د جرمني ـ پښتو ډکشنرۍ په اړه
د جرمني ـ پښتو ډکشنرۍ په اړه د يوې جرمنۍ مجلې کره کتنه
تاند:کله چې په (2009) کال کې جرمني ـ پښتو ډکشنري چې ليکوال يې ډاکټر اکرم ملکزى دى، له چاپه ووتله. د دې ډکشنرۍ دومره ډېره ستاينه وشوه چې په (2001) کال کې د جرمني جمهور رئيس ليکوال ته يې د جرمني دولت ستر نښان ورډالۍ کړ. دا خبر په Wikipedia کې هم ليکل شوی دى:https://de.wikipedia.org/wiki/Akram_Malakzay
کله چې دا خبر افغان ژورناليستانو ته ورسېد، نو دوی له افغان ولسمشر نه ګيلې وکړې چې اصلآ دا شان نښان بايد افغان حکومت ورډالۍ کړی واى، ځکه له دې ډکشنرۍ نه يو څو ګوتشممېره جرمنيان، خو په زرګونو زرګونو افغانان ګټه اخلي. د دې بااحساسه ژورناليستانو په وړانديز په (2014) کال کې د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا هم ډاکټر اکرم ملکزي ته يو ادبي مډال منظور شو چې دا خبر په ملي ټلويزيون او په ځينو ورځپاڼو کې خپور شو. اوس چې (2016) کال راتلونکى دى، په افغانستان کې نوي ولسمشر د هېواد چارې په غاړه اخيستې دي، خو ډاکټر ملکزي ته دا مډال تر ننه پورې ندى ورډالۍ شوى.
په جرمني کې د (Orientalistische Literaturzeitung) په نامه چې مانا يې ده (د ختيځ ادبي اخبار) يوه ادبې مجله خپريږي چې د يوې ګڼې بيه يې (68,- €) يورو ده او د چاپ شوو پاڼو شمېره يې (85) ته رسيږي. په ختيځ ادبې برخه کې دا مجله له ټولو نه معتبره مجله ده، ځکه چې د ليکوالانو ډېره برخه يې پروفيسران دي.
په دې مجله کې د (2015) کال کې په (110) ګڼه کې د جرمني ـ پښتو ډکشنرۍ په برخه کې په څلور مخو کې کره کتنه شوېده. دا چې يوه دومره نامتو مجله د پښتو د يو کتاب لپاره په بشپړ ډول څلور پاڼې ځانګړې کړيدي، دا به له يوې خوا په جرمني کې د پښتو ژبې د اهميت او له بلې خوا د جرمني ـ پښتو قاموس د ارزښت نښه وي.
کره کتونکى، د برلين په (Humboldt Universität zu Berlin) پوهنتون پروفيسر (ژې هاک (Rzehak دى. پروفيسر Rzehak د پنځه کاله مطالعې نه وروسته په دې ډکشنرۍ باندې کره کتنه کړېده. په دې کره کتنه کې يو څو نيوکې او يو څو ستاينې په نظر راځي.
لومړى به نيوکو ته نظر وکړو:
۱ـ د نيوکو يوه ستره برخه دا ده چې له دې ډکشنرۍ نه هغه کسان چې مورنۍ ژبه يې جرمني ده، يعنې جرمنيان، اتريشيان او سويسيان هغسې استفاده نشي کولى لکه پښتانه يې چې کوى شي. دا چې دا ولې داسې ده، پروفيسر Rzehak دا دليل وړاندې کوي:
ډاکټر اکرم ملکزي د هغو جرمني لغاتو تلفظ چې د خپل ليکدود سره توپير لري، په پښتو ژبه ليکلى دى، د بېلګې په توګه: (= Aubergine بانجان) تلفظ يې په پښتو ليکلى دى (تلفظ : اوبه ژي نې)، يا (= Balance موازنه، توازن) (تلفظ: به لانس). خو د پښتو لغاتو تلفظ چې جرمني ژبو ته ډېر سخت دى، ندي ليکلى، په تېره بيا ځکه چې په پښتو کې غږ لرونکي توري (Vokal = vowel) ډېر لږ دي، نو له دې کبله د نوو او يا نااشنا لغاتو صحيح لوستل جرمني ژبو ته يو ډېر ستونځمن کار دى.
۲ـ ډاکټر ملکزي پخپل قاموس کې ځينو نايابه لغاتو ته ځاى ورکړي، د بېلګې په توګه (= wallfahren يو ځاى ته زيارت کول). خو په جرمني هېواد کې ځينو مروجو لغاتو ته ځاى ندى ورکړل شوى، د بېلګې په توګه: = Döner) يو شان ترکى کباب) او يا (= Asylbewerber پناه غوښتونکى).
۳ـ په دې ډکشنرۍ کې د اتريش او د سويس لغات ندي مراعات شوي، د بېلګې په توګه په اتريش کې د جنوري مياشت ته (Jänner) وايي، چې په دې ډکشنرۍ کې تش د جرمني هېواد لغت (Januar) ليکل شوى دى.
۴ـ په دې ډکشنرۍ کې په ځاى د دې چې يو جرمني لغت پښتو معادل لغت وليکل شي، لغت تشريح شوى دى. د بېلګې په توګه: = herschauen) له هغه ځاى نه دې خوا ته کتل). پروفيسر Rzehak په دې نظر دى چې دې لغت ته يو معادل پښتو لغت شته او هغه دا دى (راکتل). د دې په ځواب کې ډاکټر ملکزى دا نظر وړاندې کوي چې هر پښتو لغت بايد د پښتو د اکاډمۍ له خوا تصديق شي، نو د (راکتل) لغت په هېڅ پښتو قاموس کې نشته، نه په افغانستان په قاموسونو کې او نه د پېښور په قاموسونو کې.
۵ ـ په دې قاموس کې د (Mitgift) د لغت د مانا لپاره (مهر، ولور) ليکل شويدي. (مهر) او (ولور) د يو بل سره مترادف لغات ندي. د ډاکټر ملکزى ځواب: په پښتو علمي منبع (افغان قاموس) کې د (مهر) د ژباړې لپاره (ولور) ليکل شويدي.
۶ ـ په يوه جمله کې د يوې کلمې په مانا کې تېروتنه شوېده او هغه دا ده (Setz dich gerade hin) . د دې مانا ليکل شوېده (ته خو لږ څه کېنه). (صحيح ژباړه يې دا ده (ته سم يا نېغ کېنه).
دا نيوکه په ځاى ده، خو په دې کتاب کې پنځه څلوېښت زره (45.000) جملې ليکل شوې دې چې په پنځه څلوېښت زره جملو کې د يو حرف غېر دقيقه مانا د زغم وړ ده.
ستاينې:
پروفيسر Rzehak وايي :
۱ـ په دې کې هېڅ شک نشته چې دا ډکشنري د جرمني ـ پښتو lexicography يا قاموس ليکنې لپاره يو ستر قدم دى. هغه قاموسونه چې تر اوسه پورې ليکل شويدي، د حجم او د ځانګړتياو له اړخه د لغاتو د لست او يا د لغاتو د فهرست (Glossar) نه ډېر څه پکې نه ليدل کيږي.
۲ـ دا ډکشنري چې په (1016) مخونو کې ليکل شوېده او په يوه پاڼه کې تر (35) لغاتو پورې پکې ځاي لري، سړى ورته د يوې لوړې سويي قاموس په سترګه کتلى شي. په عنوان يې ليکل شوي دي: (جرمني ـ پښتو ستر قاموس) . د ستر قاموس عنوان په حقه پري ليکل شوى دى.
۳ ـ د لغاتو په لړ کې ګڼ شمېر فني يا مسلکي لاتيني، ساينسي او طبي لغات ليدل کيږي چې دا د ليکوال د خپل مسلک او علايقو سره سمون خوري.
۴ ـ د پښتو لغاتو د ليدلو په وخت دا رابرسېره کيږي چې د پښتو مختلف ليکدود او ګړدود (لهجه) پکې مراعات شويدي، د بېلګې په توګه د (Jugendliche) لپاره (ځلموټى، زلموټى) او د (Aal) لپاره (زمرى، مزرى، منزرى) او د (Aal) لپاره (مارماهى، مارمهى، مارموهى) او د (Kartoffel) لپاره (الوګان، کچالو، پټاټې) ليکل شويدي.
۵ ـ هغه لغات چې په نامروج ډول ليکل شويدي، ليکوال د نامروج ليکدود منبع په څنګک کې ليکلې ده، د بېلګې په توګه د چارشنبې (Mittwoch) لپاره ليکل شويدي (شروع، شورو) ) منبع (درياب ـ قلندر مومند، فريد صحرايي، د پېښور چاپ).
۶ ـ د ځينو نورو پښتو ليکوالانو تمايلات (چې د سوچه پښتو ليکلو په زيار دي) په دې قاموس کې نه ليدل کيږي، د بېلګې په توګه د (Hauptstadt) د لغت لپاره د (پلازمېنې) په څنګ کې په دري ژبه (پايتخت) او د (links) لپاره د پښتو (کيڼ) په څنګ کې په دري ژبه (چپ) هم ليدل کيږي.
۷ ـ د جرمني ژبې د ځينو لغاتو تلفظ چې د ليکدود سره توپير لري، هغه په پښتو تورو واضح شوېدى، د بېلګې په توګه: (= Aubergine بانجان) (تلفظ : اوبه ژي نې).
۸ ـ هغه جرمني لغات چې په پښتو کې ورته معادل لغات نشته، ليکوال په ډېر مهارت په نورو الفاظو تشريح کړيدي. دا شان لغات د بېلګې په توګه دا دي: (Advent, Vollkornbrot, Kloß) .
۹ ـ د ځينو فني لغاتو د معادل لغت په څنګ کې دا ليکل شويدي چې دا لغت د کوم مسلک لغت دى، د بېلګې په توګه (Extremität) (طبي لغت)، (Exponent) (د رياضي لغت)، (Akkordeon) (د موسيقۍ آله) .
۱۰ـ کله کله سړي ته دا احساس راپيدا کيږي چې دا کتاب يوه ډکشنري نه، بلکې يوه اېنسيکلوبېډيا (encyclopedia) ده، د بېلګې په توګه د (Morphin) لپاره يوه اوږد کېمياوي فورمول ليکل شوېدى چې هغه دا دى: (C17 H19 O5 N + H2O)
په پاى کې پروفيسر Rzehak ليکي : دا قاموس به په جرمني ژبو هېوادو کې افغاني ټولنو او په افغانستان او پاکستان کې پښتو ژبو افغانانو ته چې جرمني ژبه زده کوي، بې له شکه د سترې ګټې باعث وګرځي. له دې نه پرته، سره له دې چې دمخه د دې کتاب محدوديت ته ګوته ونيول شوه، د دې کتاب نه به هغه جرمني ژبي ګټه واخيستلى شي چې د پښتو ژبې علاقمندان دي.
Germany-Pakhto Dekshanari, Leekwal Dr. Mohammad Akram Malakzai
