اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

ازادي د ابادۍ مقدمه ده

اعليحضرت امان الله چې په ۱۲۹۸لمريز کال کې په کلکه اراده او د ملت په غوڅ ملاتړ د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه، په يوه وينا کې يې وويل:
“ما خپل ژوند د هېواد د ابادۍ په لاره کې قربانۍ ته وقف کړى و، خو اوس چې خپلواکي تر لاسه شوه او هم زه ژوندى پاتې يم، نو پاتې ژوند به د هېواد د ابادۍ له پاره وقف کوم.”

همداسې يې وکړل، په نه ستړي کېدونکي عزم او اراده يې د هېواد ابادۍ ته ملا وتړله. د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې ښوونځي پرانيستل.

د هېواد بچيان يې هم په کور دننه په درس بوخت کړل او هم يې بهرنيو هېوادو ته د زده‌کړو لپاره ولېږل. مطبوعات يې چې تر دې وړاندې يوازې په مرکز کې وو، په ولاياتو کې هم رامنځته کړل. لارې او واټونه يې د هېواد هر لور ته وغځول. د دارلامان عصري ښار يې جوړ کړ او د هېواد په ځينې نورو ولاياتو کې يې هم عصري تاسيسات ورغول. ټلېفون او ټلګراف شبکې يې په هېواد کې وغځولې. د هېواد د چارو د قانوني پرمختګ لپاره يې اساسي قانون او تر اويا زيات فرعي قوانين جوړ کړل. په هېواد کې يې د قانون د حاکميت د تطبيق لپاره لاره هواره کړه او اقتصادي پرمختګ ته يې پاملرنه وکړه.

اعليحضرت شاه امان الله خان چې په ۱۳۰۶ لمريز کال د نړۍ هېوادونو ته يو شمېر سفرونه وکړل، له راستنېدو سره سم يې اراده وکړه چې افغانستان هم د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو غوندې بېړنۍ وده او پرمختګ وکړي او افغان ملت نېکمرغه او هوسا شي.

نوموړي بېړنۍ اراده درلوده چې هېواد چټک پرمختګ وکړي او له بلې خوا غدار، مکار او فرېبکاره دښمن په چوکۍ ناست و، نو زموږ د ځوان او په کلک هوډ پرمخ روان حکومت مخې ته يې خنډونه او ځنډونه پيدا کړل او غوښتل يې چې د خپلې غوڅې ماتې غچ له دې لارې واخلي.

افغانستان تر خپلې ازادۍ وروسته په لسو کلونو کې په بېړه پر مخ روان و. دښمن د جاهلانه پاڅونونو ډېرې هڅې وکړې، خو څه يې تر لاسه نه کړل. په پاى کې يې د غلو يوه ډلګۍ تنظيم کړه او په هېواد کې يې بې نظمي رامنځته کړه.

غازي پاچا د دې لپاره چې د قدرت په جګړه يې د هېوادوالو وينې توى نه شي، د پاچاهۍ تخت پرېښود، خو بدبختۍ او بدې ورځې د دښمن له پلان سره سم، سر په سر په هېواد راغلې او د ابادۍ لار يې بنده کړه.

بيا هم تر نجات وروسته هېواد د مېږي پر پله پر مخ روان و، خو د کمونسټانو او شوروي ګوزار دا هر څه له منځه يوړل او له رنګا رنګ بدبختيو سره مخامخ شو.

قهرمان ملت بیا هم مېړانه وکړه او لکه څنګه يې چې له تور ښکېلاک نه آزادي تر لاسه کړې وه، همداسې یې سره ښکېلاک ته ماتې ورکړه چې نتېجه یې د ختیزې اروپا او منځنۍ اسیا د ګڼو هېوادونو د سره ښکېلاک له منګولو نه وتل او آزادېدل وو.

موږ له دې ازادۍ نه د ابادۍ لپاره زمینه مساعده نه کړه، بلکې په نویو بربادیو واوښتو او د سیمې د نورو وړو هېوادونو او د نړۍ د ستر ښکېلاکي ځواک امریکا تر برید لاندې راغلو او یو ځل بیا د آبادۍ هيله ناهیلې شوه.
ابادي له علم او پوهې او د خپل ځوان نسل د روزلو له لارې رامنځ ته کېدلای شي، نو راځئ دا ځل د علم انقلاب راولو او د خپلو ځوانانو په روزلو سره دا وران وطن ودان کړو اود ابادۍ په لور ګړندي ګامونه واخلو.

پردي چاته وطنونه نه جوړوي، وران وطن به په خپله ودانوو اود دې ودانولو لپاره خپلې مټې پیاوړې کوو.

ازادي د ابادۍ مقــــــــــــدمـــــــه ده
یو هېواد هله اباد شي چې ازاد شي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←