انعام
انعام افسانه
د يوې سرکارې ودانۍ مخې ته دپشکال په يوه توده ورځ کښې چې هر سړے او هره ښځه په خولو کښې لونده خويشته ولاړ وو دا ټول د شهيدانو ورستو پاتې خوا خوږې يتيمان،کونډې، رنډې او بې وزله خلک وو چې د سيمې ستر ښار ته راټول شوې وو ځنې کسانو سره په لاسونو کښې په سپينو کاغذونو ليکلې در خواستو هم وو يوه پکښې داسې مور هم وه چې درې زلمي زامن او يو څښتن ئې په دې ناورين کښې له لاسه ورکړي و عمر به ئې څلويښتو او پنځوسو تر مينځه و پوره په واک کښې نه وه هغې خپل سر په يوه چيرړه تړلې و د ځان سره به غږيده يو خوا بل خوا به ئې حيران حيران کتل او وئيل به ئې، زه دلته څه له راغلې يم----- زه دلته چا راوستې يم----- يو چا به ورته ووې، ترورې تهٴ ولې خفه ئې سرکار به درله څه درکړي ---- د يو ساعت خاموشۍ نه پس به ئې ووې زما څوک دي ------ زه به چا له څه يوسم، ورسره خوا کښې يو بله تور سرې ناسته وه هغه لکه چې ګونګه وه خبرې ئې نه کولې په لږه فاصله ورسرره يو بله ځوانه جانه جينۍ هم وه چې په لاس کښې ورسره يو درخواست هم و هغه دعمر نه د نورلس يا د شلو کالو ښکاريده ما وے دا جوړ وراره ده خو هغه کونډه وه مېړه ئې سپايي و په يوه چاودنه کښې الوتے و چې د ښخيدو دپاره ئې هيڅ نه وو پاتې هغې په درخواست کښې دا ليکلى وو چې زما ګيډه ده ماته زما د ګيډې ماشوم د پلار مړے راپيدا کړئ زهٴ ئې ښخ کړم او سبا په وياړ ماشوم ته وايم چې دا ستا د شهيد پلار څلے دے
نن د مرکز نه يوه لويه سمۍ رراونه وه او هغوئ د شهيدانو غم ځپلو ته څه نغد انعامونه ورکول د خلکو ډېر زيات غوربوړ ؤ، چې ګڼه به کله لږه بې لارې شوه نو د سپايانو به په دوئ يوه ناترسه کوتک ماري شورو شوه ګنې دغه خلک دلته څه مظاهرې ته نه و راغلي دوي رابللې شوې وو دسرکار ميلمانه وو خو بيا به هم کله نه کله دسرکار د غضب لاندې هم راتلل .
پلوشې پله چې کله د خلکو مخونه واوړيدل هغه يوه نرۍ نروچکې ديارلس کلنه جينۍ وه چې مخ ئې د ډېرې ژړا له کبله تک زيړ شوے ؤ داسې ښکاريده لکه چې د مودو رنځوره وي د هغې په لاس کښې څه ليکلے درخواست نه ؤ د هغې د بې قرارۍ اندازه د هغې د مخ نه لګيده لکه چې هغه دې غونډې ته په خپله خوښه نه وي راغلې خوا کښې ورسره يو چار واکے هم و، چې د لاس نه ئې نيولې وه چې کله دوي د سرکاري ودانۍ دروازې ته نزدې شول نو سپايانو يو وارې بيا په غم ځپلو وګړيو کوتکونه وورول خلک اخوا دې خو شول لاره پاکه شوه يو غږ اوشه دا د شهيد جان ګل وکيل يتيمه لور پلوشه ده خلک ټول حىران دريان دې ماشومې ته په کتو شول چې دا دهغه پلار لور ده چې څو مياشتۍ مخکښې ئې پلار په کچرۍ کښې په ځان مرګه بريد کښې شهيد شوے ؤ.
جان ګل د ښار يو مشهور وکيل ؤ هغه به دبې وزله خلکو مقدمې ويړيا کولې او د وخت زور ورو خلکو په سترګو کښې به لکه د اغزې غړيدو هغه بغير د الله نه بل چا نه ويره نه کوله ددې خوئ له کبله ډېر ځله د جيل تورو کوټڼو شاته شوے هم و هغه يو ليکوال ؤ دښار په مشهوره ورځپاڼو کښې به ئۍ په روانو حالاتو کالمونه ليکل او ځنې داسې رښتيا به ئې وليکل چې د دروغژنو دپاره به په يو شکل کښې هم د منلو نه وو خو هغه يو رښتونے سړے ؤ او د قلم په تقدس ئې پوره پوره باور ؤ او د چا پروا ئې نه کوله.
جان ګل چې کله په پوهنتون کښې دقانون زده کړه کوله نو په يوې جينۍ ځلا ئې سترګې خوږې شوې وې چې ورستو ئې د ژوند ملګرے هم جوړه شوه ځلا دومره هوښياره جينۍ وه چې په ټول پوهنتون کښې د قانون په امتحان کښې اول راغلې وه او دسرو زرو تمغه ئې ګټلې وه هغې هم اول اول د جان ګل سره يو ځائ وکالت کولو خو بيا هغه په يوه سيمه کښې د سول جج په درجه و ټاکلے شوه واقعي چې دهغې دجان ګل سره دومره زياته مينه وه چې خلک ئې يو په دوه کښې هله حيران کړل چې کله هغه دجان ګل دمرګ نه خبره شوه نو دا پېښه ئې ونه زغمله او د زړه رګونه ئې ټول ودريدل او بيا خلکو وکتل چې ښځه خاوند دواړه ددې مکرجنې او دوکه بازې دنيا نه مخونه هميشه دپاره واړول او ماشومه پلوشه ئې د وخت بې رحمه څپيړو ته يوازې پرېښوه.
خلکو وئيل چې دټولو نه زياته توره جان ګل وکيل کړې وه هغه که چرې ځان مرګے دعدالت په دروازه کښې رايسار کړے نه وے نو ډېر زيات نقصان به شوے ؤ ولې هغه د سر نه تير شو خو دخپلو ډېرو ملګرو ژوند ئې بچ کړو نن يوه لويه غونډه هم دې دپاره جوړه وه چې پکښې د نورو شهيدانو سره سره دجان ګل د قربانۍ په حقله هم خبرې اوشي او د هغې پاتې يکي يوه يتيمه لور ونازولے شي
دسرکاري ماڼۍ په تهه خانه کښې دلان دخلکو نه ايچ بيچ ډک ؤ،په مخکو کرسيو کښې چارواکي او لوئ لوئ خلک ناست ؤ او ورپسې د شهيدانو وروستو پاتې خلک ناست ؤ د سټيج سکتر کاروائي شورو کا اول ئې دلوئ سمۍ په شان کښې يو څو خبرې اوکړې چې مونږ ددې صيب ډېره زياته مننه کوو چې دې په دې مصروف وخت کښې په خپله د شهيدانو دې وروستو پاتې خلکو غونډې ته راغې او غواړي چې په خپلو سترګو د شهيدانو غم ځپلو سره وګوري او په سرکاري انعامونو ئې ونازوي چې دچا پلرونو،ميړونو او زامنو ددې خاورې او دې اولس دپاره ځانونه قربانې کړې دي او بيا سکتر يو مولوي صيب راوغوښتو چې هغه دشهيدانو په حقله يو څو خبرې وکړې مولوي صيب ووئيل چې نن مونږ ته په خپل وطن کښې يو داسې جنګ راپه غاړه دے چې ددې مقابله بغير دجهاد نه ممکنه نه ده د شهيدانو وارثان دې خفګان نه کوي د دوي خواخوږي مړه نه دي ژوندي دي خو دوي ئې ويني نه په اخر کښې ئې خپلې خبرې په دې ختمې کړې چې اے کاش چې زه هم دخپلې خاوري او د اولس په کار راشم او بيا ئې دعا وکا چې الله دې مونږ ټولو ته د شهادت مرګ نصيب کړي مولوي صيب پسې دسيمې يو مشهور شاعر سټيج ته راغې او په خپل خوږ غږ ئې د شهيد په نامه يو نظم واورولو مطلب ئې دا و چې خلک دغه جنګ پردے جنګ ګڼي خو زه څنګه دا پردے جنګ وګڼم چې پکښې ټول زما خپل خپلوان مري او چې په کوم جنګ کښې دې خپل سرونه خوري هغه ته د پردي جنګ نامه ورکول زما په خيال ناپوهي ده اخر کښې په اوريدونکيو ئې زور راوړلو چې هغوي جهاد ته تيار شي او د شهادت په مرګ وياړ وکړي د نظم يوه مصرعه ئې داسې وه
ورکي شه سلګۍ د ځنګدن په بسترو کښې
په ګڼه کښې څه ګونګوسې غوندې هم خور شو لکه چې چا داسې ووئيل چې دا شاعر خو غل دے او ديو مشهور و انقلابي شاعر نظم ئې په خپله نامه ووې ولې دا وخت ددې خبرو نه و، اخر کښې يو سندرغاړي يوه سندره ووئيله چې مفهوم ئې د مولوي صيب او دشاعر نه بيخي بدل نه و، او بيا په سټيج هغه سمۍ راښکاره شوه چې دا ټول خلک د هغه په انتظار وو هغه په خپلو خبرو کښې و فرمائيل چې د ځان قرباني د وطن دپاره څه دومره غټه خبره نه ده دې خاورې دپاره زمونږ پلرونو نيکونو ډېرې زياتې قربانۍ ورکړي دي او او ددې قربانو لړۍ به روانه وي خدائے مکړه که سبا دا وطن نه وي نو زمونږ ارزښت به څه وي راځئ چې ټول د قربانۍ دپاره تيار شو او خپل سرونه د وطن نه ځار کړو لاندې ناست د شهيدانو غم ځپلي داسې خاموشه وو لکه چې تش کالبوتونه وي او بيخي پکښې سا نه وي.
چې کله د دانعامونو ويشلو وخت راغې نو په چک چکو به هر يو کس سټيج ته راتلو او په خندا او خوشحالۍ به ئې انعام ترلاسه کولو خو چې کله به خپلې چوکۍ ته ورسيدو نو اواز به ئې ډډ شه او سترګو کښې به ئې اوښکې وځليدې ديو څو انعامونو ورکولو نه پس سټيج سکتر د ''پلوشې'' نامه واخسته او دجان ګل او دهغې د مور په کارنامو ئې يولس منټه تقرير اوکړو دپلوشې په راتلو لويه سمۍ د سټيج نه راکوزه شوه او يتيمه ئې په خپله غيږه کښې سټيج ته راوخيژوله خو چې کله ئې انعام ورکولو نو وړه پلوشه په خپل حال پاتې نه شوه سلګو ونېوه او د اوښکو په بهير کښې ئې ايله دومره قدرې ووئيل
ماته انعام مه راکوئ،------ ماته خپل لاله او بې بې راکړئ
اسيرمنګل
