اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

د تا ريخ پاڼه

د کابل د مغولي و اکمن ميرزا الغ بيک له خوا ديوسفزيوپښتنو د۸۰۰ تنو مشرانو شهيدانول
يوسفزي په اصل کې سړبني پښتانه دي۰ دپښتنو د دوديزو شجرو پر بنسټ سړبن نيکه درې زامن درلودل چې کند،زمند او کاسي نوميدل ۰کند دوه زامن درلودل چې يو غری نو ميد چې اولادې ته يې غوريا خيل وايي۰دکند دويم زوی خښی يا خاښي و چې دمک او مند په نامه دوه زامن يې درلودل او اولاده يې دښاخي خيلو په نامه ياديږي ۰مند نيکه د وه زامن درلودل چې يو يوسف نوميد چې اولادې ته يې يو سفزي وايې او بل يې عمر نوميدچې اولاده يې د مندړو په نا مه ياديږي۰
د ښاخي خيلو پښتنو چې يو سفزي يې هم اولاده ده لومړنی استو ګنځی د غوړې مرغۍ په نامه سيمه وه چې دافغانستان د کند هار دارغستان په سيمه کې دسور غر او غونډان تر مينځ پرته وه۰
په هغه وخت کې چې يو سفزي په غوړه مرغۍ کې ا وسيدل نو ددوی او تر ينو پښتنو تر مينځ د ځمکو او وبو پر سر شخړې او لانجې رامينځ ته شوي ۰ په پای کې ټول ښاخي خيل چې يو سفزي هم پکې وو دغوړې مر غۍ نه دڅوارلسمې زيږديزې پيړۍ په پيل کې دکابل پر لور راوخو ځيدل او دزابل او غزني پرلاره يې ځانونه کابل ته راورسول۰ په دغه وخت کې په کابل کې مغولي ميرزا الغ بيک واکمن و۰ په پيل کې دمير زا الغ بيک او د يو سفز يو تر مينځ اړيکې خوږې وې ۰ خو کله چې ميرز ا الغ بيک پردې خبرې پوه شو چې ديو سفزيو ځواک ورځ په ورځ پياوړی کيږي نو ددوی تر مينځ اړ يکې ترينګلې او خرابې شوې او الغ بيک هم دپښتنو يو ه بله قبيله چې ګګياڼي نو ميږي ديو سفزيو پر خلاف راپورته کړل او پخپله الغ بيک هم خپل پو ځونه دګګياڼيو مرستې ته واستول څو ديو سفزيو پر خلاف وجنګيږي۰،خويو سفزي داسې پياوړي وو چې ګګياڼيو او دالغ بيک پوځونو ته يې ماتې ورکړه۰
کله چې ميرزاالغ بيک پوه شو چې پر يو سفزيو يې زور نه رسيږي نو دچلو نو او دوکو نه يې کار واخيست ۰هغه ديو سفزيو مشران او ملکان راوغو ښتل او دهغوی ډېر درناوی يې وکړ۰ يو سفزي هم دميرزا الغ بيک په چلو نو او دوکو وغوليدل۰ يوه شپه ميرزا الغ بيک ديو سفزيو ۸۰۰ تنومشرا نو او ملکانو ته دميلمستيا بلنه ورکړه او الغ بيک دملک احمد نه پرته ديو سفزيو دغه ټول ۸۰۰ مشران او ملکان د ميلمستيا په وخت کې له تيغه تېر کړل او له دوی سره يې ستره جفا او دوکه وکړه۰ د يو سفزيو ددغو ۸۰۰ تنو مشرانو او ملکانو اديره اوس هم دکابل په سياه سنګ کې شته ۰ دا خواشينوونکې پيښه د ۱۴۸۰ او ۱۴۹۰ زيږديزو کلو نو په شا او خوا کې رامينځ ته شوې ده ۰تردې خو اشينوونکې پيښې وروسته يو سفزي له کابله ننګر هار او له هغه ځايه دخيبر پر تاريخي لار ې پيښور او دوابې ته لاړل ۰ ددلازاکو سره يې جګړې وکړې۰دوی اشنغر او سوات ونيول۰ کله چې يو سفزيو دسوات سيمه و نيوله نو شيخ ملي دغه سيمه ديو سفزيو پر بيلا بيلو ښاخونو او څانګو باندې وويشله۰
په اوسني وخت کې يو سفزي دپښتو نخوا په سوات، بونير، ملکنډ،مردان،هزاره،دير ،پيښور او هم دافغا نستان په ننګرهار، کندز،لوګر او کابل کې او سيږي۰
سربيره پردې يو شمېر يو سفزي دهندوستان په فرخ اباد،بهوپال، رامپور،روهيلکنډ،بريلي،نګينه،ډهلي،ګوا او کشمير کې هم او سيږي۰
:ماخذونه
۱-پښتانه ،لو مړی ټوک،کابل،۵۵ مخ،۱۳۴۹ کال.
۲-پیر معظم شاه ،تاریخ حافظ رحمت خانی.پیښور ،پښتواکیډیمی،۶ او ۷ مخونه.
https://www.facebook.com/photo.php?v=528451990542058

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←