي او دوي وهڅوي چى نور کتابونه چاپ کړي ودهغه مورني ژبوته بريښنائى راډيو او ټيلى ويژني مرکزونه راوباسي او دهغه تاريخى ثفافتونه نه يواځى راژوندي کړي بلکې نوره وده ورکړي دابه د حکومت احسان نه وي بلکي دا د دوي حق دي او ژبو ته وده ورکول نړۍ واله غوښتنه ده.
نن چى پاکستان دکومو ناخوالو سره مخامخ دي په هغه موږ ټول خبر او نړۍ وال هم داهرڅه وينى ددي ټولو لوئى علت دادي چى زموږ تعليمى نظام د ولس دغوښتنو سره سم نه دي حکومت وانګريزى ته دومره ارزښت ورکړي دي چى د پاکستان مورني ژبى وشاته غورځولى شوي دي هريو چى د اسلام آباد په لويه چوکي کنښتلى دي دهغه دخپلى خوښى تعليمى نظام راوستي دي عربى ژبه دپاکستان په ټولو سکولو کښې لازمي وګرځول شوه په کلو کلو دهغه ژبه زده کونکو لوستله خوکله حکومت داپلټنه اوسروي کړي ده چى څو زده کونکو عربي ژبه زده کړه او ددي څخه ې ګټه واخسته که چيرى د عربى ژبى په ځائي په مورنيو ژبو زده کړي شوي وي نن به په پاکستان کښې ډېرلوستوونکي وي ځکه مورني ژبى که پنځه کاله ولوستل شې او د نورو ژبى لس کاله ولوستل شې هغه نه شې برابريدلي اوس بيا يوه بله مهم جوئى کيدونکى ده چى د لومړى ټولګي څخه دي انګريزى ژبه لوستل پيل شي دا د يوه ماشوم سره زياتوب دي لکه يو څاروي چى و ديوال ته ودرول شې چى وخيزه يواځى دوي دي نور ټول ليونيان دي چى وماشومانو ته په خپله مورنى ژبه زده کړي ورکوي چى زده کونکى په منځ کښې ودريږى هو په لوړوټو لګيو کښى نوري ژبى لوستل کيدى شي.
وومه برخه
د کله څخه چى انټرنيټ او بريښنائى رسنې و نړۍ ته راغلى دي دهغه وروسته په رښتيا هم ددي نړۍ تناؤنه رالنډ شوي دي او موږ يو دبل سره دومره نزدي شوي يوچى دمخه چا ګمان نه شو کولي دا ډول دانټرنيټ د لاري نن پښتو او پښتانه هم سره نزدي شوي دي اوټول يودبل په ښه او غم سره يو ځائى شوي دي د پښتوژبى په اړه موږ کولي شوي چى په افغانستان کښې پښتو د کومو ناخوالو سره مخامخ ده په هغه ځان خبرکړو هم دا ډول د کرښې راودي خواته چى د پښتو سره څه کيږى په هغه باندي ځان او نور خبرکړو پخپله چى د پښتو کومى ستونځي دي که هغه هره بڼه لري په کاردي چى هغه په ګډه په ګوته کړو او بيا د اوارولو هڅي وکړو ځکه چى نن ويوي داسي پښتو ته اړتيا ده چى هغه سوچه آسانه او رواني وي چى د هري سيمي پښتون وګړي په پوه شې او يوه نړۍ واله بڼه ولري.
پښتو ژب پوهانو ليکوالانو او شاعرانو په وارو وارو په دي يوه تګ لاره ې ورته ټاکلي ده که په هغه باندي بشپړه عمل وشې نومشکل به نه رابرسره کيږي البته په کاردي چى يوه بشپړه مرکز ولري چى پوهان ليکوالان او ژپ پوهان په کال کښې يووار دوه واره په دي باندي غونډي کوي او کوم مشکل چى وخت په وخت رامخ ته کيږي هغه اواروي د ارښتيا خبره ده چى د پښتو د ودي دپاره ځانګړي پښتانه ترخپله وسه هلي ځلي کوي پښتو ټولني اکيډمي او نوري بې شميره ډلي جوړي دي خو دا ټولي هغه کارونه نه کوي چى د يوي سوچه ژبى وخواته پښتو روانه کړي ولي چى د پښتو دپاره حکومتي سرپرستي نه دور په برخه افغانستان چى د پښتو مرکز دي الته هم په دولتي کچه دومره پاملرنه نه د شوي لکه څوني چى په کارو وخوددي سره سره په غير دولتي څانګه کښې بيا هم دومره کارشوي دي خو ترټولو لويه ګيله داده چى يو داسي هيواد چى زياتره وګړى ې پښتانه وي او دولت وهغه ته د دولتي ژبى ارزښت ورکړي وي بيا هم هغه بې برخي وي نو ددي پړه په پښتنو سياست مدارانو رڼ اندو او ليکوالانو باندي راځي په کارنه ده چى موږو نورو ته ګوتي پورته کړو بلکي لومړي ځان ملامت کړو داسي نه چىموږ د بلى ژبى کمي غواړو او خپله ژبه په هغه باندي برلاسه کول غواړو خو د خپلى ژبى جائز حق هم موږ چاته په کاردي چى پري نږدوکوم خلګ چى دنورو د ژبو دوهلو هڅىکوي ياپه نورو ژپو ملنډي وهي هغه ته موږ يواځي تنګ نظره او کينه لرونکي ويلي شوکښې ټولي ژبى وهرهغه وګړي ته ددرناوي وړدي چى هغه زموږ په چاپيريال کښې ويل کيږى فارسي يادري ژبه خو و پښتنوته هم دومره تيره ده لکه ونوروته چى تيره ده ځکه يو خو دا دوې خوندي دي بله داچى په افغانستان کښې بې شميره پښتانه دي چى اوس ې د پښتو په ځائى دري ژبه خپله کړي ده خودوي په دي کښې باک نه کوي ولي چى ودوي ته دا دواړي ژبى برابري دي خو دبده مرغه په افغانستان کښې داسي لږکئ ډلي شته چى د پښتو څخه کرکه کوي او کله کله خو دهغه ډلي دومره لاندي ولاړي شي چى زموږ وارو وګړو هم بدځيني وشي لکه څنګه چى تيره ورځ په هند کښې د يوه لوستونکي ليک راغلي وو په دي اړه زه ومخ ته نه ځم نه غواړم چى تنګ نظرو بريښم که څه هم د کرښي ودي خواته ودي ورته ناخوالو سره مخامخ يوخو زموږ سوچ دادي چى په کاردي چى هره ژبه وده وکړي ولي چى د هري ژبى سره بشپړه تاريخ دود او کلتور تړلي دي او يو هم بشر دوست دانه غواړي چى د نړۍ يوه ژبه د منځ څخه ولاړه شي خو زموږ په چاپيريال کښې داسي ډلي هم شته چى دژبى په سرباندي د نورو څخه کرکه کوي خوپښتو يوه منل شوي نړۍ واله ژبه ده چى دا ارزښت څوک نه شې ځيني اخستي.
د پښتو د افغانستان دپنځو ستورو څخه نيولي ترنن پوري وپښتو ته د خپل حق دراوړلو دپاره هلي ځلى کړي چى اوس هم د ارواښاد ګل باچا الفت کتاب زما ومخ ته پورت دي چى څنګه پښتوته د دولت ژبه د وخت په پارليمان کښې ورکول شوه خو د قانون بڼه ې خپله نه کړه زه يو واربيا دا خبره کوم چى ونورو ته د ګوتي نيولو په ځائى وخپل ځان ته واړوو يو داچى موږ دوخت او حالاتو سره سياسى پريکړي نه دي کړي او هر وخت موږ د کوتک څخه کاراخستي دي چى ددي څرګنده ثبوت د تيرو ۳۳ کلو څخه دجګړي د لاري د لانجو اوارولو په هغه کاله بوخت يوچى پايله ې داشوه چى ټول هيواد څخه کنډوالي جوړي شوي د جګړو په دهغه اوږده مهال کښې موږ په لکاؤ وګړي دلاسه ورکړو په لکاؤ وګړي مو معذوره شول او تردي دواړو څوچنده کډوال شول او تراوسه د درپدري ژوند تيروي د ۲۳ کلو څخه ښوونځي وران کړل شول روغتونو نه وران شول لوئى لاري وراني شوي کرونده او صنعت و يجاړ شول او د خپل هيواد ګران بيه شيان په ګاوندي هيوادو کښې نيلام شول خپل واک او اختيار موو نوروته وسپارى اونن هم ددهغه کارڅخه لاس نه اخلو او خپل قام اوولس ته مو دوران کار او تهره ګر نوم راوړي موږ دي اوسني بهيرته چى هرڅه نوم ورکوو خو نړۍ وال داهرڅه ته تهره ګري وائى خوپه دا دومره لوئى ولس کښې دومره څوک نشته چى دا دواړي خواوي سرکښينوي چى داهرڅه چى کيږي کومه خواپه سمه لاره ده يو خوابه ارومرو يړه وي خو موږ پړه هم نه منو او ضد کوو او ضد په سياست کښې ځائى نه لري هغه مشران چى د پيړيو پيړيو څخه د هغه ډول لانجى اوارولي هغه موږ پخپله ووژل يا د نورو په ښوونه ووژل شول نوچى داسي چاپيريال جوړوي نوبه څنګه د نورو سره سيالي کيږي.
زۀ چى هر څو هڅه وکړم چى د خپلى ژبى دستونځو په اړه څه وليکم خو قلم بيرته د سياست وخواته ولاړ شي داځکه چى زموږ سياسى او اقتصادى ټوله ييزه لانجو کښې موږ ټول دومره راګيريو چى دماغ کښې هم دهغه ګرځي راګرځي خوزه دومره وايم چى د پښتو د ناخوالو په اړه دومره څه تراوسه پوري ليکل شوي دي چى اوس په کاردي چى په هغه باندي عمل وشي ولي چى د عمل په چپه داهرڅه ليکل يواځى د کاغذ مخ لړل دي په افغانستان کښې پښتو نه يواځي د ښوونځى د ژبى په حيث منل شوي ده بلکي دفتري او دولتي ژبى منل شوي ده په کاردي چى ټوله سياسى مشران ژب پوهان رڼ انده پوهان او ليکوالان دحکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړي چى وپښتو ژبى ته دي دهغه ارزښت ورکول شي ځکه چى دا د پښتو آئينى قانوني اوولسي حق دي چى داحق د پښتو څخه څوک اخلي هغه دقانون ډ آئين او اساسي قانون څخه سرغړونه کوي او بياچى څوک ژبني کرکي رابرسره کوي هغه د خلګو په منځ کښې وکرکي ته وده ورکوي چى داغير بشري عمل دي ودي ته اړتيا ده چى د افغانستان وهري مورني ژبى ته په ښوونځي کښې ځائى ورکول شي او د نورو وارو دي دخپلي ژبى په چپه د نورو ژبو څخه کرکه نه کوي لکه دخپلي ژبى سره چى څومره مينه کوي د نورو ژبو سره دي هم دومره مينه کوي پښتوويونکي د مخه څخه دا وياړ لري ولي چى نن لويديځ رسنېو زموږ په ژبو او دودکلتور داسي يلغار کړي دي که د سيمي ټوله ورته يونه شې دوي به زموږ ژبى کلتور او تاريخ دمنځ څخه يوشي ولي چى رسنې ددوي په لاس کښې دي موږ ددي ټولي سيمى د حکومتو څخه داغوښتنه کوو چى وهرماشوم ته دي زده کړي په مورني ژبه ورکول کيږى بلکي د هري ژبى د پرمختيا دپاره دي آئيني باور ورکول شې جعفر خان اڅکزئى دي خدائى پاک وبخښي دوي به ويل که افغانان په يوه مجلس کښې سره ناست وي او ټول ناست پښتانه وي به پخپله ژبه خبرى نه سره کوي دا خوهغه څوک کوي چى يا خو داحساس کمتري په ناروغي اخته وي يا داچى خپلي ژبى ته ارزښت نه ورکوي يا داچى د پښتانه به کور کښې خپله مورني ژبه خبرى نه کوي بلکي په پريدي ژبه خبرى کوي پخوا ويل کيدل چى دري ژبه د پاچا هانو ژبه ده اوس خو هغه خبره هم پاته نه شوه ياداچى دنورو په ژبه يوبل ته ليک کول دهغه خو هغه خبري دي چى هر وګړي ې خپلوي شي خپلى عارضى دي په خپله ژبه ليکي ولي چى دا د دوي قانوني حق دي او هيڅوک ددي څخه سرغړونه نه شي کولي په بريښنائى او چاپى رسنېو کښې دي د پښتو د څنګه ونورو ژبو ته د خپلى برخي د اخستلو دپاره دي نه ستړي کيدونکى مبارزه وکړي دا حق وخپلي ژبى ته راوړل د چا د خدائى په نامه دچاڅخه ورکول نه دي بلکى داې قانوني حق دي په خپله ژبه اد نورو ژبو ژباړلوته دي زياته پاملرنه وشي په زياته بيا د سائنس ټيکنالوجى ودي ورته کتابونه دي و پښتو ته ژباړه شې د پښتو وفلم ډرامه ناول ته زياته پاملرنه ضروري ده دا هم ضروري ده چى په حکومت زور راوستل شي چى داساسي قانون سره سم دي وپښتوته خپل حق ورکول شې خوداکار په کار دي چى وخپلى ژبى ته دودي ورکول دپاره وي نه داچى د نورو ژبو د کرکي په رڼا کښې وشي ځکه چى د پښتو نامتو شاعر ويلى دي....
د بل ژبه زده کول که لوئى کمال دي
خپله ژبه ايرول بې کمالى ده (نوربيا)
Muhammad Naeem Kakar
