درمسال له خټى کتاب، لنډ نظر
ليک:عبدالجبارکاکړ
په پښتو ژبه کښې دا وخت او مهال ډېر کتابونه چاپ کيږي چې ځموږ د ليکوالو شاعرانو روڼ اندو او په پښتو مئينو چې څومره ستاينه وشې بيا به هم لږه وي، خو ددې تر څنګ چې داخبره هم دهيرولو نه ده ، چې تر هغه وخته چې ځموږ وياړلي پښتو ژبي خپل ځائي او مقام نه وي ترلاسه کړي تر هغه وخته پښتو ژبه په مخ تګ نه شې کولي، د پښتو ځائي او مقام څه دي په هغه موږ ټول خبر او پوه يو،
ليکوال، شاعر او روڼ انده مسئوليت ترسره کړي دي، خو ستونځه ځموږ په سياست مدارانو کښې ده چې دوي خو سياست د پښتو او پښتون په نامه کوي خو چې و حکومتي څوکيو ته ورسيږي هر څه يې هير شې دايو اوږد بحث دي خو ځموږ د نن ورځي د ليک موخه د صوفي جمعه خان په کتاب د( درمسال له خټي) باندي ده.
د پښتون د قامي غورځنګ سره تړلي هر سړي که صوفي جمعه خان ليدلي نه دي خو دده د نوم سره به ارومرو اشناوي ، بيا هغه څوک چې کابل ته ئې په هغه مهال تګ را تګ کړی، هغه خو د صوفي جمعه خان په کړ ووړوډېر ښه خبر دي او د دې سره يو ځائي پاته شوي دي.
ده چې کوم د درمسال له خټي کوم لوئي کتاب ليکلې دي په دي کښې ډېر څه دوي په ګوته کړي دي ، که په غور او ځير باندي ولوستل شې نو د پښتنو د قامي مبارزي دنه بريالي کیدو عوامل به تر ډېره راڅرګنده شې، خو ددې تر څنګه صوفي جمعه خان د ډول ډول نيوکو څخه هم ځان نه شې ژغورلي چې تر ټولو لويه نيوکه دا کيدي شې، چې ده هغه وخت دا کتاب رامخ ته کړي او په هغه قومي کردار و يې خپل قلم را وړاندي کړي چې هغه دا وخت په دي نړۍ کښې شتون نه لري او ټوله ارواښاد شوي دي اسلام او پښتونولي کله هم چاته اجازه نه ورکوي چې دوي په مړو پسي خبره وکړي پښتانه وائي چې مړ شو هغه پړشو څومره به ښه وي چې صوفي جمعه خان دا هر څه دمرحو مينو په ژوند کښې دهغه کتاب ليکلي وي او خپل ولس ته وړاندي کړي وي چې ددې به بې شميره ګټي دي خوار قام ته په زياته بيا و قامي غورځنګ ته رسيدلي وي او نن به دهغه خوار ولس د باندنيانو په باروتونه سوځل کيدي..؟ دارښتيا خبره ده چې ځموږ په قامي غورځنګ او مبارزه کښې ډېر لوئي دراړشته چې و برياليتوب ته نه رسيږي او پايله يې هميش وصفر ته دريږي ولس او قام ځاني او مالي سرشندني ورکوي خو څه يې قام نه ترلاسه کوي او دا ټولي سرشندني په خاوري کښې خاوري شې بيله ددې چې د دهغه سرشندنو ميوه څو لوئي خيټي او لاس پوڅي خوري چې ددې بيلګي بې شميره ځموږ و مخ ته تېري شوي دي او دا خوار قام په سپره ډګار پاته شوي دي او ځورول شوي دي لکه نن چې په دي قام څنګه ناورين جوړدي.
هغه څوک چې د ملي او قامي غورځنګ سره جفاکوي هغه دومره خائينان بايدونه بلل شې دهغه چاپه پرتله چې څوک په هر څه خبروي او د دوي تيروتني ورته څرګنده وي خو هغه و خپل قام ته نه په ګوته کوي جمعه خان چې په کومو مشرانو نيوکي او تورونه لګولي دي دده خبره اوس څه ځائي نه نيسي لکه وړاندي چې اشاره ورته وشوه نه د دوي مبارزه او مشرتوب منفي کيدي شې ځکه چې دوي ډېري خواري دي دا بيله خبره ده چې د دوي څخه تيروتني نه دي شوي چې لويه بيلګه يې د قام په شاتلل دي خو ددې مانا دانه ده چې په تاريخ کښې د دوي نوم په بدوټکو و ليکل شې هو بايد چې رڼ انده او رواو دهغو مشرانو تاريخ راوپلټني او قام ته وړاندي کړي چې چيري چيري تيروتني وشوي چې دهغه اوږده مبارزه په وارو وارو په صفر ودريده او دا هر څه د زمان او مکان په رڼا کښې وچيړل شي ځما په اند د يوه رڼ انده هم دهغه دنده جوړيږي دا نه چې قامي مبارزه او قامي مشرانو په تاريخ کښې سپک کړل شي چې ددي ګټه و دښمن ته رسيږي.
د صوفي جمعه خان ډيري خبري رښتيا هم دي په کاردي چې په هغه غوروشې خو ډېري خبري او ليکنې يې غير منطقي غير حقيقي او د تاريخ او جغرافيه دمنطق څخه مبرادي دوي داهڅه کړي ده چې خپل ځاني او انفرادي نظر په بشپړه قام وتپي بلکې دوي داهڅه کړي ده چې پښتون په حيث د يو قام د منلو څخه ډه ډه وکړي دوي دا غير منطیقي خبره کوي بيلګي په ډول دوي وائي چې تراوسه موږ دا پريکړه نه د کړي چې د ډيورنډ د کرښي ودي خواته پراته پښتانه په افغانستان ورګډ شي يا که په هم دي پاکستان کښې پاته شي لومړۍ دا پوښتنه په صوفي جمعه ورغبرګوم چې دوي دا پوښتنه د چا څخه کوي او په کومو حالاتو او شرائيطو کښې کوي چې بشپړه پښتون د تيرو پنځه ديرش کلو څخه په يوه ناولده او جګړي کښې راګير دي او دده نسل کشي روانه ده بلې خواته يې دښمن د ناڅرګنده دي خو بيرته هم هر پښتون دا غواړي چې دوي سره يوشې او د يوه قام په حيث د سوکالي سولي او پرمختيا او د نړۍ والو سره څنګ په څنګ دورورولي ژوند وکړي ځکه چې پښتون يو لرغوني تاريخ لري خپله خاوره خپل دود او خپله پياوړي ژبه پښتو لري چې هم يې ژبه ده هم يې دود او نظام دي خو د بده مرغه نه يواځي د پښتون دورکيدوهڅي رواني دي ،بلکې ددوي د پښتو پښتونولي او د تاريخ د مینځ څخه د وړلو هڅي هم کيږي خو صوفي جمعه دي خواته د سره څخه د پامه غورځولي ده او ولس ته دا لارښودنه کړي ده چې دا د دوي په ګټه ده ددې سره سره چې دوي دا څرګنده ده چې پاچاهانو په خپل سرباندي داسي پريکړي نه شې کولي ځکه چې داسي پريکړه ولسونه هغه وخت کوي چې دوي په نارمل حالت کښې ژوند کوي چي داسې حالت دا وخت د پښتنو په برخه نه دي چې دوي غټي غټي پريکړي وکړي داسې هم د تاريخ په اوږدو کښې پښتانه او د پښتنو ټاټوبى د باندنيو يرغلګرو لخوا هر وخت تريرغل لاندي پاته شوي دي چې دوې دارامي په کښې واخلي او ځان ته يوه روښانه او ځلانده لاره غوره کړي خو دي پرتمین ولس هر وخت و هر يرغلګر ته غاښ ماتونکي ځواب ورکړي دي سر يې ورکړي دي خو سر يې چاته ټيټ کړي نه دي بې له څو لاس پوڅو چې تل يې د نورو له پاره چوپړ وهلي دي خو پښتنو داسي لاس پوڅي هميش د خپلو ليکو څخه په شاکړي دي.
لکه وړاندي چې وويل شول د صوفي جمعه خان په کتاب کښې ځيني رښتياوي او حقيقتونه هم شته که وهغه ته موږ پام واړه وو نو ګټه ځيني اخستي شو اوس وخت راغلي دي چې هر روڼ انده سياسي مبارز ليکوال او سياست مدار هغه ټولي ناخوالي خپل ولس ته ورپه ګوته کړي دي، ځموږ د مشرتابه د نشتوالي او کمزوري څخه موږ په دي نه يو توانيدلي چې خپله خوار او ځوريدلي ولس د دهغه روان ناورين څخه روژغورو دا هغه وخت کيدي شې چې دا ولس باسواده شې دوي ته رښتيا وويل شې او د دوي ته يوه نيغه لار وروښوول شې ځکه چې پښتون قام او ولس کله هم د خپلې خاوري سره غداري نه ده کړي خو مشرتابه هميش دوي د خپلو ګټو له پاره راپارولي دي چا د اسلام په نامه چا د پښتونولي په نامه او چا د قبيلي يا په بل نامه خو هيچا هم هغه رښتني مرام نه دي ورښوولي چې په هغه کښې د دوي ښه صباون نخښي وي او د صوفي جمعه خان په کتاب کښې په ډېرو ځايو کښې ورته اشاره شوي ده که يوه خواته د نوموړي په کتاب کلکي نيوکي کيدي شې نو بلې خواته د ستايني ځايونه هم په کښې دي ولي چې دوي د يوه نوي بحث پېل کړي دي په کاردي چې و دهغه بحث ته دوام ورکول شې بلکې وده ورکول شې چې ددې لاري موږ يوه رښتني لاره غوره کوي شو بايد چې د دهغه تياريکو څخه راووځو او د رڼا په لټه کښې شو ولي چې نړۍ په ډېره چټکي سره مخ په وړاندي روانه ده که موږ د نړۍ سره وږه په وږه تګ ونه کړي نو به شاته نور پاته شو ددې له پاره په کاردي چې د کرکي په ځائي دروغي جوړي او دورورولي لاره واخلو او د بيځابه نيوکو په ځائي سمه لاره و خپل ولس ته ور په ګوته کړو د نورو په بيساکيوونه دريږو ولي ځموږ د ناخوالو لويه برخه ځموږ په نورو تکيه ده..
