اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

اروپا کتاب دویم ځل چاپ شو

احسان الله مومند

له نیکه مرغه په تېرو دوو کلونو کې (آسيا) کتاب د څلورم ځل،(استراليا) د درېيم ځل ، (افریقا) د درېیم ځل او (اروپا) د دوهم ځل له پاره خلکو ته وړاندې شول.
(اروپا؛ طبیعي، سیاسي، بشري، اقتصادي او تاریخي جغرافیه (د نړۍ هېنداره) د دایرة المعارفګوټي څلورم کتاب دی چې په دوو برخو او په 1313 مخونو کې، د الاذهر خپروندویه ټولنې له خوا، په خورا ښکلي قطع او صحافت په دې وروستیو ورځو کې خپور شوی دی.
بايد ووايو چې دا څلور کتابونه په حقيقت کې د (نړۍ هېنداره) لومړي، دوهم، درېیم او څلورم کتابونه دي؛ خو ټول به پنځه ټوکه وي. د لیکوال او مولف په وینا په پنځم ټوک (امریکا) کار روان دی او ژر به مینه والو ته وړاندې شي.
۱ _ آسيا:
آسيا 48 هېوادونه لري: آذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبکستان، اسرائيل، افغانستان، عربي متحده امارات، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنګله دېش، بوتان، پاکستان، تاجکستان، تايلند، ترکمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانکا، سنګاپور، سوريه، عراق، سعودي عربستان، عمان، فلېپين، ختيځ تيمور، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، کوريا(شمالى)، کوريا(جنوبي)، کمبوديا، کويټ، ګرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا، مغولستان، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن چې په دې کتاب کې په بشپړه توګه معرفي شوي. دا پېژندنه پنځه برخې لري: طبيعي جغرافيه، بشري جغرافيه، سياسي جغرافيه، اقتصادي جغرافيه، تاريخ او له افغانستان سره سياسي اړيکي چې دلته به لږ رڼا پرې واچول شي:
الف – طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى په km² او میل مربع، د هېواد څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km، لوى غرونه، جګې څوکې، سيندونه، اقليم او په پاى کې نورې جغرافيايي ځانګړتياوې.
ب – بشري – سياسي جغرافيه : پلازمېنه او نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى په km² او میل مربع کې، ښاري او کليوال نفوس، د ښاري کېدو سلنه، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو ماشومانو کې مړينه، د نفوسو کلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د هرې ښځې د زېږون منځنى کلنى قابليت؛ د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس، حکومت، اساسي قانون، ولسمشر، لومړى وزير، ملى شورى، قضاييه ځواک، سياسي ګوندونه او د هغوى مشران، د فشار ډلې، نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليکدود، د خپلواکۍ ورځ، په UN او نورو نړيوالو موسساتو کې غړيتوب، ملي بيرغ، ملي سرود او ملي نښان.
ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په بحث کې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع کتنه شوې او بيا لاندې سرليکونه راغلي:
غيرخالص کورنى توليد GDP، د غيرخالص کورني توليد کلنۍ وده، د غيرخالص کورني توليد سکتوري جوړښت، سړي سر کلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د کار قوت د شمېر او سکتورونو په تفکيک، وزګارتيا، بودجه د عوايدو او لګښتونو په تفکيک، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو کلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع د تېل او ګاز توليد، لګښت او زېرمې، صادرات او واردات؛ کرنه، څاروي، ځنګلونه، سيلانيان، غټ کانونه، صادرات او واردات د بيې، اقلامو او سوداګريزه شريکانو په تفکيک؛ بهرني پورونه، مخابرات، رسنۍ؛ ترانسپورت د اورګاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليکو، سوداګريزه الوتکو او بېړيو په تفکيک؛ رسنۍ او ټولنيزه پرمختيا. د ټولنيزې پرمختيا په بحث کې په هر هېواد کې د باسواده خلکو، د ښوونځيو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو د شمېر، مطبوعاتو، روغتيا او ورزش په هکله لنډ معلومات راغلي دي.
له دې وروسته د هر هېواد د سيمه ييزو يا نړيوالو لانجو ذکر راغلى، په پوځي تشکيلاتو رڼا اچول شوې او له هېواد څخه د وتلو يا راغلو مهاجرو او بېځايه شوو خلکو په هکله معلومات وړاندې شوي.
تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په برخه کې په لرغوني تاريخ لږ خبرى شوي او هڅه شوې چې په معاصرو پېښو بحث وشي. له دې وروسته له هر هېواد سره د افغانستان د اړيکو برخه راغلې. دا برخه د کتاب په لومړيو او دوهمو چاپونو کې نه وه او بحث بلل کېږي.
د نړۍ هېنداره لومړى ټوک (آسيا) د لومړي ځل له پاره په 2000م (1379 ل.هـ) کې چاپ شوى دى چې 192 اخځونه لري او ټول د کتاب په پاى کې معرفي راغلې. دا کتاب يو اتیا مخیز قاموس (نوملړ) هم لري چې له لوستونکيو سره د ځينو جغرافيايي نومونو يا اصطلاحګانو. لکه ټاپو، ټاپو وزمه، طول البلد، نقشه، استوا، حاره، سمندرګى او داسې نورو د مانا په پوهېدنه کې مرسته کوي.
دا کتاب په کال 2003 کې الازهر خپرندويه ټولنې پرته له کوم متني توپيره بيا خپور کړ. دا ځل په کتاب کې يو بل قاموس هم زيات شو چې هغه نړېوالې ټولنې پکې معرفي شوې چې مطلوب هېواد پکې غړيتوب لري، لکهUN ، IAEA، NAM، WTO او داسې نور. کېداى شي چې ځنې درانه لوستونکي دا ټولنې سمې و نه پېژني، له همدې امله ليکوال په دې قاموس کې کابو 70 نړيوالې ټولنې په لنډه توګه معرفى کړي، چې د موضوع د ښه درک په برخه کې مرسته وکړي.
له هغه ځايه چې زده کوونکو، محصلينو، د جغرافي استادانو او ژورناليستانو دې کتاب ته ډېره اړتيا درلوده؛ ځکه مولف په 2012 کې د دې کتاب د نوي کولو او بيا ليکنې کار پيل کړ. نوي کتاب په 2012 کې بازار ته راغی. په لومړيو او دوهمو چاپونو کې د کتاب مخونه 835 وو، خو په درېيم چاپ کې دا شمېر 1280 ته لوړ شو. کتاب ته د ډېرې تقاضا د شتوالي له امله خپرندويه موسسې دا کتاب د 2013 په اپريل کې بيا خپور کړ او په دې توګه دا کتاب په تېرو 13 کلونو کې څلور ځلې چاپ شوی.
۲ – اسټراليا:
د نړۍ هېندارې دوهم ټوک اسټراليا(اوقيانوسيه) نومي. دا کتاب لومړي ځل په 2003( 1382 ل.هـش) کې په پېښور کې، (د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز) له خوا خپور شوى و.
د اسټراليا د کتاب په پيل کې د مولف په سريزه سربېره، د نړۍ د خپلواکه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواکه سيمو جدولونه راغلي دي چې د آسيا په کتاب کې هم شته، په دې جدولونو کې د هر خپلواکه هېواد يا ناخپلواکه سيمې موقعيت، پلازمېنه، د نامه لنډيز او په UN کې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د کتاب متن پيل کېږي چې د اسټراليا يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې دا هېوادونه پکې معرفي شوي. د اسټراليا لويه وچه، د استراليا هېواد، فيجي، کريباتي، مارشال، ميکرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوګيني، ساموا، سليمان، تونګا، تووالو او وانواتو.
دا کتاب په 2005 کې د دوهم ځل له پاره چاپ شو چې اوس يې درېيم؛ خو ښکلي چاپ مینه والو ته وړاندې شو.
د دې کتاب د تاليف له پاره له 51 معتبرو اخځونو کار اخستل شوى او کتاب ټول 450 مخونه لري. په دې 450 مخونو کې هغه دوه قاموس ګوټي هم شته چې د آسيا د ټوک په پاى کې راغلي وو.
۳- افریقا:
د نړۍ هېندارې درېیم کتاب (افریقا) دی. افریقا لومړی ځل په 2003 کې د ساپي د پښتو څېړنو او براختیا مرکز له خوا په پېښور کې په 826 مخونو کې خپور شوی و چې د مینه والو د غوښتنو له امله، الاذهر خپروندویه ټولنې بې له کوم متني توپیره په 2005 کې بیا خپور کړ او دا دی اوس له ډېرو نویو معلوماتو او ارقامو سره یو ځلې پیا په 1237 مخونو کې خپور شو.
هغه افریقایي هېوادونه چې په دې کتاب کې پېژندل شوي 54 دي چې جنوبی سودان بکې نوی دی:
اريتريا، استوايي ګيني، الجزاير، انګولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بورکينافاسو (پاسنۍ ولتا)، بوروندي، بينين، تانزانيا، توګو، تونس، جنوبي افريقا، جنوبي سودان، جيبوتي، چاد، د عاج ساحل، رواندا، زمبیا، زيمبابوي، ساوتومي او پرنسيپي، سنيګال، سوازيلند، سودان، سوماليا، سېراليون، سيشلز، صحرا( د ج)، کامرون، کانګو(ج)، کانګو(د ج)، کومورو، کيپ وردي، کينيا، ګابون، ګانا، ګمبيا، ګيني، ګيني بيساو، لايبريا، ليبيا، ليسوتو، مرکزي افريقا، مالي، مدغاسکر، مراکش (المغرب)، مصر، ملاوي (نياسالند)، موريتانيا، مورشيس، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوګندا. ناویلې دې نه وي پاته چې دا کتاب د آسیا، استرالیا او افریقا په شان د هېوادونو نقشې او ملي بیرغونه هم لري.
۴- اروپا: د نړۍ هېندارې څلورم کتاب (اروپا) دی چې لومړی ځل په 1384 هـ.ش (2005م) کې، په پېښور کې، د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز او الاذهر خپرندویه ټولنې په ګډ زیار خپور شوی و.
په هغه کتاب کې د مولف سریزه، د نړۍ د خپلواکه هېوادونو یا ناخپلواکه سیمو د پېژندګلوي جدولونه، د اروپا د قارې پېژندګلوي او بیا دا هېوادونه راغلي.
البانيا، آندورا، استريا (اتريش)، بېلاروس (سپينه روسيه)، بوسنيا او هرزګوينا، بلجيم (بلژيک)، بلغاريا، کروشيا، چک، ډنمارک، استونيا، فنلند، فرانسه، جرمني، جورجیا، يونان، هــنګــري (مجارستان)، آيسلند، ايــرلنـد، ايـــتــاليا، لاتويا، ليختن شتاين، کوسوو، قبرس، لتوانيا، لوکزامبورګ، مقدونيا، موناکو، هالند، مالتا، مولدووا، ناروې، پولند، پرتګال، رومانيا، روسيه، سان مارينو، صربيا، مونتينګرو، سلواکيا، سلوینيا، ترکيه، اسپانيا، سويډن، سويس(سويتزرلند)، اوکراين، برتانیا او واتيکان.
دا کتاب د 2014 د دسمبر په میاشت کې له پوره او نویو معلوماتو سره یو ځای د الاذهر خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی چې دا ځل 1313 مخونه او 70 اخځونو لري.
د نړۍ هېندارې کتاب پنځم ټوک امریکا دی چې تر اوسه نه دی نوی شوی.

په افغان مطبوعاتو کې د نړۍ د هېوادونو د پېژندګلوۍ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د تفصيلي کتاب ځاى چې ښاغلى احسان الله آرينزى يې دايرة المعارفګوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى کتاب دى چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندګلوۍ په اړه ليکل شوى دى. کتاب ټول له ارقامو ډک دى او په داسې ساده ژبه ليکل شوى چې په پښتنو سربېره دري ژبي مینه وال هم استفاده ورځنې کولى شي.
په کتاب کې د خلکو، ځايونو، ګوندونواو نورو مهمو نومونو تر څنګ د هغو انګليسي نومونه هم راغلي، چې له لوستونکيو سره د کتاب د لوستلو په وخت کې د سم تلفظ مرسته شوي وي.
د نړۍ هېندارې معلومات زمونږ د ښوونځيو د جغرافيې د ښوونکو، زده کوونکو، د پوهنتونونو د محصلينو، ژورناليستانو او د عمومي معلوماتو د ليوالو له پاره په زړه پورې دي. د کتاب ډېرى شمېرنې نوې او له وروستيو کلونو سره تړاو لري.
د کتاب اخځونه چې د هر ټوک په پاى کې راغلي د ډاډ وړ دي. دا اخځونه کتابونه، دايره المعارفونه، مجلې، اخبارونه، د کمپيوټر سي ډي ګانې CDs او انټرنت پاڼې دي..
دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې د نړۍ هېندارې په خپرولو سره نه يوازې دا چې د کابل کالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه، بلکې له هغې څخه په لوړ کيفيت او له معاصرو تخنيکي او علمي امکاناتو څخه په مرسته د نړۍ د ټولو خپلواکه او ناخپلواکه هېوادونو او سيمو عمومي او انسکلاپيديک معلومات په نوي او علمي بڼه د هېواد د فرهنګ مينانو ته وړاندې شوي.
ناويلي دې نه وي پاتې چې د کتاب ښاغلي مولف د(آسيا)، (افريقا)،(اسټراليا)، (اروپا) او(امريکا) د ټوکونو په هره سريزه کې له ښاغليو لوستونکيو او فرهنګيانو څخه په کلکه هيله کړې، چې له ده سره د دې دايره المعارفګوټي په بشپړولو کې مرسته وکړي او مشورې ورکړي. ليکوالو او مولفينو ته د مشورو ورکول او د دوى پر کارونو علمي کره کتنې، له هغوى سره مرسته کوي چې د خپل کار نيمګړتياوو ته ځير او داسې آثار خپاره کړي چې لوستونکو ته ګټور وي.
د 2014 په دسمبر کې د افغانستان علومو اکاډمۍ د سیمه ییزه څېړنو انستیتوت او آریانا راډیو- ټلویزیون په ګډه په دې کتاب د کره کتنې غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب او د ښوونې او روزنې د پوهنتون د جغرافيې څانګې استادانو، د کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ مسلکي غړو او یو شمېر استادانو، پوهانو او علمي شخصيتونو برخه اخستې وه.
ښاغليو ويناوالو د داسې علمي او معلوماتى کتابونو د ليکلو او خپرولو په برخه کې د افغانستان د پوهانو او علماوو د کار او زيار په ارزښت ټينګار وکړ او وې ويل، چې په افغانستان کې د يوه نوي فعال، زيارايستونکي، پوه او مدبر نسل د روزنې له پاره علمي آثارو ته ډېره اړتيا ده او د ښاغلي آرينزي یې وستایه چې همدا يو کتاب يې نژدې 6000 مخونه لري.
د نړۍ هېندارې مولف ښاغلي احسان الله آرينزي وايي چې د (د نړۍ هېنداره) اوسني کتابونه د هېواد د نومیالیو استادانو په مشوره تاليف او تر ډېره مسلکي معيارونه په پام کې نيول شوي دي.
ښاغلي آرينزي د (نړۍ هېنداره) د ستر کتاب ليکوال او د ګران افغانستان ټولو پوهانو، استادانو اوعلماوو ته د ډېرو برياليتوبونو په هيله، د دې ليکنې لمن رانغاړو او انتظار باسو، چې د دې کتاب وروستی ټوک (امريکا) هم ژر مینه والو ته وړاندې شي او لکه څنګه چې ژمنه شوي د دې کتاب دري ژباړه هم بشپړه او چاپ شي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←