اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

دلويديځ په زړه کښې چاودني

محمد نعيم کاکړ

په تيره جمعه چي داروپاپه زړه پيرس کښې کومي چاودنې او تهره ګري وشوه په رښتيا هم هر بشر ددهغه غيربشري عمل غندنه کوي ځکه که په لويديځ کښې وي او په ختيځ کښې ياکه دهر مذهب سره اړه لري د داسي اورپکي او وراني غندنه کوي او دغيرانساني عمل ملاتړکله هم نه شي کولي تهره ګري که هر ډول وي هغه وچاته دمنلو وړنه شي کيدي ددي دمخه چي تهره ګري يواځي په مسلمان امت پوري تړل کيده خو دپيرس دپيښو وروسته داهر چاته څرګنده شوه چي دايو نړۍ وال ناورين دي چي ټوله بشر يې په مخه کړي دي او چي دهغه وران کارو غواړي هر وخت او هر ځائي بشري وژني کوي شي خو دبده مرغه په نړۍ والو باندي تراوسه دانه دڅرګنده شوي چي دهغه وران کار څوک دي؟ د دوي ملاتړ څوک کوي؟ او دوي څه غواړي؟ هر هغه وخته چيونړيوالو ته ددي ځواب نه وي ورکول شوي او دهغو غوښتنو دهواري ليار نه وي په ګډه تراشل شوي تهره ګري نه شي ختم کيدلي او هغه لاسونه نه وي بربنډ شوي چي مرسته ورسره کوي دهغه ورانول به نوره وده هم کوي چي وبشپړه نړۍ ته به نور خطر جوړسيږي ځکه چي دزور دلاري دوران کارو مخ نوي په افغانستان عراق سوريه(شام) يمن او نورو ډېرو ملکو کښې ونه شو چي په يادو او نورو ملکو کښې د وراني او تباهي په چپه بل څه رانه وړو بلکې دوي نوره وده وکړه چي تر پيرس پوري ورسيدو او نوري پرمخ تللي نړۍ ته هم ګواښونه دي دوي چي وروسته پاته نړۍ نوموي په هغو کښې خودکلونوکلونو څخه دهغه وراني روان دي.
که په رښتيا ورته وکتل شي نو دهغه وران کار او تهره ګر هم انسانان دي او دوي هم په زړه کښې زړه خوږي لري څه دبلي سياري څخه نه دي راغلي دوي چي خپل ځانونه په بار دوالو ځوي که څه هم نه بشر ددي اجازه ورکوي نه مذهب نه دنړۍ يو آئين خو بيا هم دوي داهر څه وراني کوي پخپله داعمل کوي که دنورو په لمسون ؟ داځان ته پوښتنه ده خو دوي هم څه پلمه او جوازوړاندي کوي چي هغه دنړۍ هر وګړي په پوه دي داهر څه دهغه غبرګون (REACTION) دي چي دنړۍ والي کچي څخه تر وروستي ځايه دبشر سره په يوه او بل نامه باندي کيږي هغه بي عدالتي بي انصافي نابرابري زور زياتي تشدد ناحقي او بي شمېره نوري ناخوالي ورسره ملګري دي داهر څه دملکو په کچه هم کيږي دسيمو اودقاموژبو کلتورو په نامه ه کيږي او تر هغه وخته چي بشپړه نړۍ والو د بشريت په نامه ددهغه ناخوالو مخ نوي نه وي کړي دهغه تهره ګري او ورانو نه نه شي دمنځ څخه تلي او داکار هم دهغه پرمخ تللي نړۍ کوي شي خو دبده مرغه دوي خپله په يوه بڼه او بله بڼه ددهغه نړۍ وال ناورين ملاتړ کوي چي لوئي بثوب يې دبشر ترمنځ هراړخيزه توپير دي چي دوي دخپلو ولسونو دپاره بيله کچه (پيمانه) ساتي او نورو ته بيله که د دوي په ملکو کښ دفرانس وارو پيښه وشي دوي ټوله نړ ۍ په سرواخلي او په پاته نړۍ کښې چر هره ورځ داسي پيښي کيږي دوي په کيسه کښې نه وي ددي دڅنګه دوي خپل هر څه په نوري دبيلو بيلو لاروتپي اودنورو هراړخيزه وياړونه دمنځ څخه په بيلو بيلو پلمو وړي نو دځپل شووولسونو دپاره آپابله ليار شته؟ هوشته اوس چي لويديځي (غربي) نړۍ دهري خوا په ختځي(شرقي) او نورو وروسته پاته ملکو په ژبو دودونو کلتورو نو آن داچي په مذهبي وياړونو يرغل کړي دي چي په لويه کچه دبريښنائي رسنېو څخه کار په لويه کچه اخلي او ځموږ ځان ته پرمخ تللي (تش په نامه) کهول هم د دوي ملاتړي دي دوي هم خپل ځانونه د دوي په رنګ رنګوي نووخت راغلي دي چي موږ خپلي ژبي ددونه کلتورونه او خپل مذهبي ارزښتونه او وياړونه ددهغه يرغل څخه خوندي وساتو او هر وګړي ځان په دي پوه کړو چي ځموږ هراړخيزه وياړونه تر لويديځ ډېر ارزښناکه اومعتبردي ځکه په دوي کښې دماده پرستي په چپه بل څه نه شته او پخوايي ويل کيدل چي لويديځ دځان ځاني او نفسانفسي په ناروغي کښې راګيردي داځکه چي د دوي موخه يواځي شتمني او دولت وو او دي لويديځ چي دهغه ناروغي وموږ ته راوليږله نو دادي موږ هم دا ډالرو او شتمني په تلاش شو او نن د دوي د زرپرستي دناروغي داخستلو څخه موږ هم دځان ځاني په ډګر کښې ورننونو نن چي ځموږ دټولو څه حال دي په هغه موږ ټول خبر يوزر شتمني دهر چاايمان ګرځيدلي دي خو دهغه ناخوالي دومره بي شمېره دي چي دلته ذکر کول اړين دي خو سرچينه يې وړاندي بيان شوه ددي سره سره چي موږ داسلام وارو سپيڅلۍ دين او مذهب لرو چي دبشري ژونددتيرولو ټولي ښه لاري موږ ته راښودل شوي دي ددي سره سره چي لويديځ ځموږ سوچه دين هم دخپلو لاس پوڅو په مرسته دخپلي ګټي دپاره ګار کړي دي ځما ددي خبرو کله هم دامطلب نه دي چي موږ دنړۍ داوسني پرمختياباندي سترګي پټي کړو يادجوړيدونکي نړۍ وال کلي څخه ځان ګوښه کړو موږ دا هر څه منو خو دخپل دين مذهب دودکلتور او خپلو ژبو او نورو وياړونو په ملګرتيا سره ولي که موږ خپل دهغه وياړونه او ارزښتونه دلاسه ورکړو نو به موږ هيڅ پاته نه شو ددي سره سره چي لويديځ وموږ ته دبشر په سترګه نه ګوري چي ددي دپاره ډيري بيلګي وړاندي کيدي شي.
ددهغه لويديځ غيربشري يرغل څخه دځان دخلاصون او د دوي دمخ نوي دپاره په کار دي چي موږ خپل هر اړخيزه وياړونه ولکه هغه څومره هم وي دهغو يواځي درناوي وکړو بلکې دوي ته نوره وده ورکړه او وخپلو زده کړو او تعليم ته زياته پاملرنه وکړو ځکه چي ځموږ هر څه تر دوي ښه دي که هغه په رښتني ډول موږ خپل کړو د دوي بشر دوستي هم موږ وليده د دوي جمهوريت هم غرب چي څه ځان ته غواړي هغه يې په نورو خلګو نه رابليږي او دوي هر څه دځان دپاره کوي خو موږ هر څه دبشپړه بشر دښګيڼي غوښتونکي يو.
................

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←