اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ بیلابیل

دډیورنډ لنډژوندلیک

دډیورنډ لنډژوند لیک او پیژندګلوي
داهغه انګریز ډیورنډ دی چي په ۱۸۹۳زیږدیز کال کې یې دده او دافغانستا ن د واکمن امیر عبدالرحمن خان تر مینځ یو کرغیړن تړون لاسلیک شو او افغانستا ن دخپلې خاورې یوه لویه برخه له لاسه ورکړه .
هینري مور ټیمر ډیورنډ د۱۸۵۰ زیږدیز کال دفیبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نیټه دهند دمدهیا پردیش د ایا لت د مرکز بهوپال په سیهور نومې سیمه کې زیږیدلی دی. دپلار نوم یې هینري ماریون ډیورنډو چې دهند په برو ډا کې اوسیده . ډيورنډ خپلې زده کړې دانګلستا ن په بلیک هيت پروپرايټېري او ټونبرېډج ښوونځيو کې ترسره کړي وې .نوموړی په ۱۸۷۳ زیږدیز کال کې دانګریزي سرکار له خوا په ملکي دنده وګومارل شو. دافغان – انګریز په دویمه جګړه ۱۸۷۸-۱۸۸۰ زیږدیزو کلونو کې په کابل کې ذانګریزانو بهرنی سیکرټري و.د ۱۸۸۴ کال نه د۱۸۹۴ کاله پورې یې په تهران کې دانګریزانو له خوا دغیر رسمي ستر استازي په توګه کار کاوه .د۱۹۰۳ زیږدیز کال نه تر ۱۹۰۶ کلونو پږرې په امریکې کې دانګریزانو سفیر و.
له ۱۹۰۶ زیږدیز کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انگلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو گوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې په دې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ - ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ - ۱۹۱۳) سره يې په گډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو نه په لاندې توګه نومونه اخیستلی شو::
• ۱- په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر چې په ۱۹۰۲ زیږدیز کال یې لیکلی دی
• ۲- نادر شاه: يو تاريخي ناوچې په ۱۹۰۸ زیږدیز کال یې لیکلی دی
• ۳- د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند چې په ۱۹۱۵ زیږدیز کال لیکل شوی دی
وموړی د۱۹۲۴ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په اتمه نیټه په خپل هیواد انګلستان کې مړشو.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

بیلابیلپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←