لندن: ادبی بنډار
پرون داگست ۳۰ زموږ دادبي فرهنگي غونډي هرڅه بدل دي · که هلته په هيواد کې دنورو جگړو سره دهويت جگړه روانه ده نو دلته موږ سم دم نن هويت پيدا کړې دی· افغانان يو اودافغانستان په سفارت کې دسوکړک اوشومبلو په دسترخوان ناست يو · هلته په هيواد کې روښانفکران دهويت تنور گرموي اولرگي ورته اچوي موږ ترې لير ي يو داور لمبه يې موږ ته نه رارسي · که له يوې خواپه يو غربي هيواد کې بي ريښو اوبې هويته يو نو په همدې بې هويتۍ کې مو هويت پيدا کړ اودا وار دافغانستان سفارت په يوه خونه کې يو · کور دی دهغه چا ودان وي چې په موږ مهاجرو يې زړه سوی دی ·
موږ دبدمرغيو په تنور کې، دکډوالۍ په چاپيريال کې دسفارت په چرگۍ راټول يو،مسوول شخصيت احمد ضيا سيامک هيروی راته وايي : دا سفارت ستاسو خپل کور د ی اوموږ هم داسې ځان احساسسو : چې دا سفارت دکابل يکه توت دی اوموږ هم ورته له هوتخيلو راغلي يو ·
نن زموږ غونډه ده ·فرهنگي غونډه · ياران ورته بر وهلي گرد وهلي راغلي دي · دچا بريتونه ځوړند اودچا هم ږيره ببره ده · دتير په څير هر يو په زړه کې څه لري · غواړي له بل ملگري سره يې شريک کړي · څوک دهغه مهاجرو په باب چې داتريش په لار کې په يوه لار ۍ کې مړه وميندل شول هيبت کوي اوڅوک دکابل اوشاه شهيد او بيا دپوليسو داکاديمۍ دځلمو شهيدانو شهادت ژاړي · څوک دکابل دمکروريانو دبمي چاودني په هکله فکر کوي خو ارومرو چې دټولو د اذهانو په واټ کې هغه ماشوم چې له مور سره دې روغتون ته راغلي وو،پښې يبلې ولاړ دي · دا مهال يې نه مور شته اونه يې نور شته · مور ترې ترې تم ده · دتل لپاره ترې تللې ده · بيا نه راستنيږي · رښتيا يوه خبره را ياده شوه :
يو وخت ولسمشر اشرف غني صيب چې کله لندن ته راغلي وو، دسفارت کسانو ورته دلۍ افغانان را جمع کړي وو· هغه ورته لنډي خبري وکړي · يوه جمله يې داوه چې زه پوهيږم : کله چې تاسې له خوبه راپاڅئ ارومرو چې دوطن په باب فکر کوئ · خو موږ دا جمله لږه بشپړوو ، وايو چې موږ يوازې فکر نه کوو · بلکې ذهنآ دشاه شهيد په کنډوالو کې ولاړ يو · دمکروريانو دبې موره ماشوم سره ژاړو · اودپوليسو دجنازو سر ته ولاړ يو ·
نن غونډه دليکوال اوڅيړونکي اکبر کرگر په نوي چاپ شوې کتاب : دميرزا خان انصاري فسلفي اوعرفاني نړی ليد باندې ده · اکبر کرگر چې لا په خپله څوکۍ نه دی ناست دملگرو سره يې دبايزيد روښان چې دميرزا خان انصاري نيکه وو · په کيسو پيل کړي دی · هغه وويل :
نن موږ دبايزيد روښان رحمت الله عليه دلمسي په فکري سمندر کې لا هو کيږو · خو له هغه تر مخه درته يوه کيسه کوم · دبايزيد روښان يو سرسخته دوښمن هم ملا وو · اودا ملا اخون درويزه نوميده ، چې خوشال بابا هم ويلي دي:
درويزه ددروېزې اوگرې خوړلي ·
په دا مکر يې حلوا سره لړلې
چې يې توره وينځه هم نه وه له وړاندې
قچې قچې يوسفزۍ شوې ترينه لاندې ·
داخون درويزه پلار دافغانستان له شمال نه ننگرهار ته راغلي وو وايي چې يوه ورځ په لغمان کې په يوه خيرات کې ناست وو · يو چا چې ډوډی خوړلې وه را پاڅيده اودښورا ککړ لاسونه يې داخوند درويزه دپلار په ږيره پاک کړل ، هغه قهر وکړ اوبيا ولاړ اوهلته په سوات کې يې دپير بابا چې دمغلو تالي څټی وو لمن کلکه ونيوله ·لکه چې زوې يې يعني اخوند درويزه دا ټوله عقده اوانتقام دپښتنو نه واخيست · په هره پوله اوهر وستل اوهر جومات کې يې دروښان پسی خوله وازه کړه · روښان يې په کافر اوزنديق اورافضي تورن کړ · خو اخون درویزه هم عجبه اشا وه · يعني چې ملا وو لکه دادنن ورځي حلوا خواره ملايان · وايي چې کله به خيرات اوختم ته تللو نو شاگردانو به يې دډوډی خوړلو په منځ کې لاسونه نيول چې خراب نه شي يوه ورځ يې ورسره دکار شاگردان نه وو اولاسونه يې ورته دخوراک په وخت کې ونه نيول · نو ټغ ساه يي وخته اوددسترخوان له اډې نه يې دجنت په لور حرکت وکړ ·
يوه ملگري چې نور يې زړه تنگ شوی وو وويل : دې ملايانو ته گفت شوی دی · چې وړيا ډوډی پيدا کړي بيا نو نه گوري کوهي دې که گړنگ · مولا نا پزلو وه اوکه ورور يې ووايي چې دومره پلن شوی وو چې ناروغه شو نو تنه يې په چورلکه کې نه ځايده انجنيران راغلل دچورلکې دروازه يې اره کړه ا وبيا يې دسنډه په څير په چورلکه کې ور ننويست ·
دوې ځانته جنت غواړي خو نورو ته دوزخ جوړوي ·نن پزلو پوده لکه کوړکه چرگه چې هگۍ نه اچوي بلکې دهگيو پر ځای ژوندي طالبان زيږوي اوبيا يې دلته را استوي ·څوک نه شته چې ترې وپوښتي چې تاسواخير له دې دين سره څه کوئ؟ له جهاد سره څه کوئ ؟ بس نه دی چې همدومره مو پرې ملنډي ووهلي ·
سوله مل شينواري چې دغونډي دجوړيدو قومانده ورسره وه اودابتداييه ښوونځي دټولگي مشر په څير يې لښته په لاس وه · دکوم نابغه خبره چې ويلي وو کرگر ((اوتي بوتې)) وايي له هغه يې وغوښتل چې غونډه پيلوو · خو حضرت لغماني به چا ايسار کړی وی · هغه وويل اغه داخوند درويزه دپلار په ږيره چې يې لاسونه پاک کړي وو، پوهيږي هغه سړې دعيسی خان ((ټک چپه کو)) غور نيکه وو ·
په هر صورت درسمې غونډې دپيل تورم وغږيد ،په لند ن کې دافغانستان دسفارت شارژدافير احمد ضيا سيامک هيروي چې له نيکه مرغه پخپله هم يو فرهنگي دي · راغلو کسانو ته يې ښه راغلاست ووایه اوزياته يې کړه چې دا سفارت هر وخت ستاسو کور دی اوهر وخت چمتو يو چې ستاسو دفرهنگي غونډو په جوړولو کې مرسته وکړو ·
دشارژ دافير دخبرو وروسته وکيل سوله مل شينواري دهغه څخه مننه وکړه ·
غونډه دسليم حيات په بلنه پيل شوه لومړی يې له سنگروال نه هيله وکړه چې دکرگر په چاپ شوې اثر خپلې خبري وکړي ؟
سنگروال دخپلو خبرو نه دمخه وويل چې تاسو پوهيږی چې دافغاسنتان لومړی سفير په لندن کې عبدالهادي داوي و· هغه دامان الله خان ډير نږدې ملگری وو· هغه نه يوازې يو مبارز بلکې يو فرهنگي شخصيت وو · دا سفارت بايد هغه هير نه کړي · همداراز بل مهم شخصيت دلته عبدالرحمان پژواک وو· چې هغه نه يوازې سياسي شخصيت بلکې يو فرهنگي نابغه هم وو · دهغه شعر، کيسه، درامه اوسياسي ليکنې دهيڅ چا هيرې نه دي · دولت بايد هيره نه کړي چې په داسې هيوادونو کې په سفارتونو کې فرهنگي کسانو ته اړه ده نه دتیر په څير اشپزانو او قصابانو ته له نیکه مرغه موږنن داسې یو فرهنګی لکه احمد ضيا سیا مک لرو چې دهغه له برکته نن دلته راغلي يو اوخپل سفارت مو وليده ··
همدارنگه سنگراول په اثر باندې دخبرو په ترڅ کې ځينې تاريخي مسايلو ته گوته ونیوله دا ځکه چې هغه دتاريخ شاگرد دی اودتاريخي مسايلو سره يې مينه وه خو تاريخي مسايل په کتاب کې په ضمني توگه راغلي وو · دسنگروال صيب ليکنه به دېوي مقالي په توگه جلا چمتو شي ·
د سنگروال صيب له وينا وروسته خوږ ژبي شاعر نظيف الله تکل خپلې لنډې اوکوټلي خبري وکړي هغه وويل : دکرگر کتاب په واقعيت کې دوه اثره دې چې يو له بله سره مښتي دي · اويو دبل جز گرځيدلي دي چې يو يې تصوفي اوعرفاني معلومات اوبل د ميرزا خان انصاري دشعرونو شننه اودده دافکارو په باب څيړنه ده · زما په نظر کرگر په دې اثر زيات کړاو گاللي اوله ډېرو اثارو يې کار اخيستي دي اوهمدارنگه دادروښانيا نو دفکريي بنسټونو دفلسفي اوعرفاني مسايلو په باب لومړنی اثر دی چې په هر اړخيزه توگه يې مسايل څيړلي دي· داثر ژبه روانه اوپه ښکلي نثر کښل شويده خو چاپ کوونکي له پوره بی ذوقۍ اوبې پرواېې نه په کې کار اخيستي دی· کاغذ څرنگوالي ته يې هډو پام نه دی کړی ·دښاغلي تکل ليکنه ديوی جلا مقالي په توگه ده چې وروسته به خپره شي ·
له تکل نه وروسته وار زموږ دفرهنگيانود پيرانو پير عبيدالله محک صيب وو · چې کتاب ېي په پوره شوق لوستی وو · اودکار خبري يې درلودلي :
محک صيب وويل · دکتاب څيړنه ډيره په زړه پورې اومتمر کزه ده · څيړونکي اکبر کرگر دا مساله روښانه کړي چې عرفان ،تصوف څه اوله دين سره يې تړا وڅه ډول دی ؟ همدارنگه محک صيب دپښتنو دتصوف ځانگړنو ته اشاره وکړه اودا يي يو منفعل تصوف نه بلکې دزورگيرو له پاره ديو سوک مثال وباله چې مثالونه يې خپله بايزيد روښان،دهغّ پيروان ، فقير ای پي اونور دي ·
محک زياته کړه چې دا اثر دروښانيت دپيچلو افکارو سره په بلدتيا کې مرسته کوي · دميرزا خان دښې پيژندنې له پاره چې په دې اثر کې هم ورته اشاره شوېده دشرقي اوغربي عرفاني افکارو دتلاقي په توگه موږ ليدلي شو· په هندي فلسفه کې رياضت په جدي توگه موجود دی چي دا کار کرگر روښانه کړی دی · خو زه يو وړانديز لرم اوهغه دا چې کرگر اوس پخپله دتفکر خاوند دی اړينه نه د ه چې دهرې خبرې لپاره دې نقل قول اوماخذ وړاندې کړي چې په دې اثر کې يې دا کار کړی دی · کرگر په دې څيړنه کې دپښتو ادبياتو اوفرهنگ په ساحه کې دعنعنوي يا دوديزې څيړنې له چوکاټ نه راوتلي بلکې په نوی ميتود يې څيړنه کړې ده کرگر په دې څيړنه کې خپلواک شوی دی · اودادده دکار بری دی · موږ په پښتوادب اوفرهنگ کی دغه ډول څيړنې ته اړه لرو·
دمحک صيب له درنو اوباو زنه خبرو وروسته ښاغلي سليم حيات· دستگير نايل اودسفارت څو تنو کارکوونکو هم خپل نظريات وويل دسفارت کارکوونکو خوښي څرگنده کړه چې دلومړي ځل له پاره دداسې مسايلو يوه غونډه ويني ·
په پای کې عبدالوکيل سوله مل شينواري هم خپلې خبرې وکري اودکرگر په اثارو کې يې نوښت ټکې جوت کړ هغه وويل : زه د کرګر ټول څیړنیز اثار په پښتو ادبیاتو کې یو نوښت ګڼم چې هم د مسالې او موضوع نویوالی لری او هم یی د څیړنیو ژوروالی محسوسیږی . په رحمانی لید کې په لومړی ځل د ا پوښتنه ځوابوی چې رحمان بابا چې عامه ذهنیت یی صوفی بولی صو فی دی که نه ؟ او په ادبیا ت او د انسان ننۍ نړۍ کې
په پښتو ژبه کې د هنری ادبی اثارو په خلقت کې د انسان د درون ونډه او اړیکې بیا ن او تشریح کوی او په دی او ددې تر مخه بل اثرکې هم په پښتو ادب کې د تصوف د انعکاس په اړه ژوراو تازه معلو مات وړاندې کوي .
دغونډی په وروستۍ برخه کې نظيف الله تکل يو خوږ ازاد شعر ولوست چې داوريدونکو له هرکلي سره مخامخ شو · د مرګې دې هير شي چې په دې غونډه کې پير محمد باورې هم تشريف درلود په پای کې هغه يو نثر ولوست اوپه هغه کې يې غوښتنه کړې وه چې :
ای دوطن زورواکو ، دوطن چارواکو ( يعنې په څلوروپښو واک کوونکو ) ولي گورئ ځينې دښتي خو لا شته · دبيت المال ځينې شته منۍ خو لاشته · که نه وي ځنگلونه خو پر ځای پاتي دي · غرونه خو هسې ولاړ دي · کانونه خو لا په خاورو کې ښخ دي ، هلۍ ژر شئ · گوند جوړ کړې اوبيا دا ټول په خپلو منځو کې وويشیء · تاسو خدای دهمدې لپاره پيدا کړي ياست چې دا بيوزلي اولس وجنگوی اوبيايې په حميد گل وپلورئ · تاسو ته دحميد گل دمړينې له کبله تسليت وايم چې هغه بيچاره مړ شو اوتاسو خپل يو ښه مشاور له لاسه ورکړ · تاسو ته بايد دا ملت دحميد گل فاتحه درکړي · ای شرميدلو جنگ سالارانو · ولې ورته گورۍ · دا وطن دبارې جهانې دبابا په قباله نه دی بلکې ستاسو په شخصي قباله دی · اوداستاسو شخصي قباله دهماغه پاکستاني جهاد له برکته ده · نو ولې غافل ياست · دپزلو پوده يعنې مولانا فضل رحمان نه مرسته وغواړئ · ملا عمر خو هلته دانکر منکير سره چمبړ دی · اوس دمرداريو په ډنډ کې غوپه دی · حقاني خو په داسې ماڼۍ کې ناست چې حميد گل يې له کوټې باسي اودا يې څټي · اوحکمتيار هم ورته نوبت نيولي دی نو ژر کړئ دا پاتې هيواد بيا وپلورئ چې ستاسو حرامي بچيان وږي پاتې نه شي ·
غونډه دشپې دلسو بجو په شا وخواکې پای ته ورسيده · سلیم شاه
