اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

دمحمود سعید میرمن او اولادونه

د ځوان لیکوال ، مدني او سیاسي مبارز انجنیر محمود سعید ټوله کورنۍ (مېرمن، څلور تنکي ، تنکي ماشومان ـ يو زوی او درې لوڼې) پرون د ۲۰۱۵ ع کال د جولاې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه ددوه نۍ (ګل/ دوشنبې ) په ورځ د ماښام پر مهال ،د کابل په خوشال مېنه کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله په شهادت رسېدلي وو، نن سهار د درېنۍ (سه شنتبې) په ورځ د پنځه واړه شهیدانو جنازې د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې خاورو ته وسپارل شوې.

مونږ د ښاغلي محمود سعید سره په دغه دروند او دردناک غم کې شريک یو. شهیدانو ته د لوې خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوو او ښاغلي محمود سعید ته د زړه صبر او زغم غواړو.

په درناوي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←